د رانجو حیرانوونکی تاریخ: یو دود چې زرګونه کلونه ساتل شوی

A woman with black curly hair, wearing a black tank top and gold hoop earrings.

د عکس سرچینه، Zahra Hankir

د عکس تشریح، ژورنالېستې زهره حنکیر د رانجو د تاريخ د موندلو لپاره د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سفر کړی
    • Author, کارني شارپ او لارا اوېن
    • دنده, بي بي سي ګلوبل وومېن

ژورنالېسته زهرة حنكير د بي‌بي‌سي "ګلوبل وومن" ته وايي: "کله چې زه له خپل ټاټوبي لېرې بروکلېن کې خپل اپارتمان کې د سترګو په تورولو (رانجو پورې کولو) بوخته وم، داسې مې انګېرله لکه له خپلې مور، خپلې انا او د منځني ختيځ له ښځو سره چې تړاو پيدا کوم."

تېر ډسمبر، د ملګرو ملتونو د کلتوري ادارې "يونیسکو" د عربي کُحل (رانجو) ارزښت ومانه او دا يې د بشريت د ناملموسو کلتوري ميراثونو په نوملړ کې ثبت کړ.

خو رانجه، چې يوه توره رنګينه ماده ده او په دوديز ډول یې ښځې او سړي دواړه د سترګو په تورولو کې کاروي، ريښې يې زرګونو کلونو ته رسېږي او د لرغونو تمدنونو پر دورې پورې تړاو لري.

The image shows a bedouin woman dressed in elaborate attire, richly adorned with jewellry and textiles. The clothing is a vibrant red fabric with intricate gold patterns

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د رانجو کارول په ټوله عربي نړۍ کې په پراخه کچه پېژندل کېږي

که څه هم دا سينګار د عربي نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د "کُحل" په نوم پېژندل کېږي، خو په نورو سيمو کې بېلابېل نومونه لري؛ په سوېلي اسيا کې ورته "کاجل یا رانجه" ويل کېږي، په نايجېريا کې "تيرو" بلل کېږي او په ايران کې د "سُرمې" په نوم يادېږي. په افغانستان کې بیا پښتانه ورته رانجه وایي او دري ژبي ورته سرمه وایي.

سُرمه (رانجه) په دوديز ډول پخوا له انتيموان، سيسو يا نورو معدني موادو جوړېده، خو د نن ورځې په عصري سرمه‌يي توکو کې نور اجزا هم کارول کېږي.

دا سينګار توکی د برېتانيايۍ ـ لبنانۍ ليکوالې زهرة حنكير لپاره ځانګړی ارزښت لري، هغه چې کورنۍ يې په ۱۹۷۵ کال کې د لبنان د کورنۍ جګړې له امله بریتانیا ته کډه شوې وه.

هغې وايي: "کله چې موږ له خپل هېواده لېرې اوسېدو، ما به تل خپلې مور ته کتل چې څنګه به يې سينګار کاوه. ما داسې احساس کاوه چې هغه له يو ډېر ژور شي سره اړيکه نيسي."

حنکير زياتوي، همدا ډول تړاو دی چې اوس يې خپله هم هغه مهال احساسوي چې رانجه لګوي.

A women's hand holding an old make up tool for Kohl eyeliner, and an old storage cup.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د رانجه لوښی عموماً (مخاله/رجړومه/ لجرومله) بلل کېږي او هغه وسیله چې د سترګو پر سر رانجه پرې ورپورې کېږي، (مرواد) یا "لجروملرګی" نومېږي.

حنکير، چې د (رانجه: يو کلتوري تاريخ) کتاب ليکواله ده، وايي د يونیسکو له‌خوا دا پېژندنه رانجه "د يو فېشن يا يو عادي توليد په توګه نه، بلکې د يو ژوندي کلتوري دود په توګه معرفي کوي چې د ساتنې وړ دی".

هغې زياته کړه: "دا ډول نوم‌ ليکنه د رانجه له جوړولو او کارولو سره تړلې پوهه، دودونه او هنري مهارتونه خوندي کوي، ډاډ ورکوي چې دا ارزښتونه ثبت شي، له يو نسل نه بل ته ولېږدول شي او درناوی يې وشي، پر ځای د دې چې د نړيوال سوداګريز ښکلايي کلتور تر اغېز لاندې کمزوری شي يا له منځه ولاړ شي."

