د کافي یا چای څښاک زموږ د بدن پر تغذیه څه اغېز لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جیولیا ګرانچي
- دنده, بي بي سي- برازیل
که چیرې هم داسې خبرداری درکول شوی وي، چې له خوراک سره یو ځای او یا هم له خوړو سملاسي وروسته کافي څښاک ښه چاره نه ده، نو ښايي تر یوه بریده دا خبره سمه وي.
په کافي کې له ۱۰۰۰ ډېر کیمیاوي اجزا شته، چې د کافین، پولیفینول او ټینین په څېر ځینې یې له خوړو نه د غذایت یا مغزي توکو په جذبولو کې خنډ او ځنډ پیدا کولای شي.
ښه خبره بیا دا ده، چې د ډېری انسانانو لپاره دغه اغېزې په خورا ټیټه کچه وي، یانې په بدن کې یې مغذي توکي یا منرالونه زیاتې ټیټې کچې ته نه رسېږي.
غذايي مواد هغه څه دي، چې زموږ په خوړو او څښاک کې شامل وي او د انساني بدن په فعالیتونو کې مهم رول لري. د روغتیا په برخه کې هم د دې توکو رول خورا مهم دی.
د لندن پوهنتون کالج کې د تغذیې ساینس زدکړې د دوکتورا څېړونکی او د روغتیايي علومو اکاډیمۍ کې د ساینس څانګې ښوونکی الیکس ریواني وايي: ''ښايي په بشپړه توګه به د جذب مخه نه نیوله کېږي، خو تر یوه بریده لږوالی پکې راځي.''
دی وايي، په دې کې د غذایت جذب وړتیا، هاضمه، عمر، کافي د قوت او شخصي روغتیايي عنصرونو رول هم مهم دی. هغه غذایت چې موږ یې په هکله خبرې کوو، کلشیم، اوسپنه او بي ویټامن دي.
د لینوس پالینګ انسټیټیوټ مشره او د اوریګون ایالت پوهنتون د روغتیا کالج پروفیسوره ایملي هو وايي:
'' که د عذایت اخیستنې کچه مو کافي وي، نو د اندېښنې هېڅ خبره نه شته، خو هغه چې یا یې غذایت کموالي ته نژدې دی او یا یې کچه ټیټه ده، د کافي ډېر څښاک یې له دې غذايي موادو تشېدو ته لار هواروي.''

د عکس سرچینه، Getty Images
څوک باید د کوپچینو په هکله اندېښمن شي؟
له ۱۹۸۰ کلونو راهیسې د کافي او په بدن کې د اوسپنې کموالي تر منځ د تړاو خبرې کېږي. پروفیسره هو وايي: ولې له ډوډۍ سره یو ځای کافي څښل کېږي، په دې کې شته پولیفینول کولای شي ستاسې د هاضمې په نظام کې له ځینو منرالونو سره یو ځای شي.
دا وايي، همدا یو ځای کېدل بیا د دې لامل کېدای شي چې له خوړو نه د اوسپنې جذب مخه ونیسي، ځکه دغه منرالونه د ځینو مشخصو ژوڼکو یا حجرو له لارې د وینې جریان ته ننوځي، ''خو که دا له پولیفینولونو سره تړلي پاتې شي، نو په ساده ډول ستاسو له بدن څخه تیر او بهر کېږي."
دا په ځانګړې توګه د هغې اوسپنې منرال لپاره مهمه ده، چې له بوټو ترلاسه کېدونکو خوړو ترلاسه کېږي او (بې هیمه اوسپنه) بلل کېږي دا معمولاً په میوې او سبو کې وي، چې د بدن لپاره یې جذب ګران شي.
د دې مانا دا ده، چې د اوسپنې یا وینې کموالي له ستونزو سره مخامخ کسان باید په ځانګړې توګه له اوسپنه لرونکو خوړو سره هممهاله د کافي کارولو کې باید محتاط اوسي.
الیکس ریواني وايي: ''ښه دا ده چې د اوسپنې لرونکو خوړو له خوراک لږ تر لږه یو ساعت مخکې او یا هم د دې ډول خوړو له خوراک څو ساعته وروسته له کافي خوند واخلئ.''
هغه ښځې چې یا د میاشتني عادت له دورې تېرېږي او یا هم مېندوارې وي، معمولا د هغو کسانو کټګورۍ ته رسېږي، چې بدن کې یې اوسپنه کمه شي.
دوی معمولا د اوسپنې یا وینې کمښت له ستونزې سره مخامېږي او باید د کافي په څښلو کې ځانګړی احتیاط وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کلسیم
کلسیم د انسان په بدن کې د هډوکو روغتیا کې مهم رول لري. د برېتانیا په هکله ویل کېږي، چې د ۱۶ او ۴۹ کلونو تر منځ عمر لرونکي ایله نهه سلنه خلک یا تر دې هم کم شمېر داسې دي، چې په خوړو کې د کلسیم غذايي اخیستنې (ایل ار این ای) تر هغه ټولو ټیټې کچې هم کم اخلي، چې سپارښتنه یې شوې.
