قطر او ترکیه د کابل هوايي ډګر چارو سمبالښت کې 'همکاري' کوي

د قطر او ترکیې بهرنیو چارو وزیرانو په دوحه کې ګډه خبرې غونډه درلوده

د عکس سرچینه، Getty Images

د قطر او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران وايي، هېوادونه به یې افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د کابل هوايي ډګر چارو په سمبالښت کې مرسته وکړي.

د قطر بهرنیو چار وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني او د ترکیې بهرنیو چار وزیر مولود چاووش اوغلو په دوحه کې د دواړو هېوادونو له کلنۍ ستراتیژیکې غونډې لړ کې له لیدنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې دا څرګندونې کړې.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر همدې غونډې ته وینا کې وویل، هېواد یې داسې حال په افغانستان کې د ''سولې او ټیکاو '' رامنځته کېدو هڅې کوي، چې افغانان سملاسي بشري مرستو ته اړتیا لري.

په ورته مهال د قطر بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد به یې له افغانستان سره بشري او اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي.

د اګست په نیمايي کې ترکیې ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له سفر سره هممهاله د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، که هوکړه وشي، هېواد به یې له قطر او افغانستان سره په ګډه د کابل هوايي ډګر چارې سمبال کړي.

قطري چارواکو له دې مخکې د سپتمبر نیمايي کې ویلي و، د طالبانو په ګډون له ټولو اړخونو سره له ښکاره هوکړې پرته د کابل هوايي ډکر مسووليت پر غاړه نه اخلي.

د قطر د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمان آل ثاني هغه مهال خبریالانو ته وویل: "موږ غواړو چې هر څه روښانه شي، که داسې ونشي موږ د هوايي ډګر مسووليت نشو اخيستی".

خو نوموړي د دې تر څنګ زیاته کړه چې په دې اړه یې له ټولو ښکېلو اړخونو سره خبرې اترې روانې دي.

له کابل هوايي ډګره د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته قطر او ترکیې دا هوايي ډګر بېرته ورغاوه او له هغه ځايه الوتنې پيل شوې.

د یادونې ده، چې دا وروستیو کلونو کې د انقرې او دوحې تر منځ اړیکي تاوده شوي دي.

له کابل هوايي ډګره د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته قطر او ترکیې دا هوايي ډګر بېرته ورغاوه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له کابل هوايي ډګره د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته قطر او ترکیې دا هوايي ډګر بېرته ورغاوه

د قطر بهرنیو چارو وزیر له دې مخکې ویلي و، نړیواله ټولنه د افغانستان لپاره داسې هېڅ یوه څرګنده پالیسي، چې د ملګرو ملتونو یا امنیت شورا لخوا چمتو شوې وي، نه لري.

نوموړي ویلي و:

''موږ ټول باید دا ومنو چې له افغانستان سره بشري مرستې باید سیاسي نه شي او نه هم له هېڅ ډول سیاسي پرمختګ سره مشروطې شي. ''

د قطر او ترکیې مشرانو تر منځ دوې ورځني ستراتیژیک مذاکرات، چې تمه کېږي لږ تر لږه به ۱۲ هوکړه لیکونه پکې لاسلیک شي، د سې شنبې پر ورځ پیلېږي.