د ویډیو تشریح، د لرغونې مصرۍ ملکې سینګارتوکی چې اوس د ښکلا نښه ده

حنکير وايي، هغه مهال د رانجو د تاريخ او سمبوليزم په اړه خبرې پيل شوې چې د ماښام ډوډۍ پر مهال يې له خپلې ايرانۍ ملګرې سره د سينګار دا توکی راویوست. همدغه بحث و چې هغه وهڅوله د رانجو تاريخ او په پراخه کچه د کُحل کارونې ته ژوره کتنه وکړي.

هغې وويل: "هماغه پوهاوی و چې راته يې وښوده رانجه د ښځو لپاره، په ځانګړي ډول د لږکيو ښځو او هغو ښځو لپاره چې په کډوالۍ کې ژوند کوي، يو ډېر ژور او مانا لرونکی ارزښت لري."

"له ښکلا ور هاخوا"

A head sculpture of Egyptian Queen Nefertiti on a black background. Showing her wearing black eyeliner.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مصر د ملکې نیفرتیتي مجسمه د ۱۹۰۰ لسیزې په لومړیو کې نړۍ ته وړاندې شوه

د رانجو ريښې د مصر، بين‌ النهرين (ميسوپوتاميا) او فارس د لرغونو تمدنونو تر دورې رسېږي.

د حنکير په وينا، په لرغوني مصر کې دا سينګار د ټولنې د جنس او طبقې له توپير پرته د ټولو له‌خوا کارول کېده.

هغه وايي: "رانجه يوازې د ښکلا لپاره نه کارېدل، بلکې موخې يې له ښکلا ډېرې ور هاخوا وې." د هغې په وينا، دا د روحانيت د څرګندولو ترڅنګ د سترګو د ناروغيو پر وړاندې د ساتنې لپاره هم کارول کېده.

هغې زياته کړه: "لرغونو مصريانو به د رانجو لوښي له ځان سره قبر ته وړل، چې له ځان سره يې اخرت ته يوسي او دا د دې توکي د ډېر اهميت څرګندونه کوي".

د حنکير په وينا، د سترګو رانجه کارونې په برخه کې ښايي د مصر ملکه نفرتيتي لومړنۍ "اېنفلوېنسره" وه.

یو افغان، چې په عکس کې یې دودیز رانجه لګولي، د ۲۰۱۳ کال د فبروري پر ۲۴مه په کابل کې یوې کوڅې ته ګوري.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، یو افغان، چې په عکس کې یې دودیز رانجه لګولي، د ۲۰۱۳ کال د فبروري پر ۲۴مه په کابل کې یوې کوڅې ته ګوري.

د نفرتيتي د مجسمې مشهور ‌سر، چې په ۱۹۱۲ کال کې په مصر کې د لودوېګ بورخاردت په مشرۍ د جرمني لرغونپوهانو له‌خوا وموندل شو، پرې د رانجو روښانه نښې ښکاره کوي.

حنکير په خپل کتاب کې ليکي: "د هغې وروځې کږې او په بشپړ ډول سمې جوړې شوې دي او په لوګي‌ رنګه تور رنګ، ښايي رانجو، ډکې شوې دي. د رنګ تضاد ډېر څرګند دی، خو د ملکې ټوله بڼه کې يو ډول همغږي ليدل کېږي."

د حنکير په وينا، په جرمني کې ښځو هڅه کوله د نفرتيتي دا "بهرنۍ" بڼه تقليد کړي او رانجه يې د ښکلا، واک او ځواکمنتيا له مفاهيمو سره وتړل.

د نفرتيتي سينګار تر ننه هم پر فېشن پاتې دی.

هغې په خپل کتاب کې ليکلي: "پر يوټيوب، ټيک‌ټاک او انسټاګرام سلګونه ښوونيز ويډيوګانې شته چې په ډېر دقت سره د ملکې د څېرې تقليد کوي."

