پر هیروشیما د اټومي بم غورځولو اتیایمه کلیزه: "موږ د داسې اټومي وسلو تر څنګ ژوند کوو چې انسانیت څو ځلي له منځه وړلای شي"

د یاد مراسم په یوې خاموشې دعا پیل شول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د یاد مراسم په یوې خاموشې دعا پیل شول
    • Author, شایمه خلیل او کوه ایوي
    • رپوټ له:, بي بي سي

د جاپان پر هیروشیما ښار د امریکا متحده ایالتونو له خوا د اټومي بم غورځولو د اتیایمې کلیزې د یاد مراسم په یوې خاموشې دعا پیل شول. د یاد دغو مراسمو کې د جاپان لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا، د هیروشیما ښاروال کزومي مڅوی او ګڼو نړیوالو چارواکو ګډون کړی و.

د ۱۹۴۵ کال د اګسټ په ۶مه د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې، د امریکا متحده ایالتونو پر جاپان دوه اټومي بمونه وغورځول.

د هیروشیما ښاروال ښاغلي ماڅوي په خپلو خبرو کې د پوځي جوړونو پر لور د چټکې لېوالتیا او هغې مفکوري په اړه چې ګواکې اټومي وسلې د دفاع لپاره اړینې دي، خبرداری ور کړ: "دا له هغو درسونو بې پروایي ده چې نړیوالې ټولنې باید د تاریخ له تراژیدیو زده کړي وای."

دوهمه نړیواله جګړه د هیروشیما او ناګاساکي د بمونو له غورځولو وروسته د جاپان په تسلیمېدو سره پای ته ورسېده.

پر هیروشیما او ناګاساکي د امریکا غورځولیو اټوم بمونو له ۲ سوه زرو ډېر خلک ووژل.

د دوی له ډلې ځینې له چاودنو سملاسي وروسته ووژل شول او نورو یې د وړانګو له امله د سختو سوځېدنو او ترې را پورته شویو ناروغیو له امله ژوند له لاسه ور کړ.

د اټوم بمونو پاتي شوني او میراث نن ورځ هم په جاپان کې له یادو چاودنو پاتې شوي کسان ځوروي.

په هیروشیما کې له اټوم بم څخه ژوندي پاتې شوي شینګو نایټو بي بي سي ته وویل: "زما پلار د چاودنې له امله سخت سوځیدلی او ړوند شوی و. د هغه پوستکی د هغه په بدن پورې ځړېدلی و، هغه ان زما لاس هم نه شو نیولی."

ښاغلی نایټو هغه مهال ۶ کلن و، چې اټوم بم د هیروشیما ښار ولړزاوه او د ده پلار، کوچنی ورور او یوه کوچنۍ خور یې ووژل.

ښاغلی نایټو خپله کیسه په هیروشیما کې د زدکوونکو له یوې ډلې سره شریکه کړې چې هغوی به یې د دې غمیزې اړوند خاطرې په هنري اثارو کې راونغاړي.

له اټوم بمونو څخه د ژونديو پاتې شویو جاپانيانو یوې ډلې 'نیهون هیدانکیو' له اټومي وسلو څخه د نړۍ د خلاصون هڅو له امله په ۲۰۲۴ کال کې د نوبل د سولې جایزه وګټله.

د یاد دغو مراسمو کې د جاپان لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا، د هیروشیما ښاروال کزومي مڅوی او ګڼو نړیوالو چارواکو ګډون کړی و

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د یاد دغو مراسمو کې د جاپان لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا، د هیروشیما ښاروال کزومي مڅوی او ګڼو نړیوالو چارواکو ګډون کړی و

د هیروشیما ښاروال ماڅوی د یادې غمیزې د یاد مراسمو کې وویل، د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون، چې موخه یې د اټومي وسلو د خپرېدو مخنیوی او د اټومي انرژۍ د سوله ییز استعمال هڅول دي، "د نه کارول کېدو په درشل" کې دی.

هغه د جاپان پر حکومت هم غږ وکړ چې د اټومي وسلو د منع کولو تړون تصویب کړي.

دا یو نړیوال تړون دی چې د اټومي وسلو د خپرېدو مخنیوي لپاره په ۲۰۲۱ کال کې نافذ شوی دی.

له ۷۰ څخه زیاتو هېوادونو دا تړون تصویب کړی، خو د امریکا او روسیې په څېر اټومي قدرتونو یې د اټومي وسلو 'مخه نیوونکې وړتیا' ته په اشارې، له لاسلیکولو ډډه کړې ده.

جاپان هم دا ډول بندیز رد کړی دی او استدلال یې کړی چې د امریکا د اټومي وسلو له امله یې امنیت ښه شوی دی.

په جاپان کې د اټومي وسلو موضوع یوه اختلافي مسله ده.

د سولې یادګاري پارک ته پر غځېدلو سړکونو کوچني لاریونونه شوي چې د اټومي وسلو د له منځه وړلو غوښتنه یې کوله.

پر جاپان له اټوم بم برید څخه یو بل ژوندی پاتې شوی کس ساتوشي تاناکا چې د اټومي وړانګو له امله د سرطان له ګڼو ناروغیو سره مخامخ شوی، وايي، نن ورځ په غزه او اوکرایین کې د وینې تویېدنې لیدل، هغه ته پخواني زغملي دردونه ور په زړه کوي:

"د نړېدلیو ودانیو د کنډوکپرو انبارونه، ویجاړ شوي ښارونه، له وېرې ډک حالت کې د ښځو او ماشومانو تېتښته لیدل؛ دا ټول زما هغه یادونه را ژوندي کوي چې زه ور سره مخامخ شوی یم."

هغه بي بي سي ته وویل: "موږ د داسې اټومي وسلو تر څنګ ژوند کوو چې کولی شي انسانیت څو ځله له منځه یوسي."

هغه زیاته کړه: "تر ټولو بیړنی لومړیتوب دا دی چې د اټومي وسلو لرونکو هېوادونو پر مشرانو فشار راوړل شي. د نړۍ خلک باید نور هم په غوسه شي، خپل غږونه باید لا لوړ کړي او پراخ اقدام وکړي."