له همدې کبله بیا دغه ډول کسان وروسته د هډوکو له مسائلو سره لاس او ګرېوان کېږي. د انسان پښتورګي له وینې نه اضافي اوبه (د تشو متیازو په بڼه) باسي او په انساني بدن کې د سوډیم، پوټاشیم او کلسیم په څېر کیمیاوي موادو تر منځ انډول برابروي. دغه راز دا هارمونز هم جوړوي.
څېړنې ښیي چې کافین ښايي د بدن او د کلسیم سره یو ځای کېدل ستونزمن کړي، ځکه چې دا په پښتورګو کې د پروسس کېدو او په کولمو کې د جذب کېدو په لاره کې مداخله کوي.
بیا هم دا اغېز د هغو خلکو لپاره پاموړ کېدای شي، چې له مخکې یې په خوړو کې د کلسیم کچه ټیټه ده او یا یې د هډوکو پر ناروغیو د اخته کېدو احتمال ډېر وي.
ریوانی وایی، "یوه مشهوره څېړنه چې په اوستیوپوروسس انټرنېشنل ژورنال کې خپره شوې، وړاندیز کوي چې کافین ښايي د هډوکو میټابولیزم کې مداخله کولو سره د هډوکو په ضایع کېدو کې رول ولري، خو " د اوستیوپوروسس خطر کې د کافین کره اغېز معلومولو لپاره نورو څېړنو ته اړتیا ده."
کلسیم په انساني بدن کې زېرمه کېدای شي، ځکه داسې اړتیا نه شته چې هره ورځ یې ټاکل شوي مقدار وخوړل شي، خو د یو څو میاشتو په تېرېدو سره هغه بالغ کسان چې عمرونه یې د ۱۹ او ۶۴ کلونو تر منځ وي، باید هره ورځ ۷۰۰ ملي ګرامه کلسیم ولري.
وټامن بي
دا هم د یادولو وړ ده چې کافین د ادرار کمولو اغیز لري، د بیلګې په توګه، د ادرار کولو څو ځله زیاتول.
دغه راز دا د هغو ویټامنونو کمېدو لامل هم کېدای شي چې په اوبو کې حل کېږي
پروفیسره هو زیاتوي: "دا کولی شي په اوبو کې د حل کېدونکي ویټامینونو (لکه ځینې بي ویټامینونه) او منرالونو (لکه اوسپنه او کلسیم) له لاسه ورکولو لامل شي، ځکه چې اخراج په بدن کې د دوی د کچې تنظیمولو کې رول لوبوي."
ریواني وايي، ''د پښتورګو فعالیت او د غذايت پر جذب د کافي اغېز ته په کتو سره د کافي ډېر څښاک (مثلاً په یوه ورځ کې څلور پیالې یا له دې هم زیات) چې دا بیا د زیات اخراج لامل کېږي او له دې سره د ویټامن بي په ګډون د هغو ویټامنونو ضیاع هم زیاتېږي، چې په اوبو کې حل کېږي.''
ویټامن بي په اوبو کې حل کېږي او له همدې کبله په بدن کې نه زېرمه کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پروبایوتیکونه
پروبایوټیکونه هغو ژونديو میکروبونو او خمیر ته ویل کېږی، چې بېلابېلې روغتیايي ګټې لري.
چې د مختلفو روغتیایی ګټو په توګه تبلیغ کیږي. د بریتانیا عامې روغتیا ادارې این ایچ اېس وېبپاڼې د معلوماتو له مخې دا د انسان په کولمو کې د میکروبونو انډول ساتنه کې رول لري، خو داسې ډېر ثبوتونه نه شته، چې د دې ډېرو ادعا شویو روغتیايي ګټو په هکله ثبوتونه وړاندې کړي.
خو که ځینې کسان د مستو یا کیمچي په څېر خوړو له لارې غواړي د پروبایوتیکونو اضافي خوراک واخلي، باید د کافي په څېر له تاوده څښاک سره یو ځای یې په خوړولو کې باید احتیاط وشي.
ریواني وايي: ''په پروبایوتیکونو کې ژوندي میکروبونه له تودوخې یا د تودوخې له لوړې درجې سره ډېر حساسیت لري. د بېلګې په توګه د کافي تودوخه په معده او کولمو کې د دوی ژوندي پاتې کېدل ګواښي او دې سره یې ګټورتیا کمېږي.''
ځینې وختونه د ډاکټرانو لخوا د انټي بایوټیک درملو له امله چې د نس ناستې کمولو لپاره وړاندیز کېږي، د زیاتې ګټې ترلاسه کولو لپاره، که چا یوه پیاله قهوه څښلې وي، باید د پروبایوټیک له اخیستلو مخکې له نیم ساعت نیولې تر یوه ساعت پورې انتظار وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ایا چای د کافي بدیل کېدای شي؟
که د کافي پر ځای د چای څښاک ته اوښتو ته مو زړه کېږي، نو باید پام مو وي، چې ځینې دغه اندېښنې په چای پورې هم غوټه دي.
پروفیسره هو وايي: ''رښتیا دا دي، چې په چای کې شته پولیفینولونه د غذايي موادو پر بیولوژیکي شتون هم ورته اغېز لري، له همدې کبله مهمه دا ده، چې که د غذایت جذب ته اندېښمن یو، نو د چایو څښاک وخت ته باید پام وکړو.''








