په الاسکا کې د ټرمپ او پوتین لیدنې پنځه مهم ټکي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, لورا ګوځي
- رپوټ له:, بي بي سي
په الاسکا کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د روسي سیال ولادیمیر پوتین ترمنځ د لوړې کچې وروستۍ لیدنه، د اوکرایین د جګړې د پای پر لور مهم ګام بلل شوی دی.
خو د دواړو مشرانو ترمنځ دې درې ساعته ناسته کې چې پر اوربند په کې هوکړه ونه شوه او یوازې ښاغلی ټرمپ په کې مسکو ته وبلل وشو، د ځوابونو پرتله ډېرې پوښتنې را ولاړې کړې دي.
دلته د الاسکا سرمشریزې پنځه مهم ټکي یادوو
پوتین ته پر نړیوال دريځ پر سره غالۍ هرکلی
ولسمشر پوتین چې د جمعې په ورځ بېرته نړیوال سټیج ته راغی، په الاسکا کې اسمان ورېځ و. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایلمینډورفریچارډسن ګډه اډه کې چې سرې غالې په کې وېړې شوې وې، د هغه په تمه و.
کله چې پوتین ور نږدې شو، ټرمپ لاسونه وپړکول. دواړو مشرانو په تاوده هرکلي ستړي مه شي او موسکا وکړه.
دا د پوتین لپاره د پام وړ شېبه وه، ځکه هغه له ۲۰۲۲ کال راهیسې چې پر اوکرایین یې یرغل کړی، ګڼو لوېدیځو هېوادونو له پامه غورځولی دی.
د هغه نړیوال سفرونه تر ډېره د روسیې فدراسیون تر ملګرو هېوادونو لکه شمالي کوریا او بیلاروس پورې محدود دي.
په ټوله کې د الاسکا سرمشریزه د پوتین لپاره یوه بریا وه. په الاسکا کې د هغه هرکلی د کریملین ماڼۍ له بوږنونکو خوبونو څخه ور اخوا یو څه و.
په تېرو شپږو میاشتو کې پوتین د لوېدیځ په سترګو یوه منفوره څېره وه، خو د متحده ایالتونو په خاوره کې یې د یوه ملګري او انډیوال په توګه هرکلی وشو.
ولسمشر پوتین ظاهرا په یوې له وړاندې ناټاکل شوې شېبه کې، پرېکړه وکړه چې د مسکو پلېټ لرونکي د ولسمشرۍ په دولتي موټر کې د سپرېدو پر ځای د ولسمشر ټرمپ په زغروال لیموزین ډوله موټر کې هوايي ډګر ته لاړ شي.
کله چې موټر حرکت وکړ، نو کامرو د هغه څېره را نږدې کړه چې د موټر په شاتنۍ څوکۍ کې ناست وو او خندل یې.
پوتین له داسې پوښتنو سره مخامخ شو چې پخوا ترې نه وې پوښتل شوې
پوتین د ولسمشرۍ په ۲۵ کلنه دوره کې پر رسنیو بشپړ کنټرول تر لاسه کړی، ژورنالیستیکې ازادۍ یې تروړلي او اطلاعات یې پر پروپاګند بدل کړي دي.
هغه په روسیه کې ډېر کله له 'غیردوستانه' خبریالانو سره نه مخامخېږي، خو په الاسکا کې له کښته کېدو یوازې څو دقیقې وروسته، یوه خبریال د هغه پر لور په لوړ غږ چیغه کړه: "ایا تاسو به د ملکي وګړو وژنه ودروئ؟."
کېدای شي دې سوال هغه ځورولی وي، خو ظاهرا یې داسې څه ونه ښودل او پر ځای یې خپلې اوږې پورته او سترګې یې واړولې.
د یوه لنډ او یو څه ګډوډ عکس العمل په جریان کې نورې پوښتنې هم وشوې.
له ښاغلی پوتین څخه یوه پوښتنه په روسۍ ژبه وشوه چې ایا هغه چمتو دی له ولسمشر زېلینسکي سره درې اړخیزه ناسته وکړي؟
ښاغلي پوتین دې پوښتنې ته هم څرګند ځواب ور نه کړ.
دوه اړخیزه ناسته چې له ټاکلي وخت وړاندې پای ته ورسېده، څه په کې وویل شول؟

د عکس سرچینه، Getty Images
نړیوالې رسنۍ چې له پوتین او ټرمپ سره په یوه خونه کې راټولې شوې وې، د پوښتنو او ځوابونو په تمه وې، خو پر ځای یې دواړو ولسمشرانو بیانیې ور کړې او د خبریالانو پوښتنې وانه خیستل شوې.
په غیر معمولي ډول، پوتین لومړی کس و چې خبرې یې وکړې. هغه "د متقابل درناوي او رغندې فضا" او د "ګاونډیانو د خبرو" ستاینه وکړه او بیا یې د روسیې د خاورې په توګه د الاسکا د تېر تاریخ لنډیز بیان کړ.
کله چې پوتین خبرې کولې، ولسمشر ټرمپ پټه خوله ولاړ و.
ښاغلي پوتین د اوکرایین وضعیت ظاهرا د دې سرمشریزې لپاره د 'کتلیست' یا تعامل زیاتوونکي په توګه یاد کړ او ویې ویل، پر سولې له هوکړې وړاندې باید د جګړې عوامل له منځه یوړل شي.
