ترکیه کې بندي کرد مشر عبدالله اوجالان څومره پېژنئ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
عبدالله اوجلان د ډېرو ترکانو له نظره یوه منفوره څېره ده، د ترکیې د حکومت لخوا د هېواد دښمن ګڼل شوی، خو ډېری کرد ملتپالو لپاره بیا د درناوی وړ شخصیت دی.
اوجالان له تېرو څو لسیزو راهیسې ترکیه کې د کردانو سیاسي ډګر کې یوه غالبه څېره او بحث پاروونکی نوم دی.
دی په ۱۹۴۹ کال کې د ترکیې د سویل ختیځ په شانلي اورفا سیمه کې زیږیدلی او لا یې د ژوند درېیمه لسیزه وه چې د کردستان د کارګرانو ګوند (پيکېکې) بنسټ یې کېښود.
هغه ډېر ژر دا ډله په وسلهوالو شخړو کې ورښکېله او په ۱۹۸۴ کال کې یې د ترکیې په سویل ختیځ کې د کردانو یوه خپلواک هېواد رامنځته کولو په موخه د بیلتون غوښتنې وسلهواله مبارزه پیل کړه.
اوجالان کلونه کلونه سوریه کې له جلاوطنۍ د دې ډلې له رهبري کولو وروسته اړ شو چې کینیا ته وتښتي او په ۱۹۹۹ کال بیا هملته ونیول شو.
نوموړی له نیول کېدو وروسته ترکیې ته ولېږدول شو، د ترهګرۍ په تور محاکمه او د خیانت په تور په اعدام محکوم شو.
پر هغه ورځ چې نوموړي ته سزا اورول کېده، کردانو په ترکیه او بېلابېلو اروپایي هېوادونو کې لاریونونه وکړل چې ځینې یې پر بلواوو او تاوتریخوالي واوښتل.
په ۲۰۰۲ کال کې ترکیې له اروپا له قوانینو سره په همغږۍ د اوجالان د اعدام حکم عمري بند ته راټيټ کړ.
هغه له ۱۹۹۹ کال راهیسې د ترکیې د اسیايي او اروپايي برخو ترمنځ د مرمرې سیند د یوه کوچني ټاپو 'اېمرالي' په زندان کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د بند شپې سبا کوي.
په لومړیو کلونو کې مارکسیست

د عکس سرچینه، Getty Images
عبدالله اوجالان د "اپو" په نوم هم مشهور دی چې په کردۍ ژبه کې د (تره) معنا لري. دی په یوه کلیواله کورنۍ کې زېږېدلی او ویل کېږي په ځوانۍ کې یې کوم پیاوړی سیاسي تمایل نه درلود.
نوموړي په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې د انقرې په پوهنتون کې سیاسي علوم لوستل او په کرار کرار یې له سیاست سره لیوالتیا پیدا شوه.
بالاخره یې مارکسیزم د سیاسي ایډیولوژۍ په توګه زړه کې ځای وموند او د محصلانو د غورځنګونو سازمانولو ته یې مخه کړه.
د انقلابي ملېشو په ملاتړ د تبلیغاتي پاڼو د خپرولو په تور له بندي کېدو وروسته یې پوهنتون پرېښود او له کیڼ اړخي سازمان سره یو ځای شو.
هغه په ۱۹۷۳ کال انقره کې د یوې غونډې د ګډونوالو له ډلې و. وروسته همدا د پيکېکې د رامنځته کېدو لومړنۍ غیر رسمي غونډه وبلل شوه.
اوجالان له هماغه راهیسې د یوه خپلواک کرد دولت رامنځ ته کېدو لپاره هاندوهڅې پیل کړې.
د پيکېکې پيل

