غزه کې د اندونیزیايي ځواکونو دندې ته څومره خطر پېښېدلی شي؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, أبراهام أوتاما
- دنده, بي بي سي اندونيزيا
- د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې
په غزه کې د "سولې شورا" په پروژه کې د اندونیزیا د پوځ ښکېلتیا د موافقو او مخالفانو ترمنځ بحثونه راپورته کړي دي. اندونیزیا په تېرو ۷۰ کلونو کې په افریقا، اسیا او اروپا کې د ملګرو ملتونو د "سولې ساتنې" په ماموریتونو کې د ګډون لپاره سرتېري لېږلي دي.
په دغه موده کې، د اندونیزیا پوځ ستایل شوی، خو ځینې کسان یې تښتول شوي او نور یې وژل شوي هم دي. نو په غزه کې به د هغوی برخلیک څه ډول وي؟
اندونیزیا له هغو پنځو هېوادونو یو دی چې د غزې "نړیوال سوله ساتي ځواک" کې د ګډون لپاره به سرتېري ولېږي. نور څلور هېوادونه کوسوو، قزاقستان، البانیا او مراکش دي. له دغو څلورو هېوادونو یوازې مراکش د ملګرو ملتونو لخوا د جوړ شوي سوله ساتي ځواک په اډانه کې د سرتېرو لېږلو تجربه لري. خو د مراکشي سرتېرو شمېر د اندونیزیايي سرتېرو له شمېر سره برابر نه دی، ځکه اندونیزیا د نړۍ د هغو لسو سترو هېوادونو په کتار کې ده چې د امنیت شورا په دغه پروګرام کې تر ټولو ډېره ونډه لري.
دا موضوع څومره جنجالي ده؟
نړیوال سوله ساتی ځواک" د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې له ماموریتونو سره توپیر لري. دا ځواک د امنیت شورا تر واک لاندې نه دی، د یوې داسې ادارې تر واک لاندې دی چې د "سولې شورا" نومېږي. سره له دې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر ۱۷مه په خپله غونډه کې له سولې شورا ملاتړ اعلان کړ. همدارنګه یې د اندونیزیا په ګډون د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته حق ورکړ چې له نړیوال ټیکاو له ځواک سره یوځای شي.
د امنیت شورا د ۲۸۰۳ ګڼې پرېکړه لیک پر بنسټ، هغه هېوادونه چې د نړیوال ثبات ځواک ته سرتېري لېږي (د اندونیزیا په ګډون)، له اسرائیلو او مصر سره به نږدې همکاري او مشوره کوي. په غزه کې به د نړیوال ثبات ځواک شپږ دندې پر غاړه اخلي، چې په کې د سرحدي سیمو د امنیت په ټینګښت کې مرسته، د ملکي وګړو ساتنه، د فلسطیني پولیسو روزنه، د "بشري دهلیزونو" خوندي کول چې د ولسي وګړو لپاره د مرستو د ننوتلو سیمې دي، او د هغو نورو دندو ترسره کول شامل دي چې د سولې شورا یې اړین بولي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د هغوی له نورو دندو یوه هم په غزه کې د بې وسلې کولو په بهیر کې برخه اخیستل دي، چې په کې د پوځي بنسټونو ویجاړول او د حماس غورځنګ بې وسلې کول هم راځي. د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په وار وار او وروستی ځل د فبرورۍ پر ۱۹مه هم، اعلان وکړ چې د حماس له بې وسلې کولو پرته، د "غزې د بیارغونې پروژه" چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا پیل شوې او د اندونیزیا په ګډون د سولې شورا د ټولو غړو لخوا یې ملاتړ کېږي، مخکې نشي تللی.
د اندونیزیا د "بادجادجاران" پوهنتون دفاعي کارپوه "مرادي" پر دې باور دی چې د حماس د بې وسلې کولو او د هغوی د زیربناوو له منځه وړلو دنده ښايي د اندونیزیا د پوځ لپاره تر ټولو لوی احتمالي خطر وي. مرادي وویل: "د بې وسلې کولو ترڅنګ، د تونلونو ویجاړول هم خطرونه لري، ځکه دا کار ښايي د ښارونو دننه جګړه پېښه کړي چې اندونیزیايي ځواکونه به له وارخطایۍ سره مخ کړي." هغه زیاته کړه چې د حماس د بې وسلې کولو په بهیر کې ښکېلتیا به له نظري پلوه اندونیزیا په یوه داسې موقف کې راولي چې ناپیلتوب او بې پرې والی یې ننګوي. هغه دا هم وویل چې د اندونیزیا پوځ نه بې پرېوالی او په جګړو کې د ښکېلتیا خطر، په ځانګړې توګه له حماس سره، د دغه هېواد له اساسي قانون او بهرني سیاست سره سمون نه لري.
د اسرائیلو حکومت د خپل پوځ پر مټ د کلونو په اوږدو کې هڅه کړې چې په غزه کې د حماس لخوا د جوړو شویو ځمکنيو تونلونو د ویجاړولو لپاره بېلابېلې لارې ومومي. د بي بي سي خبریال کوینټن سمروېل په ۲۰۱۵ کال کې د دغو ځمکنيو تونلونو یوې برخې ته ننوتلی و. د رویټرز خبري اژانس هم د یوې لیدنې پر مهال چې یو کال وړاندې حماس تنظیم کړې وه، د تونل یوه برخه مستنده کړې وه. حماس او په غزه کې نورو ډلو، لکه د فلسطین اسلامي جهاد ډلې، په بېلابېلو مناسبتونو کې اعتراف کړی چې ځمکني تونلونه د اسرائیلو د پوځ پر وړاندې د جنګي ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه کاروي.
اندونیزیايي ځواکونه به چیرته مېشت وي او خطرونه یې څه دي؟
د اسرائیلو د نشراتو ادارې د فبرورۍ په پیل کې راپور ورکړ چې اندونیزیايي پوځ به د غزې تړانګې په سوېل کې، په ځانګړې توګه د رفح او خان یونس شاوخوا کې ځای پر ځای کېږي. د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې راهیسې، رفح د غزې د اوسېدونکو لپاره یوه مهمه لاره ګرځېدلې، ځکه دا د سینا ټاپووزمې له لارې مصر ته د هغوی اصلي لاره ده. اسرائیل نورې دوه لارې (ایرز او کرم ابو سالم) تړلي دي. رفح غزې ته د بشري مرستو د رسولو یوازینۍ دروازه هم ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د متقاعد جنرال "امیر افیفي" په وینا، اسرائیلو رفح له خاورو سره برابره کړې ده. هغه رویټرز ته په جنورۍ کې وویل چې اسرائیل به په رفح کې د فلسطیني ملکیانو لپاره پنډغالي جوړ کړي. افیفي څرګنده کړه چې هغه کورونه چې د "بیارغونې پروژې" په اډانه کې جوړېږي، د مخ نښو پېژندنې (Face Recognition) ټیکنالوژۍ او څارونکو وسیلو سره به سمبال وي. دا استوګنیز پنډغالي چې "افیفي" نومېږي، د حماس د هغو تونلونو پر سر جوړېږي چې سولې شورا یې د اسرائیلي امنیتي ځواکونو په مرسته د بې وسلې کولو هڅه کوي.
دې سره خطرونه نغښتي دي، چې د اندونیزیا د پوهنتون د حقوقو پوهنځي د سولې او بشري حقونو کارپوه "هیرو سوسیتیو نوسوانتو" یې په اړه وویل، رفح د حماس د تونلونو یوه ډېره غټه او پېچلې شبکه لري." هغه دا "د حماس لپاره حساسه سیمه" وبلله. هغه د فبروري پر ۲۱مه پر لیکه بحث کې وویل: "حماس ښايي اندونیزیايي ځواکونه هغه مهال د دښمن یا مقابل لوري په توګه وګڼي کله چې هغوی د ځمکې لاندې بنسټونو په پاکولو پیل وکړي." هغه زیاته کړه: "د نړیوال ثبات ځواک اصلي دنده د ثبات ټینګښت دی. دا څه مانا؟ دا روښانه نه ده. په سیمه کې حقیقت دا دی چې دا تونلونه یو امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اندونیزیايي ځواکونه کېدلی شي د سولې له ملاتړ د بغاوت ضد یا د ترهګرۍ ضد مبارزې ته واوړي." هغه اشاره وکړه چې که دا اټکل سم وخېژي، اندونیزیايي ځواکونه به په نا مخامخ ډول د حماس او اسرائیل ترمنځ جګړه کې ښکېل شي او په پای کې یې وویل: "موږ ښايي په یوه جال کې بند شو. دا یو خطرناک کار دی."
د هیرو په وینا، په رفح کې ځمکني تونلونه د حماس لپاره یوازې دفاعي وسیله نه ده، د اسرائیلو پر وړاندې د مقاومت یوه نښه هم ده. هیرو له حماس سره د احتمالي ټکر له امله اندېښنه ښودلې چې اندونیزیايي پوځ کېدای شي د نړیوالو بشري قوانینو له نقض سره مخ شي. هغه وايي، پوځ به نه یوازې له ورانوونکو کړنو سره مخ وي چې ملکیانو ته زیان رسوي، ورسره په سیمه کې به د جنګیالیو او ولسي خلکو ترمنځ په توپیر کولو کې هم له ستونزو سره مخ شي.
اندونیزیايي حکومت د دغو اختلافاتو په اړه څه وايي؟
د بهرنیو چارو وزیر "سوجونو" ادعا وکړه چې د نړیوال ثبات ځواک کې د اندونیزیا شتوالی له اسرائیلو سره د دیپلوماتیکو اړیکو درلودلو او یا نه درلودلو سره تړاو نه لري. دا ادعا داسې یوه حالت کې ده چې د امنیت شورا ۲۸۰۳ پرېکړه لیک وايي هغه هېوادونه چې سرتېري لېږي باید له اسرائیلو او مصر سره نږدې مشوره وکړي. سوجونو دا خبرې هم رد کړې چې ګواکې اندونیزیايي پوځ به د حماس د بې وسلې کولو او د تونلونو په ویجاړولو کې برخه واخلي. هغه زیاته کړه: "موږ د ثبات ځواک ته خپل ملي کرښې ښودلي، چې اندونیزیا پوځي عملیات نه ترسره کوي، بې وسلې کول نه کوي او نه هم د وسلو ټولولو په بهیر کې برخه اخلي."

