سخت غوسه کېدل طبیعي غبرګون دی که ناروغي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, محمد همدر
- دنده, بيبيسي عربي، بیروت
ایا تاسو کله داسې څوک لیدلی چې ناڅاپه او ډېر ژر دومره غوسه شي لکه چوي چې حال دا چې خبره د دې ډول غبرګون وړ نه وي؟
ایا تاسو لیدلي چې څنګه د هغه غوسه لوړېږي، پر مخ یې خولې ورماتې شي او کله ناکله نیمژبی غږېږي؟
ایا همدا کس مو وروسته له هغې سختې غوسې لیدلی، چې ارام، چوپ او د خپل چلن له امله پښېمان وي؟
کېدای شي تاسو له خلکو داسې خبرې واورئ چې د هغه غوسه د شخصیت یا خوی برخه بولي، یا دا وایي چې غوسه خو د انسان د احساساتو یوه طبعي برخه ده کله چې له کوم حالت یا پېښې سره مخ شي.
خو طب د دې ډول ناڅاپي او شدیدو غوسو ځینې نښې د یوې ناروغۍ په توګه پېژني، چې هغې ته "متناوب چاودېدونکی اختلال" یا Intermittent Explosive Disorder ویل کېږي.
دا سړی په داسې کړو وړو موږ ځینې وخت په دې الفاظو یادوو: "له غوسې چاودېده".
خو پوښتنه دا ده:
ایا هره د غوسې پېښه په دې مانا ده چې سړی د "متناوب چاودېدونکي اختلال" په ناروغۍ اخته دی؟
که نه، غوسه هم کېدلی شي یو طبیعي غبرګون او د انسان د احساساتو او چلند یوه برخه وي چې د خپل احساس د څرګندولو لپاره یې کاروي؟
د پام وړ پېښې

د عکس سرچینه، Getty Images
د متناوب چاودېدونکي اختلال د پېژندلو لومړنی معیار دا دی چې د سړي غبرګون د حالت له دریځ سره سمون نه لري.
یعنې غوسه ډېره شدیده وي، خو هغه دلیل چې غبرګون ورته ښودل شوی، د دې کچې غوسې وړ نه وي.
مثلاً، موږ ډېر کله د داسې پېښو شاهدان یو چې خلک په کې وژل شوي وي - یوازې د دې لپاره چې څوک د موټر د تېرېدو پر حق، د پارک کولو پر ځای، یا د فوټبال د لوبډلې د ملاتړ پر سر سره لانجه و کړي.
هغه کسان چې دومره غوسه کېږي چې له نورو سره د تاوتریخوالي چلند کوي، په دې مانا نه ده چې د لانجې پر مهال یې طبیعت بد و یا مزاج خراب وي.
د لبنان امریکایي پوهنتون (LAU) د طبي مرکز د رواني ناروغیو د څانګې مشره ډاکټره جوسلین عازار وایي، داسې ځانګړتیاوې شته چې وروسته به یې په تفصیل یادې کړو او همدا ځانګړتیاوې دې تشخیص ته لاره هواروي.
هغې زیاته کړه هغه کسان چې له دې اختلال سره مخ دي، په عادي ژوند کې بشپړ نورمال وي او چلن یې عادي وي - تر هغې چې د غوسې ناڅاپي څپه پرې ور نه شي.
ولې موږ مخکې پر دې ناروغۍ نه وو خبر؟
د Science Direct وېبپاڼې د ۲۰۲۵ کال د وروستیو شمېرو له مخې، چې پر ۱۷ هېوادونو کې د ۱۸۲،۱۱۲ کسانو پر بنسټ د ۲۹ څېړنو اخیستل شوي، ښيي چې په دې اختلال د وخت ناوخت اخته کسانو کچه په ټول ژوند کې شاوخوا ۵.۱٪ ده.
متناوب چاودېدونکی اختلال یو رواني روغتیایي حالت دی چې دا ځانګړتیا لري:
ناڅاپي، تېزه شدیده غوسه او تاوتریخوالی، چې د حالت له اندازې سره برابر نه وي.
بل ساده لامل دا دی چې ډېر کسان د خپلې غوسې د څپې له امله ډاکټر یا رواني متخصص ته مراجعه نه کوي.
ډاکټره عازار وايي، له دې پرته چې دا اختلال د نورو حالاتو سره ګډېږي، دا په متناوبو څپو کې راڅرګندېږي،
او ډېر وخت خلک دا د سړي د طبیعت یا خوی برخه ګڼي.
د بېلګې په توګه، هغې وویل: کله چې یو شخص د داسې حالت پر وړاندې سخت او بېدلیله غبرګون وښيي، خو ژر ارام شي، نو خلک وايي "دا کس عصبي دی" او پام نه کوي چې دا چلن د هغه په اړیکو کې ستونزې جوړولی شي.
