پوتین بایډن ته: امریکا پر جاپان اټوم بم غورځولو سره وژونکی دولت دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې ولیسمشر ویلادیمیر پوتین د امریکايي سیال جو بایډن هغو څرګندونو ته غبرګون وښود چې پکې یې نوموړی "انسان وژونکی" بللی و.
ښاغلی پوتین تلوېزوني مرکه کې وايي، څوک چې کومه خبره کوي ځان ته ګوته نسي:
"امریکا د مرییتوب شرموونکي تاریخ لرلو او پر جاپان اټومي بمونو غورځوولو سره وژونکی دولت دی. "
نوموړي د روسیې یوه تلوېزون سره مرکه کې ښاغلی بایډن ژوندۍ تلوېزوني خبرو اترو ته وباله.
ښاغلي پوتین دا تور رد کړ چې ده او امنیتي ځواکونو یې هڅه کړې مخالف سیاستوال الیکسي نوالني ووژني.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن له اې بي سي تلوېزون سره مرکه کې ویلي:
"ښاغلي پوتین به د امریکا د ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې د لاسوهنې بیه ورکړي. "
مسکو د چارشنبې په ورځ وویل، له واسنګټن سره د اړیکو د "نه جبرانېدونکي تخریب" د مخنیوي لپاره یې خپل سفیر له امریکا ور وغوښت.
د روسیې حکومت وویل، اناتولي انتونف یې له هغه وروسته- چې د دواړو هېوادونو اړیکي " تیاره ټکي" ته ورسېدل- له واشنګټن ور وباله.
جو بایډن دې تلوېزوني مرکه د امریکا د حکومتي استخباراتو رپوټ ته اشاره کړې چې پکې ویل شوي ښاغلي پوتین د امریکا د تېر نومبر ټاکنو کې د لاسوهنې امر پخپله کړی دی.
دا رپوټ روسیه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ګټه د ټاکنو د پایلو بدلولو په هڅه تورنوي.
تمه ده چې امریکا په دې تړاو راتلونکې اونۍ پر روسیه نوي بندیزونه ولګوي.
پوتین څه وویل؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د جو بایډن د تورونو ردولو لپاره د روسي ماشومانو د خوښې وړ خبره وکړه:
"د ماشومتوب دوره کې مې په یاد دي، کله مو چې لوبه کې جنجال جوړېده، نو د عادت له مخې مو ویل: څوک چې بده خبره وکړي، ځان ته یې کوي. "
د هغه په خبره، "دا تصادفي نه ده، یوازې د خبرو یوه برخه یا ماشومانه ټوکه نه ده، ژوره رواني مانا لري، موږ تل خپلې ځانګړنې نورو کې وینو او فکر کوو هغوی داسې څه ته ورته دي چې په اصل کې موږ یو. ځکه د نورو هڅې ارزوو او په تړاو یې قضاوت کوو. "
ښاغلي پوتین امریکا د سزي یا ځايي امریکایانو په توکم وژنه او دویمه نړیواله جګړه کې د جاپان او هیرو شیما پر ښارونو د اتوم بمونو په غورځولو سره د ولس پر وژنه تورنه کړه.
نوموړي د امریکا ولسمشر د جمعې یا دوشنبې په ورځ مجازي چاپېریال کې ژوندي بحث ته وباله او زیاته یې کړه: "ښکاره او مخامخ بحث به د دواړو هېوادونو ولس ته جالب وي."
د ښاغلي پوتین ویاند دیمیتري پیسکوف هم تر دې مخکې وویل، امریکا د نویو تورونو لپاره شواهد نه لري او دا تورونه تر بل هر وخت د دوی خپلمنځي اړیکي زیانمنوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم د سفیر بللو پرېکړې سره وايي: "موږ ته تر ټولو مهم شی د مسکو-واشنګټن د اړیکو د سموالي لپاره د لارو پېژندل دي، دا اړیکي پر سخته لار دي، ځکه واشنګنه عملا تیاره ټکي ته رسولي دي. "
بایډن څه وویل؟

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلي بایډن له اې بي سي تلوېزون سره مرکه کې وویل، له ولسمشر پوتین سره د جنورۍ میاشتې وروستیو کې د تماس له لارې یې په ټاکنو کې ادعايي لاسوهنې ته د امریکا د بالقوه ځواب خبرداری ورکړی دی.
"ښاغلی پوتین به د دې کار بیه پرې کړي. "
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دې کار پایلې به څه وي، ښاغلي بایډن زیاته کړه: "ژر به یې ووینئ. "
هغه د دې پوښتنې ځواب کې فکر کوې پوتین "سړی وژونکی دی" وویل: "داسې فکر کوم. "
د سپینې ماڼۍ ویاند جن ساکي هم وروسته خبري غونډې ته وویل، له روسیې سره د امریکا اړیکي به د ډونلډ ټرمپ تر ولسمشرۍ توپیر ولري:
"بلکل به روسیې چارواکي د کړیو کارونو ځواب ویونکي وپېژندل شي. "
د پوتین او بایډن د اړیکو مخینه

د عکس سرچینه، Getty Images
لس کاله مخکې چې ښاغلی بایډن مرستیال ولسمشر و، په کرملین کې یې له ویلادیمیر پوتین سره لیدنه درلوده.
ښاغلی پوتین هغه مهال د روسیې لومړی وزیر و.
ښاغلي بایډن څو کاله وروسته له نیویارکر رسنۍ سره مرکه کې وویل: "هغه(پوتین) ته مې وویل، ښاغلی لومړی وزیر زه ستاسو سترګو ته ګورم، داسې اېسي چې روح(وجدان نه لرې. "
بایډن زیاته کړه: "هغه ماته وکتل، ویې خندل او ویې ویل، موږ یو بل درک کوو. "
ښاغلي بایډن تر تېر کلنو ټاکنو مخکې ښاغلی پوتین "د کي جي بي بدماش وباله. "
کي جي بي د پخواني شوروي استخباراتي اداره وه او ښاغلي پوتین هم یو مهال کار ورته کړی دی.












