ولې مو کمکینه (ماشومتوب ) نه یادېږي؟

مسکی ماشوم په بستره کې پروت دی.

د عکس سرچینه، KDP via Getty Images

د عکس تشریح، کله چې لوی شو نو ماشومتوب مو نه یادېږي یا ټولې پېښې چې زموږ په وړکتوب کې شوي هغه مو ذهن کې نه وي.

د زېږېدو ورځ، د لومړي ځل لپاره پل اخېستل، په خبرو راتلل او داسې نورې پېښې زموږ د ژوند مهمې برخې دي. خو ولې له یادو پېښو یو یې هم زموږ په یاد نه دي؟

ساينسپوهان او ارواپوهان له ډېرو کلونو راهيسې د دې پوښتنې ځواب لټوي.

دا چې ولې موږ د کوچینوالي مهمې پېښې نه شو را یادولای، دې پړاو ته د وړکتوب( د ژوند لومړني کلونه) هېرېدل نوم ورکړل شوی دی. د دغې مرحلې د تشریح لپاره بېلا بېلې تیورۍ جوړې شوې دي.

د امریکا په ییل پوهنتون کې د روان‌ پوهنې او عصبي جراحۍ پروفیسور نیک ترک براون وايي، په اصل کې دا بحث په دوو مهمو پوښتنو پورې اړه لري: لومړی دا چې، ایا موږ د ژوند په لومړیو کلونو کې خاطرې جوړوواو دا مو ذهن کې ثبت کېږي؟ که ځواب هو وي، نو ولې را څخه هېرې شوې دي؟ دویمه پوښتنه دا ده، ایا موږ تر لویوالي هېڅ خاطرې نه جوړوو او ذهن کې مو هېڅ هم نه ثبت کېږي؟ که هو نو دلیل یې څه دی؟

د پروفیسور تورک براون په وینا، تر تېرې لسیزې پورې، یو شمېر څېړونکو داسې انګېرله چې ماشومان خاطرې نه جوړوي او ذهن کې یې هغه پېښې نه ثبت کېږي. دوی په دې باور وو دا چې د ماشومانو پنځه حسونه په بشپړ ډول فعالې نه وي او دوی خبرې نه شي کولی، نو له امله یې خاطرې هم نه شي جوړولی اوذهن کې یې څه نه ثبت کېږي.

د دماغ انځور په نیلي رنګ کې، چې دننه یې یو اوږد جوړښت دی، چې په نارنجي رنګ کې روښانه شوی دی.

د عکس سرچینه، Science Photo Library via Getty Images

د عکس تشریح، هپپوکیمپس د دماغ دننه د سمندري اس په شکل یوه برخه ده، چې په حافظه کې لوی رول لري.

ښاغلي بروان زیاتوي، یوه بله فرضیه دا ده، چې موږ تر څلور کلنۍ پورې خاطرې نشو جوړولی او ذهن مو هغه نه اخلي، ځکه د هپپوکیمپس یا د دماغ هغه برخه چې د نویو خاطرو د ساتلو مسولیت لري، تر هغه مهاله په بشپړه توګه نه وي جوړه شوې.

پروفیسور براون وايي: "د دماغ یاده برخه د ماشومتوب پر مهال دوه برابره کېږي. ښايي له همدې امله د نویو خاطرو د ساتلو وړتیا نه لري."

د ماشوم د دماغ سکن کول

د روان کال په پیل کې د پروفیسور تورک براون لخوا خپره شوې یوې څېړنې دا څرګنده کړه، چې نوموړی پورته یاده شوې نظریه نه مني.

د هغه کاري ډلې پر۲۶ هغو ماشومانو څېړنه کړې، چې عمرونه یې د څلورو میاشتو او دوو کلونو ترمنځ وه. دوی د ماشومانو دماغ سکن کړل او د دوی د هیپوکیمپل فعالیت اندازه کولو پرمهال یې د دماغو عکسونه واخېستل.

(د هیپوکیمپل فعالیت هغه بریښنایی او کیمیاوي سیګنالونو ته اشاره کوي، چې د هیپوکیمپس دننه د نیورونونو لخوا رامنځته کېږي.)

دوی بیا ماشومانو ته د پخوانیو انځورونو تر څنګ، یو نوی انځورهم ور ښکاره کړ چې د هغوی د سترګو حرکتونه اندازه کړي. د دې کار موخه دا ښودل شوې ده، چې معلومه کړي، دوی کومو انځورونو ته ډېر ګوري.

یوه ماشومه چې د غوږونو محافظت توکی یې پرغوږ کړی، د هغې د مور په غیږه کې د فعال MRI ماشین مخته ناسته ده. څیړونکي پروفیسور ترک براون هم له دوی سره دی.

د عکس سرچینه، 160/90

د عکس تشریح، پروفیسور تورک براون او د هغه کاري ډلې د ماشومانو د دماغونو د سکن کولو یوه داسې طریقه رامنځته کړې کله چې ماشومان ویښ او فعال وي، نو دماغونه یې سکن کوي.

په تېرو څېړنو کې ویل شوي وو که ماشومان پخوانیو انځورونو ته ډېر وګوري، نو دا د دې نښه ګڼل کېږي چې هغوی زاړ انځورونه پېژندلي او زړې خاطرې ور یادې شوې دي.

