امریکا د جنګي جرمونو څېړونکې څارنوالې ته ویزه ور نه کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
د نړیوالۍ جنايي محکمې څارنوالې فاتو بن سودا دفتر رویټرز خبري اژانس ته د یوې پوښتنې په ځواب کې تایید کړې چې امریکايي چارواکو د څارنوالۍ ویزه کېنسل کړې ده.
د میرمن بن سودا دفتر زیاته کړې چې هغې د امریکا د ویزې کېنسل کول باید په دې مانا نه وي چې هغه ونه شي کولی د ملګرو ملتونو اړوند کارونو د اجرا لپاره امریکا ته سفر وکړي.
د جرمنونو نړیواله محکمه د ملګرو ملتونو اړوند نه ده خو هغه امریکا ته سفر کوي چې د ملګرو ملتونو له سر منشي سره پر هغو قضیو وګوري چې دا اداره یې دې محکمې ته وړاندې کوي.
د میرمن بن سودا دفتر ویلي هغه له ویرې پرته خپلې دندې ته دوام ورکولی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي د نړیوالو ارګانونو غړي چې د ملګرو ملتونو مرکز ته د رسمي کارونو لپاره ځي د ډيپلوماټیکې ویزې غوښتنه کولی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تیره میاشت ویلي و، امریکا د نړیوالې محکمې د هغو غړو ویزې لغوه او یا ور نه کړي چې افغانستان کې د امریکايي او نړیوالې ټلوالې د جنګي جرمونو د ادعاوو د څيړلو لپاره امریکا ته تلل غواړي.

د عکس سرچینه، EPA
فاتو بن سودا څه باندې یو کال وړاندې له نړیوالې جنايي محکمې رسما دا اجازه تر لاسه کړه چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د شویو ادعاوو سپیناوی وکړي.
د بشري حقونو څارډله وايي، د څارنوالې غوښتنلیک دا وښوده چې افغانستان کې د هغو جنګي جرمونو پلټنه نه شوې او نه کېږي چې طالبان او بهرني ځواکونه پرې تورن دي.
فاتو بن سودا وړاندې ویلي و هغه جنګي جرمونه به څېړي چې امریکايي ځواکونو په تېره سی ای اې په افغانستان کې د ننه په پټو زندانونو او د افغانستان په تړاو په نورو هېوادونو کې کړي دي.
د هغې د څرګندونو له مخې هغه جرمونه به څېړې چې د ۲۰۰۳ د مۍ میاشتې له لومړۍ نیټې را هیسې شوي ، خو هغه جرمونه هم له نظر نه شی غورځولی چې د ۲۰۰۲ کال د جولای میاشتې له لومړۍ را وروسته شوي دي.
امریکا ، روسیه او چین د نړیوالې جنايي محکمې غړيتوب نه لري.








