که پوتین تر ۲۰۳۶ واکمن وي، افغانستان ته به څه پایله لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ملک ستیز
- دنده, د نړیوالو چارو شنونکی
روسیه کې نوی قانوني بهیر که اجرا شي ۶۷ کلن پوتین ته اجازه ور کوي چې بیا دوه ځلې ولسمشرۍ ټاکنو کې نوماند او تر ۲۰۳۶ کال واکمن شي.
د چارو شنونکی ملک ستېز دا بهیر د پوتین سپینه کودتا بولي او په دې لیکنه کې پر سیمه او افغانستان د هغه د واک پایلې ارزوي.
ویلادیمیر پوتین دې وروستیو کې د خپل هېواد پارلمان ته وینا کې داسې جالبه طرحه وړاندې کړې چې له ۲۰۲۴ کال وروسته یې کرملین کې واک غځولی شي.
ما یې خبرې په ځیر واورېدې. د پوتین پلویانو چې د روسیې د مخکښ ګوند او د پارلمان اکثریت جوړوي د نوموړي له وینا مخکې د دې ذهنیت منلو ته حالات برابر کړي وو.
په دې کې جذابې سیاستوالې او د نړۍ لومړنۍ ستورمزلې او د ولسي جرګې غړې والینتینا ترشکووا یو بل ګام پورته کړ او ویې ویل چې د ویلادیمیر پوتین ولسمشري له زماني قید پرته دوام وکړي.
وروسته ښاغلی پوتین په خپلو مینوالو کې ښکاره شو او خبرې یې وکړې.
د وینا پیل کې یې د اغلې ترشکووا وړاندیز په سړه سینه او مننه رد کړ او بیا یې خپل پلان وړاندې کړ، خو دا لار یې هم د شوروي کمونېست ګوند له کودتاچي مشرانو زده کړې ده، په تېره د ۹۰ لسیزې لومړیو کې د شوروي د وروستي ولسمشر میخایل ګورباچوف پرضد کودتايي هڅې او د شوروي له ړنګېدو وروسته د لومړي ولسمشر بوریس یلڅین کودتا چې له پارلمان پیل شوه.
د پوتین د سپینې کودتا لومړی ګام دوه میاشتې مخکې و، چې لومړی وزیر دیمیتري میدویدوف لرې او د هغه کابینه یې ړنګه کړه.
ښاغلی میدویدوف چې د پوتین له برکته یو ځل ولسمشر او دوه ځلې لومړی وزیر شوی، ارام او خوشال ډډې ته شو او دې کودتا ته یې لار برابره کړه.
دویم ګام یې د روسیې اساسي قانون کې بدلون راوستل دي چې د دې بهیر قانونيتوب ته لار برابروي.
په ۲۰۰۰ کال کې د بوریس یلڅین له ګډوډۍ او کړکېچ وروسته د پوتین رول څوک له پامه نشي غورځولی. ټول یې روسیه کې د ټیکاو ضامن بولي. ځکه واک کې د نوموړي د پاتېدو اړتیا توجیه کوي.
پوتین خپلې طرحې سره د اپرېل پر ۲۱ ټولپوښتنې ته خلک وبلل، چې اساسي قانون کې د سمون اجازه ور کړي او د دوو نورو دورو لپاره د ولسمشرۍ نوماند شي.
دا ټولپوښتنه به پوتین ته چانس په لاس ور کړي چې له ۲۰۲۴ کال وروسته هم ټاکنو کې نوماندېدو سره د دوو دورو لپاره تر ۲۰۳۶ کال پورې واک کې پاتې شي.
دا طرحه یوازې د پوتین لپاره ده او د روسیې نور مشران دا چانس نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس مخکې له دې چې ټولپوښتنه او ټاکنې وشي ډېری شنونکي او رسنۍ پوتین بریالی بولي. دا چې پوتین ولې بریالی کېږي او د روسیې ۱۴۵ میلیوني ملت د دې سپینې کودتا ښکار کېږي ځان ته او بېل بحث دی.
زه د افغانستان پر بهرني سیاسته نقد کوم چې روسیه ښه نه پېژني، ځکه موږ سیمه کې د دولت په توګه د روسیې او سیمه کې د هغې د جیو پولېټیک رول په هکله جدي مطالعه نه لرو. ښکاره ه چې پوتین ځيرک سیاستوال دی، د ټول څارېزم او د سترې لوبې خیال لري.
