د روغتیا له نړیوال سازمانه د امریکا وتل او پر افغانستان یې اغېزې

د عکس سرچینه، FABRICE COFFRINI/AFP via Getty Images
د امریکا متحد ایالتونه رسمآ د روغتیا له نړیوال سازمان (ډبیلواېچاو) ووتل او په دې توګه د ملګرو ملتونو دغه اژانس خپل یو مهم مالي تامینونکی له لاسه ورکړ.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو کال وړاندې په دې تړاو یو اجراییوي حکم لاسلیک کړی و. هغه دغه سازمان تورناوه چې د کورونا وېروس وبا پر مهال یې ډېر تمرکز پر چین و.
د امریکا د روغتیا او بشري خدماتو وزارت ویلي، چې دا پرېکړه یې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د وبا د ادعا شوې "ناسم مدیریت"، د اصلاحاتو د نه راوستلو او د غړو هېوادونو د سیاسي نفوذ له لامله کړې ده.
خو ډبیلواېچاو دا ادعاوې رد کړې او عمومي رییس یې ټېډروس ادهانوم ګېبریوس ویلي چې د روغتیا له نړیوال سازمانه د متحدو ایالتونو وتل پخپله دغه هېواد او نورې نړۍ لپاره زیان دی.
دغه سازمان د نړۍ په کچه د پولیو، اېچایوي/ایډز، د میندو مړینې او د تمباکو کنټرول لپاره د نړیوال تړون له مخې خپلو نړیوالو هڅو ته اشاره وکړه.
د یادونې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان غړو هېوادونو د کورونا وبا پایلو ته په کتو په راتلونکې کې د نورو احتمالي وباګانو د مخنیوي، هغو ته د چمتووالي او ګډو اقداماتو د یوه نړیوال تړون پر رامنځته کولو کار وکړ.
په دغه تړون کې دا هم ویل شوي، چې د وباګانو پر مهال به درمل او واکسین په ډېر عادلانه ډول شریکېږي.
پر دغه تړون بالاخره د تېر کال اپریل کې له متحدو ایالتونو پرته د روغتیا نړیوال سازمان د ټولو غړو هېوادونو لخوا هوکړه وشوه.
واشنګټن په دودیز ډول د روغتیا نړیوال سازمان ته له سترو بسپنه ورکوونکو و، خو د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کال لپاره یې د غړیتوب فیس نه دی ورکړی، چې پایله کې یې په دغه سازمان کې ګڼ شمېر دندې له منځه تللې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وکیلان وایي، متحد ایالتونه مکلف دي چې پاتې پیسې ورکړي - چې اټکل کېږي شاوخوا ۲۶۰ میلیون ډالر کېږي، خو واشنګټن ویلي د دې هېڅ دلیل نه ویني.
د ټرمپ حکومت ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان سره د دوی ټولې مرستې درېدلې، په جینیوا کې د روغتیا نړیوال سازمان له مرکزي دفتر او ټوله نړۍ کې یې له نورو دفترونو امریکایي پرسونل او قراردادیان بېرته غوښتل شوي او همدا راز له ډبلیواېچاو سره د متحدو یالتونو سلګونه همکارۍ ځنډول شوې یا چورلټ درول شوې دي.
د امریکا د روغتیا وزیر رابرټ اېف کینیډي او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي: "د روغتیا نړیوال سازمان هغه هر څه پیکه او بېارزښته کړي، چې امریکا ورته کړي دي."
دوی زیاته کړې، چې دغه سازمان "خپل اصلي ماموریت پرېښود او په مکرر ډول یې د متحدو ایالتونو د ګټو پر ضد عمل وکړ".
د امریکا د روغتیا او بهرنیو چارو وزارتونو اعلامیه کې په جینیوا کې د روغتیا نړیوال سازمان مرکزي دفتر ته د امریکا د بیرغ بېرته نه ستنېدو ته هم اشاره شوې.
دوی زیاته کړه: "راتلونکې کې به د روغتیا نړیوال سازمان سره د متحدو ایالتونو ښکېلتیا یوازې په دې پورې محدوده وي چې زموږ وتل اجرا او د امریکا د خلکو روغتیا او سلامت خوندي شي."
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی به د ناروغیو څارنې او د رنځوروونکو عواملو په تړاو د مالوماتو د شریکېدو ډاډمنیتا لپاره له نورو هېوادونو سره دوه اړخیزې اړیکې ولري، خو دا یې نه ده ډاګیزه کړې چې په مشخص ډول له کومو هېوادونو سره دا ډول اړېکې لري.
امریکایي چارواکو د پولیو یا ایچایوي/ایډز پر وړاندې مبارزې لپاره د نړیوالو هڅو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې متحد ایالتونه به په دې برخه کې له "غیر دولتي موسسو او مذهبي ډلو" سره همکاري وکړي، خو په دې تړاو یې څه جزییات ور نه کړل، چې تر دې دمه دې څه همکاري او ملګرتیا شوې وي.
چارواکي د دې پوښتنې ځوابولو کې هم ډاډمن نه وو چې ایا امریکا به د والګي کلني نړیوال واکسین د تولید او په دې تړاو د مالوماتو شریکولو کې برخه اخیستلو ته دوام ورکړي که څنګه.