څېړونکو وموندله، کله چې د عکس د لومړي ځل ليدو پر مهال د ماشوم هیپوکیمپس ډېر فعال وي، نو ډېر احتمال لري چې وروسته دې هم په یاد ولري. په ځانګړي توګه کله چې د ماشوم عمر تر ۱۲ میاشتو زیات وي.

پورته څېړنه روښانه کوي چې هپپوکیمپس په یوه کلنۍ کې د حافظې د کوډ کولو یو ډول وړتیا لري.

نو خاطرې چېرې ځي؟

پروفېسور ترک براون وايي: "دا چې زموږ د کوچنیوالي خاطرې چېرې ځي، یا په کوم ځای کې زېرمه کېږي او د بیا را ژوندي کېدو چانس یې شته که نه، د دې پوهېدو لپاره لا ډېرو څېړنو ته اړتيا لرو."

ښاغلی براون زیاتوي: "که دا معلومه شي، چې موږ د کوچنیوالي ( د ژوند د لومړي کلونو) خاطرې ذخیره کوو، نو دا رښتیا هم په زړه پورې پوښتنې راپورته کوي، چې دا خاطرې چېرته دي؟ ایا موږ کولی شو بېرته یې را ژوندۍ کړو؟"

په ۲۰۲۳م کال کې خپره شوې یوې څېړنې ومونده، هغه موږکان چې د ماشومتوب په وخت کې یې له یوې ستونزې د وتلو لاره زده کړې وه، د لویوالي په وخت کې یې له یادې ستونزې د تلو لاره هېره کړې وه. خو د هپپوکیمپس هغه برخې چې په اصلي زده‌ کړو کې ښکېلې وې، کولی شي د حافظې دا برخه بېرته را ژوندۍ کړي.

دا لا معلومه نه ده، چې وښيي ایا انسانان په ماشومتوب کې هغه خاطرې ذخیره کوي چې په یو ډول د ژوند په وروستیو کې یې هېروي.

د بریتانیا په ویسټ منسټر پوهنتون کې د عصب پوهنې پروفیسوره کاترین لوډې په دې باور ده، چې ماشومان د خاطرو جوړولو وړتیا لري، لږ تر لږه هغه وخت چې دوی خبرې کولی شي.

هغه استدلال کوي. "موږ پوهېږو، کله چې د ورځې په پای کې کوچنيان له وړکتونه کور ته راشي، نو دوی هغه کیسې کوي، چې په وړکتون کې ورسره شوې دي، خو څو کاله وروسته یې دا هر څه هېر وي. له دې معلومېږي، چې ماشومان د خاطرو جوړولو وړتیا لري، خو په یاد یې نه پاتې کېږي."

اغلې لوډې وايي: "اوس پوښتنه دا ده چې موږ تر کومه حده د وخت په تېرېدو سره دا خاطرې ځای پر ځای کوو یا ذهن کې مو ساتل کېږي؟ ایا دغه خاطرې ژر له منځه ځي او تر کومه حده شعوري دي چې موږ یې په اړه فکر وکړو."

ماشوم بایسکل چلوي.

د عکس سرچینه، ullstein bild via Getty Images

د عکس تشریح، دا روښانه نه ده چې ایا انسانان په ماشومتوب کې داسې خاطرې جوړوي او ذهن کې یې ثبت کېږي، چې وروسته یې نه شې را په یادولی.

د درواغو خاطرې هم جوړېدای شي او ذهن کې ثبت کېږي؟

د پروفیسورې لوډې په وینا، کله چې خلک د خپل ژوند د لومړیو کلونو په اړه لومړۍ خاطره یادوي نو پوښتنه دا ده چې به دا واقعا لومړۍ خاطره وي چې ذهن کې ثبت شوې؟

د بېلګې په توګه، زموږ له ډلې ځینې ممکن د ماشومتوب یوه ځانګړې خاطره یا پېښه په یاد ولري.

لوډې زیاتوي، دا ډول خاطرې د ریښتینو تجربو ریښتینې خاطرې نه دي...

د لوډې په وینا: "د حافظې په اړه یوه خبره دا ده، چې تل د بیا رغونې وړتیا لري. که څوک تاسو ته یو څه ووایي او تاسو د هغه څه په اړه کافي معلومات ولرئ، نو ستاسو دماغ داسې بیا رغونه کوي چې هر څه یا هره خاطره درته رښتینې معلومېږي."

د پوهنتون دا استاده زیاتوي: "هغه څه چې موږ یې دلته په حقیقت کې ګورو هغه شعور دی او د شعور روښانه کول ډېر ګران کار دی."

پروفیسور ترک براون بیا وايي، د وړکتوب د هېرېدو راز له دې سره تړاو لري چې موږ څوک يوو.

هغه وايي: "دا زموږ د هویت په اړه پوښتنه ده. دا مفکوره چې موږ د خپل ژوند په لومړیو څو کلونو کې دا ړنده نقطه لرو، یعنی هغه مهال چې موږ شیان نه شو یادولی، نو زما په اند په ریښتیا هم د ځان په اړه د خلکو فکر ننګولی شئ."