د طالبانو حکومت د افغانستان له فضا تېرېدونکو الوتکو څومره پیسې تر لاسه کوي؟

د عکس سرچینه، Flightradar
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، ځینو مسافر وړونکو الوتکو د ایران پر ځای د افغانستان لار غوره کړې چې اوس ورسره د افغانستان له هوا د تېریدونکو الوتکو شمېر د تېرو درېیو کالونو پرتله څو برابره ډېر شوی دی.
د طالبانو چارواکي زیاتوي، دا مهال هره شپه او ورځ د افغانستان له فضا ۲۶۵ مسافر وړونکې الوتکې تېرېږي. دوی بيبيسي پښتو ته ویلي، د افغانستان له فضا هرې تېرېدونکې الوتکې ۷۰۰ ډالر حق اخلي چې ورسره هره ورځ زرګونه ډالر عواید تر لاسه کوي.
هغه شمېر الوتکې چې طالب چارواکي یې بیانوي د یوې شپې او ورځې نږدې دوه سوه زره ډالره د دوی خزانې ته جمع کوي، که دا شمېر لا ډېرېږي دا د طالبانو حکومت ته چې د اقتصادي ننګونو سره مخ دی د عوایدو یوه بله وړیا او اسانه سرچینه بلل کېږي.
د روېټرز خبري اژانس د یوه وروستي رپوټ له مخې، په ایران او منځني ختیځ کې له ترینګلي وضعیت را وروسته چې فکر کېږي فضا یې ډېره خوندي نه ده، د نړۍ بېلابېلو هوایي شرکتونو د افغانستان لار غوره کړې.
په رپوټ کې ویل شوي، ګڼ هوایي شرکتونه اوس سویلي او ختیځې اسیا ته د افغانستان له لارې پرواز خوندي ګڼي.
کومو شرکتونو خپل هوايي مسیر د افغانستان پر لوري بدل کړی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي،"د تازه شمېرو له مخې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا ۲۶۵ پروازونه تېرېږي چې پکې د بریتانیا، امریکا، هند، بنګله دېش، سنګاپور او ځینو نورو هېوادونو هوایي شرکتونه شامل دي."
دا په داسې حال کې ده چې درې کاله پخوا چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، د بریتانیا، سنګاپور او ګڼو نورو هېوادونو هوايي شرکتونو د افغانستان له فضا خپلې الوتکې بندې کړې او نورې لارې یې غوره او خوندي وبللې.
رپوټونه ښيي چې افغانستان ته د مسافر وړونکو الوتکو پروازو شمېر هم ډېر شوی دی. د افغانستان له فضا کمې شوې الوتکې په ټوله کې د عوایدو او دا چې افغانستان ته د ناخوندي هېواد په سترګه کتل کېدل، د اندېښنې وړ موضوع بلل کېده خو داسې ښکاري چې که د افغانستان له هوا د تېرېدونکو الوتکو شمېر ډېرېږي، د طالبانو حکومت عواید به ورسره لا ډېر وغوړېږي.
د افغانستان له هوا د تېرېدونکو الوتکو شمېر د ډېرېدو تر څنګ، دا مهال د افغانستان بېلابیلو هوايي ډګرونو ته د تلونکو الوتکو شمېر هم ډېر شوی دی.
فلای دوبۍ، ترکش ایرلاینز، د ایران څو هوایې شرکتونه او ځینې نورو هوايي شرکتونو روان کال په یوه بل پسې افغانستان ته نوې پروازونه پیل کړې دي.
د دې تر څنګ ترکش ائیرلاینز، تهايي ائېر وېز ،او ائیر فرانس هم د تېرې اپرېل میاشتې راهیسې د افغانستان له هوا تېرېږي.
د تایلنډ هوايي شرکت چې له یوې میاشتې راهیسې د افغانستان له هوا یې بیا تګ راتګ شروع کړی، روېټرز خبري اژانس ته ویلي "مونږ د الوت ټولو اصولو او شرایطو په نظر کې نیولو سره لار غوره کوو"
همدارنګه د کې اېل اېم ګروپ چې د افغانستان له فضا یې نوې تګ راتګ پیل کړی ویلي، "زمونږ په ګډون نورې الوتنې د افغانستان له ځانګړو لارو په ډېره لوړه ارتفاع پروازونه کوي."
له فضا د تېرېدونکو الوتکو فیس (اوور فلایټ) څه شی دی؟

هوایي شرکتونه چې د هر هېواد له هوا تېرېږي، یوه اندازه پیسې ورکوي چې اوور فلایټ فیس بلل کېږي.
هاغسې چې هر هېواد د ځمکې له لارې خپل حقوق، ګمرکونه او عواید لري، په همغه بڼه یې فضایې حدود او حقوق هم معلوم دي.
په بېلابېلو هېوادونو کې هوایې فیسونه رنګارنګ معیارونو او شرایطو ته په کتو ټاکل کېږي، د بېلګې په ډول په کاناډا کې دا فیس د الوتکې وزن او واټن ته په کتو وضع کېږي، امریکا کې بیا د الوتکې واټن ته په کتو فیسونه ټاکل کېږي.
په هوایې فیسونو کې دا قاعده هم د یادونې ده چې د ځمکې پر سر له الوته د بحر او اوبو پر سر په پرواز کم لګښت راځي.
که څه هم دا حساب هر ځای بېل دی، خو افغانستان کې دا مهال له هرې تېریدونکي الوتکې ۷۰۰ ډالره فیس اخېستل کېږي چې اوسني هغه شمېر ته په کتو چې طالب چارواکي یې یادوي،د اوونۍ یو میلیون درې سوه زره د طالبانو حکومت خزانې ته لوېږي.











