د اسرائیلو اوسپنیزه ګونبزه، د داود لینده، غشی او د تاد توغندیو دفاع په اړه څومره پوهېږئ؟

د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه له ایران د توغول شویو توغندیو د ځواب لپاره اسرائیلي توغندي وتوغول شول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه له ایران د توغول شویو توغندیو د ځواب لپاره اسرائیلي توغندي وتوغول شول.
    • Author, جیریمي هووېل
    • دنده, بي‌بي‌سي نړیوال سروېس

اسرائیل داسې د توغندیو ضد دفاعي سیستم لري چې ډېری کسان یې د نړۍ تر ټولو ډېر تجربه ‌شوی او اغېزناک ګڼي.

په هرصورت، د ایران سره د هوایی بریدونو په تبادله کې، ځینې توغندي وتوانېدل چې دغه دفاعي خنډونه مات کړي چې له امله یې ملکي وګړي ټپیان کړي او ودانۍ یې ویجاړې کړې دي.

په تېر کې، پر اسرائیل ایران، د لبنان حزب‌الله، د غزې حماس او د یمن حوثيانو بریدونه کړي، نو ځکه اړ دی چې د بېلابېلو لوړ او لیرې واټن بریدونه شنډ کړي.

نو دا پرمختللي دفاعي سیستمونه کوم دي؟ او څنګه کار کوي؟

د اوسپنیز ګنبد سیستم څنګه کار کوي؟

اوسپنیز ګنبد د اسرائیل تر ټولو مشهور د توغندیو ضد دفاعي سیستم دی.

دا سیستم د لنډ واټن لرونکو توغندیو، هاوانونو او مرمیو د شنډولو لپاره جوړ شوی، چې له څلورو تر ۷۰ کیلومترو واټن پورې یې شنډولی شي.

په ټول اسرائیل کې د اوسپنیز ګنبد بېلابېلې توغوونکې بټرۍ ځای پر ځای شوې دي. هره بټرۍ درې یا څلور توغندویي لانچرونه لري، چې هر یو پکې ۲۰ د دفاعي نیولو توغندیو ظرفیت لري.

نقشه

اوسپنیز ګبند د راتلونکو توغندیو د کشف او تعقیب لپاره رادار کاروي او دا محاسبه کوي چې کوم توغندي ښايي پر ګڼ‌مېشتو سیمو ولوېږي. سیستم بیا یوازې پر هغو راکټونو توغندي ویشتي، چې ګواښناک ګڼل کېږي او نور پرېږدي چې پر خلاصو سیمو ولوېږي.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو مخکې ادعا کړې چې اوسپنیز ګبند شاوخوا ۹۰٪ هغه توغندي له منځه وړي چې په نښه کوي یې. د دې سیستم د "تامیر" هر توغندي بیه شاوخوا ۵۰,۰۰۰ ډالره اټکل شوې ده.

دا سیستم د ۲۰۰۶ کال د "اوړي له جګړې" وروسته جوړ شو، هغه جګړه چې د اسرائیل او د حزب‌الله ترمنځ وشوه. حزب‌الله، چې په لبنان کې مېشته وسله‌واله ډله ده، نژدې ۴,۰۰۰ توغندي پر اسرائیل وویشتل، چې دروند زیان یې واړاوه او لسګونه کسان یې ووژل.

ویل کېږي اوسپنیز ګنبد د نړۍ ترټولو غوره ازمول شوی توغندیو دفاعي سیستم دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ویل کېږي اوسپنیز ګنبد د نړۍ ترټولو غوره ازمول شوی توغندیو دفاعي سیستم دی

د اوسپنیز ګبند سیستم د اسرائیلي شرکتونو "رافایل پرمختللي دفاعي سیستمونو" او "د اسرائیلو هوايي صنایع" ډیزاین کړی او د امریکا په ملاتړ جوړ شوی دی. دا سیستم په ۲۰۱۱ کال کې ځای پر ځای شو.

لومړی ځل په هماغه کال کې په جګړه کې وکارول شو، کله چې یې یو توغندی چې له غزې نه توغول شوی و، وویشت.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې، اوسپنیز ګبند د حماس او نورو وسله‌والو ډلو له لوري له غزې توغول شوي لس‌ګونه زره توغندي نیولي دي.

د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۹مه د ایران یوه توغندي د سوروکا طبي مرکز، د بئر شیبه عمومي روغتون ته زیان ورساوه.

د عکس سرچینه، Amir Cohen / Reuters

د عکس تشریح، د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۹مه د ایران یوه توغندي د سوروکا طبي مرکز، د بئر شیبه عمومي روغتون ته زیان ورساوه.

د داود غولکه څنګه کار کوي؟

د داوود غولکه چې په عبري ژبه کې ورته "جادويي امسا" وايي، د منځني واټن توغندیو د شنډولو لپاره کارول کېږي او تر ۳۰۰ کیلومتره پورې هدفونه ویشتلی شي.

