کردان څوک دي او پي‌کې‌کې‌ څه ده؟‌

د ترکیې په جنوب ختیځ دیاربکر کې یو کرد د بریا نښه جوړوي. د هغه تر څنګ یو بیرغ دی چې د PKK د زنداني مشر عبدالله اوجلان انځور پکې دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ترکیې په جنوب ختیځ دیاربکر کې یو کرد د بریا نښه جوړوي. د هغه تر څنګ یو بیرغ دی چې د PKK د زنداني مشر عبدالله اوجلان انځور پکې دی.

د کردستان کارګر ګوند (پي‌کې‌کې) د منحلېدو او بې وسلې کولو پرېکړه کړې. دغه ګوند له ترکیې سره د څلورو لسیزو هغې زړې شخړې د پای ته رسېدو اعلان کوي چې له ۴۰،۰۰۰ ډېر خلک پکې وژل شوي دي.

دا پرېکړه درې میاشتې وروسته له هغه وشوه کله چې د دې ډلې مشر عبدالله اوجلان، چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې په زندان کې دی، د ډلې د منحلېدو غوښتنه وکړه.

ترکیې تر اوسه هېڅ اعلان نه دی کړی، خو دا منحلېدل د ولسمشر رجب طیب اردوغان لپاره یوه ستره بریا ده.

دا به په سیمه کې- په ځانګړې توګه په ګاونډۍ سوریه کې د پام وړ اغېزې ولري.

دغه ډله، چې د چپ اړخۍ رېښې لري، په ۱۹۷۰مو کلونو کې جوړه شوه او په ۱۹۸۴ کال کې یې د ترکیې د حکومت پر وړاندې وسله‌واله مبارزه پیل کړه، چې هدف یې په ترکیه کې د کردانو لپاره خپلواک دولت جوړول و.

کردان څوک دي او ولې خپل ملي دولت نه لري؟

په لومړۍ نړیواله جګړه کې ډېرو کردانو د عثماني امپراتورۍ لپاره جګړه وکړه، خو د هغې پر وړاندې څو کرد بغاوتونه وشول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په لومړۍ نړیواله جګړه کې ډېرو کردانو د عثماني امپراتورۍ لپاره جګړه وکړه، خو د هغې پر وړاندې څو کرد بغاوتونه وشول.

کردان د میسوپوتامیا د غرونو او میدانونو له بومي خلکو دي، چې په جنوب ختیځه ترکیه، شمال ختیځه سوریه، شمالي عراق، شمال لوېدیځ ایران او جنوب لوېدیځ ارمنستان کې خپاره شوي دي.

اټکل کېږي چې په دې سیمه کې د ۲۵ او ۳۵ میلیونونو ترمنځ کردان ژوند کوي. دوی په منځني ختیځ کې (له عربانو، فارسي‌ ژبو او ترکانو وروسته) څلورم لوی توکمیز ګروپ جوړوي، خو خپلواک ملت نه لري.

د سلګونو کلونو لپاره، کوردان د عثماني امپراتورۍ لاندې ژوند کاوه. کله چې دغه امپراتوري د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې ړنګه شوه، ډېرو کوردانو د خپل وطن جوړولو په اړه فکر پیل کړ، چې عموماً د "کردستان" په نوم یادېږي. د بریالي لوېدیځ متحدینو ویلي، دغه کار د ۱۹۲۰ کال د سیورز تړون کې پېښېدلی شوای.

خو، دا په ۱۹۲۳ کال کې د لوزان تړون لخوا لغوه شو، چې د معاصرې ترکیې پولې یې وټاکلې او د کردستان دولت لپاره یې هېڅ ډول شرایط نه وو وړاندې کړي.

کردان په ټولو هغو هېوادونو کې چې دوی پکې اوسېدل د اقلیت یا لږکیو په توګه پاتې شول. په راتلونکو ۸۰ کلونو کې، ټولې هغه هڅې چې کردانو د یو خپلواک هېواد د جوړولو لپاره کړې وې، وځپل شوې.

ولې ترکیه پي‌کې‌کې‌ ته د یو ګواښ په سترګه ګوري؟

عبدالله اوجلان په ۱۹۹۲ کال کې په لبنان کې د PKK له جنګیالیو سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عبدالله اوجلان په ۱۹۹۲ کال کې په لبنان کې د PKK له جنګیالیو سره

کردان د ترکیې د نفوس ۱۵٪ او ۲۰٪ ترمنځ جوړوي.

په ترکیه کې د ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسیزو کې د پاڅونونو په ځواب کې، ډېری کردان بیا مېشت شول، د کردانو نومونه او جامې منع شوې، د کرد ژبې کارول محدود شول او ان د کردانو له قومي هویت نه انکار وشو او وګړي یې د "غرونو ترکان" بلل کېدل.

په ۱۹۷۸ کال کې، عبدالله اوجلان - چې د ترکیې د جنوب ختیځ نه یو کېڼ اړخی سیاسي فعال و - د پي‌کې‌کې بنسټ کېښود، چې د ترکیې دننه د خپلواک دولت غوښتنه یې کوله. په ۱۹۸۴ کال کې، دې ډلې وسله‌واله مبارزه پیل کړه.

له هغه وخت راهیسې، د ترکیې دننه او د سوریې او عراق په هغو سیمو کې چې د ترکیې پولې ته نژدې دي، شاوخوا ۴۰،۰۰۰ کسان د پي‌کې‌کې او ترکي امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړو په پایله کې وژل شوي دي. په ترکیه کې په سلګونو زره خلک بې ځایه شوي دي.

