امریکا کې د روسۍ بندي کولو حکم پوتین په غوسه کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په امریکا کې د روسۍ ماریا بوتینا په ۱۸ میاشتني بند د محکومېدو په غبرګون کې ویلي، دا محاکمه 'ملنډې وهونکې' ده. پر ماریا د څارګرۍ تور لګول شوی.
امریکايي څارنوالان وايي، ماریا بوتینا له رسمي ثبت پرته هڅه کوله د امریکا په سیاسي بنسټونو کې نفوذ پیدا کړي.
ماریا د تېرې جمعې په ورځ (اپریل ۲۶مه) په محکمه کې په ۱۸ میاشتني بند محکومه شوه.
نوموړې چې د نړیوالو اړیکو لوستلو لپاره د محصلې په توګه امریکا ته تللې وه، د یوه روسي سیاستوال له خوا د امریکا د ملي وسلې د ټولنې په څېر په سیاسي بنسټونو کې د نفوذ پیدا کولو لپاره ګومارل شوې وه، چې له دې لارې له امریکايي چارواکو سره په پټه او نامستقیم ډول اړیکي پیدا کړي.
اغلې بوتینا په پیل کې دا تورونه رد کړي وو، خو په تېره ډیسمبر میاشت کې یې پرې لګول شوي تورونه ومنل.
خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتن د شنبې په ورځ (اپریل ۲۷مه) وویل، د ماریا په حق کې شوې پرېکړه 'ملنډې وهل' دي.
ښاغلی پوتین چې د ورېښمو لار غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی، نن د اغلې بوتینا د حکم په اړه خپل دریځ په ډاګه کړ: "مالومه نه ده چې بالاخره هغه (ماریا بوتینا) په کوم جرم محکومه شوې او ګناه یې څه وه."
محکمه کې څه تېر شول؟

د عکس سرچینه، William Hennessy
د ماریا بوتینا د محاکمې پرمهال قاضیانو هغه د امریکا سیاسي بنسټونو ته په نژدې کېدو تورنه کړې وه چې له دې لارې د مسکو په ګټه د دوی تګلارې وکاروي.
۳۰ کلنه ماریا په تېره جولای میاشت کې ونیول شوه او دا تېرې ۹ میاشتې زندان کې وه.
د محکمې د حکم له مخې به هغه د زنداني کېدو مودې تر بشپړولو وروسته سم لاسي د امریکا له خاورې ایستل کېږي.
په واشنګټن کې د روسیې سفارت پر خپله فیسبوک پاڼه هغه "سیاسي بندۍ" بللې ده او د هغې د سم لاسي خوشي کېدو غوښتنه یې کړې. دوی "ماریا خوشې کړئ" هشټګ هم کارولی دی.
روسیې وړاندې هم دا یوه "جعلي" نیونه بللې وه.

د عکس سرچینه، Reuters
ماریا بوتینا څوک ده؟
ماریا بوتینا په ۱۹۸۸ کال د سایبریا په سوېل کې زیږېدلې او په فیسبوک کې د هغې له خوا لیکل شوي وو چې په لس کلنۍ کې له وسلې سره اشنا شوې ده.
هغې د وسلې د ملکیت د حق په نامه یوه ډله هم جوړه کړې وه او د وسلو د خرڅلاو د ازادۍ غوښتنه یې کوله.
اغلې بوتینا ۶ کاله مخکې په امریکا کې د مادام العمر وسلې د ملي ټولنې غړیتوب هم ترلاسلی و او په کلنیو غونډو کې یې ګډون کاوه.
هغې په ۲۰۱۵ کال، په لاس ویګاس کې د دغې ټولنې په غونډه کې د امریکا ولسمشرۍ ته هغه مهال له نوماند ډونلډ ټرمپ نه د روسیې د بندیزونو په اړه پوښتلي وو.
ماریا بوتینا دوه کاله مخکې د واشنګټن ډي سي ښار په امرېکېن پوهنتون کې د جګپوړې کارپوهې د محصلۍ پړاو پیلولو سره په امریکا کې د محصلۍ وېزه هم ترلاسه کړې وه.