د عکس سرچینه، Getty Images
له هغه وروسته چې ټرمپ د خپلې دویمې دورې پیل کې د روغتیا له نړیوال سازمانه د وتلو امر لاسلیک کړ، ډبیلوایچاو وویل دوی هیلهمن دي چې متحد ایالتونه به پر دې پرېکړې بیا غور وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان هغه مهال لیکلي وو:"ډبیلواېچاو او د امریکا متحدو ایالتونو بې شمېره خلک ژغورلي، امریکایان او ټول خلک یې له روغتیايي ګواښونو ساتلي دي".
دغه سازمان زیاته کړې وه چې که واشنګټن خپله دا پرېکړه بېرته واخلي، "روغتیایي ګټه او ښېګڼه به یې په ټوله نړۍ کې ملیونونو خلکو ته" ورسېږي.
ډبیلواېچاو نن (جمعه د جنورۍ ۲۳مه) ویلي، چې د فبرورۍ له ۲ تر ۷ پورې د دوی د بورډ په راتلونکي غونډه کې د امریکا پر وتلو غږېږي.
دغه سازمان بيبيسي ته وويل چې د دوی سکرتريت به د حاکمو بنسټونو د مشورې له مخې عمل وکړي.
د یادونې ده چې د ډېرو هېوادونو لخوا چې پرمختللي روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي، د وبا پر وړاندې غبرګونونه ورو او نيمګړي ګڼل شوي دي.
په دوی کې امريکا او بریتانیا هم شامل دي.
ډېرو حکومتونو د کورونا ویروس وبا پر مهال له دې کبله له قرنطین او د محدویت له لګولو ډډه وکړه، چې ویره یې درلوده اتباع به یې دا ډول محدودیتونه ونه مني.
خو د وبا پایله کې ترسره شویو څېړنو ښودلې چې دغه ځنډ په چټکۍ سره د ویروس په خپریدو کې رول درلود.
امریکا هم د هغو هېوادونو په کتار کې وه، چې د یو څه ټکني غبرګون له کبله پکې د مړینې کچه تر ټولو لوړه وه.
پر افغانستان اغېزې

د عکس سرچینه، WHOAfghanistan
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې هم د نورې نړۍ په څېر د مړینو، ناروغۍ او معلولیت مخنیوي او کمولو او همدا راز د روغتیا خدمتونو د پیاوړتیا له لارې د خلکو د روغتیا او هوساینې ښه کېدو لپاره کار کوي.
دغه سازمان وایي، په افغانستان کې د عامې روغتیا وزارت تر مشرۍ لاندې او له ملي او نړیوالو شریکانو سره په نږدې همغږۍ کار کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان ملاتړ د ستراتیژیک پلان او پالیسۍ جوړونې برخه کې د تخنیکي مرستو له لارې له ظرفیت لوړولو رانیولې، تر روزنې، د پالیسیو تر پلیتابه او د مدیریت تر ملاتړه د عامې روغتیا پر ټولو برخو متمرکزې دي.
دغه سازمان وايي، د روغتیا پر سکتور سربېره افغانستان سره د لوړو زدکړو، بشري غبرګون، بېړنيو حالتونو، تغذيي، د خوړو خوندیتوب، اوبو او حفظ الصحه برخو کې هم همکاري کوي.
ډبلیوایچاو تېر کال ویلي و چې ښایي د بودیجې کمښت له کبله په افغانستان کې د دغه سازمان له لوري ۸۰ سنله تمولېدونکي اړین روغتیايي خدمات ودرول شي او دغه کار به د ښځو، ماشومانو، زړو، بېځایه شویو او راستنېدونکو په ګډون میلیونونه افغانان اړینې روغتیایي پاملرنې ته له لاسرسي بېبرخې کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان د تېر مارچ ۱۷مه یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په ۲۵ ولایتونو کې یې ۱۶۷ روغتیایي مرکزونه د بودېجي د کمښت له کبله تړلي چې تر یو نیم میلیون ډېرو کسانو ته یې اړین روغتیایي خدمات وړاندې کول.
ډبلیواېچاو زیاته کړې وه، چې که عاجله مداخله ونه شي، نو د ۲۲۰ نورو روغتیایي مرکزونو د تړل کېدو امکان هم شته.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، په ټوله نړۍ کې دوه میلیارده خلک ډېر وخت د خوړو، زدکړو او د کور له نورو لګښتونو روغتیايي پاملرنې ته د پیسو ورکولو کې له ستونزو سره مخامخېږي.
دا چې دا د نړۍ د نفوس څلورمه برخه جوړوي.
د ملګرو ملتونو د روغتیایي سازمان شاوخوا پنځمه برخه بودیجه امریکا ورکوله.








