ډونلډ ټرمپ په رښتیا څو جګړې پای ته رسولي؟

ټرمپ
    • Author, جیک هورټن او نیک بیک
    • رپوټ له:, بي بي سي - وریفای

په داسې وخت کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې او اوکرایین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په هڅو بوخت دی، هغه ډېر کله د خپلې دوهمې دورې ولسمشرۍ په جریان کې د سولې اړوند خبرو اترو کې د خپل بریالیتوب په اړه خبرې کوي.

د اګسټ په ۱۸مه، سپینه ماڼۍ کې د یوې غونډې پر مهال هغه ادعا وکړه چې "ما ۶ جګړې پای ته رسولې دي ... او دا ټولې هوکړې مې د اوربند لفظ له کارولو پرته کړې دي."

په بله ورځ، دا شمېره ۷ ته لوړه شوه.

د ټرمپ ادارې، چې د پای ته رسېدلیو جګړو نوملړ یې خپور کړی، ویلي، "سوله جوړوونکي مشر" باید تر اوسه د نوبل د سولې جایزه ګټلې وای.

د یادو جګړو له ډلې ځینې یې یوازې د څو ورځو لپاره وې، که څه هم هغه ستونزې چې دا جګړې ترې را لټېدلې وې، پخوانۍ وې.

دا لا روښانه نه ده چې د ولسمشر ټرمپ له خوا د ښکېلو هېوادونو ترمنځ د سولې شوي تړونونه به څومره دوام وکړي.

په هر صورت، ټرمپ څو ځله د "اوربند" کلمه کارولې ده.

د بي بي سي د تایید یا وریفای برخې دا جګړې څېړلي او هڅه یې کړې چې معلومه کړي ولسمشر ټرمپ باید د یادو جګړو د پای ته رسولو لپاره څومره کرېډیټ ترلاسه کړي.

ایران او اسرائیل

د ایران او اسرائیل د جګړې پر مهال امریکا هم د ایران پر اټومي تاسیساتو بمبار وکړ

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د ایران او اسرائیل د جګړې پر مهال امریکا هم د ایران پر اټومي تاسیساتو بمبار وکړ

د دواړو هېوادونو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه د جون په ۱۳مه په ایران کې د اسرائیل له خوا پر ګڼو هدفونو له بریدونو سره پیل شوه.

ولسمشر ټرمپ ویلي، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له برید پیلولو وړاندې ده ته خبر ورکړی و.

د دغې جګړې پر مهال امریکا هم د ایران پر اټومي تاسیساتو هوایي بریدونه وکړل چې د یادې جګړې په بېړه پای ته رسولو کې مهم ګڼل کېږي.

د جون په ۲۳مه ولسمشر ټرمپ پر ټولنیزو رسنیو ولیکل چې "ایران به په رسمي ډول اوربند پیل کړي او ۱۲ ساعته وروسته به اسرائیل هم همداسې وکړي. په ۲۴ ساعتونو کې به نړۍ د ۱۲ ورځنۍ جګړې د رسمي پای ته رسېدو هرکلی وکړي."

د تاوتریخوالي له کمېدو وروسته، د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه‌يي د اوربند له یادولو پرته وویل چې هېواد یې "پرېکنده بریا" ترلاسه کړې ده.

له بلې خوا اسرائیل وايي، د نویو ګواښونو د مهارولو لپاره ښايي بیا پر ایران برید وکړي.

د بروکینګز انسټیټیوټ د فکري بهیر غړی مایکل وو‌هانلین وايي: "د سولې هېڅ دایمي تړون نه شته او دا لا هم روښانه نه ده چې د ایران اټومي پروګرام به څنګه وڅارل شي، نو دا د جګړې پای نه دی، خو زه به دوی ته د امریکا په مرسته د اسرائیلو له خوا د ایران د کمزوري کولو ستراتیژیک اهمیت لپاره، یو څه کرېډیټ ورکړم."

هند او پاکستان

هند او پاکستان چې پر اټومي وسلو سمبال ګاونډیان دي، له لسیزو راهیسې خپلمنځي اختلافونه لري.

په تېره مې کې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروسته له هغه جګړه پیل شوه چې ډیلي اسلام اباد د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې پر ګرځندویانو شوي یوه برید کې په لاس لرلو تورن کړ.

پاکستان دا تور رد کړی دی.

تر څلورو ورځو بریدونو وروسته، ټرمپ ناڅاپه په ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ چې "دواړو هېوادونو په بشپړ او سملاسي اوربند موافقه کړې ده."

نوموړي زیاته کړې وه: "دا د امریکا په منځګړیتوب د اوږدو خبرو اترو پایله ده."

پاکستان له ولسمشر ټرمپ څخه مننه وکړه او د هغه د پرېکنده ډیپلوماټیکې مداخلې له امله یې هغه د نوبل سولې جایزې ته نوماند کړ.

خو د سولې په دې هوکړه کې هند د هغه رول ته اهمیت ور نه کړ او د بهرنیو چارو وزیر ویکرم میسري وویل: "د پوځي اقدام د بندولو لپاره دا خبرې اترې نېغ په نېغه د پاکستاني او هندي پوځونو ترمنځ د موجوده چینلونو له لارې شوې دي."

په هرصورت، ټرمپ په ځلونو د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې د بندولو ادعا کړې ده.

روانډا او د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت

روانډا او کانګو په تېره جون میاشت کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روانډا او کانګو په تېره جون میاشت کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه

د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی د روان کال په پیل کې هغه وخت زیات شو چې یوې یاغي ډلې د ختیځې کانګو له کانونو بډایه یوه سیمه ونیوله.

