ایا ترکیه کولی شي له کردانو سره د پي‌کې‌کې د فعالیت بندېدو په تړاو هوکړې ته ورسېږي؟

ترکیه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پي‌کې‌کې له مشر عبدالله اوجالان سره پخوا هم خبرې شوې، پآیلې ته نه دې رسېدلې

ترکیه کې تر ټولو د لوی ملتپال ګوند مشر د کرد وسله والې ډلې 'پي‌کې‌کې' له زنداني مشر عبدالله اوجلان د احتمالي جوړجاړي غوښتنه کړې ده. دغه ګام هغه ټول خلک حیران کړل‌، چې د ترکیې سیاست له نژدې تعقیبوي.

د ملتپال غورځنګ ګوند (اېم‌اېچ‌پي) مشر او د رجب طیب اردوغان د حکومت لوی متحد 'دولت باغچه‌لي'، اعلان وکړ، که د پي‌کې‌کې مشر عبدالله اوجلان دغه وسله‌واله ډله منحل کړي، نو اجازه ورکړل شي چې د ترکیې پارلمان ته وینا وکړي.

هغه وویل: "که دغه ترهګر مشر له انزوا ایستل شوی وي، اجازه ورکړئ راشي او خبرې وکړي... پرېږدئ چې په جار نارې ووهي چې ترهګري په بشپړه ټوګه پای ته رسېدلې او سازمان منحل شوی دی".‌

هغه وړاندیز وکړ، چې په بدل کې ښايي په احتمالي توګه اوجالان خوشی شي.

دولت باغچه‌لي تل د ترکیې کرد لږکیو ته د هر ډول امتیازاتو د ورکولو مخالف پاتې شوی او یو ځل خو یې ان په یوه احتجاجي غونډه کې چې بېرته ترکیه کې د اعدام سزا د پلي کېدو غوښتنه پکې کېده، پړی راځړولی و چې د پي‌کې‌کې مشر دې اعدام شي.‌

د هغه دغه غیر متوقع اقدام داسې انګېرنې راپارولې، چې ښايي د تړلو دروازو تر شا د پي‌کې‌کې له مشر سره د جوړجاړي هڅې روانې وي.

پي‌کې‌کې څه شی دی او اوجلان څوک دی؟

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ترکیه،‌ امریکا او اروپايي ټولنه پي‌کې‌کې ترهګر سازمان ګڼي

پي‌کې‌کې یا د کردستان کارګرانو ګوند یو وسله وال سازمان دی، چې په ۱۹۷۸ کې تاسیس شوی، خو شپږ کاله وروسته یې د ترکیې په سوېل ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو بغاوت پیل کړ.

د دغه سازمان په وسله والو فعالیتونو کې پر پوځي اهدافو، دولتي تاسیساتو او بهر کې د ترکیې پر دیپلوماتیکو استازولیو ځانمرګي بریدونه او چریکي عملیات شامل وو. په دغه شخړه کې تر ۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

د ترکیې،‌ امریکا متحد ایالتونو او اروپایي ټولنه لخوا دا ډله ترهګر سازمان بلل شوی دی.

مشر یې عبدالله اوجلان، چې اوس ۷۵ کلن دی، د کردانو په سیاست کې یوه واکمنه څېره ده.

ایران

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اوجالان په ۱۹۹۹ کال په عدام محکوم شوی

ده ته د ډېرو ترکانو لخوا به ښه نظر نه لیدل کېږي، د ترکیې حکومت د خاورې دښمن بللی، خو د ډېری کرد ملتپالو له خوا ورته درناوی کېږي.

هغه په ۱۹۹۹ کال د ترکیې ځانګړو ځواکونو له خوا په کینیا کې ونیول شو او له هماغه وخت راهیسې د استانبول سوېل کې د یوه پراته ټاپو په زندان کې د عمري بند سزا تېروي.

کردان په ترکیه کې تر ټولو لوی توکمیز اقلیت دی. دوی د دغه هېواد د ۸۵ میلیون وکړو شاوخوا پنځمه برخه جوړوي.

د ترکیې ګاونډیان عراق، ایران او سوریه هم کرد لږکي لري.