دا سیستم په ګډه د اسرائیلي شرکت "رافایل پرمختللي دفاعي سیستمونو" او د امریکا د "رېتهیون" شرکت جوړ کړی او په ۲۰۱۷ کال کې یې فعالیت پیل کړی دی.

د داود غولکه د دې لپاره ډیزاین شوی چې په ټیټه ارتفاع کې بالستیک توغندي ویشتلی شي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د داود غولکه د دې لپاره ډیزاین شوی چې په ټیټه ارتفاع کې بالستیک توغندي ویشتلی شي

د اوسپنې ګنبد په څېر، د داود غولکه یوازې هغه توغندي په نښه کوي چې استوګنیزې سیمې ګواښي.

د داود غولکه او اوسپنیز ګنبد دواړه د الوتکو، ډرونونو او کروز توغندیو د مخنیوي لپاره هم ډیزاین شوي دي.

د داود غولکه هر "سټنر" توغندی شاوخوا یو میلیون ډالر لګښت لري.

د غشی ۲ او غشی ۳ سیستم څنګه کار کوي؟

غشی ۲ د لنډ واټن او منځني واټن بالیستیک توغندیو له ‌منځه وړلو لپاره طرحه شوی دی، په داسې حال کې چې دغه توغندي د ځمکې له سطحې شاوخوا ۵۰ کیلومتره لوړ په لوړه فضا کې الوځي.

دا سیستم له ۱۹۹۱ کال، یعنې له لومړۍ خلیجي جګړې وروسته هغه وخت پیل شو، کله چې عراق پر اسرائیلو د شوروي جوړ سکاډ توغندي وتوغول. غشی ۲ په ۲۰۰۰ کال کې رسماً فعال شو.

دا سیستم له ۵۰۰ کیلومتره واټنه توغندي کشفولی شي، خو دا یې په نسبتاً لنډ واټن کې له منځه وړي - یعنې تر ۱۰۰ کیلومتره پورې له توغندويي مرکز څخه.

د دې توغندیو سرعت د غږ له سرعته نهه برابره ډېر دی او هم‌مهاله تر ۱۴ هدفونو پورې ویشتلی شي.

راپورونه وايي، غشی ۲ په ۲۰۱۷ کال کې لومړی ځل د جګړې پر مهال هغه وخت وکارول شو، کله چې یې یو سوري ضد‌ هوايي توغندی وویشت.

غشی -۲ توغندی د ځمکې په پورتني اتموسفیر کې د توغندیو د مخنیوي لپاره ډیزاین شوی دی.
د عکس تشریح، غشی -۲ توغندی د ځمکې په پورتني اتموسفیر کې د توغندیو د مخنیوي لپاره ډیزاین شوی دی.

غشی ۳ لومړی ځل په ۲۰۱۷ کال کې ځای پر ځای شو او د اوږد واټن بالستیک توغندیو د مخنیوي لپاره ډیزاین شوی ځکه چې دوی د ځمکې له اتموسفیر بهر د خپل قوس په سر کې سفر کوي. دا د ۲۴۰۰ کیلومتره واټن ویشتلو واټن لري.

دا سیستم لومړی ځل په ۲۰۲۳ کال کې په جګړه کې وکارول شو، کله چې د یمن حوثيانو د اسرائیلو پر سوېلي ښار ایلات یو بالیستیک توغندی وتوغاوه.

دغه سیستم د اسرائیلو د هوايي صنایع شرکت د امریکا بوینګ شرکت په مرسته جوړ کړی.

امریکا جوړ تاد) سیستم څنګه کار کوي؟

پر اسرائیل د ایران د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر له برید وروسته، امریکا اسرائیلو ته د تاد یوه بټرۍ ورکړه.

د تاد توغندي د داوود غولکې په څېر کار کوي، یعنې دوښمن توغندي د الوتنې په وروستي پړاو کې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ کیلومتره پورې واټن کې شنډوي.

دغه سیستم دوښمن توغندي هم د ځمکې په فضا دننه او هم بهر نیولی شي.

د تاد توغندي د ځمکې په اتموسفیر او بهرنۍ فضا دواړو کې د دوښمن توغندیو د ویشتلو لپاره ډیزاین شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تاد توغندي د ځمکې په اتموسفیر او بهرنۍ فضا دواړو کې د دوښمن توغندیو د ویشتلو لپاره ډیزاین شوي دي.

د تاډ بټرۍ معمولا شپږ لانچرونه لري، چې هر لانچر کې اته توغندي وي.

امریکا په اسرائیلو کې د تاد سیسټم د چلولو لپاره هلته سرتېري واستول.

د امریکا وسله‌وال ځواکونه له ۲۰۱۵ کال راهیسې د تا سیستم کاروي او امریکا دغه سیستم پر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم پلورلی دی.