د بایډن او پوتین خبرې؛ افغانستان کې د امریکايي پوځ وژلو لپاره "د مسکو د پیسو ورکړه" هم یاده شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر جو بایډن له روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرو کې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره د مسکو له خوا "د پیسو ورکړې" ته اشاره کړې او په دې هکله یې خپل خپګان ښودلی دی.
دا د جنورۍ پر ۲۰ له ولسمشر کېدو وروسته د ویلادیمیر پوتین سره د ښاغلي بایډن لومړنۍ خبرې دي.
د سپینې ماڼۍ د بیان له مخې، دې خبرو کې ښاغلي بایډن وویل: "د امریکا متحده ایالتونه به د خپلو ملي ګټو د دفاع او د امریکا او ملګرو د زیانمنولو لپاره د روسیې هڅو ته د ځواب لپاره پرېکند عمل وکړي."
د ۲۰۲۰ کال جون کې د امریکا "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې وویل، د روسيې پوځ یوه پټ مرکز د طالبانو اړوند ملېشو سره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو وژلو بدل کې د جایزې ژمنه کړې.
په رپوټ کې زیاته شوې وه چې د دې ملېشو ځینې کسانو د جایزې یو مقدار پیسې تر لاسه کړې هم دي.
خو هغه مهال په واشنګټن کې د روسیې سفارت په یوه ټویټر پیغام کې د نیویارک ټایمز رپوټ کې دا تورونه 'بې بنسټه ' وبلل او وسلوالو طالبانو هم دا رپوټ رد کړ.
جو بایډن له روسي سیال سره خبرو کې د امریکا ټاکنو کې د مسکو د لاسوهنې په ګډون د متحده ایالتونو پر اداروپر سایبري بریدونو هم غږېدلی چې امریکا پکې ګوته مسکو ته نیسي.
ښاغلي بایډن روسیه کې پر وروستیو اعتراضونو، د حکومت د مخکښ مخالف الیکسي نوالني په بندي کولو او د مسکو-واشنګټن پر اټومي تړون هم خبرې کړې دي.
د بایډن او ستولتنبرګ خبرې
له بلې خوا ناټو وايي، د امریکا ولسمشر جو بایډن د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ سره هم لومړنیو ټیلیفوني خبرو کې پر ګډو ننګونو خبرې وکړې.
د دې تړون د بیان له مخې دواړه مشران د افغانستان او عراق په ګډون د نړیوالې ترهګرۍ د ځپلو او د روسیې ډېر یرغلیز حالت سره پر مقابله وغږېدل.
ناټو د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا له افغانستان د امریکايي ځواکونو د چټک وتلو سره مخالفه وه او تل یې ویلي: "افغانستان ته ګډ تللي یو او ګډ به ترې وځو. "










