د اسرائیلو او ایران جګړه کې د مصنوعي ځیرکتیا تېراېستونکې خبرې

د مصنوعي ذهانت جعلي عکسونو د ایران له خوا د اسرائیلو د F-35 جنګي جیټ الوتکو پر ویشتلو هم تمرکز کړی دی
د عکس تشریح، د مصنوعي ځیرکتیا جعلي عکسونو د ایران له خوا د اسرائیلو د F-35 جنګي جیټ الوتکو پر ویشتلو هم تمرکز کړی دی
    • Author, مټ مارفي، اولګا رابینسن او شایان سرداری زاده
    • دنده, بي بي سي ویریفای

پر ایران د اسرائیلو له بریدونو راهیسې پر لیکه د تېراېستونکو معلوماتو خپرولو لړۍ پیل شوې ده. د بي بي سي وریفای یا د شواهدو ارزونې څانګې سلګونه دغسې پوسټونه ارزولي چې هدف یې پر اسرائیلو د ایران د بریدونو د اغېز پراخول ښیي.

موږ په خپلو ارزونو کې ځینې ویډیوګانې وموندلې چې په مصنوعي ځيرکتیا یا اې‌ای جوړې شوې او جعلي کلیپونه ور سره ګډ شوي چې پر اسرائیلو د ایران بریدونو اغېز او د ایران پوځي وړتیاوې په کې ځواکمنې ښودل شوې وې.

بي بي سي موندلې چې درې دغسې ویډیوګانې په ګډه په بېلابېلو خواله رسنیو کې له ۱۰۰ میلیونو ډېرو خلکو لیدلي.

پر خواله رسنیو اسرائیل پلوه حسابونو هم تېراېستونکي معلومات خپاره کړي دي. دوی تر ډېره په ایران کې د پخوانیو لاریونونو او غونډو کلیپونه بیا خپروي، د حکومت پر وړاندې د زیاتېدونکي مخالفت او د اسرائیلو له پوځي کمپاینه د ایرانیانو د ملاتړ دروغجنې ادعاوې کوي.

اسرائیل د جون پر ۱۳مه پر ایران بریدونه پیل کړل چې غبرګون کې یې ایران هم پر اسرائیل ډرون او توغندیز بریدونه کوي.

یوه اداره چې د پرانیستو سرچینو انځورونه ارزوي، وايي، د انلاین ناسمو معلوماتو کچه حیرانوونکې دی او ځينې په اصطلاح (د لایکونو او کمینټونو) والا یې تورن کړي چې د خواله رسنیو د کاروونکو د پام جلبولو لپاره د ډیزاین شوې لارورکوونکې محتوا په خپرولو له جګړې ګټه پورته کوي.

د جیو کنفرمډ په نامه د انلاین تاییدۍ یوه ګروپ پر ایکس پاڼه لیکلي: "موږ (په همدې تړاو) له پاکستان څخه له نااړوند عکسونو نیولې، د اکټوبر د بریدونو تر ویډیوګانو او همدارنګه د ګېمونو کلیپونه او پر مصنوعي ځیرکتیا جوړې شوې ویډیوګانې ګورو چې له ۲۰ میلیونو ډېر لیدونکي یې لرلي دي.

د ناسمو معلوماتو د خپرولو له لارې د ځینو مشخصو حسابونو د پلویانو په شمېر کې پام‌وړ زیاتوالی راغلی دی.

د ډیلي ایران میلیټري په نامه یو حساب چې د ایران په پلوۍ محتوا خپروي، خو له ایراني چارواکو سره کومه ښکاره اړیکه نه لري، د جون په ۱۳مه ۷۰۰ زره پلویان لرل، خو د جون تر ۱۹مې یې د پلویانو شمېر یو اعشاریه څلور میلیونو ته رسېدلی چې دا په یوه اونۍ سل سلنه زیاتوالی ښيي.

