هغه کس چې ولادمیر پوتین یې ولسمشر کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د تاریخ په اوږدو کې روسي واکمنو له بېلا بېلو لارو واک تر لاسه کړی دی. څار یا تزار د میراث په توګه، ولادیمر لینن د انقلاب له لارې او د شوروي کمونېست ګوند مشرانو د پولټ بیورو له مشرۍ وروسته واک ته د رسېدو انتظار کړی. خو ۲۰ کاله مخکې د شوروي څارګره اداره کې جي بي یوه افسر ولادیمر پوتین ته واک بیخي په اسانه ورکړل شو.
نوموړی د هغه مهال ولسمشر بورېس یلسن او واکمنې کړۍ په ۲۱مه پېړۍ کې د روسیې مشرتابه لپاره غوره کړ.
خو ولې ښاغلی پوتین؟
د روسیې ولسمشر په توګه د ولادیمر پوتین په تاکلو کې د ولنټیاین یوماشېف رول خورا مهم و. یوماشېف چې مخکې ژورنالېست او بیا د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملن یو چارواکی شو، معمولاً له رسنیو سره ډېرې خبرې نه کوي، خو له ماسره یې لیدنه ومنله او ژمنه یې وکړه چې خپله کیسه به راته کوي.
ښاغلی یوماشېف د مخکیني ولسمشر بورېس یلسن له خورا نژدې سلاکارانو یو و. وروسته یې د ښاغلي یلسن له لور تاتیانا سره واده وکړ او په ۱۹۹۷ کال کې یې د ښاغلي یلسن د دفتر مشر په توګه لومړی ځل ښاغلی پوتین په کرېملن کې پر دنده وګوماره.
ښاغلي یوماشیف یوماشېف د هغه مهال کیسه داسې وکړه:
''د یلسن اداري مشر اناتولي چوبایس چې دنده یې ختمېدونکې وه، راته وویل، یو خورا تکړه مدیر پېژني چې زما لپاره به ښه مرستیال ثابت شي. له ولادیمر پوتین سره یې معرفي کړم. سملاسي پوه شوم چې پوتین ډېر عالي کار کوي. د طرحو په تنظیم، شننه او د خپلې طرحې په دفاع کې د بحث لوړ مهارت او وړتیا لري.''

د عکس سرچینه، Getty Images
ما له ښاغلي یوماشېف نه وپوښتل، کوم وخت یې داسې فکر هم کړی و چې دا سړی، یعنی پوتین به یو وخت ښايي ولسمشر شي؟
ځواب یې دا و:
''د یلسن په ذهن کې د یو شمېر احتمالي کاندیدانو نومونه ګرځېدل. مثلاً بوریس نیمتسوف، سیرګي ستیفاشین او نیکولای اکسینینکو یې یادول. ما او یلسن پر دې موضوع ډېر بحثونه وکړل او یو وخت مو د پوتین نوم هم یاد کړ. یلسن وپوښتلم: "د پوتین په تړاو څه فکر کوې؟ زما په خیال دی خورا ښه کاندید دی". ما ځواب ورکړ: "فکر کوم، تاسې یې باید په تړاو غور وکړئ، په څه ډول چې دا سړی خپل کارونه کوي، له دې خو داسې ښکاري چې له دې لویو هدفونو ته د رسېدو لپاره هم چمتو دی.''
ایا په کې جي بي کې د پوتین پخوانۍ دنده د هغه د لارې خنډ نه وه؟
''د پوتین غوندې ډېرو څارګرو کې جي بي له هغه وروسته پرېښوده چې دې ادارې خپل اعتبار له لاسه ورکړ. دا چې دی مخکې د دې ادارې یو غړی و، هېڅ معنا یې نه درلوده. پوتین ثابته کړې وه چې دی یو لېبرال او دیموکرات سړی دی او غواړي چې د مارکېټ اقتصادي اصلاحات دوام وکړي.''
پټ ځایناستی
د ۱۹۹۹ کال په اګست کې بورېس یلسن ولادیمر پوتین د لومړي وزیر په توګه وګوماره او دا څرګنده اشاره وه، چې یلسن غوښتل پوتین د کریملن لپاره چمتو کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پلان داسې و چې ښاغلی یلسن به د یوه بل کال لپاره هم پر دنده پاتې شي، خو د ۱۹۹۹ کال په دسمبر کې هغه ناڅاپه د ګوښه کېدو پرېکړه وکړه.
''د نوي کال له رابره کېدو درې ورځې مخکې یلسن پوتین ته بلنه ورکړه چې له ښاره لېرې د ده په کور کې ورسره وویني. له ما یې هم وغوښتل چې ورشم او د دفتر نوی رئیس یې الکساندر ولوشین هم هلته و. هغه پوتین ته وویل، تر جولای پورې به واک کې نه پاتې کېږي، او د دسمبر پر ۳۱ مه یې استعفا وکړه. یوازې یو څو کسانو ته دا معلومه وه. زه، ولوشین، پوتین او د یلسن لور تاتیانا، یلسن ان په دې تړاو خپلې مېرمنې ته هم څه نه و ویلي".
