روسیه: افغانستان کې د امریکایي پوځیانو وژلو لپاره مو جایزه نه وه ټاکلې

US troops in Afghanistan (file pic)

د عکس سرچینه، Getty Images

روسیې په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې هغه خپاره شوي تورونه 'بې بنسټه ' بللي چې وايي روسیانو پروسږ کال په افغانستان کې د امریکايي او اییتلاف پوځیانو وژلو لپاره جایزه ټاکلې وه.

په واشنګټن کې د روسیې سفارت په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، دغه تورونه یې په لندن او واشنګټن کې د کارکوونکو لپاره په ګواښ بدل شوي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جمعې پر ورځ په یوه رپوټ کې وویل، ټرمپ حکومت هغه رپوټونه ارزوي چې د روسيې پوځ یوه پټ مرکز د طالبانو اړوند ملېشو سره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو وژلو بدل کې د جایزې ژمنه کړې.

په رپوټ کې ویل شوي، د څارګرو ادارو مسوولینو څو میاشتې مخکې په دې اړه معلومات راټول کړي دي.

په رپوټ کې زیاته شوې، د دې ملېشو ځینې کسانو د جایزې یو مقدار پیسې تر لاسه کړې هم دي.

د روسیې سفارت

د عکس سرچینه، RUUSIANEMBASSY

د عکس تشریح، په واشنګټن کې د روسیې سفارت په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، دغه تورونه یې کارکوونکو ته په ګواښ بدل شوي

په رپوټ کې دغه راز ویل شوي، څارګرو ادارو له دې معلوماتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم خبر کړی او د امریکا ملي امنیت شورا د مارچ میاشتې په وروستیو کې د امنیتي ادارو په یوه غونډه کې پر دې موضوع بحث هم کړی دی.

دا لومړی ځل دی چې پر امریکايي پوځیانو د برید پلانولو لپاره د روسي پوځیانو نوم اخیستل کېږي.

۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې ۲۰ امریکايي پوځیان ووژل شول.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ویاند دیمتري پیسکوف وايي، کریملن په دې اړه هیڅ معلومات نه لري.

د طالبانو غبرګون

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې 'د امریکايي پوځیانو وژلو لپاره له روسیې څخه د امکانو تر لاسه کول ' رد کړي دي. نوموړی زیاتوي:

''موږ چې کومه توافقنامه د امریکا له متحده ایالاتو سره لاسلیک کړې په عملي کېدلو کې یې د بشپړې سولې هدف ته رسېدل یقیني بولو او لکه څرنګه چې مو تر اوسه په بشپړه توګه عمل ورباندې کړی په راتلونکي کې هم ورته ژمن یو. ''

د نژدې څلور زره پوځیانو ایستلو پرېکړه کېږي؟

بل لور ته یوه امریکايي رسنۍ سې ايڼ اېن وايي، د دغه هېواد حکومت دې پرېکړې ته نژدې شوی چې په مني کې له افغانستان له څلور زرو ډېر سرتېري وباسي.

دوو امریکايي چارواکو دا خبره "سي اېن اېن" تلوېزون ته کړې ده.

صدیقي

د عکس سرچینه، GMIC

د عکس تشریح، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي، افغان دولت له افغانستانه د ۴۰۰۰ امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی کوي

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي کابل کې خبریالانو ته د پوښتنو او ځوابونو یوه کنفرانس کې وویل، افغان دولت له افغانستانه د ۴۰۰۰ امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی کوي او د امریکا- افغانستان ترمنځ به پر دوه اړخیزه او دوامداره همکارۍ اغېز ونه کړي.

بل خوا، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رولانډ کوبیا ویلي، دوحه کې له امریکا سره د طالبانو له تړون وروسته، د طالبانو پرلپسې د نه منلو لوړې کچې تاوتریخوالي او ترهګریز بریدونه د اروپايي ټولنې د تمو خلاف دي.

د امریکا دغه ګام سره به افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو شمېر له ۸۶۰۰ نه ۴۵۰۰ ته ټیټ شي او دا له ۲۰۰۱ کال د افغان جګړې له پیلېدو راهیسې په دې جګړه کې د امریکايي سرتېرو تر ټولو کم شمېر دی.

دې سره به له افغانستان د امریکا وتلو ته لار برابره شي چې ولسمشر ټرمپ پرې لا هم ټینګار کوي.

سي اېن اېن وايي، که څه هم لا دا پرېکړه شوې نه ده، خو د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر پرې تېره اونۍ خپل پلان له ناټو ملګرو سره هم په برسلز کې او د جمعې په ورځ خبرې کړې دي.

د تېرې فبرورۍ پر ۲۹ د قطر دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې امریکا ژمنه کړې چې که طالبان تړون ته ژمن پاتې شي تر راتلونکي اپرېل یا ۱۴ میاشتو پورې پورې خپل ځواکونه له افغانستان باسي.

طالبانو هم ژمنه کړې چې وسلوالو ډلو ته به اجازه ور نه کړي چې افغانستان د امریکا او د هغې د ملاتړو پر ضد وکاروي، هم یې امریکا ګواښونکو ډلو سره د شلون او د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلولو ژمنه کړې ده.

د تړون له مخې امریکا باید راتلونکې میاشت یا جولای لومړیو پورې افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر له ۱۳ زرو نه ۸۶۰۰ ته ټیټ کړي، خو د دوو امریکايي چارواکو په خبره، دوی له نېټې پوره کېدو مخکې د ځواکونو شمېر اتو زرو شپږ سوو ته ټیټ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او پنټګان یا دفاع وزارت کې چارواکو بیا بیا ویلي چې تر ۸۶۰۰ د سرتېرو نور کمول به شرایطو پورې تړلي وي.

د څلور زرو نورو سرتېرو کمولو پرېکړه په داسې مهال ده چې لا هم د افغانانو خپلمنځي خبرې نه دي پیل شوې.

بندیان

د عکس سرچینه، @ONSCAfghan

د عکس تشریح، د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره افغان حکومت د طالبانو پنځه زره او طالبان د حکومت زر بندیان خوشي کوي.

د دې خبرو پیلولو لپاره د طالبانو مهم شرط پنځه زره طالب بندیان خوشي کول دي او مقابل کې حکومت له طالبانو د تاوتریخوالي کمول غواړي.

افغان چارواکي دې وروستیو کې بیا بیا پر طالبانو د تاوتریخوالي ډېرولو تور لګوي او تېره دوشنبه امنیت شورا د افغانستان په ۱۹ کلن تاوتریخوالي کې تر ټولو خونړۍ وبلله.

د دې شورا ویاند جاوېد فیصل وویل، طالبانو په یوه اونۍ کې په ۳۲ ولایتونو کې په ۴۲۲ بریدونو سره ۲۹۱ سرتېري وژلي دي، خو طالبان یې ځواب کې وایي، چې حکومت په دا ډول پروپاګند سره د خبرو لار کې خنډ اچول غواي.