ایا د امریکا او ایران جګړه به له لبنان تر یمنه د "مقاومت ډلې" فعالې کړي؟

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images
د ایران اسلامي جمهوریت په تېرو څو لسیزو کې هڅه کړې چې خپل دفاعي ځواک یوازې پر توغندیو، هوايي دفاع او کورني پوځي توان پورې محدود نه کړي، بلکې هغه له "سیمهییز ژوروالي" سره وتړي.
په لبنان، عراق، سوریه او یمن کې پر غیردولتي وسلهوالو ډلو پانګونه د همدې تګلارې برخه وه؛ هغه تګلاره چې په امنیتي ادبیاتو کې ورته د "خړ زون جګړه" ویل کېږي. یعنې نه بشپړه دودیزه جګړه او نه هم تلپاتې سوله؛ بلکې فشار، ستړیا، ګواښ او محدود بریدونه چې مقابل لورې ته زیان اړوي، خو اړینه نه ده چې تر پراخې جګړې هم ورسېږي.
خو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې وروسته دا معادله ورو ورو بدله شوه. اسرائیلو هڅه وکړه د همدې شبکې کړۍ په نښه کړي؛ لومړی یې ایرانپلوه ډلې وځپلې او بیا یې د شخړې لمنه په سیمه کې ایراني هدفونو او ان د ایران خاورې ته وغځوله.
هدف دا و چې تهران له هماغه "خړ زون" وباسي او داسې وضعیت ته یې بوځي چې لوړ لګښت ولري؛ داسې حالت چې ایران اړ شي د شا تګ او یا د کړکېچ د زیاتولو ترمنځ یوغوره کړي.

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
همدې موده کې په سیمه کې ایران پورې تړلو ځینو وسلهوالو ډلو ته درانه زیانونه اوښتي دي. د بشارلاسد د حکومت له سقوط وروسته، سوریه د ایران له لاسه ووتله او د ځینو ډلو دودیزې اکمالاتي لارې، په ځانګړي ډول لبنان ته محدودې شوې دي.
حزبالله چې د تهران تر ټولو مهم سیمهییز متحد بلل کېږي، سخته جګړه تېره کړې ده. د حسن نصرالله وژل کېدل او د دې ډلې د قوماندې او تاسیساتو یوې برخې ته اوښتي زیانونه، د ایران دغه مهم متحد ته نه جبرانېدونکي تاوانونه اړولي دي.
له بلې خوا، اقتصادي فشارونو او بندیزونو د ایران مالي توان هم کم کړی دی، څو وکولی شي د پخوا په څېر په دوامداره او لوړ لګښت سره له دې شبکې ملاتړ وکړي.
سره له دې، دا کمزوري شوي وسایل په بشپړه توګه له منځه نهدي تللي. شنونکي باور لري چې دغه ډلې لا هم د زیان اړولو، ګواښ جوړولو او ګډوډۍ رامنځته کولو وړتیا لري.
د جګړې پر مهال، دوی د غیرمستقیم ځواب یا فشار د وسیلې په توګه کارېدلی شي.
اصلي پوښتنه دا ده چې هره یوه ډله، د نویو محدودیتونو په پام کې نیولو سره، د مداخلې کومه کچه ممکنه او معقوله بولي؟ او تر ټولو مهمه دا چې ایا دوی دا جګړه د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد "وجودي ګواښ" ګڼي که نه؟ د ایران او امریکا ترمنځ د پوځي شخړې پر مهال به د تهران د حکومت د ساتلو لپاره به دا متحدې وسلهوالې ډلې څه وکړي؟
د ایران درې مهم سیمهییز ملګري جلا جلا څېړو: د لبنان حزبالله او په عراق کې شیعه وسلهوالې ډلې.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د لبنان حزبالله؛ کمزوری شوی خو لا هم اغېزناک
حزبالله له تاریخي پلوه د ایران تر ټولو مهمه سیمهییزه شتمني بلل کېږي؛ هم د خپل پوځي او توغندیز ځواک له امله، هم د اسرائیل له شمالي پولو سره د خپل جغرافیایي موقعیت له کبله او هم د هغه سیاسي او ټولنیز رول له امله چې په کلونو کې یې په لبنان کې لوبولی دی.
