۱۹ کلنه افغان کرېکټ لوبډله څرنګه نیمه پایلوبو ته رسېدای شي؟

په۲۰۲۶م کال له ۱۹ کم عمره یوه ورځنی نړیوال جام سیالې په نامیبیا کې روانې دي.

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، په۲۰۲۶م کال له ۱۹ کم عمره یوه ورځنی نړیوال جام سیالې په نامیبیا کې روانې دي.

په زمبابوې او نیمیبیا کې د ۱۹ کلنو کرېکټ نړیوال جام کې افغانستان د ګروپ پړاو درې واړه لوبې وګټلې او له خورا پیاوړي دریځ سره دویم پړاو ته ورسېد.

د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام د نورو پرتله بېل جوړښت لري. دلته د لومړي پړاو ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې ځای شوي چې د پیل درې لوبډلې یې نیمه پایلوبو ته د رسېدو لپاره په دویم پړاو کې په نورو ګروپونو کې بخت ازمویي.

په تېرو نړیوالو جامونو کې به د منځلوبو له پړاوه لوبډلې تېرېدې.

په اوسني سیستم کې د لومړي پړاو بریالۍ لوبډلې له ځان سره د بریو پواینټونه او د منډو اوسط وړي چې په دې بڼه په دویم پړاو کې وار دمخه پواینټونو سره دي.

د سارې په توګه افغانستان په دویم پړاو کې له څلورو پواینټونو او د منډو له ښه اوسط سره ځای موندلی.

د افغانستان درېیم بری له تنزانیا سره و چې هغوی له نهمه د کښته دریځونو لپاره غوره شوي، نو د هغه بري پواینټونه افغانستان ورسره نه وړي.

په دویم پړاو سیالیو کې به افغان لوبډله له چا سره مخامخ کېږي؟

دا د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو د کم‌عمره ځوانانو په نړیوال جام کې د افغانستان او وېسټ‌اینډیز دواړو دویمه دویمه لوبه وه.‌

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، دا د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو د کم‌عمره ځوانانو په نړیوال جام کې د افغانستان او وېسټ‌اینډیز دواړو دویمه دویمه لوبه وه.‌

له افغان لوبډلې سره به په دویم پړاو کې سرېلنکا او ایرلنډ لوبې کوي.

سرېلنکا په لومړي پړاو کې دوې لوبې ګټلې وې او یوه یې بایللې وه. په دې توګه به سرېلنکا له دوو پواینټونو او د څه باندې یوې منډې په اوسط دویم پړاو پیلوي.

ایرلنډ چې د خپل ګروپ څلورمې لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او دوې نورې یې بایللې وې نو په دویم پړاو کې بېله کوم پواینټه مزل پیلوي.

که په دویم پړاو کې افغانستان خپلې دواړې لوبې له سرېلنکا او ایرلنډه وګټي، نو نیمه پایلوبو ته به له اتو پواینټونو سره لار ومومي.

که چیرې افغانستان یوه لوبه وګټله او یوه یې وبایلله په هغه حالت کې به د نورو لوبډلو پواینټونو او د منډو اوسط ته کتل کېږي.

د سارې په توګه سرېلنکا له افغانستان او سویلي افریقا سره لوبې لري، که یې دواړې وګټلې نو شپږ پواینټونه به تر لاس کړي.

که افغانستان له ایرلنډه وګټله نو افغان لوبډله به هم شپږ پواینټونه ولري، په دغسې حالت کې به د سرېلنکا او افغانستان د منډو اوسط ته کتل کېږي او بیا به یې نیمه پایلوبو ته د وتلو پرېکړه کېږي.

که ایرلنډ دواړې لوبې وګټلې بیا به په دې هیله وي چې سرېلنکا له افغانستانه لوبه وګټي او له جنوبي افریقا یې وبایللي چې د درېیو سرو لوبډلو پواینټونه څلورـ څلور پاتې شي او خبره د منډو اوسط ته ولاړه شي.

دې ټولو حسابونو ته په پام د افغانستان لوبډله په خورا پیاوړي دریځ کې ده، چې نیمه پایلوبو ته لار ومومي. که داسې وشول دا به د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلو په تاریخ کې درېیم ځل وي چې دغه ویاړ خپلوي.

د ۲۰۲۶م کال له ۱۹ کم عمره یوه ورځنی نړیوال جام سیالې په نامیبیا او زمبابوې کې روانې دي. په دغه نړیوال جام کې ټولټال ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې برخه لري‌.‌

د افغانستان، وېسټ‌اېنډز، سویلي افریقا او تانیزانیا لوبډلې په ډي ګروپ کې لوبېږي. افغان لوبډلې په خپل ګروپ کې لومړنۍ لوبه له سویلي افریقا ګټلې وه او په دویمې لوبې کې یې وېسټ‌اینډیز ته د ۱۳۸ منډو په توپیر ماته ور کړه.