هغې زیاته کړه: "که ته له داسې کس سره اوږده اړیکه و نه لرې، نوهېڅ به ونه پوهېږې چې کومه ستونزه لري.
ته به یوازې فکر وکړې چې د هغه غوسه عارضي وه یا د کوم ناپېژندل شوي دلیل له امله وه".

د عکس سرچینه، Getty Images
داسې څوک شته چې طبیعتاً عصبي یا ژر غوسه کېدونکی وي؟
د ساینسي نظر له مخې، غوسه یو منفي احساس یا احساساتي غبرګون دی چې شخړې،دوښمنۍ او تاوتریخوالي له حالت سره مل وي او د داسې څه له امله راپیدا کېږي چې یو څوک یې ناحق ګڼي، زیان ورسره شوی وي، یا ځان ګواښل شوی احساس کړي - که دا شی واقعي وي یا خیالي. دا خبره د امریکایي رواني طب بنسټ کړې ده.
په ۲۰۱۹ کال کې، د ګارډین ورځپاڼې "د غوسې پوهنې" په سرلیک یو مقاله خپره کړه چې پر ګڼو علمي څېړنو ولاړه وه.
په دې مقاله کې ویل شوي چې ساینسپوهان باور لري د غوسې وړتیا د میلیونونو کلونو د تکاملي بدلون په ترڅ کې د انسان په دماغ کې ځای شوې ده.
غوسه د انسان د طبیعي غریزې یوه برخه ده چې له خطر سره د مقابلې، د سرچینو د ساتنې او د ټولنیزو اصولو د ټینګښت لپاره رامنځته شوې ده.
سربېره پر دې، غوسه د دماغ د مکافاتو په کړۍ (Reward Circuit) کې ریښه لري - دا هغه عصبي شبکه ده چې زموږ د خوښۍ، انګېزې او چلند د هڅونې احساس کنټرولوي.
ډاکټره جوسلین عازار وايي، ځینې وخت غوسه یوازې یو عادي احساس نه وي، بلکې د شخصیت د اختلال یوه برخه هم کېدای شي.
او د متناوب چاودېدونکئ اختلال په اړه زیاتوي: "موږ دلته د داسې غبرګون په اړه خبرې کوو چې د حالت له اندازې سره برابر نه وي، یعنې لاملونه د غوسې دا کچه نه توجیه کوي".
خو هغې ټینګار وکړ چې په داسې هېوادونو لکه لبنان کې، چېرې چې ډېری خلک له دوامدار فشار، اضطراب او خپګان سره ژوند کوي، کېدلی شي د خلکو سخته غوسه د رواني فشارونو له امله وي، نه د ناروغۍ له کبله.
نو له همدې امله، ډاکټره عازار وايي:
"د هر شخص د غوسې د ارزونې پر مهال باید د هغه د حالت عمومي چاپېریال او نښې په پام کې ونیول شي،
چې پوه شو دا یو ځانګړی اختلال دی که یوازې یو جلا عکسالعمل."
هغې دغه څه داسې روښانه کړل: "کېدای شي یو څوک نه خپه وي، نه بل ډول ناروغ او نه هم نشهيي مواد کاروي، خو بیا هم د غوسې ناڅاپي څپه پرې راځي. له دغو څپو پرته، د هغه ژوند عادي وي."
له همدې امله، ډاکټره عازار وایي: "دا ناروغي ډېره مشهوره نه ده، خو په حقیقت کې ډېره عامه ده."
او اټکل کوي چې د دې اختلال کچ په نړيواله کچه شاوخوا ۷٪ ته رسېږي.
د متناوب چاودېدونکي اختلال د څپې نښې
د څپې یا حملې راتلو له پیل وړاندې، کس دا احساسات لري:
- د چټک غبرګون تمایل (ژر پارېدل)
- د اندېښنې زیاتوالی
- د انرژۍ لوړوالی
- د فکرونو تېزي
- د سينې تنګوالی او د زړه ضربان ډېرېدل
- لړزه، د بدن ګرمېدل یا د ستړیا احساس
د "مایلو کلینیک" د طبي مرکزونو د معلوماتو له مخې، د دې ډول څپو لفظي او فزیکي شدّت د حالت له واقعي اندازې ډېر زیات وي او سړی د پایلو په اړه فکر نه کوي.
دغه حپې کېدای شي لاندې چلندونه ولري:
- شدیده غوسه او اوږدې قهرجنې خبرې
- جګړه، چیغې وهل، ټېل وهل یا فزیکي شخړه
- د شتمنۍ تخریب یا ماتول
- د انسانانو یا حیواناتو ګواښ یا زیان رسول
دا حمله اکثره وخت ناڅاپي راځي، له لږ یا هېڅ خبرداري پرته.