دا د ډېرو ناڅرګندو حسابونو له ډلې یو دی چې محتوا یې په دې وروستیو کې د خواله رسنیو د کاروونکو مخې – مخې ته کېږي. ډېری دغه حسابونه د تاییدۍ اسماني رنګه نښي لري او مکررا تېراېستونکي معلومات خپروي.

دا حسابونه ظاهرا رسمي نومونه لري چې د خواله رسنیو کاروونکي پرې تېروځي او اصلي حسابونه یې ګڼې، خو دا څرګنده نه ده چې تر شا یې څوک ناست دي.

د ګیټ‌رییل تحلیلوونکې ډلې سر څېړونکې ایمانوېل سلیبا د بي بي سي ویریفای ته وویل: "لومړی ځل موږ ګورو چې د شخړو پر مهال پر مصنوعي ځیرکتیا جوړه محتوا ډېره کارول کېږي."

هغه حسابونه چې د بي بي سي وریفای لخوا بیاکتل شوي په مکرر ډول د مصنوعي ذهانت لخوا تولید شوي عکسونه شریکوي چې ظاهرا پر اسرائیل د ایران دبریدونو په اغېز کې مبالغه کوي. یو عکس، چې ۲۷ میلیونه ځلي کتل شوی، پر تل ابیب ښار د لسګونو توغندیو لګېدل ښيي.

یوه بله ویډیو چې د شپې ناوخته د اسرائیلو په ښار کې پر یوه ودانۍ د توغندیو د برید ښودلو لپاره جوړه شوې وه. میرمن سلیبا وايي، ځینې کلیپونه ډېری وخت د شپي مهال بریدونو ښودلو لپاره جوړ شوي چې د تایید چاره خورا ستونزمنوي.

د مصنوعي ذهانت جعلي عکسونو د ایران له خوا د اسرائیلو د F-35 جنګي جیټ الوتکو پر ویشتلو هم تمرکز کړی دی. دغه عصري الوتکې د امریکا متحده ایالتونو جوړې دي چې د ځمکې او هوا هدفونه په نښه کوای شي.

د الیتیا شنونکې ډلې اجرایوي مشرې لیسا کپلان بي بي سي ویریفای ته وویل، که د کلیپونو ضربې ریښتیا وای، ایران به اوس د اسرائیلو ۱۵سلنه جنګي الوتکې ویجاړې کړې واي، خو موږ تر اوسه دغسې کوم عکس نه دی تایید کړی.

په پراخه کچه شریک شوی یو بل پوسټ د ایران په صحرا کې یوه ویشتل شوې جیټ الوتکه ښيي، خو د مصنوعي ذهانت د لاسوهنې نښې په کې څرګندې دي؛ د جیټ شاوخوا د راټولو خلکو شمېر پر نږدې موټرو د راټولو شویو خلکو له شمېر سره برابر دی او بل دا چې د الوتکې د لوېدو له امله د صحرا په شګو کې د زیان هیڅ څرک نه لیدل کېږي.

.

د عکس سرچینه، ‌‌BBC

د عکس تشریح، .

یوه بله ویډیو چې په ټیک ټاک کې دوه اعشاریه یو میلیونه لیدونکي لري، ادعا کوي چې د اسرائیلو ایف ۳۵ الوتکه د ایران د هوايي دفاع سیسټم له خوا ویشتل کېږي، خو په حقیقت کې دا ویډیو د یوه ځیرک ګېم اړوند ده. له ټیک ټاک سره د بي بي سی د ویریفای څانګې له اړیکې وروسته دغه ویډیو له ټیک ټاکه ړنګه شوې ده.

مېرمن کپلان وايي، پر F-35 الوتکو د یوې داسې شبکې د ګڼو حسابونو له خوا تمرکز کېږي چې الیتیا ډلې وړاندې د روسیې د نفوذي عملیاتو برخه ګڼلي وو.

هغه وايي، د اوکراین د جګړې له امله د روسیې د نفوذي عملیاتو تمرکز په دې وروستیو کې د لوېدیځ په ځانګړي ډول د امریکايي وسلو د وړتیاوو پر کم ښودلو ور ټول دی.

