غني: افغانستان د دریمه برخه امریکايي پوځ وتلو ته چمتو دی

غني

د عکس سرچینه، Arg

    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني- چې په نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره سویس ته تللی- خبریالانو ته ویلي، حکومت یې له هېواده د کابو دریمه برخه امریکايي ځواکونو وتلو ته چمتو دی.

ولسمشر غني ویلي په دې اړه یې خپل پیغام د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته رسولی دی.

د ښاغلي غني په خبره، د امریکايي ځواکونو له وتلو سره افغانان کومه ستونزه نه لري:

"خو مذاکره پرې مهمه ده او که دا مذاکره له طالبانو سره کېږي دا به د نورو سختو جګړو د سلسلې د پیل په معنا وي او که له افغان حکومت سره وشي، د مدیریت وړ ده. "

دا مهال افغانستان کې ۱۲ زره امریکايي سرتېري دېره دي.

له بلې خوا قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د جوړجاړي لپاره خبرې روانې دي.

طالبان وايي، خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې او ښايي نږدې راتلونکي کې د دواړو لورو ترمنځ تړون لاسلیک شي، چې له مخې یې امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي، خو امریکايي پلاوي په دې هکله څه نه دي ویلي.

ارګ

د عکس سرچینه، Arg

ولسمشر غني د سویس په داووس کې د اقتصادي غونډې په څنډه کې د جرمني له لومړۍ وزیرې سره هم لیدلي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د جرمني لومړۍ وزیرې د افغانستان په ګډون د سولې له بهیر بیا د خپل هېواد ملاتړ وکړ او هم یې د سولې په تړاو د افغانانو د خپلمنځي خبرو د کوربتوب وړاندیز وکړ.

د ارګ د بیان له مخې، مېرمن مرکل دا هم وویل، چې هېواد یې د افغانستان د پراختیا او اقتصاد په ځانګړي ډول د نوېدونکې انرژۍ او کانونو د ملاتړ په برخه کې، ژمن دی.

د سې شنبې په ورځ (جنورۍ پر ۲۱) د افغانستان ملي امنیت شورا بي بي سي ته وویل، جرمني له افغان چارواکو سره په جرمني کې د 'بین الافغاني خبرو (ډایلاګ)' پر سر سلا مشورې کوي.

سرتېري

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دا مهال نږدې ۱۲ زره امریکايي سرتېري افغانستان کې دېره دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په خبره، دا به رسمي بین الافغاني خبرې نه وي، خو رسمي بین الافغاني خبرو ته به لار هواره کړي.

که څه هم تر اوسه ددغو خبرو لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې، خو د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي هم د جرمن سفیر د یوه ټوېټ له مخې ویلي، چې د بین الافغاني خبرو د بل پړاو لپاره چمتووالی پیل شوی دی.