د برېتانیا لومړي وزیر افغانستان کې د ناټو ځواکونو د رول په اړه د ټرمپ څرګندونې 'سپکوونکې او شرموونکې' بللې

ټرمپ او سټارمر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د برېتانیا لومړی وزیر وايي، د ټرمپ د څرګندونو له کبله 'رامنځته شوې خواشیني' نه دی حیران کړی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغې ادعا وروسته چې وايي، د متحدینو پوځیان په افغانستان کې د جګړې له لومړیو کرښو ''یو څه شاته پاتې شوي وو''، د برېتانیا شهزاده هري وايي، د ناټو سرتېرو قربانۍ باید ''په رښتینولۍ او درناوي سره یادې شي''.

شهزاده هري زیاته کړه: ''ما هلته خدمت کړی. ما هلته د ټول عمر ملګري پیدا کړل او ما هلته خپل ملګري له لاسه ورکړل.''

نوموړي دا خبرې د جمعې پر ورځ وکړې، چې په جګړه کې یې د وژل شویو ناټو سرتېرو ته درناوی وړاندې کاوه وکړې، چې پکې ۴۵۷ برېتانوي پوځيان هم شامل وو.

شهزاده، چې دوه ځله د پوځي خدمت لپاره افغانستان ته استول شوی، د ډونلډ ټرمپ پنجشنبې ورځې د لانجمنو څرګندونو په غبرګون کې دا خبرې کړې.

د ټرمپ دې څرګندونو د نړیوالو متحدینو سخت غبرګونونه راوپارول او د برېتانیا لومړي وزیر سر کئیر سټارمر دا خبرې ''له سپکاوي ډکې او رښتیا هم د نه منلو وړ'' وبللې.

برېتانیا او نورو هېوادونو د سپتمبر له بریدونو وروسته چې د ناټو د 'ګډ امنیت ماده' فعاله شوه، له امریکا سره یو ځای افغانستان ته پوځیان واستول.

شهزاده هري پر دې موضوع خبرو کې وايي: ''په ۲۰۰۱ کال کې ناټو د پنځمې مادې غوښتنه وه، چې دا په تاریخ کې لومړی او تر اوسه یوازینی ځل و. معنا یې دا وه، چې هر متحد هېواد مکلف و چې د ګډ امنیت لپاره له متحده ایالاتو سره په افغانستان کې ودرېږي. متحدینو دې غوښتنې ته ځواب ووایه.''

هغه زیاته کړه: ''د زرګونو خلکو ژوندونه د تل لپاره بدل شول. مېندو او پلرونو خپل زامن او لوڼې خاورو ته وسپارل. ماشومان له مور یا پلار پرته پاتې شول. کورنۍ لا هم د دې قربانیو دروند بار پر اوږو وړي. دا قربانۍ مستحقې دي چې په رښتینولۍ او درناوي سره یادې شي، ځکه چې موږ ټول د دیپلوماسۍ او سولې د دفاع لپاره یو موټی او وفادار پاتې کېږو.''

د برېتانیا د شهزاده دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راځي، چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، د افغانستان په جګړه کې ناټو سرتېري ''یو څه له لومړۍ کرښې شاته پاتې شوي وو''.

د امریکا ولسمشر د پنجشنبې پر ورځ فاکس نیوز ته وویل چې دی ''ډاډه نه دی'' چې که ''کله امریکا اړتیا ولري''، نو ناټو پوځي ائتلاف به یې ترڅنګ ودرېږي که نه.

ټرمپ وویل: ''موږ هېڅکله هغوی ته اړتیا نه ده لرلې''، او زیاته یې کړه: ''موږ په رښتیا هېڅکله له هغوی څه نه دي غوښتي.''

هغه زیاته کړه: ''هغوی به ووایي چې موږ افغانستان ته یو څه ځواکونه لېږلي وو''، خو زیاته یې کړه: ''هو، هغوی ولېږل، خو لږ شاته پاتې شول، لږ له لومړۍ کرښې لېرې.''

