ببرک کارمل واک ته له رسېدو وروسته ایت الله خمیني ته په لیک کې څه ویلي و؟

ایت الله خمیني (ښي اړخ ته) او ببرک کارمل

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, احمد شفايي
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان خلق دیموکراتیک ګوند د حکومت درېیم ولسمشر ببرک کارمل واک ته له رسېدو دوې اونۍ وروسته د ۱۳۵۸ کال د مرغومي پر ۱۹مه د ایران اسلامي جمهوریت د هغه مهال مشر ایت الله خمینی ته یوه لیک کې ویلي و، په افغانستان کې د شوروي ځواکونو شتون د موقت وخت لپاره دی.

دا لیک د ښاغلي کارمل له لومړنیو لیکونو یو بلل کېږي، چې بهرنیو چارواکو ته یې استولی و.

ښاغلی کارمل چې هغه مهال د انقلابي شورا رئیس او د افغانستان دیموکراتیک جمهوريت صدراعظم و، د همدې کال د مرغومي پر شپږمه د شوروي ځواکونو په ملاتړ او د مخکیني ولسمشر حفیظ الله امین له وژل کېدو وروسته واک ته رسېدلی و.

په هغه لیک کې چې ښاغلي کارمل پکې د ایران هغه مهال مشر ''حضرت ایت الله خمیني د ایران اسلامي جمهوریت جلیل القدر رهبر'' بللی و، هڅه کړې وه، ډاډ ورکړي، چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو شتون ''موقت، لنډمهاله او قانوني'' دی.

د لیک په یوه بله برخه کې نوموړي هڅه کړې، مخکینی ولسمشر حفیظ الله امین د ټولو ستونزو لامل وبولي، چې ''ډلوژنه'' هم پکې شامله وه. پر ښاغلي امین تور دی، چې د خپلې واکمنۍ په ترڅ کې یې ګڼ شمېر سیاسي مخالفان او روڼ اندي نیولي او له شکنجې وروسته یې وژلي دي.

ببرک کارمل چې له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۶ پورې د افغانستان ولسمشر و، که څه هم په ګوندي او دولتي مرکزونو کې یې د اصلاحاتو راوستلو هڅه وکړه، خو دا چې د پخواني شوروي په ملاتړ او په ځانګړې توګه له هغه وروسته واک ته ورسېد، چې شوروي ځواکونو افغانستان اشغال کړ، د ډېری افغانانو په زړونو کې یې ځای و نه موند او د ده اصلاحات هم په هېواد کې د تاوتریخوالي کمېدو لامل نه شول، بلکې جګړه او د مجاهدینو ډلو مقاومت ورسره ډېر شول.

د بشري حقونو فعالانو د رپوټونو له مخې هغه مهال شوروي ځواکونو او د ببرک کارمل حکومت هڅه وکړه، د خلکو پاڅون ''په پراخه کچه د نیولو، شکنجې او اعدامونو او دغه راز په کلیوالو سیمو کې د بمباریو او وژنو'' له لارې وځپي.

دغه رپوټونه وايي، دغسې اقدامات نه یوازې د کابل کیڼ اړخه حکومت پر ضد د مقاومت پراخېدو لامل شول، بلکې په خورا پراخه کچه د بې ځایه کېدو او کډوالۍ لامل هم شول، چې د هغه مهال اټکلاً ۱۶ میلیونو افغان نفوس نژدې پینځه میلیونه یې کډوال شول.

د ببرک کارمل د لیک یوه برخه چې ۱۳۵۸ کال کې انیس ورځپاڼې خپور کړ.
د عکس تشریح، د ببرک کارمل د لیک یوه برخه چې ۱۳۵۸ کال کې انیس ورځپاڼې خپور کړ.

'افغانستان به د ایران اسلامي جمهوریت مخالفانو پر مرکز بدل نه شي'

په هغه لیک کې، چې هغه مهال د 'انیس' ورځپاڼې په ګډون په دولتي ورځپاڼو کې هم خپور شوی و، ببرک کارمل خپل ځان داسې ورپېژني:

''ببرک کارمل، د افغانستان د خلق دموکراتیک متحد ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د انقلابي شورا رئیس او د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت صدراعظم.''