رانجه له سترګو تورولو ور هاخوا

A picture of a Japanese Geisha with white make-up and black and red eyeliner. She is wearing a headdress with flowers and ornaments.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په جاپان کې، د ګیشا لخوا د سور رنګه رانجو کارول له شریر روح نه د ساتنې او مخنیوي د باور په مانا دي.

د رانجو په اړه د حنکير څېړنو هغه د نړۍ بېلابېلو سيمو ته رسولې ده.

له کيرالا نه تر چاډ، مکسېکو، اردن او جاپان پورې، د هغې سفرونه ښيي چې که څه هم رانجه په پراخه کچه کارول کېږي او د کارونې بڼې او ماناوې يې توپير لري، خو د ساتنې رول يې يو ګډ ټکی پاتې شوی دی.

د رانجو کارونې موخې د لمر او "بد نظر" پر وړاندې له خوندیتابه نيولې، تر مذهبي دودونو او درمليزو کارولو پورې رسېږي.

په جاپان کې، هغې له ګېشاګانو سره خبرې کړې دي؛ ګېشاګانې دوديزې جاپاني هنرمندانې دي چې په موسيقۍ، نڅا او خبرو اترو کې مهارت لري.

هغوی سور رنګه رانجه کاروي، چې د ساتنې يو سمبول دی او تر ننه دوام لري.

په ورته وخت کې، د مکسيکويي ـ امريکايي "چولا" کلتور کې رانجه د هويت، مقاومت او کلتوري وياړ يوه پياوړې نښه بلل کېږي.

او لکه څنګه چې په لرغوني مصر کې هم و، حنکير ليدلي چې د نړۍ په ځينو برخو کې یوازې ښځهې رانجه نه کاروي.

په چاډ کې، حنکير له "وادابي" قوم سره وخت تېر کړی؛ دا د فولاني يو کوچیاني ټبر دی چې د خپلې کلنۍ ښکلا سيالۍ له امله پېژندل کېږي، هغه سيالي چې پکې ښځې د نارينه‌وو ظاهري بڼه ارزوي.

حنکير په خندا زياتوي: "په اردن کې د پېترا بدوي نارينه رانجه کاروي، نه يوازې د لمر پر وړاندې د ساتنې يا د خپلې ديندارۍ د څرګندولو لپاره، بلکې هغوی پوهېږي چې دا يې ښايسته هم ښکاره کوي."

هغې وويل: "دا د نرتوب پر لور د تېرېدو يو دود هم دی او دا هم ښيي چې سړي لا واده نه دی کړی."

A man applying black eyeliner wearing a brown shirt and a traditional scarf or Arabic man's headdress tied around his head which is red and white.

د عکس سرچینه، Getty Image

د عکس تشریح، ډیری بدویان یا کومچیان نارینه د عملي دلایلو لپاره دودیزه رانجه لګوي

رانجه ډېر وخت د ماشومانو پر سترګو هم ور پورې کېږي؛ داسې يو دود چې ځينې خلک باور لري د ساتنې ځانګړتيا لري.

ان تر دې چې په عربۍ ژبو هېوادونو کې خلکو ته د "کاجل" يا "کحل‌عين" په څېر نومونه هم اېښودل کېږي، چې دا د رانجو کلتوري ارزښت او ژوره مانا څرګندوي.

حنکير وايي، د يونیسکو له‌خوا د رانجو پېژندنه "له ډېر وخته پاتې وه" او دا "د نړيوال سوېل د ټولنو، په ځانګړي ډول د عربي نړۍ، د هڅو قدرداني ده؛ هغو ټولنو چې دا دود يې د پېړيو په اوږدو کې ژوندی ساتلی، ان هغه مهال چې له بې‌ ځايه کېدو، استعمار او کلتوري له منځه وړلو سره مخامخ وو".

خو د دې ليکوالې لپاره، د رانجو لګول تر هر څه له خپل کلتور سره د تړاو معنا لري او همدا تړاو دی چې دا عمل ورته ځانګړی اهميت ورکوي.

هغې وايي: "دا تقريباً يو روحاني عمل دی. کله چې يې لګوئ، يو ډول دوديزه بڼه خپلوئ. ته له داسې څه سره نښلېږې چې يوازې د سترګې دننه يا د پورتنیو باڼو پر سر د يوې کرښې له ايستلو ډېر ور هاخوا دي."