د عکس سرچینه، Bettmann/Getty Images
سوجونو وویل چې اندونیزیايي پوځ به په غزه کې یوازې "د دواړو خواوو (فلسطیني او اسرائیلي) د ملکي ټولنې ساتنه او په بشري هڅو کې برخه" اخلي. د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي و چې سرتېري یې یوازې د ځان دفاع او د خپل ماموریت د پلي کولو لپاره د وسلې کارولو اجازه لري.
د لګښتونو پيسې څوک ورکوي؟
د اندونیزیا د څېړنو او نوښت ملي ادارې کارپوهه "دیوي فورتونا انور" وايي چې که دا ماموریت د ملګرو ملتونو وای، لګښت به یې امنیت شورا ورکولی. خو که ماموریت له ملګرو ملتونو بهر وي، لګښت یې یا لېږونکی هېواد پر غاړه اخلي او یا هم هغه سیمه ییز واکمن چې ځواکونه ورته ورځي، خو غزه د پيسو ورکولو وړتیا نه لري.
د مالیې وزیر "بوربایا یودهي سادیوا" مخکې ویلي و چې سولې شورا ته د ۱۷ ټریلیونه روپیو ونډه به د دفاع وزارت له بودیجې ورکول کېږي. سوجونو وویل چې د پوځ د عملیاتو لګښت به حکومت او هغه کسان ورکوي چې له سولې شورا سره یې د ملاتړ ژمنه کړې ده، که هغه خصوصي سکتور وي که هېوادونه. د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ماموریتونو بودیجه (۲۰۲۴-۲۰۲۵) نږدې ۹۴ ټریلیونه روپۍ ده، چې امریکا، چین او جاپان یې تر ټولو ستر تمویلونکي دي.