ځینې غلط معلومات د هغو مشهورو حسابونو لخوا هم خپرېږي چې دمخه یې د اسرائیلو-غزې جګړې او نورو شخړو کې اغېز لاره.

د دوی انګېزې توپیر لري، خو کارپوهان وايي، ځینې ښايي له جګړې د پیسو ګټلو لپاره دا کار کوي، ځکه سترې خواله رسنۍ حسابونو ته د هغوی د محتوا د لیدونکو شمېر ته په کتو پیسې ور کوي.

برعکس، اسرائیل پلوه پوسټونو بیا په لویه کچه پر هغو وړاندیزونو تمرکز کړی چې د ایران حکومت په کوردننه له پرلتونو، نارضایتیو او د بریدونو له دوام سره مخامخ دی.

د دغو پوسټونو په ډله کې په پراخه کچه شریکه شوې یوه ویډیو هم شته چې په مصنوعي ذهانت جوړه شوې او په غلط ډول ښيي چې ایرانیان د تهران پر سړکونو "موږ اسرائیل سره مینه لرو" شعار ورکوي.

په هرصورت، په دې وروستیو کې چې د ایران په اټومي مرکزونو د متحده ایالاتو د بریدونو په اړه اټکلونه زیاتېږي، ځینو حسابونو د مصنوعي ځیرکتیا جوړ عکسونه چې په کې د تهران پر فضا B-2 بمباروونکې الوتکې ګرځي، خپاره کړي دي.

B-2 د اسرائیلو له خوا پر ایران د بریدونو له پیل راهیسې د خلکو پام د ځان پر لور کړی دی، ځکه دا یوازینۍ الوتکه ده چې تر ځمکې لاندې د ایران پر اټومي سایټونو د موثر برید وړتیا لري.

په ایران او اسرائیلو کې رسمي سرچینو هم ځینې جعلي عکسونه شریک کړي دي. په تهران کې دولتي رسنیو هم د بریدونو جعلي عکسونه او په مصنوعي ځیرکتیا د غورځول شوي F-35 جییټ عکس شریک کړی دی.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو هم پر ایکس د توغندیو د ضربو عکس خپور کړی چې د ایکس له خوا یې د زړې او نااړونده محتوا خپرولو نښه یا یادښت هم تر لاسه کړی دی.

د بي بي سي ویریفای له خوا بیا کتل شوي ډېری ناسم معلومات پر ایکس خواله رسنۍ خپاره شوي چې کاروونکو یې ډېر وخت د کره توب په اړه د ایکس پر مصنوعي ځیرکتیا له سنبال چټ بوټ (ګروک) پوښتنه کړې ده.

په ځینو مواردو کې ګروک ټینګار کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا جوړې یادې ویډیوګانې ریښتینې وې. د بېلګې په ډول پر خواله رسنیو یوه ویډیو خپره شوې چې په کې د غره له یوې پیچلې برخې د بالستیک توغندیو د لېږدوونکو لاریو بې پایه جریان لیدل کېږي. مېرمن سلیبا وايي، په یاده ویډیو کې د مصنوعي ځیرکتیا رول څرګند دی، ځکه ډبرې هم په کې حرکت کوي.

.
د عکس تشریح، .

خو د ایکس کاروونکو په ځواب کې، ګروک په وار وار ټینګار وکړ چې یاده ویډیو اصلي ده او د نیوزویک او رویټرز په ګډون یې د رسنیو راپورونو ته اشاره وکړه.

د ایکس چیټ بوټ په دې تړاو د بي بي سي ویریفای پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

ډیری ویډیوګانې په ټیک ټاک او انسټاګرام کې هم خپرې شوې دي. د بي بي سي ویریفای ته په یوه بیان کې، ټیک ټاک وویل، دوی په کلکه هغه ټولنیزې لارښوونې پلې کوي چې له مخې یې د ناسمې او لارورکوونکې منځپانګې خپرول منع دي.

د انسټاګرام مالک میټا په دې تړاو زموږ پوښتنې ته ځواب ونه وایه.