کردان څوک دي؟

د عکس سرچینه، AFP
د ۲۰ او ۳۰ میلیونو ترمنځ کردان د ترکيې، عراق، سوريې، ایران او ارمنستان پر پولو پرتو غرنیو سیمو کې ژوند کوي.
دوی په منځني ختیځ کې څلورمه ستره نژادي ډله ده، خو هېڅکله يې یو دایمي هېواد نه دی درلودلی.
په وروستیو لسیزو کې کردانو په زیاتیدونکي توګه پرسیمه ایزو پیښو اغېز کړی، په ترکيې کې د کورنۍ خپلواکۍ لپاره جنګېږي، دعراق او سوريې په لانجو کې يې مهم رول لوبولی او داسلامي دولت په نامه جهادي ډلې (IS) پرضد جنګېدلي دي.
کردان له کوم ځایه راغلي؟
کردانو د تاریخ په اوږدو کې کوچیانی ژوند درلود او د بین النهرین (دجلې او فرات سيندونو ترمنځ) په هوارو سیمو کې د پسونو او وزو په ساتلوبوخت وو.

په دغې سیمې کې اوس د ترکېې سهیل ختیځ، د سورېې شمال ختیځ ، شمالي عراق، د ایران شمال لوېدیځ او د ارمنستان سهیل لوېدیځ سیمې شاملې دي.
اوس کردان یوه ځانګړې ټولنه ده، چې له نژاد، کلتور او ژبې له پلوه یوه واحده ډله ده خو ټول د ژبې کومه واحده معیاري لهجه نه لري.
اکثریت يې سني مسلمانان دي خو یو شمېر نور مذهبونه او عقیدې هم په کې شته دي.
کردان ولې یو دولت نه لري؟

د عکس سرچینه، Reuters
له اوږده تاریخ سره سره، کردانو تر اوسه کوم دایمې دولت نه دی لرلی.
د شلمې پیړۍ په لومړیو کې، کردانو غوښتل چې د کردستان په نامه یو هېواد جوړ کړي.
د لومړۍ نړیوالې جګړې او دعثماني امپراتورۍ له ماتیدو وروسته، بریالیو لوېدیځو متحدینو د ۱۹۲۰کال د سېورېس په تړون کې پرېکړه وکړه چې د کردانو لپاره دې یو دولت جوړ شي.
خو درې کاله وروسته دا هیلې له منځه لاړې. دا هغه وخت و چې د لوزان په تړون کې چې د معاصرې ترکيې پولې يې وټاکلې، د کردي دولت جوړولو موضوع یاده نه شوه او کردان يې په بېلابیلو هېوادو کې د اقلیتونو په توګه پرېښودل.
له هغې وروسته د ۸۰ کلونو په ترڅ کې، دیو خپلواک دولت لپاره د کردانو هرډول هڅې په بې رحمۍ ځپل شوې دي.
کردان ولې داسلامي دولت (IS) ډلې پرضد د جګړې لومړۍ لیکه کې دي؟

د عکس سرچینه، AFP
د ۲۰۱۳کال په نیمه کې اسلامي دولت (IS)، شمالي سوریه کې خپل ترلاس لاندې سیمو پولوته نژدې د دريو کردي سیمو نیولو هڅه وکړه.
پرله پسې بریدونه يې وکړل خو د سوريې د کردي دموکراتیک یووالي د ګوند د وسلوالو له خوايې مخه ډب شوه.
خو په جون کې اسلامي دولت ډلې په عراق کې د موصل ښار ونیوه، د عراق پوځ وتښتیده او وسلې يې د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو لاس ته ورغلې چې وروسته يې سورېې ته یوړې.
عراق کې د جهادي ډلې پرمختګ، کردان په لانجې کې ورښکیل کړل.
د عراق کردي نیمه خپلواکې سیمې خپل پیشمرګه ځواکونه هغو ځایونو ته ولېږل چې عراقي ځواکونو پرې ایښې و.
د یوڅه وخت لپاره د اسلامي دولت ډلې او پیشمرګه ځواکونو ترمنځ وړې نښتې وشوې، خو په اګست کې جهادیانو یو پیاوړی برید پیل کړ او پیشمرګه ځواکونو پرشاتګ وکړ.
یو شمېر ښارګوټي چې مذهبي اقلیتونه په کې اوسېدل د اسلامي دولت ډلې ځواکونو لاس ته ورغلل، لکه د سنجار ښارګوټی چې په زرګونو یزیدیانو پناه وروړې وه.