خو د حزبالله اوسنی وضعیت له پخوا سره څرګند توپیر لري.
داسې ښکاري چې له اسرائیل سره جګړې او امنیتي استخباراتي ګوزارونو د دې ډلې د سازماني ځواک یوه برخه کمزورې کړې ده.
د حسن نصرالله وژل کېدل، یوازې سمبولیکه موضوع نهده؛ بلکې د رهبرۍ په کچه تشه او د پرېکړو او قوماندې د بیا جوړونې اړتیا هم رامنځته شوې ده. هممهاله، د لبنان کورنی وضعیت، خراب اقتصاد، ټولنیز فشار او د غیرشیعه ډلو سخت حساسیت نسبت هرې نوې جګړې ته، د حزبالله لاس د نوې مخامخ جګړې لپاره لنډ کړی دی.
مایکل ینګ چې په بیروت کې د کارنګي منځني ختیځ مرکز مشر اېډیټر دی، بيبيسي فارسي ته وایي: "په لبنان کې د ایران په ګټه هر ډول مداخله خورا دروند لګښت لري."
حزبالله نور دومره ځواک نه لري چې د قواوو توازن بدل کړي. حزبالله اوس تر ډېره په انزوا کې دی او په دې هېواد کې ډېر کسان د نوې جګړې مخالف دي." هغه ټینګار کوي که حزبالله درنې وسلې ته لاس تېر کړي، لکه پر اسرائیل د بالستیک توغندیو کارول، د تلابیب غبرګون به "ویجاړوونکی" وي؛ داسې سناریو چې لبنان ته به ملا ماتوونکی زیان واړوي.
هغه زیاتوي، د لبنان حکومت پر دې ټینګار کوي چې وسله باید یوازې د دولت په لاس کې وي. ډېرې مذهبي ټولنې، له شیعه ټولنې بهر او ان د شیعه ټولنې یوه برخه هم، نور نه غواړي د ایران یا فلسطین په لپاره دروند قیمت ورکړي. له همدې امله، ان د شیعهګانو ترمنځ هم د حزبالله د احتمالي مداخلې په اړه جدي اندېښنې شته.
یوه بله عملي ستونزه هم شته چې په امنیتي ارزونو کې پرې ډېر ټینګار کېږي: حزبالله اوس د پخوا په څېر پراخ او خوندي لوژستیکي سرچینې لري.
د سوریې له لاسه وتل چې د اکمالاتو دودیزه او نسبتاً خوندي لاره وه، د دې مانا لري چې د توغندیز او تجهیزاتي ځواک بیا چټک جوړول سخت شوي دي.
په بروکسل کې د سټیمسن انسټیټیوټ لوړپوړی شنونکی کاوه حسن وایي: "حزبالله نور سوریه د خپلې لوژستیکي لارې په توګه نه لري."
د ۲۰۲۴ کال له وروستیو راهیسې د حزبالله او اسرائیل ترمنځ اوربند لا هم نازک او له کړکېچه ډک بلل کېږي او د اسرائیل هدفمند بریدونه په بشپړه توګه نهدي درېدلي. د لبنان حکومت په وروستیو میاشتو کې پر دې ټینګار کړی چې وسله باید د دولت په واک کې وي او هېواد باید نوې جګړې ته ورکش نه کړی شي. همدارنګه، د ملګرو ملتونو د ۱۷۰۱ پرېکړهلیک د بشپړ پلي کېدو او د حزبالله د وسلهوال حضور د محدودولو لپاره نړیوال فشار هم زیات شوی دی. دې ټول عواملو د حزبالله د مانور ساحه محدوده کړې ده.
ډېر څارونکي له همدې امله شک لري چې، حزبالله به په پراخه کچه میدان ته راښکته نهشي؛ او نه هم داسې چې اسرائیل له لبنان سره بشپړې جګړې ته ننباسي.
شنونکي وایي، حزبالله ښایي لا هم د محدودو اقداماتو او یا په کنټرول شوې کچه د ډرون او توغندیزو عملیاتو توان ولري. خو بشپړه مداخله به د دې ډلې لپاره خپله یو وجودي ګواښ وي او په لبنان کې به یې پاتې سیاسي پانګه هم له جدي خطر سره مخ کړي.
