د بلوچستان په خاران کې د وسله والو برید، د پولیسو له توقیفه یې بندیان هم له ځان سره بیولي

خاران
    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي بي سي - کوټه

د بلوچستان خاران سیمې مرکز ته پر پنجشنبه د ګڼ شمېر وسله والو کسانو ډلې ننوتې او د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې بریدونه کړي.

د ځايي چارواکو په خبره بریدګرو د ښار پولیسو مرکز (سټي تهاڼه) په نښه کړی او یو شمېر دولتي او شخصي بانکونو ته یې زیان اړولی. د عیني شاهدانو په خبره وسله والو په ګاډو او پر موټر سایکلونو ښار ته راغلي وو.

یوه ځايي پولیس چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وویل، په برید کې پولیسو ته د سر زیان نه دی رسېدلی، خو د پولیسو موټرو او وسلې ته زیان اړول شوی او وسله والو ځینې وسلې له ځان سره وړې دي.

د دې چارواکي په وینا بریدګرو هغه مشکوک کسان هم له ځان سره بیولي، چې قضیې یې روانې او د پولیسو مرکز په توقیف کې ساتل شوي وو.

پولیس وايي، ځینې بریدګر په بازار کې بانکونو ته ورغلل او دوو یا درې بانکونو ته یې زیان رسولی. سملاسي په دې هکله معلومات نه دي ورکړل شوي، چې وسله والو له بانکونو پیسې هم وړې او که نه.

خاران

د خاران ملکي روغتون یوه مسوول کس (ایم اېس) ډاکتر مشتاق وايي، د ضلعې مرکزي روغتون ته پنځه ټپیان وروړل شوي، چې په خبره یې یو ځوان په مرمۍ ټپي شوی او څلور ماشومان د چاودنې له کبله په چرو ټپيان شوي دي.

ځايي ښاریان وايي، په یوه ځای ښار ته د ګڼ شمېر وسله والو ورتګ له کبله هلته وېره، تره خپره شوه. خاران د بلوچستان له مرکز کوټې نژدې ۳۰۰ کیلومتره لېرې سویل لوېدیځ کې د بلوڅانو اکثریت ښار دی.

خاران د بلوچستانو له هغو ښارونو یو دی، چې د ناامنیو پېښې پکې مخکې هم شوې، خو دا د ښار مرکز ته د دومره لوی شمېر وسله والو ننوتلو لومړنۍ پېښه ده.