د عکس سرچینه، AFP
امریکایان چې د پېشمرګه ځوداکونو د ماتې له امله اندېښمن شوي وو، له سنجار ښاره د تښتېدونکو یزیدیانو د ډله ایزې وژنې له وېرې، يې په شمالي عراق کې هوايي بریدونه پیل کړل او هم يې پوځې مشاورین ور ولېږل.
په دې وخت کې اروپايي هېوادونو هم پېشمرګه ځواکونو ته د وسلو په لېږلو پیل وکړ.
د ترکېې او سورېې کردي ځواکونو د هغوی مرستې ته ور ودانګل.
پېشمرګه ځواکونو په عراق کې جهادیان یو څه پرشا وتمبول خو په سوريې کې يې د کردۍ سیمې نیولو مخنیوی ونه شوی کړی.
د سپتمبر په نیمه کې اسلامي دولت (IS) ډلې د سورېې د کوباني ښار شاوخوا بریدونه پیل کړل،۱۶۰۰۰۰خلک يې مجبور کړل چې ترکيې ته وتښتي.
ترکيې خپلې پولې ته نژدې پر اسلامي دولت ځواکونو له بریده ډډه وکړه او د ترکيې کردان يې هم پرې نه ښودل چې له پولې تېر شي او دفاع وکړي.
له دې امله د ترکيې کردانو په اعتراضونو لاس پورې کړ او د کردانو کارګوند PKK هم ګواښ وکړ چې له حکومت سره به د سولې له خبرواترو ووځي.
خو په اکتوبرکې انقرې پېشمرګه ځواکونو ته اجازه ورکړه چې د کوباني جګړې کې برخه واخلي.
ترکيه ولې له کردانو سره د سوريې له کوبانې ښاره دفاع کې مرسته نه کوي؟

د عکس سرچینه، AP
د ترکيې حکومت او کردانو ترمنځ سخته دښمنۍ موجوده ده. کردان د دغه هېواد د نفوس له ٪۱۵ تر ۲۰٪ برخه جوړوي.
په کلونو کلونو ترکي واکمنو له کردانو سره سستوغ چلن کړی دی.
د ۱۹۲۰ او۱۹۳۰ کلونو د پاڅونو په غبرګون کې زیاتره کردان نورو سیموته ولېږل شول، کردي نومونه او دودونه منع شول، د کردي ژبې کارول محدودشول او حتی د کردانو د توکميزې پېژندنې له شته والي انکار وشو، او "غرني ترکان" ورته ویل کېدل.

د عکس سرچینه، AFP
په ۱۹۷۸ کې، عبدالله اوجالان د کارګر ګوند یا PKK بنسټ کېښود چې د ترکېې دننه يې د خپلواک دولت غوښتنه کوله.
شپږ کاله وروسته يې په وسله والې مبارزې پیل وکړ. له هغې راهیسې له ۴۰۰۰۰ نه ډېر خلک وژل شوي او په سلګونو زره نور بې ځایه شوي دي.
په ۱۹۹۰یمو کلونو کې PKK د خپلواکۍ له غوښتنې پرشا شو، او پرځاې يې د پراخې کلتوري او سیاسي خپلواکۍ غږ پورته کړ.
خو جګړې ته يې دوام ورکړ. په ۲۰۱۲ کې حکومت او PKK د سولې خبرې پیل کړې او یو کال وروسته په اوربند سره سلا شول.
کردي جنګیالیو ته وویل شول چې شمالي عراق ته پرشا شي،خو نښتو دوام وکړ.

د عکس سرچینه، AFP
که څه هم انقره اسلامي دولت ډله ځانته خطرګڼي، خو وېرېږي چې ترکي کردان به سوريې ته ورتېر شي او د هغه ځای کردي جنګیالیو سره به یوځاې شي چې د PKK یو ښاخ یا څانګه ده، چې بیا به د هغوی له خاورې نه په ګټې پر ترکيې بریدونه وکړي.
ترکيې دا هم ویلي چې د اسلامي دولت ډلې پر ضد به تر هغې د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف د هڅو ملاتړ ونه کړي چې د سوريې ولسمشر بشار الاسد لیرې کول هم يې یو هدف نه وي.
د سوريې کردان څه غواړي؟

د عکس سرچینه، AFP
کردان د سوريې د نفوس له ٪۷ تر۱۰٪ کېږي، زیاتره د دمشق او حلب په ښارونو کې مېشت دي.
همداراز دوی د کوبانې، ایفرین او قمیشلي ښارونو ځینو سیموکې اوسېږي.
د سورېې کردان له اوږدې مودې راهیسې ځپل شوي او له بنسټیزو حقونو محروم ساتل شوي دي.
له۱۹۶۰ کلونو راهیسې په دغه هېواد کې د نژدې ۳۰۰۰۰۰ کردانو د تابعیت له حق نه انکارشوی، د کردانو ځمکې ضبط شوې او عربو ته ویېشل شوې، چې کردي سیمو کې عرب مېشت کړي.
د سورېې دولت دا هڅه هم کړې چې د کردانو د اعتراضونو د ځپلو او د سیاسي مشرانو د نیولو له لارې د پراخې خپلواکۍ لپاره د هغوی غوښتنې محدودې کړي.

