عیني شاهدان او ډاکټران وايي، اسراییلي ځواکونو په غزه کې د مرستې ځای ته نږدې ۲۳ فلسطینیان وژلي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
عیني شاهدان او ډاکټران وايي، اسرائیلي ځواکونو د مرستې د ویش مرکز ته نژدې پر راټولو شویو خلکو ډزې کړې او ۲۳ فلسطینیان یې وژلې دي.
د دوی په وینا د غزې په منځۍ کې د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د غزې د بشري مرستو بنسټ لخوا اداره کېدونکې مرکز ته په ورغلو زرګونو خلکو اسرائیلو د ټانکونو او ډرونونو ډزې کړي دي.
په نصیرات کې د العوده روغتون ویاند تائید کړه، چې ۲۳ مړي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان هلته ور وړل شوي دي. د روغتون له لورې په خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې د قربانیانو جسدونه د روغتون په انګړ کې پراته دي.
د اسرائیلو د پوځ لخوا سم لاسي څه نه دي ویل شوي. د حماس له لورې اداره کېدونکي د روغتیا وزارت ویلي، د مې میاشتې وروستیو را په دېخوا په ورته پېښو کې له ۴۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
دا ډول پېښې له هغه راهیسې پیل شوې چې په غزه کې GHF ادارې فلسطینیانو ته د مرستو د وېش مسؤلیت پرغاړه واخیست.
دا اقدام د اسرائیلو له لورې پر مرستو رسولو د بشپړ درې میاشتني بندېز وروسته ترسره شو، ځکه په دغه موده کې هېڅ خواړه سیمې ته نه ور پرېښودل، چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د ارزونې له مخې یې ټول نفوس د قحطۍ له جدي خطر سره مخ کړی دی.
په نژدې ټولو پېښو کې، عیني شاهدانو ویلي، چې اسرائیلي ځواکونو ډزې کړي، که څه هم ځینې داسې راپورونه هم شته، چې سیمه ییزو وسله والو هم کله نا کله پر خلکو ډزې کړې دي.
د ژغورنکو او طبي کارکوونکو په وینا، پر پنجشنبه، د مرستې په تمه پر ورغلو کسانو د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان ووژل شول. خو د غزې د بشري مرستو ادارې د دوی د مرستو وېش مرکز ته نژدې د کومې امنیتي پېښې له را منځته کېدو انکار کړی دی.
اسرائیلي پوځ رویټرز خبرې اژانس ته ویلي، شکمنو کسانو د نتساريم په سیمه کې له اسرائیلي ځواکونو سره د نژدې کېدو هڅه کړې وه، نو ځکه یې سرتېرو د خبرداري ډزې پرې وکړې، خو په وینا یې د چا له ټپي کېدو خبر نه لري.
د سه شنبې پر ورځ عیني شاهدانو وویل، اسرائیلي ځواکونو د خان یونس ختیځ کې یوې څلور لارې ته نژدې پرهغې سیمې ډزې وکړې، چیرې چې زرګونه فلسطینیان د خواړو نړۍوال پروګرام (WFP) له یوه مرکزه د اوړو ترلاسه کولو په هیله ټول شوي وو. د پېښې ځای ته نژدې یو ټولنیز پخلنځی شته او هلته هم له ۵۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
اسرائیل پوځ ویلي، دوی سرتېرو ته نژدې د خلکو پر یوې را ټولېدنه د برید په هکله خبر دي او په اړه یې څیړنه کوي.
د جمعې پر ورځ د فلسطین د سرې میاشتې یوه ډاکټر بي بي سي ته وویل، د غزې په مرکزي برخه کې د دیرو البلح په لوېدیځ کې د المعصر په سیمه کې د اسرائیلو په هوايي برید کې ۱۱ فلسطینیان ووژل شول او ځينې نور ټپیان دي.
عیني شاهدان وايي، د اسرائیلو جنګي الوتکو د عیاش کورنۍ پورې اړوند دوه پوړیز کور په نښه کړی دی.
د حماس تر ادارې لاندې د ملکي دفاع چارواکو ویلي، اسرائیلو په وروستیو ورځو کې یو لړ مرګوني هوايي بریدونه کړي. د دغه وزارت په خبره د بریدونو دا لړۍ وروسته له هغه پیل شوه، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شو.
یاد وزارت د پنجشنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې لږ تر لږه ۷۷ فلسطینیان په دغو بریدونو کې وژل شوي.
عیني شاهدانو ویلي، اسرائیلي بېپیلوټه الوتکو درې توغندي پر خیمو او د پنډغالي مرکزي بازار ته پر نژدې راټولو شوو خلکو وویشتل، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان ووژل شول.
پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې مړي پر ځمکه پراته دي. په وژل شوو کې دوه ماشومان هم شته او خلک د اورونو د وژلو هڅه کوي.
ځايي سرچینو اټکل کړی، دا نوي بریدونه ښايي له هغو حماس غړو سره تړاو ولري چې په غزه کې بېرته راڅرګند شوي او کوښښ کوي د بېنظمۍ پر مهال دغو سیمو کې بیا کنټرول ترلاسه کړي.
داسي ښکاري، دا فعالیتونه د اسرائیلي هوايي څارنې له لنډمهاله کمښت سره هممهاله شوي دي او دا کمښت د ایران پر ضد د تمرکز امله رامنځته شوی دی.
اسرائیلي پوځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس له خوا پر جنوبي اسرائیلو د برید په غبرګون کې په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل. په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شوي وو.
د حماس تر ادارې لاندې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په غزه کې لږ تر لږه ۵۵,۷۰۶ کسان وژل شوي، چې په هغوی کې له۱۵,۰۰۰زیات ماشومان دي.








