"پوتین په افغانستان کې نوی لوبغاړی"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان د سولې د هڅو او په دې تړاو په موسکو کې د کیدونکې ناستې په هکله یو مطلب خپور کړی او زیاتوي په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو له اوه لس کلن حضور وروسته اوس داسې ښکاري چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان په مسله کې د یوه لوبغاړي په توګه رامخې ته شوی دی.
په دې مطلب کې د ځینو کارپوهانو په حواله ویل شوي چې د مسکو غونډه یو حیرانوونکی پرمختګ دی او ښايي یو مهم تاریخي پرمختګ هم وي.
د مطلب لیکوال په دې نظر دی چې د سولې په هڅو کې د طالبانو له ښکېلتیا سره هممهاله دغه ډله غواړي وښيي چې په عملي ډګر هم ډېر نفوذ لري او کولی شي لویې امنیتي لاسته راوړنې ولري، خو په دې مطلب کې ویل شوي چې شنونکي په دې نظر دي چې طالبان په لرې پرتو سیمو کې واک لري او د ښاري سیمو د ساتلو توان نه لري، دغه راز وايي دا ډله اوس سره ویشلې ده.

داعش او ټوپکمار په ننګرهار کې سیالي کوي
عرب نیوز په ننګرهار ولایت کې د سوداګرۍ د لارې پر سر ټوپکمارو او داعش ډلې ترمنځ سیالۍ په اړه یو مطلب خپور کړی. ننګرهار ولایت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ مهم لاره ده خو داعش ډلې په دغه ولایت کې خونړي بریدونه کړي او ځینې سیمې په واک کې لري.
ورځپاڼې د ولایتي شورا د یوه غړي له قوله لیکلي چې د روان وضعیت کنټرول د ځايي ادارې له وسه وتلې خبره ده. په ورته وخت کې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې طالبان او داعش ډلې په خونړیو جګړو کې ښکیلې دي.
د ورځپاڼې په دې راپور کې په ننګرهار ولایت کې ځواکمنو جنګسالارانو ته هم اشاره شوې او لیکي شنونکي په دې باور دي چې افغان حکومت ته پکار دي د داعش او طالبانو ترڅنګ له جنګسالارانو سره هم مبارزه وکړي.
شرق الاوسط ورځپاڼه
له لندنه خپریدونکې ورځپاڼې الشرق الاوسط د رویټرز خبري اژانس په حواله لیکلي چې د ولسمشرۍ ماڼې سرچینو ورته ویلي، د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو طارق شاه بهرامي او ویس برمک او د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي هم خپلې استعفا ګانې ولسمشر ته وړاندې کړي دي.
برتانوۍ ګارډین ورځپاڼه
برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د افغانستان د ملي امنیت د پخواني سلاکار حنیف اتمر د ګوښه کېدو په اړه لیکلي چې ښاغلي اتمر ته نږدې سرچنیو ویلي چې هغه ځکه خپله استعفا وړاندې کړې ده چې غواړي د راتلونکي کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې ځان نوماند کړي. د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي کال د وري یا حمل میاشتې په وروستیو ترسره کیږي.