'د فرصت کړکۍ'

ترکیه

د عکس سرچینه، Turkish Presidency / Murat Kula

د عکس تشریح، باغچه‌لی د اردغان نږدې متحد دی

د باغچه‌لي له بې ساري وړاندیز یوه ورځ وروسته، اوجلان ته له ۴۳ میاشتو بشپړې انزوا وروسته په زندان کې د لیدو اجازه ورکړل شوه.‌ هغه په دې موده کې خپل وکیلان او د کورنۍ کوم غړي نه وو لیدلي.

په دې پسې د هغه خپل غبرګون هم راغی. نوموړي ویلي، دی کولی شي دا پروسه "له تاوتریخوالي څخه سیاست ته واړوي".

خو پر همدې ورځ د پي‌کې‌کې دوو وسله والو د ترکیې پلازمېنې انقرې ته څېرمه پر یوه دولتي هوايي شرکت برید وکړ، پنځه کسان یې ووژل او ۲۲ نور یې ټپیان کړل.

اردوغان

د عکس سرچینه، Getty Images

پي‌کې‌کې ادعا وکړه چې دا برید له وروستيو فرضیو سره "هېڅ تړاو نه لري" او دا چې له ډېر پخوا پلان شوی و.

خو ترکیې بیا هم په ګاونډیو هېوادونو سوریه او عراق کې د پي‌کې‌کې پر مرکزونو په هوایي بریدونو سره ځواب ورکړ.

امکان و چې دا د سولې احتمالي بهیر نطفه کې شنډ کړي، خو داسې څه اغېزه یې نه درلوده.

ولسمشر اردوغان د خپل ملتپال متحد د دغه "زړور" وړاندیز بشپړ ملاتړ وکړ. هغه وویل چې دا "د فرصت یوه کړکۍ" ده.

خو څو ورځې وروسته چې ترکیې د سوېل ختیځ د درېیو اکثریت کرد مېشتو ښارونو ښاروالان له دندو ګوښه کړل، نو د احتمالي جوړجاړي روانو خبرو بل لوری ونیو.‌

په ماردین، باتمان او هالفتي کې د کرد پلوه دیموکرات ګوند اړوند ښاروالان له پي‌کې‌کې سره د اړیکو پر پاللو تورن شول.

د حکومت لخوا د دوی پر ځای نور مدیران وګومارل شول او په غبرګون کې یې په دې کرد مېشته ټولنه کې پراخ لاریونونه وشول.

کردان

د عکس سرچینه، Getty Images

ډي‌يي‌اېم چې د ترکیې پارلمان کې درېیم ستر ګوند دی، د دغو ښاروالانو ګوښه کول وغندل.

دغه ګوند په یوه بیان کې وویل: "په داسې حال کې چې موږ د سولې او هواري لپاره د لاس اوږدولو تمه درلوده، د خلکو اراده تر پښو لاندې شوه."

پخوا هم لسګونه کرد پلوه ښاروالان د ورته تورونو له مخې له دندو ګوښه کړای شوي دي.

سیمه‌ییز بدلونونه

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

له تېرو څو اوونیو راهیسې لویه پوښتنه دا ده، چې انقره څه شي یو ناڅاپه د اوجلان په تړاو دغه بدلون ته هڅولې ده.‌

یو اصلي محرک په منځني ختیځ کې د ځواک د موازنې بدلون او په وروستیو کې د اسرائیل پر وړاندې د ایران او هغه نیابتي‌ ډلو زیان ګالي کېدل دي.

ترکي کارپوه مسعود یګن بي بي سي ته وویل، "ترکیې او ایران به خپلو سیالیو کې د انډول په رامنځ ته کولو سره په عراق او سوریه کې د کرد لږکیو اوسنی حالت رامنځته کړی دی."

هغه وویل: "اوس دا توازن د ګډوډېدو له خطر سره مخامخ دی، زه فکر کوم چې ترکیه هڅه کوي د جوړجاړي نوې پروسې په پیلولو سره ځان له نویو شرایطو سره برابروي."

یګن دا استدلال هم کوي چې په سوریه او عراق کې د ایران کم شوی نفوذ کولی شي پي‌کې‌کې او په سیمه کې هغه پورې تړلې ډلې پیاوړې کړي، نو ترکیه ښايي همدې ته په کتو غواړي مخکې له مخکې اقدام وکړي.