وروسته له څپې، کس اکثراً رواني آرامښت او فزیکي ستړیا احساسوي، خو وروسته بیا د خپل چلند له امله پښېماني، د ګناه احساس یا شرم ورپېښېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم د ډېرو خلکو لپاره دا عادي خبره ده چې وروسته له غوسې د پښیمانۍ یا شرم احساس وکړي، خو دا چلند په هغو کسانو کې هم لیدل کېږي چې له متناوب چاودېدونکي اختلال سره مخ دي.
ډاکټره عازار وایي، له حملې وروسته کس ممکن په ۱۵ تر ۳۰ دقیقو کې ارام شي - حمله کله کله تر ۳۰ دقیقو دوام کوي - او وروسته له هغې د خپل چلن له امله پښېمانه وي.
خو دا د پښیمانۍ احساس د دې مانا نه لري چې هغه به دا عمل بیا تکرار نه کړي.
هغې زیاته کړه چې د دې حالت د پېژندلو معیارونه د رواني اختلالاتو د تشخیص او احصایې لارښود (DSM) په کتاب کې ذکر شوي دي.
د هغې په وینا، د تشخیص لپاره باید کس په درېیو میاشتو کې لږ تر لږه دوه پېښې ولري، یا په یو کال کې درې شدیدې څپې پرې راتلی شي چې و ویل شي اختلال موجود دی او باید درملنه یې وشي.
لاملونه یې څه دي؟
دا اختلال یوازې یو لامل نه لري، بلکې بیولوژیکي، ټولنیز او جنیټیک (وراثي)عوامل ټول پکې رول لري.
د څېړنو له مخې، تر ټولو عام عوامل یې دا دي:
- ماشومتوب کې صدمه رسېدل، فزیکي تاوتریخوالی یا د ناوړه چلند تجربې
- ازار رسول، ذهني فشارونه او دردناکې تجربې
- د داسې چاپېریال اغېز چېرې چې تاوتریخوالی یا د کورنۍ دوامداره چیغې وي
ډاکټره عازار وايي: "که یو ماشوم په داسې کورنۍ کې لوی شي چې مور او پلار یې تل په جګړه یا چیغو وي، دا چاپېریال خامخا د هغه پر عاطفي ثبات اغېز کوي او د دې اختلال د رامنځته کېدو خطر زیاتوي."
له دې پرته، لاملونه طبي یا عصبي هم کېدای شي - لکه د دماغ د فعالیت ګډوډي، عصبي ناروغۍ، خپګان یا نور رواني اختلالونه.
د څېړنو له مخې، مخدره مواد او الکهول هم د دې حالت شدت زیاتوي.
څه پېښېږي کله چې دا اختلال د دماغ دننه رامنځته شي؟
په دماغ کې یوه کوچنۍ برخه شته چې غوز (چارمغز) ته ورته بڼه لري او امګډالا (Amygdala) ورته ویل کېږي.
دا برخه زموږ د احساساتو، وېري او اضطراب د پروسسولو مسووله ده او د احساساتو او حافظې ترمنځ اړیکه برابروي.
په هغو کسانو کې چې له متناوب چاودېدونکي اختلال سره مخ دي، امګډالا یې د عادي خلکو پرتله ډېره فعاله وي
او د غوسې یا ټولنیزو ګواښونو پر وړاندې شدید غبرګون ښيي.
سربېره پر دې، د سېرټونین (Serotonin) کيمیاوي ماده هم رول لري.
سېرټونین هغه عصبي انتقالوونکی او هورمون دی چې د مزاج، خوب، اشتها، هاضمې او احساساتو په تنظیم کې مهم رول لري.
د امریکایي ملي طبي مرکزونو یوې څېړنې ښودلې چې په دې اختلال اخته کسانو کې د سېرټونین فعالیت بدل شوی وي، چې دا بدلون د ډوپامین (هورمون د خوښۍ او انګېزې) په توازن کې ګډوډي راولي او دا ګډوډي د تاوتریخوالی چلند ډېروي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سېرټونین او چارمغز ورته دماغي برخې (Amygdala) ترمنځ نژدې اړیکه شته.
سېرټونین د امګډالا د فعالیت تنظیم او توازن ساتي، چې د احساساتي غبرګونونو شدت مهار کړي.
د کمبریج پوهنتون د ۲۰۱۱ کال څېړنه او د Science Direct د ۲۰۱۶ راپور، ښيي هغه کسان چې له متناوب چاودېدونکي اختلال سره مخ دي، اکثراً د امګډالا د زیات فعالیت او د سېرټونین د ټیټې کچې له ګډې ستونزې سره مخ وي.