یوه ورځ چې پوتین کریمیا ته لاړ و، یوه ځوان ته ور نږدې شو او ورته ویې ویل: د روسیې پوله چېرته ده؟ ځوان د روسیې پوله له اوکراین سره وښوده او ویې ویل هلته.
پوتین وخندل او ویې ویل، روسیه ډېره ستره ده.
د پوتین دا ټوکه لنډه او ژر تېره شوه، خو شنونکو مهمه وګڼله. په اصل کې ولسمشر پوتین، په بالتیک، اوکراین، قفقاز او منځنۍ او سوېلي اسیا کې د روسیې د پراخولو فکر لري.
کله کله ښاغلی پوتین دا ستراتیژیک لرلید په ښکاره بیانوي.
تېر کال ویلادیمیر پوتین د رسنیو له لارې له خلکو سره کلنۍ ناسته کې د یوه تاتار وګړي د پوښتنې ځواب کې- چې روسیه کې څنګه اسلامي توندلاري محدوده کړو- وویل: یوه ورځ به راشي چې ټول اسلامپال به روسیې ته غوږ شي.
د پوتین موخه ښکاره وه او هغه منځني ختیځ کې د روسیې د نفوذ د پراختیا خبره کوله.
افغانستان په منځنۍ او سوېلي اسیا او منځني ختیځ کې مهم او پراخه ځمکه ده. داسې ځای چې پوتین ستراتیژیکې سترګې ورته نیولې دي. خو افغانستان کې بهرنی سیاست کورني کشمکش کې ایسار دی او له هغو مهمو پېښو ځانګړی پوهاوی نه لرو چې زموږ جیوپولېټیک حوزه کې تېرېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د بهرني سیاست مرکز د مشرتابه او مدیریتي ټیکاو له نشتوالي سخت رنځېږي.
په داسې ډول چې د ولسمشر یو ویاند د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ګومارل شوی دی. نوموړی د بهرني سیاست پوره تجربه او نړیوالو چارو کې اکېډمیکې زدکړې نه لري.
بل موږ له روسیې او منځنۍ اسیا کې د هغې له رول ښه مطالعه نه لرو، پوتین او سترې موخې یې هم نه پېژنو.
دا په داسې مهال ده چې روسیې له پوځي شتون نیولې له سړې جګړې ور پیدا شوو پایلو پورې زموږ هېواد کې ډېر ستر او بحث جوړونکی رول درلود او په باور سره راتلونکي کې به هم ټاکونکی رول ولري.
یو وخت مې د امریکا د ریچارډ نېکسن د واکمنۍ د بهرنیو چارو وزیر هنري کسېنجر دا خبره لوستې وه، چې د نړۍ راتلونکی به د هغه چا په لاس کې وي، چې منځنۍ اسیا او قفقاز خپله سیاسي حوزه کې ولري.
د ولسمشر پوتین بهرنی سیاست پوره روښانوي چې قفقاز کې د ابخازیا په رسمیت پېژندلو، ارمنستان سره اړیکو ښه کولو، اذربایجان سره په همپالنې او تر ډېره برید پر منځنۍ اسیا کنټرول سره سیمه کې د ټول څار یا پان څارېزم ننداره وړاندې کوي.
له بلې خوا د منځني ختیځ په وضعیت کې د روسیې رول او له ایران سره ستراتیژیک مشارکت یې باید د افغانستان پېښو کې له پام ونه غورځول شي.
جالبه دا ده چې زموږ د وطن پر اوبو او خاوره د سترې لوبې له پيل ختیځ او لوېدیځ زموږ په سیمه کې ستراتیژیک تضاد لري. که یوه وخت دا تضاد د روسیې څار او د هند برتانویانو اداره کاوه، نن یې د پوتین پان څارېزم او د ټرمپ په مشرۍ لوېدیځ ملتپال اداره کوي. خو له بده مرغه موږ دې بهیر کې د افغان ولسمشر اشرف غني په بهرني سیاست کې ګیر یو چې پنځه کړۍ یې بولي.

د عکس سرچینه، Google