خو کاوه حسن باور لري، که حزبالله دې پایلې ته ورسېږي چې د امریکا بریدونه د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد وجودي ګواښ جوړوي، ښایي بل مسیر غوره کړي. هغه وایي: "اصلي پوښتنه دا ده چې ایا دوی دا احساسوي چې د ایران نظام له وجودي خطر سره مخ دی که نه. زما په باور، یوازې په همدې حالت کې به پراخه مداخله وشي."
دا ارزونه تر یوې کچې د حزبالله د یوه چارواکي په څرګندونو کې هم ښکاره شوې ده. هغه د فبرورۍ په ۲۵مه فرانس پرېس ته ویلي چې که د امریکا بریدونه "محدود" وي، حزبالله به مداخله ونهکړي؛ خو د ایران د رهبر علي خامنهای پر ضد هر ډول برید به د دوی لپاره "سره کرښه" وي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په عراق کې شیعه وسلهوالې ډلې ډېرې پېچلې، چالاکې او یو بل سره سیالي کوي
د حزبالله خلاف پرېکړې په اسانۍ کېدلی شي ځکه جوړښت یې ډېر متمرکز او نسبتاً د اټکل وړ دی، خو په عراق کې له ایران سره داسې همغږي وسلهوالې ډلې هم شته جوړښت یې هومره ساده نهدی او تر یوې کچې په خپلو کې هم سیالي کوونکې دي. ځینې یې د رسمي یا نیمهرسمي جوړښتونو لکه "حشد شعبي" په چوکاټ کې ځای لري، ځینې نور د سیاسي ائتلافونو له لارې پارلمان ته ننوتلي او یو شمېر نور بیا، سره له دې چې سیاسي حضور لري، خپل جلا وسلهوال هویت یې هم ساتلی دی.
دغو ډلو په تېرو کلونو کې هممهاله دوه هدفونه تعقیب کړي دي: د "مقاومت ډلو" په نوم سیمهییز بهیر کې د خپل رول ساتل او ورته مهال د عراق په کورني سیاست کې د خپل ځای پیاوړتیا.
که څه هم له تهران سره د دې ډلو سیمهییزې اړیکې لا هم پر ځای دي او د ایران د چارواکو او د دې ډلو د مشرانو ترمنځ لیدنې او سفرونه دوام لري، خو له بلې خوا د شیعه ځینو شبهنظامي ډلو تمرکز د کورني ځواک پر ټینګښت او د ټاکنیزو لاسته راوړنو پر ساتلو دی.
د ۲۰۲۵ کال د پارلماني ټاکنو شمېرې روښانه انځور وړاندې کوي. "ائتلاف صادقون" د "عصائب اهل حق" سیاسي څانګه ده چې مشري یې قیس خزعلي کوي. دا ډله د صدر له بهیر جلا شوې او د امریکا د ځواکونو د حضور له وخته په عراق کې د خپل سخت ضد امریکايي دریځ له امله پېژندل کېږي. ویل کېږي چې له ایران، په ځانګړي ډول د سپاه پاسداران له قدس ځواک سره یې نږدې او دوامدارې اړیکې لرلې دي. دغه ائتلاف په ۲۰۲۱ کې نهه څوکۍ لرلې خو په ۲۰۲۵ ټاکنو کې تر ۲۷ ورسولې.
د "سازمان بدر" ریښې چې مشري یې هادي عامري کوي، ۱۹۸۰ لسیزې ته رسېږي؛ هغه مهال چې دا جریان د ایران ترڅنګ د ایرانـعراق په جګړه کې فعال و. بدر د حشد شعبي په رسمي جوړښت او همدارنګه د عراق په وزارتونو او امنیتي ادارو کې نفوذ لري او خپلې پارلماني څوکۍ یې له ۱۳ تر ۱۸ لوړې کړې دي.