فزیکي او ټولنیزې اغېزې
د غوسې د تکراري څپو اغېزې یوازې رواني نه دي، بلکې فزیکي زیانونه هم لري.
که دا حالت اوږده موده دوام وکړي، کولی شي:
- د وینې بندېدل یا دماغي سکته ډېره کړي.
- د زړه ناروغیو لامل شي.
- د شکر ناروغي او نورو اوږدمهالو ناروغیو خطر لوړ کړي.
- خو اغېزې یې یوازې روغتیایي نه دي.
- هغه څوک چې له شدیدو غوسو سره مخ وي، کېدای شي:
- قانوني ستونزو کې ځان ښکېل کړي.
- د چا ژوبلولو یا د شتمنۍ د ویجاړولو لامل شي.
یا لفظي سپکاوی او شخړه رامنځته کړي.
دا اختلال د ټولنیزو اړیکو پر خرابېدو هم اغېز کوي.
خلک اکثر وخت داسې کس ته له نژدې کېدو ډډه کوي چې ژر او په نه خبره غوسه کېږي،
او د ده د ناپېژندل شوو عکسالعملونو له امله ځان خوندي نه احساسوي.
تر ټولو ډېر زیان بیا د هغه کورنۍ او نږدې کسان ویني، ځکه هغوی د ده د غوسو لومړني قربانیان وي.
ډاکټره عازار وایي: "موږ دلته د عادي غوسې په اړه خبرې نه کوو، بلکې د داسې غبرګون په اړه چې د منلو وړ نه وي او له کنټروله وتلی وي."
هغې زیاته کړه: "کله چې حالت له کنټروله ووځي، نور شاتګ نه شته، سړی خپل احساسات بېرته نه شي مهارولی".

د عکس سرچینه، Getty Images
د کورنۍ رول څه دی؟
ډاکټره عازار وایي، باید د دې اختلال په اړه پوهاوی زیات شي او که د دې نښې ښکاره شي، باید له یو متخصص ډاکټر سره سلا مشوره وشي.
هغې ټینګار وکړ چې د ناروغ د کورنۍ غړي هغه کسان دي چې تر ټولو ډېر وخت ورسره تېروي، نو دوی د غوسې د څپې تکرار، شمېر او شدت په ښه ډول درک کولی شي.
هغې زیاته کړه، هغه کسان چې له داسې حالت سره مخ وي، اکثراً ژر پارېدونکي او حساس وي، نه غواړي څوک یې مات کړي یا یې حواس ګډوډ کړي.
"کله چې ورته ووایو 'ارام شه'، کېدای شي لا نور هم عصباني شي."
ډېری څېړنې د ناروغ د کورنۍ ته دا سپارښتنې کوي:
- ناروغ ته د خبرو او احساس څرګندولو ځای ورکړئ، مه یې پرې کوئ.
- د غوسې انګیزې وپېژنئ او له هغوی ځان وساتئ.
- ناروغ د غبرګونونو له امله مه ملامتوئ.
- د کورنۍ غړي دې خپله ارامي وساتي او له متخصص سره مشوره وکړي.
- خپل خوندیتوب او د ناروغ درملنه باید تل لومړیتوب ولري.
درملنه یې څه ده؟
د متناوب چاودېدونکي اختلال لپاره یوازې یوه نه، بلکې څو لارې شته.
ډاکټره عازار وایي، اوس د پخوا پرتله خلک ډېر د رواني درملنې لپاره ډاکټرانو ته ورځي.
ډېر کسان هڅه کوي له رواني معالج سره اړیکه وساتي چې درملو ته اړتیا پيدا نه کړي، خو دا لاره ممکن ډېره لګښتي وي، ځکه چې لږ تر لږه د یو کال دوامدارو ناستو او ملاقاتونو ته اړتیا لري.
هغې ټینګار وکړ تر ټولو مهمه دا ده چې د سم معالج او مناسبې درملنې طریقه وټاکل شي.
د درملنې عامې لارې دا دي:
- د چلند-پېژندنې درملنه
- د ارامتیا او تنفس تمرینونه
- د غوسې د انګېزې پېژندنه او ترې لیرې کېدل
خو که د ناروغ نښې شدیدې یا ډېرې تکراري وي، نو باید له رواني ډاکټر سره مشوره وشي، ځکه دا حالت درملو ته اړتیا لري.
ډاکټره عازار وایي: "که د درملو اړتیا وي، نو باید حتماً واخیستل شي."
او دا درمل کېدای شي د خپګان ضد او د مزاج ثابت ساتلو کې شاملې وي.