د جون په میاشت کې روانډا او د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت په واشنګټن کې د سولې تړون لاسلیک کړ چې موخه یې د لسیزو پخوانۍ شخړې پای ته رسول دي.

ولسمشر ټرمپ د یاد هوکړه‌لیک د لاسلیک پر مهال وویل، دا به له دواړو هېوادونو سره د امریکا د سوداګرۍ په ډېرولو کې مرسته وکړي.

دواړو هېوادونو یو بل د اوربند له تړون څخه په سرغړونو تورن کړي دي.

د (ایم ۲۳) یاغې ډلې چې امریکا او بریتانیا یې له روانډا سره تړلې بولي، ګواښ کړی چې د سولې په خبرو کې به برخه وانه‌خلي.

په اکسفورډ پوهنتون کې د تاریخ برخې پروفیسوره مارګرېټ مک‌میلان وايي: " "د کانګو او روانډا ترمنځ لا هم جګړه روانه ده ... نو اصلا د دوی ترمنځ اوربند شوی نه دی."

تایلنډ او کمبو‌ډیا

د جولای په ۲۶مه ولسمشر ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: "زه د تایلنډ له سرپرست لومړي وزیر څخه غوښتنه کوم چې جګړه ودروي او پای ته یې ورسوي."

دواړو هېوادونو په خپلو کې یوه اونۍ جګړه کړې وه.

د ولسمشر ټرمپ له غوښتنې دوه ورځې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ په سملاسي او نامشروط اوربند هوکړه وشوه.

ټرمپ ګواښ وکړ، که دواړه هېوادونه جګړه ونه دروي، نو متحده ایالتونو ته د صادراتو د تعرفو د کموالي په تړاو خبرې به پای ته ورسوي.

یاد دواړه هېوادونه په پراخه کچه امریکا ته صادرات لري.

د اګسټ په ۷مه، د تایلنډ او کمبوډیا ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو هوکړه لاسلیک شوه.

ارمینیا او اذربایجان

د دواړو هېوادونو مشرانو د اګسټ په اتمه په سپینه ماڼۍ کې وویل، ولسمشر ټرمپ باید د سولې د هوکړې د منځګړیتوب هڅو له امله د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دواړو هېوادونو مشرانو د اګسټ په اتمه په سپینه ماڼۍ کې وویل، ولسمشر ټرمپ باید د سولې د هوکړې د منځګړیتوب هڅو له امله د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړي.

د اګسټ په اتمه په سپینه ماڼۍ کې د دواړو هېوادونو مشرانو وویل، ولسمشر ټرمپ باید د سولې تړون د منځګړیتوب د هڅو لپاره د نوبل سولې جایزه ترلاسه کړي.

ښاغلی ووهینلین وايي:"په دې معامله کې باید هغه ته کرېډیټ ور کړل شي. هغه به په 'اوول دفتر' کې د لاسلیک مراسمو پر مهال ښايي دواړه خواوې سولې ته اړ اېستلي وي."

دواړو حکومتونو په تېره مارچ میاشت کې د ناګورنو قره باغ پر سر د ۴۰ کلنې شخړې د پای رسولو اعلان کړی و.

دغلته وروستۍ شخړه د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې هغه مهال پېښه شوه چې اذربایجان د دې سیمې کنټرول چې ګڼ شمېر ارمینیان په کې اوسېږي، تر لاسه کړ.

مصر او ایتوپیا

دغلته د دواړو هېوادونو ترمنځ کومه رسمي جګړه نه وه چې ولسمشر ټرمپ دې درولې وي، خو د نیل پر سیند د بند جوړولو له امله یې تر منځ ترینګلتیا موجوده وه.

ایتوپیا د روان کال په ګرمۍ موسم کې د دې بند د جوړولو چارې بشپړې کړې، خو مصر وايي، د بند جوړولو له امله له نيل سیند څخه د ورتلونکو اوبو کچه کمېدای شي.

تر ۱۲ کلنې ترینګلتیا وروسته د مصر د بهرنیو چارو وزیر تېره جون میاشت کې وویل، له ایتوپیا سره یې خبرې اترې ناکامې شوې دي.

ولسمشر ټرمپ هغه مهال وویل: "که زه مصر وای، نو ما به غوښتي وای چې په نیل سیند کې اوبه وي."

ښاغلي ټرمپ ژمنه وکړه چې امریکا به "ډېر ژر دا مسله حل کړي."

مصر د دې اعلان هرکلی وکړ، خو د ایتوپیا چارواکو خبرداری ور کړ چې په دې سره ترینګلتیا نوره هم پراخېدای شي.

تر اوسه پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې مسله کې کومه موافقه نه ده شوې.

صربیا اور کوسوو

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې جون میاشتې په ۲۷مه ادعا وکړه چې هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د "احتمالي شخړې" مخه نیولې ده: "د صربیا او کوسوو ترمنځ لویه جګړه پېښېدونکې وه. ما ورته وویل، که تاسو جګړه وکړئ نو له امریکا سره به مو سوداګري په ټپه ودرېږي. هغوی وویل، ښایي موږ بیا دا کار ونه کړو."

له ۱۹۹۰ کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې دي چې په وروستیو کلونو کې یې ترمنځ تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

په هرصورت، پروفیسره مک‌میلان وايي: "که صربیا او کوسوو له یو بل سره په جګړه کې نه وي، نو جګړه څنګه پای ته رسېدلی شي؟"

پیټر موای، شروتي مینون او اېو ویبسټر د دې راپور په بشپړولو کې مرسته کړې ده