د عکس سرچینه، Bettmann/Getty Images
په ویتنام، کانګو او لبنان کې تېرې تجربې
اندونیزیا د ۱۹۵۷ کال راهیسې په بېلابېلو هېوادونو کې د سولې ساتنې ماموریتونه ترسره کړي دي. خو په ویتنام کې (۱۹۷۳-۱۹۷۵) د هغوی دنده له ستونزو سره مخ وه، ځکه هغوی هلته بې وسلې وو او د ویت کانګ ډلې لخوا پرې ډزې کېدلې. په هغه وخت کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر "ادم مالک" د پوځ ونډه "بې ګټې" بللی وه. په ویتنام کې د "بون مي ثوت" په جګړه کې یو اندونیزیايي سرتېری (کپتان مولکان) د ویت کانګ لخوا ونیول شوی هم و.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په نږدې کلونو کې، په ۲۰۲۰ کال کې په کانګو کې یو اندونیزیايي سرتېری (رما واهیدي) د وسله والو په برید کې ووژل شو. د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې په لبنان کې دوه اندونیزیايي سرتېري د اسرائیلو د پوځ په برید کې ټپیان شول.

د عکس سرچینه، Arsip Nasional AS
د اندونیزیايي ځواکونو مهارتونه په بشري برخو (لکه طبابت، پوهنه او کرنه) کې لوړ دي، خو په غزه کې د هغوی شتوالی د ۲۰۲۶ کال په موده کې له خورا پېچلو امنیتي او سیاسي خطرونو سره مل دی. د حماس ویاند حازم قاسم ویلي چې هغوی د نړیوال ثبات ځواک په هغه شرط مني چې د غزې په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او یوازې د اوربند څارنه وکړي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس سرچینه، Hulton Archive/Getty Images

د عکس سرچینه، Bettmann/Getty Images

د عکس سرچینه، Frea Kama Juno/Creative Commons

د عکس سرچینه، Getty Images
خو په ځمکه کې د تونلونو او بې وسلې کولو په اړه د اسرائیل غوښتنې ښايي دا ماموریت له سخت ټکر سره مخ کړي.


