"جنبش عطا" د فالح فیاض په مشرۍ چې د حشد شعبي مشري هم پر غاړه لري، یوه عملي ډله بلل کېږي. دې بهیر هڅه کړې چې د حشد شعبي د بنسټیز رول او د مرکزي حکومت د غوښتنو ترمنځ توازن وساتي، خو داسې انګېرل کېږي چې له ایران اسلامي جمهوریت سره یې نږدې او همغږي اړیکې هم ساتلې دي. دغه جریان په وروستیو ټاکنو کې ۱۵ څوکۍ ګټلې دي.

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
"ائتلاف حقوق" د عراق د "کتائب حزبالله" سیاسي څانګه ده؛ دا ډله سخت ایډیولوژیک جوړښت لري او له سپاه پاسداران سره مستقیمې اړیکې لري. په وروستیو کلونو کې یې څو ځله امریکا ګواښلې او د امریکا د بندیزونو په لېست کې هم شامله ده. دې ائتلاف خپلې شپږ پارلماني څوکۍ ساتلې دي.
همدارنګه "بلاد سومر" جریان چې مشري یې احمد اسدي کوي او د حشد شعبي له پخوانیو قوماندانانو دی، ځان "مقاومت" اړوندو جریانونو ته نږدې ګڼي، خو په سیاسي ډګر کې یې نسبتاً عملي چلند ښودلی دی. دغه ډله هم له اوو څوکیو سره پارلمان ته ننوتلې ده.
په ټولیز ډول دا پایلې ښيي چې د ایرانپلوه ځینې ډلې اوس د وسلهوال هویت تر څنګ، د عراق د واک په رسمي جوړښت کې هم لوبغاړي دي. دا وضعیت د دوی لپاره د هر ډول سرحدي شخړې "سیاسي لګښت" زیاتوي، ځکه پارلماني موقف، په حکومت کې برخه او رسمي مشروعیت لري چې کېدی شي د کړکېچ د زیاتېدو په صورت کې یې پارلماني برخه له لاسه وځي.
د ځینو عراقي ډلو د مداخلې شونتیا د درېیو لاملونو له مخې ډېره ښکاري:
لومړی: نږدې او اسانه هدف، په عراق کې د امریکا پوځي اډې او ګټې، د اسرائیل پرتله ډېر د لاسرسي وړ هدف دی.
دوهم: لوبغاړي، که څه هم د عراق حکومت یا ځینې سیاسي مشران د کنټرول غوښتونکي وي، خو ښايي کوچنۍ او ډېرې ایډیولوژیکې ډلې په خپل سر عمل وکړي.
درېیم: د شدت تنظیم، دا ډلې کولای شي د عملیاتو کچه پورته او ښکته کړي؛ له ګواښ او نندارې نیولې، تر ډرون او راکټ بریدونو پورې کولی شي.
عراقي شنونکی کاوه حسن بيبيسي فارسي ته وایي: "د دوی ترمنځ څو کوچنۍ خو ځواکمنې ډلې شته چې له ایډیولوژیک پلوه همغږي دي، لکه کتائب حزبالله او جنبش نجبا چې د ایران له رهبرۍ سره تېم په نېغه اړیکې لري او د هغې له پرېکړو پیروي کوي." هغه زیاتوي، که د وجودي ګواښ احساس رامنځته شي، دا ډلې "ښايي مداخله وکړي" او دا مداخله کېدی شي د ډرون او توغندیو له لارې وي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
خو دې ډلو ته هم لږ تر لږه درې جدي محدودیتونه شته:
لومړی: د اسرائیل یا امریکا د ګوزار خطر، کاوه حسن خبرداری ورکوي چې د "اسرائیل د استخباراتي نفوذ کچې" ته په کتو، که تلابیب ګواښ جدي وبولي، ښايي د دې ډلو زیربناوې، ګودامونه او ان مشران په نښه کړي.
دوهم: پر بغداد فشار، د بریدونو زیاتوالی کولی شي د عراق حکومت د امریکا تر سخت فشار لاندې راولي او ان د عراقي تاسساتو په نښه کېدو ته لار هواره کړي؛ داسې سناریو چې د ډلو لپاره به په کوردننه ګران تمام شي.
