کله چې پوتین ختیځ جرمني کې جاسوس و

د عکس سرچینه، BSTU
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د هویت یو منسوب شوی کارت د جرمني ختیځ درسډن ښار کې د امنیت وزارت د پولیسو په پټ ارشیف کې موندل شوی.
کله چې ښاغلی پوتین د جرمني ختیځ کې د پخواني شوروي اتحاد جاسوس و، دا کارت ورکړل شوی و.
د روسیې ولسمشر وړاندې په ۱۹۸۰ کلونو کې د کې جې بې د مامور په توګه پر خپل ماموریت ویاړلي دي.
د هویت دا کارت د ختیځ جرمني د امنیت وزارت او کې جې بې ترمنځ د همکارۍ او اړیکو د څېړنو پرمهال موندل شوی.
دا کارت په ۱۹۸۵ کال ښاغلي پوتین ته کله چې هغه د کې جې بې مامور و، ورکړل شوی.
د اشتازي سازمان چې د ختیځ جرمني د اسنادو ساتنه کوي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا کارت ښاغلي پوتین ته ددې لپاره ورکړل شوی و چې د کې جې بې اړوند کارونه د دغه هېواد د امنیت وزارت په همکارۍ سرته ورسوي.

د عکس سرچینه، BSTU

د عکس سرچینه، BSTU
۶۶ کلن پوتین په لنینګراد کې (اوسني سن پیټرزبورګ)کې زیږېدلی او په ۱۹۸۵ کال چې ۳۳ کلن و، ختیځ جرمني ته د ماموریت لپاره واستول شو.
ښاغلي پوتین د ۱۹۸۹ کال د ډیسمبر میاشتې تر پایه (تر هغو چې ختیځ جرمني. کې کمونیستي حکومت د دیموکراسي پلوو پراخو لاریونونو پایله کې ونړېد) په ډرسډن کې د کې جې بې مامور و.
لکه څنګه چې په کارت کې لیکل شوي، په هرو درېیو میاشتو کې دا کار نوی کېده. لاهم ښکاره نه ده چې د ښاغلي پوتین پوتین دا کارت د ډرسډن اشتازي اسنادو کې ولې ساتل شوی.

د عکس سرچینه، AFP
ښاغلی پوتین په جرمني ژبه هم غږېږي.
هغه ته په درسدن کې، کې جې بې ته د خدمت له امله ترفیع ورکړل شوه.
د کرملین د رسمي وېبپاڼې پربنسټ، په ۱۹۸۹ کال ښاغلي پوتین ته د ختیځ جرمني د کمونیستي حکومت له خوا د 'خلکو د ملي پوځ لپاره د فداکارنه خدمتونو' له امله د بروزنو مډال ورکړل شو.
ښاغلی پوتین روسیې ته تر ستنېدو وروسته د فدرالي روسیې د امنیتي سرویس د مشر په توګه او بیا په ۲۰۰۰ کې د روسیې ولسمشر شو.
د اشتازي او کې جې بې د هغو اسنادو له مخې چې بي بي سي ته رسېدلي، کې جې بې په ختیځ المان (جرمني) کې ۳۰ افسران لرل چې په مستقیم ډول یې له اشتازي ۍېره کار کاوه.
دا هوکړه هغه مهال ډېره پټه وه.
د کرملین ویاند د ښاغلي پوتین د مخکېني هویت کارت موندل کېدو په اړه بې پروايي ښودلې او وايي چې: ''کې جې بې او اشتازي استخباراتي همکاران وو، نو د دا ډول کارتونو تبادله کوم عجیب کار نه دی.''










