د دوو روغتونونو د بمباریو کیسه، خو په څرګند توپیر

د ایران په کرمانشاه کې د اسرائیلو له بریدونو وروسته لوګی پورته کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ایران په کرمانشاه کې د اسرائیلو له بریدونو وروسته لوګی پورته کېږي.
    • Author, پیرزاد نوبخت
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز فارسي

په دې وروستیو ورځو کې، ډېری ایرانیانو - په هېواد کې دننه او په بهر کې - په ټولنیزو رسنیو کې د دوو ورته غمیزو په اړه د نړیوالو رسنیو پوښښ کې د څرګند توپیر په اړه خپله نا خوښي څرګنده کړې ده.

په اسرائیل کې د بیرشیبا ښار پر یوه روغتون د برید خبرونه سمدلاسه د نړیوالو رسنیو سرټکي شول. خو له دې څو ورځې مخکې، د ایران لوېدیځ کرمانشاه ښار پر یو روغتون هم برید شوی و، خو دا پېښه نژدې هېڅ د نړیوالو رسنیو د پام وړ ونه ګرځېده.

دغه لویېدونکې احساس، چې د خلکو کړاوونه په نابرابره توګه پکې لیدل کېږي، ډېری کسان غلي، ناارامه او بې ارزښته کړي دي. دا چاره یوه مهمه پوښتنه راپورته کوي: ولې نړۍ ځینې غمیزې ویني، خو نورې نه؟

ځواب یې یوازې په نړیوال سیاست کې نه، بلکې په رسنیو ته په لاسرسي، لیدو وړتیا او د معلوماتو په هوښیارانه خپرونه کې پروت دی.

اسرائیل د رسنیو چلندښه پېژني. د دغه هېواد حکومت او پوځ بهرنیو خبریالانو ته د معلوماتو رسولو یو منظمه او چټکه لاره جوړه کړې.

کله چې یوه لویه پېښه رامنځته شي، بهرني خبریالان - چې اکثره لا له مخکې په تل ابیب یا بیت‌المقدس کې مېشت وي - ژر تر ژره د پېښې ځای ته انتقالېږي.

هلته دوی ته اجازه ورکول کېږي چې ویډیو ثبت کړي، پوښتنې وکړي، له قربانیانو یا چارواکو سره وغږېږي. دا یوه چټکه، روښانه او نړیوالو رسنیو ته د خبر ورکولو لپاره وړاندې شوې لاره ده.

خو دا کار د غزې په تړاو نه عملي کېږي، هلته اسرائیل د خبریالانو تګ راتګ محدود کړی او نړیوالو رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې د هغه ځای د وضعیت په اړه راپور ورکړي.

د معلوماتو خلا

بله خوا ایران بهرنیو خبریالانو ته نژدې هېڅ اجازه نه ورکوي. ان اوس هم د بي‌بي‌سي خبریالانو ته د تهران د راپور لپاره وېزې نه دي ورکړل شوې. ان د هېواد دننه ایراني خبریالان هم له سختو محدودیتونو او پراخ سانسور سره مخ دي.

د کرمانشاه د روغتون تر بمبارۍ وروسته، لومړۍ انځورونه یوازې څو تياره او نا روښانه وېډیوګانې وې، چې په موبایلونو اخیستل شوي وو. نه کومې خبري ناستې وشوې، نه رسنیو ته همغږي شوی لاسرسی ورکړل شو او نه هم د پېښې له ځایه ژوندۍ خپرونه.

خو موضوع تر دې هم ژوره ده.

په اسرائیل کې ۲۴ ساعته سټلایټ انځورونه، د ډرون ویډیوګانې او د تل ابیب له ودانیو ژوندۍ خپرونې یو عادي حالت لري. خو ایران له یوه معلوماتي خلا سره مخ دی - هلته ډېری ویډیوګانې پټې، خلک یې په موبایلو اخلي، د کمزوري انټرنېټ له لارې پورته کېږي او ژر تر ژره د حذفېدو هدف ګرځي.

کله چې د بئر شیبه روغتون وویشتل شو، اسرائیلي چارواکو په چټکۍ شمېرې خپرې کړې او منظم تازه معلومات یې ورکړل.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کله چې د بئر شیبه روغتون وویشتل شو، اسرائیلي چارواکو په چټکۍ شمېرې خپرې کړې او منظم تازه معلومات یې ورکړل.

بله مسله د رسمي شمېرو هم ده. کله چې د بیرشېبا روغتون بمبار شو، اسرائیلي چارواکو ژر تر ژره د ټپیانو شمېر اعلان کړ، د ناروغانو وضعیت یې تازه کړ او د برید په اړه یې شالید وړاندې کړ.

خو په ایران کې، د اسرائیلو د بمبارۍ له لومړۍ څپې نژدې دوه ورځې وروسته، د عامې روغتیا وزارت یوازې یوه ابتدایي شمېره خپره کړه: په ټول هېواد کې ۲۲۴ کسان وژل شوي دي.

له هغه راوروسته، د کرمانشاه روغتون په ګډون، د هدف ګرځېدلو ځایونو په اړه هېڅ مفصله احصائیه یا د باور وړ تازه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د دولت له خوا د وضاحت د نشتوالي په غیاب کې، یوازېني نوي معلومات هغه انځورونه او کیسې دي چې د قربانیانو غمجنې کورنۍ یې پر ټولنیزو رسنیو خپروي - د ماشومانو، میندو او نورو ولسي قربانیانو شخصي انځورونه. دا شخصي روایتونه د دولت له خاموشۍ رامنځته شوې خلا ډکوي.

د دې لیکنې د چمتو کولو پر وخت، د ایران انټرنېټ نژدې بشپړ بند دی. هغه خبري وېبپاڼې چې پخوا له بهره لاسرسی ورته ممکن و، اوس یا نه خلاصېږي، یا نیمګړې اپلوډېږي. انځورونه او ویډیوګانې چې د دولت‌پلوه رسنیو پر وېب‌پاڼو ځای پر ځای شوي، له بهره نه پرانیستل کېږي. ان ځینې کورپاڼې هم نه پرانیستل کېږي.

پایله یې د ورته پیښې په راپور ورکولو کې د پام وړ ناانډولي ده - لکه د روغتون بمباري - پر دې پورې اړه لري چې چېرې پېښېږي.

پر رسنیو د ایران سخت کنټرول او ډېر چاڼ شوی انټرنېټي چاپېریال دا ناشوني کوي چې بهرني خبریالان له ځمکې څخه راپور ورکړي او د کورنیو رسنیو لپاره هم د ازاد فعالیت فضا نه شته.

په داسې وضعیت کې، د یوې غمیزې بشپړ انځور وړاندې کول - د هغې بشري لګښت، شالید او پایلې - نژدې ناشونې دي. دا حالت بیا ایران د نړیوالو خبرو اترو په ډګر کې کمزوری کړی.

په داسې جګړه کې چې داستانونه (روایتونه) هم د توغندیو په څېر ارزښت لري، ایران خپل غږ پخپله چوپ کړی دی.