درېیم: د سیاست او وسلې دوهمخي، هغه ډلې چې پارلماني او حکومتي ځای لري، ښايي تر پخوا ډېرې محتاطې وي، څو خپلې سیاسي لاسته راوړنې د دې شخړې قرباني نه کړي.
مایکل ینګ د امریکا د پوځي اډو حضور ته په اشارې وایي، د عراق او لبنان وضعیت یو شان نهدی. هغه زیاتوي: "که د امریکا دفاعي سیستمونه کمزوري وي، ښايي عراق ډېرې پایلې وویني." خو دا لبنانی شنونکی ټینګار کوي چې که د امریکا اقدام "محدود او لنډمهالی" وي، ښايي تهران د ځواب لمن پراخه نه کړي او طبیعي ده چې "خپل متحدان په پراخه کچه بسیج نه کړي."
کاوه حسن یوه بله وړاندوینه هم کوي او د عراق کردستان اقلیم ته د احتمالي هدف په توګه اشاره کوي. هغه وایي، که څه هم کردان په دې شخړو کې هېڅ رول نه لري، خو "امکان شته چې ځینې ایرانپلوه عراقي ډلې د عراق کردستان اقلیم په نښه کړي؛ داسې سیمه چې د دوی له نظره نرم هدف ګڼل کېږي او مخکې هم د امریکا ته د پیغام رسولو لپاره کارول شوې ده."
له همدې امله، ښايي تر ټولو زیات چانس دا وي چې عراقي شبهنظامي ډلې لومړی د امریکا د بریدونو کچه وارزوي او بیا پرېکړه وکړي. کېدی شي ځینې ډلې په پیل کې تاکتیکي بېطرفي خپله کړي او ځینې نورې ډلې به هڅه وکړي چې د وړو، محدودو او داسې عملیاتو له لارې چې مسوولیت یې اسانه ردېدلی شي، د وېرولو یا مخنیوي پیغام ولېږي. خو په پای کې، په تهران کې نیول کېدونکې پرېکړې او د هغو انتقال دې ډلو ته، د عراقي شبهنظامیانو د غبرګون کچه تنظیموي.

د عکس سرچینه، Mohammed Hamoud/Getty Images
حوثیان: له کمو محدودیتونو سره فعاله غواری
د ډېرو څارونکو په باور، د یمن حوثیان د نورو دوو لوبغاړو په پرتله ازاد لاس لري؛ دا نه چې له تهران خپلواک دي، بلکې ځکه چې نه د لبنان کورني محدودیتونه لري او نه هم د عراق پېچلي بنسټیز جوړښتونه. سربېره پر دې، د دوی د فعالیت جغرافیه داسې ځای ده چې د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ لارې اغېزمنولی شي.
حوثیانو په وروستیو کلونو کې ښودلې چې د سمندري تګراتګ په نښه کول او په سره سمندر او د بابالمندب تنګي کې ګډوډي رامنځته کول د فشار د وسیلې په توګه کاروي. د ایران او امریکا د جګړې په سناریو کې، ښايي د درېیو لاملونو له کبله له تر ټولو فعالو بازوګانو وي:
لومړی: د کورني فشار له مرکزه لرې د عمل ډګر، حوثیان د حزبالله په څېر د بېلابېلو فکرونو ټولنې او مرکزي حکومت تر مستقیم فشار لاندې نهدي.
دوهم: د بشپړ مهار سختوالی، تجربې ښودلې چې ان له پراخو هوايي بریدونو وروسته هم د دې ډلې بشپړ مهار اسانه نهدی.
درېیم: نړیوال اقتصادي زور یا وسیله، د کښتۍګرځېدو ګډوډولو پر بیمې، د لېږد لګښتونو او د انرژۍ پر بیو سمدستي اغېز کوي او نړیوال سیاسي فشار زېږوي.
مایکل یانگ په دې اړه بيبيسي فارسي ته وایي: "حوثیان بې له شکه ډېر انتخابونه لري، خو زه غواړم پر دې ټینګار وکړم چې هغوی همدا اوس هم پر نړیوالې کښتۍچلونې اغېز لري او بشپړه ممکنه ده چې د بابالمندب تنګي د بندولو هڅه وکړي. په مقابل کې، ایران ښايي د هرمز تنګي د تړلو په اړه فکر وکړي. زه نه وایم چې دا به خامخا وشي، خو امکان یې شته."