د عکس سرچینه، Reuters
د سوريې د نښتې په لومړیو دوو کلونو کې کردي سیموته ډېر زیان نه و رسېدلی.
لویو کردي ګوندونو د لانجې د یو یا بل اړخ له ملاتړنه ډډه کړې وه.
د ۲۰۱۲ کال په نیمه کې، د سوريې حکومتي ځواکونه د جګړې له ځینو سیمو نه ووتل او نورو سیمو کې يې د یاغیانو پرضد جګړه پیل کړه.
په همدې وخت کې کردي ځواکونو د هغو سیمو کنترول په لاس کې واخیست چې حکومتي ځواکونه ترې وتلي وو.
د کردانو د ديموکراتیک یووالي ګوند ډېر ژر د یوپیاوړي ځواک په توګه څرګندشو، خو د کردستان د ملي شورا د وړو ګوندونو سره يې اړیکې خړپړ شول.
خو سره له دې، دوی د ۲۰۱۴ په جنورۍ کې د اتحاد اعلان وکړ او د کردانو یو سیمه ایز حکومت يې جوړ کړ.
دوی ټینګار کاوه چې خپلواکۍ نه غواړي بلکې یوازې یوه "ديموکراتیکه سیمه ایزه اداره" غواړي.
د عراق کردان به خپلواکي ترلاسه کړي؟

د عکس سرچینه، Hulton Arcive
په عراق کې بيا کردان ټول نفوس له ٪۱۵ تر۲۰٪ کېږي. دوی دتاریخ په اوږدو کې د ګاونډیو هېوادو د کردانو په پرتله ډېر ملي حقونه ترلاسه کړي، خو له ظلم او ځپنو سره هم مخامخ شوي وو.
د بريتانوي استعمار په وخت کې د عراق د شمال کردانو بغاوت کړی و، خو ځپل شوي وو.
په ۱۹۴۶کې، مصطفی برزاني په عراق کې د خپلواکۍ ترلاسه کولو په موخه د کردستان ديموکراتیک ګوند جوړکړ.
د ۱۹۵۸ له انقلاب وروسته، نوي اساسي قانون د کردانو ملیت په رسمیت وپېژاند.
خو د خپلواکۍ لپاره د برزاني پلان د مرکزي حکومت له خوا چې عربان په کې برلاسي وو، ونه منل شو او دکرستان ديموکراتیک ګوند په ۱۹۶۱کې وسله واله مبارزه پیل کړه.
په ۱۹۷۰کې، حکومت د جګړې پای ته رسولو لپاره د یوې معاملې وړاندیز وکړ چې کردانو ته يې په عمل کې یوه خپلواکه سیمه ورکوله.
خو په پاې کې دا روغه جوړه ونه شوه او په ۱۹۷۴ کې بیا جګړه پیل شوه.

د عکس سرچینه، AFP
یو کال وروسته، د کردستان ديموکراتیک ګوند دننه توپیرونو له امله جلال طالباني جلا شو او دکردستان هېوادپاله اتحاد په نامه یې یو ګوند جوړکړ.
د ۱۹۷۰کلونو په وروستیو کې،حکومت په هغو سیمو کې چې کردان په کې اکثریت و، په تېره بیا د تېلو شتمن کرکوک ښار شاوخوا کې د عربو په مېشتولو پیل وکړ او کردان يې په زوره نورو ځایونو ته کډه کړل.
په ۱۹۸۰یمو کلونو کې د ایران او عراق جګړې په وخت کې دا تګلاره نوره هم ګړندۍ کړل شوه، نو ځکه کردانو د ایران د اسلامي حکومت پلوي وکړه.
په ۱۹۸۸کې، صدام حسين د کردانو پر ضد د غچ اخیستنې برید پیل کړ او د حلبجه پر سیمه يې زهرجن غاز وکاروه چې ډېر خلک يې ووژل.
په ۱۹۹۱ کال کې د امریکا او عراق ترمنځ د جګړې په وخت کې د برزاني زوی مسعود، د کردانو د یو بغاوت مشري پر غاړه واخیسته.
امریکا او متحدینو يې د عراق په شمال کې پر الوتنو بندیز ولګاوه او له کردانو سره يې مرسته وکړه چې خپلواکي ترلاسه کړي.

د عکس سرچینه، AFP
د کردستان ديموکراتیک ګوند او د کردستان هېوادپاله اتحاد یوګډ حکومت جوړکړ، خو وروسته د دوی ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شو او په ۱۹۹۴ کې کورنۍ جګړه ونښته.
په ۲۰۰۳ کې دغو دوو ګوندونو پر عراق د امریکا ترمشرۍ لاندې برید ملاتړوکړ، صدام حسین له منځه لاړ او دواړو ګوندونو له هغې وروسته په ټولو جوړو شویو حکومتونو کې ګډون درلود.
په ۲۰۰۵ کې يې د کردستان سیمې د درې ولایتونو، داهوک، اربیل او سلیمانیه اداره کولو لپاره یوګډ ایتلافي حکومت جوړ کړ.
په جون کې د اسلامي حکومت ډلې (IS) له برید وروسته، د کردستان سیمه ایز حکومت خپل پېشمرګه ځواکونه هغو لانجمنو سیموته واستول چې د مرکزي حکومت او کردانو ترمنځ پرې لانجه وه او د کردستان له پارلمانه
يې وغوښتل چې د خپلواکۍ په اړه د یوې ټولپوښتنې پلان جوړکړي.
خو، روښانه نه ده چې کردان به د سیمه ایزې خپلواکۍ لاره غوره کړي او که د فدرالي عراق دننه به د لازیاتې خپلواکۍ لپاره هڅه وکړي.