ښاغلي کارمل د ایران ځینې کسان او ډلې د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا په رامنځته کولو تورن کړي او لیکلي یې دي:

''یو شمېر ایراني اشخاص او محافل زموږ پر ضد، د جهانخوار امریکايي امپریالېزم له تحرکاتو څخه په پیروي، چې د نړۍ د ټولو ولسونو، او په ځانګړي ډول د ایران د اتل او باعزته ولس، لومړی او نه پخلا کېدونکی دښمن دی، د مسلمان، ازاد او زړور افغان ولس د انقلابي بدلون پر ضد، د افغانستان د خلکو د تاریخي او ملي رښتیني دوست شوروي اتحاد د بې‌قید او شرطه مادي او معنوي مرستو پر ضد او د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت د دولت پر ضد غیر دوستانه او غیر برادرانه تبلیغات او فعالیتونه کوي.''

بل لور د جنرال عبدالقادر په ګډون، چې یو وخت د افغانستان د کیڼ‌اړخي حکومت د دفاع وزیر و، د ببرک کارمل یو شمېر نږدې ملګرو، د شوروي ځواکونو له لوري پر افغانستان د یرغل د ملاتړ په تړاو د هغه پر تګلارې نیوکه کړې ده.

جنرال قادر، چې د حفیظ‌الله امین له واکمنېدو وروسته د کابل پلچرخي په زندان کې بندي و او د شوروي پوځ د ځواکونو په مټ د کارمل له واک ته رسېدو سره خوشی شو، په خپلو خاطراتو کې چې د افغانستان د کیڼ‌اړخي حکومت له سقوط وروسته په ۱۳۹۲ لمریز کال کې خپاره شول، ادعا کوي:

''کله چې کابل ته لاړم، کارمل ته مې وویل: ښه کار دې ونه کړ!''

هغه لیکي، کارمل په ځواب کې ورته وویل: ''ستاسو لپاره مې وکړل. تاسې یې وژلئ. ما ورته وویل: موږ درې کسان وو. د درې کسانو مرګ ارزښت نه درلود، خو تا بده جواري (قیمار) کړې.''

جنرال قادر ځان، سلطان علي کشتمند، د کارمل حکومت لومړی وزیر او نجیب الله د افغانستان وروستی کیڼ اړخه ولسمشر او دغه راز محمد رفیع چې وروسته د افغانستان دفاع وزیر شو. د ښاغلي قادر په وینا دا درې کسان په پلچرخي زندان کې بندیان وو.

دغه تصویر چې د ۱۹۸۰ کال د جنورۍ پر ۱۴مه اخیستل شوی، یو شمېر خلک ښيي، چې د پلچرخي زندان مخې ته منتظر ناست دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغه تصویر چې د ۱۹۸۰ کال د جنورۍ پر ۱۴مه اخیستل شوی، یو شمېر خلک ښيي، چې د پلچرخي زندان مخې ته منتظر ناست دي.

ښاغلي کارمل په خپل لیک کې ایت‌الله خمیني ته د افغانستان او ایران د پخوانیو او ورورګلو‍‍‍ۍ اړیکو یادونه کړې او لیکلي یې دي چې ''د خپلې سوله‌ییزې تګلارې له مخې، له زړه د ایران له اسلامي جمهوریت سره د تر ټولو نږدې دوستۍ او اسلامي ورورولۍ اړیکو غوښتونکی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ ډول، ان تر ټولو کوچنی اختلاف هم'' نه شته.

ببرک کارمل دغه راز ژمنه کوي چې د ده حکومت به هېڅکله اجازه ور نه کړي چې افغانستان ''د ایران د اسلامي انقلاب پر ضد او د ورور ایراني ولس د ګټو پر ضد په یوه مرکز بدل شي'' او له ایرانه هم د ورته چلند غوښتنه کوي.

هغه زیاتوي:

''که هر ډول ناسم پوهاوی د حفیظ‌الله امین د ضددیموکراتیکې او پاروونکې تګلارې له امله رامنځته شوی وي، موږ چمتو یو چې د له منځه وړلو لپاره یې سملاسي اقدام وکړو.''

