له پوتین سره مېلمستیا کې ګډون، ممثله زنداني کېدای شي

اورنیلا موتي تیاتر ته پلمه کړې وه چې ټوخېږي، مرۍ یې خرابه ده، خو دا په روسیه کې یوې مېلې ته د ګډون لپاره تللې وه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اورنیلا موتي تیاتر ته پلمه کړې وه چې ټوخېږي، مرۍ یې خرابه ده، خو دا په روسیه کې یوې مېلې ته د ګډون لپاره تللې وه

ایټالوۍ ممثلې اورنیلا موتي ته ویل شوي، که له روسي ولسمشر ولادیمر پوتین او ممثل کېون کاستنر سره په مېلمستیا کې د ګډون له کبله اوښتی زیان ور نه کړي، ښايي زنداني شي.

موتي باید د ۲۰۱۰ کال دسمبر کې د تیاتر پر دریځ تمثیل کړی وای، خو نوموړې د ناروغۍ پلمه کړې وه، درې ورځې رخصت یې اخیستی و او د خیریه چارو په یوه مېله کې د ګډون لپاره سنټ پېټرسبرګ ته تللې وه.

اوس د ایټالیا استناف سترې محکمې د نوموړې ټګي برګي کولو محکومیت تایید کړی دی. بل لور ته له دې مخکې موتي ویلي و چې نه شي کولای تیاتر ته اوښتی مالي زیان ورکړي.

د پنجشنبې پر ورځ محکمې د نوموړې شپږ میاشتې موقوفه زندان سزا او ۵۰۰ یورو ( ۵۶۰ ډالر) جریمه تایید کړه او هغې ته یې په شمال ختیځه ایټالیا کې د ویردي په نامه تیاتر ته د ۳۰ زره یورو تاوان ورکولو امر کړی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

نوموړې ځکه په ټګۍ برګۍ محکومه شوې چې ویل کېږي، تیاتر مسوولینو ته یې په یوه لیک کې ویلي و چې ټوخیږي، تبه یې ده او ستونی یې سوی کوي، چې له کبله یې غږ هم خراب دی.

له لیک سره په تړل شوي طبي رپوټ کې نوموړې ته د پنځو ورځو ارام کولو مشوره ورکړل شوې وه، خو رپوټونو کې ویل کېږي، نوموړې روسیې ته په هغه مېله کې د ګډون لپاره تللې وه، چې ولسمشر پوتین یې څه موده مخکې د ګډون بلنه ورته لېږلې وه.

محکمه وايي، که نوموړې تاوان ور نه کړي، ښايي زنداني شي. تیاتر مسوولینو له هغه ورسته محکمې ته شکایت وکړ چې له ولسمشر پوتین سره په مېلمستیا کې د ناستې موتي تصویرونه خپاره شول.