د عکس سرچینه، Getty Images
اوجالان په ۱۹۷۷ کال کې د "کردي انقلاب پر لور د ملي لار" په نوم د مراملیک په لیکلو کې مرسته وکړه. همدا سند د پيکېکې د لارنقشې په توګه پېژندل کېږي.
یو کال وروسته د ترکېې په سویل ختیځ دیاربکر ښار کې چې اکثریت اوسېدونکي یې کردان دي، د پيکېکې بنسټ کېښودل شو او اوجالان یې مشر وټاکل شو.
دا سازمان د فعالیت په لومړیو کلونو کې د لوړې کچې په ترورونو او ترکیه کې له نورو ملېشه ډلو سره په وسله والو نښتو کې ښکېل و.
اوجالان او یو شمېر ملګري یې په ۱۹۷۹ کال کې د ټولنیزو ناکراریو شالید ته په کتو سوریې ته ولاړل او هلته یې د چریکي ځواکونو روزنه پیل کړه چې د پيکېکې اصلي هسته یې جوړوله.
پيکېکې د ۱۹۸۴ کال د اګست پر ۱۵مه د ترکیې د سویل ختیځ په سیرت او حکاري ولایتونو کې پر امنیتي ځواکونو له بریدونو سره خپله وسلهواله مبارزه پیل کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکیې د وخت لومړي وزیر که څه هم دا د "څو شوکمارو" ډله وبلله، خو رسمي شمېرې ښیي چې تر دې دمه ترکیه کې له پيکېکې سره په وسله والو نښتو کې له ۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.
د اوجالان په مشرۍ دې ډلې له ۱۹۸۴ څخه تر ۱۹۹۹ کال پورې ترکیه کې یو خونړی کمپاین ترسره کړ.
پيکېکې په ۱۹۹۳ کال د وسلهوالو نښتو د اوج پر مهال د ترکیې ختیځ کې د الازیغ او بینګول ترمنځ پر لویه لار لسګونه بېوسلې سرتېري وتښتول او ۳۳ یې ترې ووژل.
همدا کال ختیځ کې د ارزنجان ولایت یوه کلي کې په یوه بل وسلهوال برید کې هم ۳۳ کسان ووژل شول.
په ۱۹۹۰ لسیزه کې، اوجالان په لوېدیزه ترکیه کې د خلکو لومړی نمبر دښمن او د رسنیو له خوا د "ماشوم قاتل" وبلل شو. د وژل شویو امنیتي ځواکونو جنازې د پيکېکې پر ضد په قهرېدلو لاریونونو واوښتې.
خو د هېواد په ختیځ او سویل کې بیا د کرد ټولنې د ډېرو خلکو لخوا هغه د "مشر" په توګه ستایل کېده او دلته به د پيکېکې د چریکانو جنازې د اوجالان په پلوۍ په شعارونو بدرګه کېدلې.
په کینیا کې نیول کېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
ترکیې په ۱۹۹۸ کال کې پر سوریې فشار زیات کړ چې اوجالان وشړي. نوموړي هلته نږدې دوه لسیزې په جلاوطنۍ کې ژوند تېر کړی و.
هغه وروسته د ۱۹۹۸ کال د اکتوبر پر ۹مه له سوریې وشړل شو او د یونان، روسیې، ایټالیا او تاجکستان په څېر هېوادونو کې یې د پناه غوښتنه وکړه.
په ګڼو نورو هېوادنو کې هم د هغه د پناه موندلو هڅې ځکه ناکامه شوې چې ترکیې له دیپلوماتیکو لارو سختې هڅې کولې چې یو هېواد هم د نوموړي د پناه غوښتنه ونه مني.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوجالان د ۱۹۹۹ کال د فبرورۍ پر ۱۵مه د کینیا د پلازمېنې نایروبي په هوايي ډګر کې د پټو عملیاتو پر مهال له ونیول کېدو وروسته ترکیې ته ولېږدول شو.
د هغه د نیول کېدو او د محاکمو د پیل ترمنځ په څلورو میاشتو کې، د ځان سوځولو، د قونسلګریو د ودانیو نیولو او د لوږې اعتصابونه په ګډون د پيکېکې د خواخوږو لخوا ګڼ شمېر احتجاجونه ترسره شول.
محاکمه

د عکس سرچینه، Getty Images
د عبدالله اوجلان محاکمه د ۱۹۹۹ کال د می پر ۳۱مه اېمرالي ټاپو کې پیل شوه. هغه په مرمۍ ضد ښیښهيي پنجره کې محکمې ته مخامخ شو.
د محاکمې لومړۍ جلسه کې د هغو سرتېرو او پولیس افسرانو د کورنیو غړي هم په تالار کې موجود وو چې په نښتو کې وژل شوي وو.
اوجالان له هغوی بخښنه وغوښته او ویې ویل چې "که فرصت ورکړل شي، نو د کردانو د ستونزې هواري لپاره کار کولو ته چمتو دی".
خو د محاکمې پای کې نوموړی د خیانت او د وسلهوال ترهګریز سازمان د جوړولو او د هغه د مشرۍ د تورونو له کبله مجرم وپېژندل شو او پر اعدام محکوم شو.
د هغه سزا په ۲۰۰۲ کال کې عمري بند ته راکمه شوه. په ۲۰۰۳ کال کې د بشري حقونو اروپايي محکمې حکم وکړ، چې د اوجالان محاکمه غیر عادلانه وه، ځکه د دوی په وینا د هغه دفاعیه په نامناسب ډول محدوده شوې وه.
ترکیې د استیناف غوښتنه وکړه، خو د بشري حقونو اروپایي محکمې په ۲۰۰۵ کال کې خپله لومړنۍ پرېکړه تایید او سپارښتنه وکړه چې د اوجالان محاکمه بیا ترسره شي. انقرې له دغه کاره انکار وکړ.
د نظرونو بدلون

