کردۍ ډله 'پيکېکې' وايي چې وسلې پر ځمکه ږدي

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, اورلا ګیرین
- دنده, بيبيسي ترکي
د ترکيې حکومت پر ضد له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې جګړه کوونکې کردۍ ناقانونه ډله پيکېکې وايي چې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او منحلېږي.
د کردستان د کارګرانو ګوند یا 'پيکېکې' دا اعلان تر هغه وروسته کوي چې په تېره فبروري میاشت کې یې بنديوان مشر عبدالله اوجلان د دې ډلې د منحلولو غوښتنه کړې وه.
ترکیه، اروپايي ټولنه، بریتانیا او امریکا پيکېکې د یوې "ترهګرې دلې" په توګه پېژني او بندیز یې پرې لګولی دی.
دې ډلې په پیل کې د کردانو لپاره چې د ترکیې د نفوس شاوخوا ۲۰ سلنه کېږي، د یوه خپلواک هېواد جوړول غوښتل. خو وروسته د بیلتون غوښتنې له هدفه لېرې او پر ځای یې د کردانو لپاره د لا ډېرو حقونو او ازادیو غوښتلو باندې پام ورټول کړ.
له ترکي حکومت سره د پيکېکې په جګړه کې تر ۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي.
په تېره فبروري میاشت کې د دې ډلې ۷۶ کلن مشر عبدالله اوجلان پرخپل دغه خوځښت غږ وکړ چې وسلې پر ځمکه کېږدي او منحل شي. هغه له ۱۹۹۹ کال راهیسې د استانبول په جنوب لوېديځ کې د مرمره سمندرګي په یوه ټاپو کې بندي دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي اوجلان په فبروري کې له زندانه په یوه لیک کې لیکلي وو، "د یوه سیاسي نظام د ترلاسه کولو لپاره د ولسواکۍ بدیل نه شته. ډېموکراتیکه اجماع بنسټيزه لار ده."
معلومه نه ده چې اوجلان او د هغه ملاتړو ته به د خپلې ډلې د منحلولو په بدل کې څه ورکړل شي خو داسې اټکلونه شته چې ښايي هغه په مشروط ډول خوشې کړل شي.
کردي سیاستوال به اوس د یوه نوي سیاسي ډيالوګ لارې څارې او د کردانو لپاره د ډېرو حقونو ترلاسه کولو ته به په تمه وي.
اوس دواړو خواوې د جوړجاړي لپاره دلایل لري.
په دې وروستیو کلونو کې د ترکیې پوځ پيکېکې سخته ځپلې او په سیمه کې راغلو بدلونونو هم دې ډلې او ملاتړو ته یې په عراق او سوریه کې فعالیت ستونزمن کړی دی.
که ترکی ولسمشر رجب طیب اردوغان په ۲۰۲۸ کې راروانو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماندوي نو د کردپلوه سیاسي ګوندونو ملاتړ ته به ډېره اړتیا ولري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ښاغلي اردوغان او د 'عدالت او پراختیا ګوند' یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د پيکېکې د انحلال پرېکړه "له ترهګرۍ د پاکې ترکیې" پر لور یو مهم ګام دی او دولتي ادارې به دا بهیر څاري.
د 'چاټم هاوس' په نوم د نړیوالو چارو د څېړنیز مرکز یوه کارپوه وینټروپ راجرز ویلي چې د کردانو سیاسي ګوندونو غوښتنو ته د رسېدو لپاره به "د ترکیې له لوري یوه لوی ډېموکراتیک لېږد" ته اړتیا وي.
د ښاغلي راجرز به وینا، په وروستیو میاشتو کې د ځینو ترکيو مشرانو له لوري "ښه نیت" ښکاره شوی دی چې دا د پيکېکې د منحلېدو لامل شو.
خو دی زیاتوي، "دا لا روښانه نه ده چې دا به نور کوم بدلونونه راوړي او په سیاست او ټولنه کې د کردانو بشپړ ګډون به ډاډمن کړي او که نه. له ګڼو اړخونو په ډګر کې توپ اوس له ترکیې سره دی."