د هغه دې څرګندونو به په کېیف او شاخوا سیمو کې د خطر زنګ کړنګولی وي.
د جګړې له پیل راهیسې دا عبارت 'د روسیې' د یو لړ هغو پېچلو او لویو غوښتنو لپاره لنډیز ګرځېدلی چې پوتین ټینګار کوي د اوربند په لاره کې خڼد ګرځېدلې دي.
په دې 'لنډ عبارت' کې د اوکرایین په کریمیا، دونیڅک، لوهانڅک، زاپوریژیا او خیرسون سیمو کې د روسیې د حاکمیت په رسمیت پېژندل او همدارنګه د اوکرایین له خوا له بې وسلې کولو، بې طرفۍ، له بهرنۍ پوځي نه لاسوهنې او نویو ټاکنو سره هوکړه شامله ده.
په اصل کې، دا غوښتنې د اوکرایین د تسلیمۍ په معنا دي چې د کیېف لپاره د منلو نه دي، خو په څرګنده توګه دا غوښتنې له درې نیمو کلونو جګړې وروسته لا هم د مسکو لپاره خورا مهمې دي.
له دې سره، دا روښانه شوه چې 'په دې سرمشریزه کې' هیڅ ډول معامله او هوکړه نه ده شوې.
په سرمشریزه کې څه ونه ویل شول؟
کله چې ولسمشر ټرمپ ته د خبرو وار ور ورسېد، هغه په خارق العاده ډول ان یو ځل هم د اوکرایین او د اوربند د شونتیا یادونه ونه کړه.
د اوکرایین د شخړې په تړاو د هغه تر ټولو مهمه خبره دا وه چې " په اونۍ کې پنځه، شپږ، اووه زره خلک" وژل کېږي او یادونه یې وکړه چې ولسمشر پوتین هم د دې وینې تویېدنې مخنیوی غواړي.
ولسمشر ډونلډ چې معمولا ډېرې خبرې کوي، داسې ښکارېده چې د ښاغلي پوتین پرتله ویلو ته ډېر کم څه لري.
د هغه خبرې د نسبي نامعمول لنډوالي پرتله تر ډېره د نه وضاحت له اړخه د پام وړ وي. ښاغلي ټرمپ وویل: " دلته ډېرې داسې خبرې وې چې موږ پرې موافقه وکړه." او زیاته یې کړه چې په دې "خورا ګټورې غونډې" کې "لوی پرمختګ" شوی دی.
خو هغه یې په اړه هیڅ توضیحات شریک نه کړل او داسې نه ښکارېده چې د اوکرایین د جګړې د حل لپاره دې کوم مشخص ګام اخیستل شوی وي.
په دې سرمشریزه کې همدارنګه له ولسمشر زیلینسکي سره د هیڅ لوی تړون یا درې اړخیزې غونډې اعلان ونه شو.
'د مسکو د راحت لپاره' ولسمشر ټرمپ د هغو "سختو پایلو" هیڅ یادونه هم ونه کړه چې وړاندې یې ګواښ کړی و، که روسیه اوربند ونه کړي، نو تعقیب به یې کړي.
ټرمپ ومنله چې "موږ هلته ونه رسېدو." خو په خوشبینۍ او مبهم ډول یې وویل: "موږ هلته د رسېدو لپاره ډېر ښه چانس لرو."
"راتلونکی ځل په مسکو کې"، په انګلیسي ژبه د پوتین نادره خبرې
د الاسکا سرمشریزه ښايي د اوکرایین د سولې لپاره محسوس پرمختګ ثابت نه شي، خو د روسیې او امریکا ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او نږدې کېدو لپاره مهم ګام و.
د دواړو ولسمشرانو د لاسونو د ټینګ روغبړ او موسکا انځورونه پر خواله رسنیو ډېر خپاره شوې، هاغسې چې د امریکایی سرتېرو انځورونه چې د پوتین د الوتکې په خروجي دروازه کې د سرې غالۍ غوړولو لپاره په ګونډو ناست دي او عکسونه یې پر خواله رسنیو ډېر لاس په لاس شوي دي.
د خپلو خبرو له پای ته رسولو وړاندې پوتین د متحده ایالاتو د ولسمشر د خبرو یوه ټکي ته اشاره وکړه چې که ټرمپ په واک کې وای، نو په اوکرایین کې به جګړه پېښه شوې نه وای.
سره له دې چې ټرمپ د "لوی پرمختګ" ادعا کړې وه، خو د الاسکا په سرمشریزه کې هیڅ شی څرګند نه شو، بیا هم دواړو مشرانو د بلې غونډې لپاره دروازه پرانیستې پرېښوده، خو دا ځل به دا خبرې د روسیې په خاوره کې کېږي.
ښاغلي ټرمپ وویل: "زه به ډېر ژر بیا له تاسو سره وګورم."
پوتین د ګډې اعلامیې په پای کې چې اړ نه و هیڅ ژمنه، هیڅ امتیاز او هیڅ جوړجاړی وکړي، ښايي دومره د ارام احساس کړی وي چې په انګلیسي ژبه یې وویل "نادره پېښه" او بیا یې په خندا ولسمشر ټرمپ ته وکتل او ویې ویل: " بل ځل په مسکو کې."
ښاغلي ټرمپ وویل: " اه، دا په زړه پورې ده. لږ به یې په اړه فکر وکړم، خو زه د دغسې یو څه د پېښېدو احتمال وینم."