د عکس سرچینه، Getty Images
پيکېکې د عبدالله اوجالان له بندي کېدو وروسته له یو لړ مهمو پړاوونو تېر شو، خو منحل نه شو او اوجلان یې لا هم د منل شوي مشر په توګه پاتې دی.
هغه په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې د کرد ټولنې راتلونکې لپاره د یوه لرلید په تدوینولو پیل وکړ چې نوموړي "دیموکراتیک عصري کول" بللي.
هغه په خپلو مقالو او کتابونو کې د "ګډ وطن، دیموکراتیک جمهوریت، دیموکراتیکې کورواکۍ، او دیموکراتیک کنفیدرالیزم" په څېر د مفاهیمو او نظرونو په تړاو خبرې کولې.
اوجالان د یوه جلا هېواد او دولت مفکوره په بشپړ ډول پرېښې وه او د خبرو اترو له لارې یې د ترکیې دننه د کردانو خپلواکۍ لپاره د یوې هوکړې ملاتړ کاوه.
د سولې خبرې

د عکس سرچینه، Getty Images
پيکېکې د اوربند له اعلان دوه کاله وروسته په ۲۰۰۴ کال کې د ترکيې پر امنیتي ځواکونو بریدونه له سره پیل کړل.
د راپورونو له مخې که څه هم د ترکي چارواکو او د پيکېکې د مشرانو ترمنځ مخکې هم د سولې پټ مذاکرات شوي وو، خو له ترک چارواکو سره د اوجالان لومړۍ رسمي غونډه په ۲۰۱۲ کال کې وشوه.
رجب طیب اردوغان چې هغه مهال د ترکیې لومړی وزیر و، اعلان وکړ چې دولتي چارواکو له نوموړي سره خبرې اترې پیل کړې دي.
دا خبرې د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې د اوجالان لخوا د اوربند له اعلانېدو سره پای ته ورسېدې او پایله کې یې د پيکېکې چریکانو له ترکیې وتل پیل کړل. خو د سولې مذاکرات له خنډ سره مخ شول او اوربند د ۲۰۱۵ کال جولای کې پای ته ورسېد.
دغه کار له اوجالان سره خبرې اترې پای ته ورسولې او د "سولې پروسه" کې د هغه د رول اهمیت پیکه شو.
خو پيکېکې او د هغه زنداني مشر ته یو ځل بیا له دې کبله په نړیواله کچه پام واوښت چې د خلکو ساتنې واحدونو (وایپيجي) په نوم ډلې د سوریې شمال کې خپل کنټرول پیاوړی کړ.
وایپيجي د پيکېکې یوه څانګه ګڼل کېږي.
یو ناڅاپي اعلان

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د ترکیې د ښي اړخي 'ملتپال غورځنګ ګوند' مشر په یوه حیرانوونکي اقدام کې له عبدالله اوجالان وغوښتل چې د پيکېکې د له منځه تللو اعلان وکړي.
دولتباحچلي وړاندیز وکړ چې اوجالان ته د دې اورپکې ډلې د منحلولو په شرط دا اجازه ورکول کېدای شي چې د ترکیې پارلمان ته وینا وکړي.
هغه وویل: "که د ترهګر مشر انزوا لېرې شي، نو هغه ته اجازه ورکړئ چې راشي او خبرې وکړي. هغه ته اجازه ورکړئ چې په چیغو چیغو ووايي چې ترهګري په بشپړه توګه پای ته رسېدلې او دا چې سازمان منحل شوی دی. "
باحچلي وړاندیز وکړ چې د دغه کار په بدل کې ښايي اوجالان خوشې شي. له هماغه راهیسې د کرد پلوه 'ډييياېم' ګوند غړي له نوموړي سره خبرو اترو لپاره اېمرالي ټاپو ته سفرونه کوي.
عبدالله اوجالان اوس پر پيکېکې غږ کړی چې کنګره دایره او د ځان د منحلولو پرېکړه وکړي.
که پيکېکې له تمې سره سم دې غوښتنې ته غاړه کېږدي، نو دا به ترکیې او په سیمه کې ټولو مېشتو کردانو لپاره یوه مهمه تاریخي شیبه وي او کولی شي دا ۴۰ کلنه وسلهواله شخړه چې له ۴۰ زره ډېرو کسانو پکې ژوند بایللی، پای ته ورسوي.