نوموړی زیاتوي، پي‌کې‌کې به هم له دې کبله له انقرې سره یوې معاملې ته زړه ښه کړی وي، چې نه غواړي په منځني ‌ختیځ کې د قدرت په یوه احتمالي تشه کې له ترکیې سره مخامخ شي.

په ترکیه کې کورنی سیاست هم د کردانو د مسلې د حل لپاره د انقرې په وروستي وړاندیز کې لوی عامل ګڼل کېږي.

ځینې په دې اند دي د حکومت اصلي انګېزه دا ده چې ولسمشر اردوغان د یوې بلې دورې لپاره په واک کې وساتي او دې لپاره دوی د کردانو ملاتړ غواړي.

ترکیه

د عکس سرچینه، Getty Images

اردوغان له دوو لسیزو راهیسې پر ترکیې حکومت کړی، لومړی د لومړي وزیر او بیا د ولسمشر په توګه.

هغه تېر کال د درېیمې دورې لپاره بیا ولسمشر وټاکل شو. د ترکیې اساسي قانون له مخې، که پارلمان تر ټاکلي وخت د مخکې ټاکنو غوښتنه ونه کړي، نوموړی د ۲۰۲۸ کال ولسمشریزو ټاکنو کې ځان بلې دورې ته نه شي نومولی.

واکمن اېتلاف په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره، د کرد پلوه 'ډي‌يي‌اېم' ګوند ملاتړ ته اړتیا لري.

په اساسي قانون کې بدلون لپاره ټولپوښتنه یوازې هغه مهال ترسره کېدی شي، چې له ۶۰۰ کسیز پارلمان څخه یې ۳۶۰ استازي ملاتړ وکړي. د ترکیې واکمن حکومتي اېتلاف اوس پارلمان کې ۳۲۱ او ډي‌يي‌اېم ۵۷ څوکۍ لري.

د سولې پخوانۍ خبرې

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د ترکیې حکومت تېر ځپل په ۲۰۱۲ کال کې له پي‌کې‌کې او عبدالله اوجلان سره د سولې خبرې پیل کړې وې. دې پروسې او اوربند شاوخوا درې کاله دوام وکړ، خو د ۲۰۱۵ کال جولای له منځه ولاړې.

له دې سره د ترکیې په سوېل ختیځ کې د دولتي ځواکونو او پي‌کې‌کې ترمنځ د خونړیو نښتو یوه لړۍ پیل شوه.

له دغو نښتو سره په ملو ځپونکو اقداماتو کې زرګونه کرد پلوه سیاسي مشران له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پر پاللو تورن او زندان ته واچول شول.‌

د لندن په (سواس) پوهنتون کې د ختیځ او افریقا په تړاو د مطالعاتو له ښوونځي څخه 'کره‌بېکر آق‌کویونلو' وایي، "له پخوانۍ پروسې پارلمان اېستل شوی او د ګوندونو ترمنځ د حد اقل باور له رامنځته کولو پرته ترسره شوې وه".

هغه بي‌بي‌سي ته وویل، "د کردانو مسله د ترکیې د ډیموکراسۍ له پروسې جلا نه شي حل کېدای."

انقره ډېره محتاطه پر مخ ځي او په دې تړاو د هر ډول جزییاتو له وړاندې کولو ډډه کوي، چې دا ځل یې سولې لپاره لارنقشه څه ده. له همدې کبله دا هم مشخصه نه ده چې ایا یوې هوکړې ته د رسېدو چانس ډېر دی، که لږ.‌

همدا راز د تېرې میاشتې برید په دې اړه پوښتنې پیدا کړې، چې عبدالله اوجلان زندان کې د ۲۵ کلونو له تېرولو وروسته اوس پر پي‌کې‌کې تر کومې کچې واک او کنټرول لري.

ترکیه کې عمومي فکر داسې نه ښکاري چې له پي‌کې‌کې سره دې د یوه داسې جوړجاړي ملاتړ وکړي، چې پایله کې دې یې مشر له زندانه ازاد شي.

د ټولنیزو مطالعاتو اېنسټیټیوټ، چې مرکز یې انقره کې دی، یوې وروستۍ نظرپوښتنې موندلې، چې نژدې ۷۵ سلنه پوښتل شویو د ترکیې پارلمان ته د عبدالله اوجالان د وینا له نظر سره مخالفت ښودلی دی.