ښاغلي یوماشیف ته دنده وسپارل شوه چې د بورېس یلسن د استعفا وینا ولیکي. دی د ور سپارل شوي دې مسولیت په اړه وایي:
"دا ستونزمنه لیکنه وه. ښکاره خبره وه چې دغه لیکنه د تاریخ برخه کېدله او له همدې کبله یې پیغام خورا مهم و او له همدې کبله ما هغه مشهورې کرښې ولیکلې چې وايي (ما وبښئ.) روسیان د ۱۹۹۰ کلونو په اوږدو کې له سخت اضطراب سره مامخ وو او یلسن باید دا هر څه یاد کړي وای".
د نوي کال له رارسېدو سره سم ښاغلي یلسن خپله وروستۍ ټلویزیوني وینا په کریملن کې ثبت کړه. یوماشېف د هغې وینا په اړه وایي:
"له ما پرته چې دغه وینا مې لیکلې وه، د ټولو لپاره دا د حیرانتیا لامل شوه، دوی په چیغو ژړل او د ټولو لپاره احساساتي شېبه وه. بل لور ته دا هم مهمه وه، چې دا خبر بهر ته خپور نه شي، ځکه د وینا رسمي خپراوي ته لا هم څلور ساعته وخت پاتې و. هلته ناستو کسانو ته اجازه نه ورکول کېده چې له خونې بهر لاړ شي. ما ثبت شوې وینا ټلویزیوني مرکز ته ورسوله او د ورځې په نیمايي کې خپره شوه. ولادیمر پوتین سرپرست ولسمشر شو او درې میاشتې وروسته یې ټاکنې وګټلې.''

د عکس سرچینه، Getty Images
ولنټاین یوماشیف معمولاً د (کورنۍ غړي) په توګه یادېږي. بورېس یلسن ته د له هغو نژدې کسانو یو چې ادعا کېږي د ۱۹۹۰ کلونو له پای ته رسېدو مخکې یې پر هغه اغېز کړی و. خو ښاغلی یوماشیف د ( کورنۍ) اصطلاح ردوي او یوه 'افسانه یا اختراع' یې بولي.
خو په دې کې شک نه شته چې د ۱۹۹۰ کلونو په اوږدو کې چې د بورېس یلسن روغتیايي حالت مخ پر ځوړ و، د کریملن دغه مشر یوازې د خپلوانو، ملګرو او کاروباري شخصیتونو پر یوه کوچنۍ ټولګه باور کاوه.
د سیاسي علومو ماهر والیري سولوي وايي، پوتین له نورو لارو پر خلکو خپل اغېز ثابتوي.
''دوې کټګورۍ کسان دي چې پوتین ورته تمایل لري. لومړی د روتینبرګ وروڼو په څېر د ماشومتوب د وخت ملګري او دویم هغه چې په شوروي کې جي بي کې یې دنده درلوده. خو دی یې په وفادارۍ ډېر حساب هم نه کوي. یلسن د کورنۍ پر غړو باور کاوه، خو پوتین پر هېچا باور نه کوي.''
ښاغلی پوتین تر شلو راتلونکو کلونو پورې د روسیې ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه په واک کې پاتې شو. په دې موده کې نوموړي د واک یو داسې سیسټم رامنځته کړ، چې د ده د شخصیت پر شاوخوا راګرځي.
د ده تر ادارې لاندې روسیه کې جمهوري حقونه او ازادۍ کمې شوې او دولت امرانه واکمني کوله.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی سولوي وايي:
''یلسن فکر کاوه چې یو ماموریت لري چې باید تر سره یې کړي او کټ مټ فکر پوتین هم کوي. یلسن ځان ته د یوه ژغورونکي په نظر کتل. ده غوښتل په مشرۍ کې یې هېواد د کمونیزم له غلامۍ ووځي. د پوتین ماموریت بیا دا دی چې دی غواړي ماضي ته ستون شي. دی غواړي د شلمې پېړۍ تر ټولو لویې تباهۍ، یعنی د شوروي له منځه تللو غچ واخلي. دی او د ده په شاوخوا کې راټول پخواني کې جي بي افسران فکر کوي چې د شوروي ورانېدو لامل لویدیځې څارګرې ادارې دي.''
اوسنی ولادیمر پوتین هغه لیبرال شخصیت سره کم ورته والی لري چې ښاغلی یوماشیف یې یادوي. نو ایا د ښاغلي پوتین پخوانی رئیس هغه ته د دندې په ورکولو پښېمان دی؟ یوماشېف په ځواب کې وایي:
''زه هېڅ پښېمان نه یم. دا څرګنده ده چې روسان اوس هم پر پوتین باور کوي.''
ښاغلی یوماشیف په دې باور دی چې د ښاغلي یلسن استعفا باید د روسي ولسمشرانو لپاره د یوه درس په توګه پاتې شي هغه درس دا دی چې:
''دا ډېره مهمه ده چې ګوښه شي او ځوانو کسانو ته لاره پرېږدي او د یلسن لپاره دا خبره بیخي ډېره مهمه وه.''