هغه زیاتوي: "اصلي ټکی دا دی چې ایران به خپله تګلاره د امریکا د برید د پراخوالي له ارزونې سره سمه وټاکي. که تهران دې پایلې ته ورسېږي چې د امریکا برید او که اسرائیل هم ورسره یوځای شي، موخه یې د نظام نسکورول دي، نو بې له شکه به خپل ټول متحدان د اعظمي فشار او تر ټولو ډېر زیان اړولو لپاره وکاروي. په داسې حالت کې، د ایران له لوري د هرمز تنګي تړل او د حوثیانو له خوا د بابالمندب د بندولو هڅه دواړه بشپړ محتمل دي."
کاوه حسن هم ورته نظر لري او وایي، که د ایران د حکومت پر ضد د "حیاتي ګواښ" احساس رامنځته شي، حوثیان ښايي عمل ته لاس واچوي او د اسرائیل تر څنګ، ان د سیمې پر حیاتي انرژۍزو زیربناوو هم بریدونه وکړي. همدا عراقي شنونکی ټینګار کوي چې د دې سناریو عملي کېدل د شخړې له کچې او د لګښتونو له محاسبې سره تړاو لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جګړې شدت او د نظام د پاتې کېدو لپاره د خطر ارزونه
ښايي ډېری څارونکي په دې ټکي سره په یوه خوله دي چې د ایران اسلامي جمهوریت اړوند نیابتي ډلو غبرګون به سملاسي نه وي. یعنې دا ډلې ښايي سمدستي په عمل لاس پورې نه کړي؛ بلکې لومړی به د امریکا او ښايي د اسرائیل د برید د پراخوالي کچه وارزوي او همدارنګه به دا وګوري چې په تهران کې حکومت دا ګواښ څنګه تعبیر او ارزوي، بیا به پرېکړه کوي.
کاوه حسن په دې اړه وایي: "تمه نه کېږي چې له ایران سره همغږي ځواکونه د جګړې له پیل سره سم سمدستي مداخله وکړي. هغوی یوازې هغه وخت پراخه مداخله کوي چې د وجودي ګواښ احساس وکړي." هغه زیاتوي چې ان دا شونتیا هم شته چې که جدي ګواښ احساس شي، ځینې ډلې سعودي عربستان، متحده عربي امارات یا بیخي کوېت په نښه کړي. د هغه په وینا، داسې سناریو به په وروستیو کلونو کې د ایران او سعودي عربستان او همدارنګه د ایران او اماراتو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو بهیر لپاره جدي ازموینه وي او دا به وښيي چې دغه بهیر تر کومه حده کړکېچ مهار کړی او یا ایران تر کومه بریده کولای شي خپل متحدان د دغو هېوادونو له هدف ګرځولو را وګرځوي.
مایکل یانگ هم باور لري چې ایران اسلامي جمهوریت په خپلو محاسبو کې ډېر محتاط دی او له پیله به خپل ټول کارتونه ښکاره نه کړي. هغه وایي: "ایران به لومړی په دقت وارزوي چې د امریکا اقدام تر کومه حده دی او بیا به پرېکړه وکړي. په بل عبارت، که تهران دې پایلې ته ورسېږي چې نظام به پاتې شي، نو د حزبالله کارت به په اسانۍ ونهلګوي، او نه به هم د عراقي ډلو کارت له لاسه ورکړي. که د نظام بقا له خطر سره مخ نهوي، دا وسایل به په اسانه ونهکارول شي."
هغه ټینګار کوي چې د ایران د نظام لومړیتوب بقا ده؛ له همدې امله، هر هغه اقدام چې د دې بقا ته ګواښ پېښ کړي، ښايي د کړکېچ داسې کچې ته د لوړېدو سبب شي چې تر دې مخکې نهوي لیدل شوې. خو که وجودي ګواښ احساس نهشي، نو د ایران ځواب به ښايي سنجول شوی او محدود وي.



