په دې لیک کې ښاغلي کارمل د ''ایراني وروڼو'' د نېک نیت غوښتنه کړې او وړاندیز یې کړی چې د ایران حکومت هغه څه چې دی یې ''د امین بانډ یا ډله'' بولي، د ''پهلویانو او د تاریخ د نورو جلادانو، بلکې تر هغوی هم بدتر'' په کتار کې وګڼي.

د ''امین بانډ'' یادولو سره د ښاغلي کارمل موخه له پخپله حفیظ‌الله امین او د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د (خلق) څانګه کې د هغه متحدین وو.

داسې ښکاري چې د ببرک کارمل د دې لیک د لیکلو موخه د اسلامي هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران، سره د نږدې اړیکو د ټینګولو یوه هڅه وه.

د پخواني شوروي اتحاد له لوري پر افغانستان تر یرغل وروسته، د پاکستان او ایران په ګډون، چې د افغانستان دوه مهم ګاونډیان دي، ډېرو اسلامي هېوادونو له کابل سره خپل اړیکي په خورا محدود کړل او د ببرک کارمل د حکومت پر ضد یې د مجاهدینو ډلو ملاتړ پیل کړ.

حفیظ الله امین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، حفیظ الله امین

په هغه لیک کې ښاغلي کارمل هڅه کړې چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو شتون موقتي او لنډمهاله وښيي او کاږي:

''د افغانستان حکومت د ۱۳۵۷ لمریز کال د لیندۍ د ۱۴مې نېټې د دوستۍ د تړون پر بنسټ، تر دې مخکې څو ځله د افغانستان د بهرنیو دښمنانو د پوځي لاسوهنې د مخنیوي لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه او زموږ د دولت او حکومت لوړو مقاماتو د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدې د شپږمې د انقلابي بدلون له بریا وروسته، د افغانستان د بهرنیو دښمنانو د ناڅاپي یرغل د مخنیوي په موخه، په ټینګار سره دا مرسته وغوښته. د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت دولت او حکومت څرګندوي چې د بهرنیو دښمنانو د یرغل او لاسوهنې د خطر له له منځه تلو سره به د دوست شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو د اتحاد محدود ځواکونه … چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې په رسمي ډول راغوښتل شوي دي، بېرته خپل ستر هېواد، د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو اتحاد ته ستانه شي.''

دی ټینګار کوي چې د دې ځواکونو شتون د ''افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د تضمین'' سبب شوی او دغه راز ''په سیمه کې د امنیت او سولې له ټینګښت'' سره هم مرسته کوي.

ببرک کارمل غوښتل په افغانستان کې د شوروي ځواکونو شتون موقت او لنډمهاله وښيي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ببرک کارمل غوښتل په افغانستان کې د شوروي ځواکونو شتون ''موقت او لنډمهاله'' وښيي.

هغه لیک چې بې ځوابه پاتې شو

ښاغلي کارمل د لیک په پای کې د اسلامي جمهوریت له مشر، ایت‌الله خمیني سره د لیدنې غوښتنه هم کړې وه.

د راپورونو له مخې، د اسلامي جمهوریت چارواکو دې لیک ته رسمي ځواب ور نه کړ. خو د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر یو مشهور نقل قول یادېږي چې ویلي یې و:

''هغه ورځ چې د شوروي سفیر زما حضور ته راغی او ویې ویل چې د افغانستان حکومت له شوروي غوښتنه کړې چې هلته پوځي ځواکونه ولېږي، ما ورته وویل چې دا یوه تېروتنه ده چې شوروي یې کوي. د شوروي دولت کولی شي افغانستان ونیسي، خو نه شي کولی هلته ټینګ پاتې شي. که تاسو دا ګومان کوئ چې کولای شئ افغانستان ونیسئ او هغه ارام وساتئ، دا یو باطل خیال دی.''

دا وینا د ایران اسلامي جمهوریت د هغه مهال د مشر له هغو څرګندونو ده، چې د ایران د حکومت په رسمي سرچینو او همدارنګه د ''صحیفه امام خمیني'' په نامه کتاب کې هم یاده شوې ده.