پي‌کې‌کې په ترکیه، امریکا، بریتانیا او د اروپا اتحادیې په هېوادونو کې د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.

په ترکیه کې د پي‌کې‌کې هیلې څه دي؟

په ۱۹۹۰مو کلونو کې، پي‌کې‌کې د خپلواک دولت غوښتنې کمې کړې او پر ځای یې د کردانو لپاره د لا زیاتې خپلواکۍ غوښتنه وکړه.

په ۲۰۱۶ کال کې د پي‌کې‌کې پوځي مشر جمیل باییک بي‌بي‌سي ته وویل: "موږ نه غواړو له ترکیې جلا شو او یو دولت جوړ کړو. موږ غواړو چې د ترکیې قلمرو کې، پر خپله ځمکه ازادانه ژوند وکړو."

هغه زیاته کړه: "جګړه به تر وخته دوام وکړي چې د کردانو بنسټیز حقونه منل شوي نه وي."

خو ترکیه استدلال کوي چې پي‌کې‌کې "په ترکیه کې د جلا دولت جوړولو هڅه کوي."

په ۱۹۹۰ مو کلونو کې د ترکیې د امنیتي ځواکونو او پي‌کې‌کې ترمنځ سختې جګړې وشوې، چې د ترکیې په جنوب ختیځ او ختیځ کې په زرګونو کلي ویجاړ شول. په سلګونو زره کردان د هېواد نورو برخو ته وتښتېدل.

ایا پي‌کې‌کې مخکې د سولې تړونونو لپاره هڅې کړې دي؟

د پي‌‌کې‌کې جنګیالي د عراق په خپلواکه کردستان سیمه کې چې له ترکیې سره ګډه پوله لري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پي‌‌کې‌کې جنګیالي د عراق په خپلواکه کردستان سیمه کې چې له ترکیې سره ګډه پوله لري

په ۱۹۹۹ کال کې د پي‌کې‌کې مشر عبدالله اوجلان ونیول شو او د خیانت په تور زنداني شو. لږ وروسته، پي‌کې‌کې پنځه کلن یو اړخیز اوربند اعلان کړ او هڅه یې وکړه چې خپل انځور بدل کړي، خپل جذب ډېر او سوله‌ییز سیاست ته مخه کړي.

په دې کې د ترکیې په سیاست کې د رول، د هېواد د کردانو د نفوس لپاره د ډېرو کلتوري حقونو او د پي‌کې‌کې د بندیانو د خوشي کېدوغوښتنه وشوه.

ترکیه ورسره له خبرو کولو انکار وکړ او د دې ډلې غړو ته یې یوازې محدوده بښنه وړاندې کړه.

د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ، پي‌کې‌کې او د ترکیې حکومت په ناروې کې پټې خبرې وکړې، خو دا خبرې ناکامې شوې.

د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې، اوجلان له حکومت سره له خبرو اترو وروسته یو بل اوربند اعلان کړ او له پي‌کې‌کې ځواکونو یې وغوښتل چې له ترکیې ووځي. خو دا اوربند د ۲۰۱۵ کال په جولای کې مات شو.

د (کرایسس ګروپ) یا بحران ډلې په وینا، په ۲۰۱۵ کال کې د اوربند له پای ته رسېدو راهیسې د ترکیې د امنیتي ځواکونو او پي‌کې‌کې جنګیالیو ترمنځ په نښتو کې له ۷۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د (کرایسس ګروپ) یا بحران ډلې په وینا، په ۲۰۱۵ کال کې د اوربند له پای ته رسېدو راهیسې د ترکیې د امنیتي ځواکونو او پي‌کې‌کې جنګیالیو ترمنځ په نښتو کې له ۷۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

د څېړنیز 'کرایسس ګروپ' یا بحران ډلې په وینا، له ۲۰۱۵ کال راهیسې، په ترکیه او عراق کې د ترکي امنیتي ځواکونو او پي‌کې‌کې جنګیالیو ترمنځ په نښتو کې له ۷۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې جګړه په ځانګړي ډول سخته وه او ډېری یې د ترکیې په سوېل ختیځ کې وشوې.

تر ۲۰۱۹ کال پورې، د ترکیې امنیتي ځواکونو د پي‌‌کې‌کې ډېری وسله‌وال له دغه هېواده وشړل، او تر هغه وروسته ډېری جګړې د عراق د شمالي کوردستان او د شمالي سوریې خپلواکې کردستان سیمې ته ولېږدېدې.

په سوریه کې، د ترکیې پوځ (د سوریې د ملي پوځ په نوم له یوې متحدې ملېشې سره یو ځای) د کردانو په مشرۍ د خلکو د دفاع واحدونو (YPG) پر وړاندې هم جګړه کوي- هغه ډله چې ترکیه یې د پي‌کې‌کې د سوریې څانګه ګڼي.

د ۲۰۲۴ کال له اکتوبر راهیسې، د ترکیې حکومت - د ښي اړخي ملتپال غورځنګ ګوند مشر 'دولت بهچلي' سره یوځای - له پي‌کې‌کې سره خبرې اترې کوي، چې پکې د امرالي ټاپو زندان کې د اوجلان لیدنه شامله ده. دا د مرمرې په سمندر کې لوړ امنیت لرونکی زندان دی.‌