Prince Harry was deployed twice on active service in Afghanistan - including a ten-week period in Helmand province

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، شهزاده هري دوه ځله افغانستان ته د عسکري خدمت لپاره استول شوی و، چې په هلمند ولایت کې د لسو اونیو یوې دورې خدمت هم پکې شامل دی.

د ټرمپ څرګندونې د برېتانیا بېلابېلو سیاسیونو وغندلې.

د شهزاده له څرګندونو لږ مخکې، سر کئیر سټارمر هم خپل غبرګون څرګند کړ او په خبره یې که چېرې ده پخپله ''په داسې ډول ناسمه خبره کړې وای''، نو ''بې له شکه به یې بخښنه غوښتې وه''.

ښاغلي سټارمر وویل: ''زه به هېڅکله د هغوی زړورتیا، مېړانه او هغه قربانۍ هېرې نه کړم چې د خپل هېواد لپاره یې ورکړې دي.

دغه راز ډېر کسان داسې وو چې ټپیان شول، چې ځینې یې د ژوند تر پایه بدلېدونکي ټپونه لري.

زه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې له سپکاوي ډکې او په رښتیا هم د نه منلو وړ بولم او زه هېڅ حیران نه یم چې دغو خبرو د هغو کسانو د خپلوانو زړونه خواشیني کړي دي چې وژل شوي یا ټپیان شوي دي او په واقعیت کې یې ټول هېواد اغېزمن کړی دی.''

له بریتانیا بهر هم د ځینو حکومتونو وزیرانو د ټرمپ څرګندونې وغندلې.

د پولنډ بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي، چې په افغانستان کې د جګړې په لومړیو کرښو کې له خدمت کوونکو ۳۳ زره پولنډي سرتېرو څخه یو و، وویل: ''هیڅوک دا حق نه لري چې زموږ د سرتېرو پر خدمت ملنډې ووهي.''

د کاناډا دفاع وزیر ډېوېډ جې مک‌ګینټي، وايي، د کاناډا ''نارینه او ښځینه سرتېري له پیله هلته حاضر وو، د دې لپاره نه، چې موږ اړ وو، بلکې ځکه چې دا سم کار و.''

هغه زیاته کړه، په کندهار ولایت کې د متحدینو د هڅو مشرتابه پر مهال د هغوی ۱۵۸ سرتېرو ''تر ټولو لوړه بیه ورکړه''، یعنی خپل ژوندونه یې له لاسه ورکړل.

یاپ دې هوپ شیفر، چې د افغانستان جګړې پر مهال د ناټو پخوانی عمومي منشي و، د بي‌بي‌سي نړیوالې څانګې ته وویل: ''هیڅ امریکایی ولسمشر باید دا ازادي ونه لري چې د هغوی میراث کم ارزښته وښيي او هغو کسانو ته سپکاوی وکړي چې لا هم د دې واقعیت له امله غمجن دي چې خپل عزیزان یې له افغانستانه ژوندي بېرته ستانه نه شول.''

امریکا د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې د طالبانو حکومت نسکورولو لپاره برید وکړ، چې دوی په وینا د اسامه بن لادن او د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو سره تړلي نور القاعده شخصیتونه یې ساتلي وو. د ناټوغړو هېوادونو د امریکا په مشرۍ جګړې ته سرتېري او پوځي تجهیزات واستول.

په ۲۰۲۱ کال کې چې امریکایان له افغانستانه ووتل، د ائتلافي ځواکونو تر درې نیم زرو ډېر پوځیان مړه شوي وو، چې شاوخوا دوه پر دریمه برخه یې امریکایان وو.

برېتانیا له متحده ایالاتو وروسته په جګړه کې د پوځيانو مرګژوبلې له پلوه دویم ځای کې و، چې ۲۴۶۱ مړینې یې درلودې.

امریکا یوازینی هېواد دی چې د ناټو پنځمې مادې له ګډ امنیتي احکامو یې ګټه پورته کړې ده، چې وايي، "د ناټو د یوه غړي پر وړاندې وسله وال برید به د ټولو پر وړاندې برید وبلل شي".