له افغانستان د ټولو امريکايي ځواکونو وتل د طالبانو "ځانګړو ګامونو" پورې تړلي

امریکايي پوځ

د عکس سرچینه، US FORCE IN AFGHANISTAN

منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو څارونکی امریکايي جنرال وايي، افغانستان کې د دغه هېواد ځواکونه له طالبانو سره د تړون له مخې تر ۸۶۰۰ ته کم شوي دي.

د افغان طالبانو او امریکا د تېرې فرورۍ د تړون له مخې امریکايي ځواکونه باید ۱۳۵ ورځو کې یا د جولای تر نیمايي له ۱۲ زرو نه ۸۶۰۰ ته ټیټ شي، خو اوس نږدې میاشت مخکې دغه شمېر ته را کم شوي دي.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس د رپوټ له مخې د سنټکام قومندان کنت مکنزي وايي، له طالبانو سره د تړون له مخې باید تر راتلونکې مۍ ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي، خو دې موخې ته رسېدل د طالبانو په ځانګړو اقداماتو پورې تړلي دي.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ اړوند سنټکام د متحده ایالتونو د لویې درستیزوالۍ یوه برخه ده چې لوېدیځه اسیا، منځني ختیځ، د ایران په ګډون افریقا، افغانستان او سعودي عربستان کې فعالیت کوي.

د دې رپوټ له مخې ښاغلي مکنزي "د اسپن ستراتیژي ډلې" ناستې ته ویډیويي وینا کې وویل: "باید هغه شرایط برابر شي چې موږ ډاډ شو له افغانستان زموږ د هېواد پرضد کوم برید نه پلانېږي، طالبان داسې نه کوي، خو القاعده او داعش دا کار کوي".

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال القاعده افغانستان کې مرکزونه درلودل او له دې ځای یې د الوتکو تښتولو سره د سپټمبر۱۱ بریدونه وکړل.

د فرورۍ میاشتې د تړون له مخې طالبانو ژمنه کړې چې یوه توندلارې ډله به هم له افغان خاورې پر متحده ایالتونو برید ونه کړي.

خو جنرال مکنزي وايي: "لا هم اوس په دې تړاو پرېکړه نه شو کولی او موږ طالبان څارو. هغوی تراوسه دا خبره پوره ثابته کړې نه ده. د دې کار لپاره چانس یا فرصت شته، خو دا وخت ګام په ګام کمېږي".

د بندیانو مسله

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو او امریکا د تړون له مخې د جولای تر نیمايي باید افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته کم شي.

په ورته مهال رویټرز خبري اژانس د پنځو باخبرو سرچینو له خولې- چې افغان چارواکي او اروپايي او اسیايي ډیپلوماټان پکې دي- وايي، لوېدیځ قدرتونه د هغو طالب بندیانو په نه خوشي کولو کې د افغان حکومت د دریځ ملاتړ کوي، چې خونړیو بریدونو کې لاس لري.

د بندیانو خوشي کولو مسله د دواړو لورو ترمنځ داسې لوی خنډ دی، چې که حل شي، نو په ډېر احتمال سره به په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې هم پیل شي.

یوه اروپايي ډيپلوماټ له نوم پرته رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "د طالبانو د ځینې خطرناکو وسلوالو نومونه هم دې نوم لړ کې شته، چې پرېښودل یې له سرو کرښو اوښتل دي".

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ وویل، دا ډله لا هم د سولې خبرو د پیلولو لپاره د پنځو زرو بندیانو پر خوشي کولو ټینګار کوي.

افغان حکومت کې یوې خبرې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، کابل وروستیو اونیو کې درې زره بندیان خوشي کړل، خو نور یوازې د څو سوو کسانو خوشي کولو ته تیاری نیسي.

طالبانو هم په ځواب کې په سلګونو بندیان خوشي کړل.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان د خپلمنځي خبرو لپاره د پنځو زرو طالب بندیانو پر خوشي کولو ټینګار کوي.

افغانستان کې یوې امنیتي سرچینې هم رویټرز ته ویلي، امریکا هم د ځینې هغو کسانو د خوشي کېدو په هکله اندېښنه لري چې ناټو او افغان حکومت یې پر ازادولو اعتراض لري.

د دې رپوټ له مخې دې بندیانو کې هغه کسان دي چې سترو موټر بم چاودنو کې لاس لري؛ چې یوه یې هم پر ۲۰۱۷ کال کابل کې د جرمني سفارت سره نږدې وشوه او تر ۱۵۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.

خو ذبیح الله مجاهد وايي، "د طالبانو بندیانو کې دا ډول کسان نشته او افغان حکومت دا مسله د سولې خبرو په مخ کې د خنډ اچولو لپاره پلمه کړې ده".