ویلادیمیر پوتین به څلورم ځل ولسمشر شي؟

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, بي بي سي
ویلادیمير پوتين د خپلو سلگونو ملاتړو په يوه جرگه کې د راتلونکي کال ټاکنو لپاره په رسمي توگه ځان نوماند کړ.
اوس ديته اړتيا ده، چې د روسيې د ټاکنو کميسيون د هغه نوماندي تاييد کړي.
کميسيون پرون د اپوزیسيون د مشر الکسي ناوالني نوماندي په دې رد کړه چې وايي جرمي محکوميت هغه له سيالۍ بې برخې کړی دی.
ښاغلی ناوالني وايي محکوميت يې سياسي انگيزه لري او له خپلو ملاتړو يې وغوښتل چې له ټاکنو سره شلون وکړي.
د مسکو په يوه راډيو کې د وينا پرمهال د ولسمشر پوتين وياند ديمیتري پسکوف وويل د اپوزسيون له لوري له ټاکنو سره د شلون غوښتنه ښايي ناقانونه وي.
ولسمشر پوتین غواړي د څلورم ځل لپاره د روسيې ولسمشر شي.
د بي بي سي د خبریالې شننه

د عکس سرچینه، AFP
په دې هکله په مسکو کې د بي بي سي خبریاله سارا رنزفورد په خپل رپوټ کې وايي: ''ویلادیمیر پوتین ډېر باوري دی چې ټاکنې به ګټي او ان له هغو خلکو سره یې هم ونه لیدل چې د ده د نوماندۍ په مناسبت ټول شوي وو ''.
کرملین وايي ولسمشر پوتین بوخت و او په تلویزوني تصویرونو کې هم وښول شول چې نوموړی د ماشومانو په هغه غونډه کې ګډون لري چې د نوی کال په مناسبت جوړه شوې وه.
همدغه ډول خپرونو له ولسمشر پوتین سره مرسته کړې چې اتلس کاله په واک کې له پاتې کېدو وروسته هم د خلکو ترمنځ محبوبیت ولري.
د ولسمشر پوتین همدا چارې او بهرنۍ تګلاره په نوره نړۍ کې د روسیې د واک او نفوذ په توګه یادېږي او اوس چې مخالف سیاستوال الکسي ناولني هم په ټاکنو کې له ګډون منع کړای شوی ویلادیمیر پوتین د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له کومې جدي سیالۍ سره مخامخ نه دی.
ښاغلي ناولني د ټاکنو د رواتوب یا مشروعیت د اغیزمنولو لپاره د ټاکنو له ټول بهیر سره د پریکون غوښتنه کړې خو ولسمشر پوتین د دې غوښتنې له امله چندان اندېښمن نه دی او د هغه د ځواک او ثبات پیغام کافي دی چې نوموړی یو ځل بیا د شپږو کلونو لپاره واکمن کړي.

د عکس سرچینه، EPA








