ذهني ستړیا څه ده؟ کومې نښې او لاملونه لري او څنګه یې درملنه وکړو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په ۲۰۲۰ کال کې ایمي د نړۍ د روغتیا پاملرنې یوه لوی شرکت لپاره د بازار موندنې اجراییوي مشرې په توګه په چارو بوخته وه او تر دوامداره فشار لاندې یې کار کاوه.
هغه د یوې غونډې په جوړولو بوخته وه ، چې ناڅاپه یې سر پرې وګرځېد. هغه وايي، "ما فکر کاوه چې د بدن اوبه مې کمې شوې، یا مې هم ښايي کافي خواړه نه دي خوړلي، خو دا یوازې له ما سره پاتې شو. له هغې شېبې وروسته هر څه راته یو ډول تیاره ښکاره کیدل ."
دا وایي، په دوامداره توګه یې یوغږ اورېده چې تکرارېده او خپل مېړه ته یې هغه حالت د "سمندر وهلې ناروغۍ او په کښتۍ کې د نشه حالت" په توګه بیان کړ.
"ناڅاپه مې د کمزورۍ احساس وکړ." ایمي مجبوره شوه چې د درملنې په موخه څو میاشتې رخصتي واخلي. هغه وايي،"زما رواني روغتیا په خرابېدوه وه. تر شاور لاندې سر راباندې ګرځیده او بې حاله کېدم. نه مې شو کولی خپلو ماشومانو ته پام وکړم. دا زما د بدن حالت و، چې ویل یې، 'بس دی!'
فکري تیاره، ستړیا، د کار لپاره د لېوالتیا نشتوالی او داسې نور د ذهني ستړیا نښې په اسانۍ هېرېدلی شي، خو د هغې له پامه غورځول ستاسو روغتیا ته جدي پایلې لرلی شي.
په وروستیو کې ایمي ویلي، پوه شوه چې دا حالت یې کاري ستړیا وه او په جدي وضعیت کې وه.
د کالیفورنیا پوهنتون برکلي کې د اروا پوهنې مشره پروفیسره، کریسټینا ماسلچ، لومړی ځل دا اصطلاح څو لسیزې وړاندې کارولې وه. دا په دې معنی چې "د اوږد مهاله کاري فشارونو پر وړاندې د غبرګون په توګه کارول شوې، چې ښه اداره شوي نه دي."
هغه وايي، دا د یوې ناروغۍ حالت یا طبي تشخیص نه دی، ځکه خو یې په دې ډول درملنه نه شي کېدی.
د روغتیا نړیوال سازمان په ۲۰۱۹ کال کې دغه چاره د کاري ځپل کېدو سنډروم په ډول په رسمیت وپېژنله او د نښو نښانو یوه ټاکل شوې ټولګه یې په ګوته کړه.
پروفیسور هیجونګ چنګ، د کېنګز ګلوبل انسټیټیوټ فار وومن لیډرشېپ مشر خبرداری ورکوي "موږ ډېر کار کوو، ډېر سخت."
"تل کار کول او نه دمېدل" کلتور چې د ډیجیټلي کېدو له ډېروالي سره پراخ شوی، د کاري ځپلو دا کچه لا ډېروي."
پروفیسور چنګ خبرداری ورکوي، ذهني فشار چې د ډېر کار له کبله وي، یوه نړیواله ستونزه ده چې ځینې هېوادونه یې راپور ورکوي او دوی د کارګرانو تر ۷۰ سلنې ډېر یې اغیزمن کړي دي. او دا وضعیت مالي تاوان هم اړوي. د اکسا بیمې شرکت د ۲۰۲۴ کال د څېړنې له مخې، د بریتانیا پر اقتصاد په کال کې له ۱۰۲ میلیارد پونډو ډېر لګښت راځي.
د نښو نښانو پېژندل
پر ستړیا سربېره، متخصصین دوه مهمې نښې په ګوته کوي چې باید پام ورته وشي. یو دا چې کاري ستړیا وي او بل ورسره بد احساس چې تاسو کې پیدا کېږي.
ډاکټر پلامبلي وايي، ښايي تاسو په خپل کار کې دې ټکي ته پام و نه کړئ. د بېلګې په توګه تاسې یوې ناستې یا تشریح ته تیاري نه نیسئ.
ډېری کسان له دې حاله د وتلو لپاره د یوې لارې په فکر وي، "تاسو ښايي د تېښتې فکرونه ولرئ، داسې خیالونه چې یو څوک راځي او ستاسو له قابه هرڅه اخلي، ما ځینې مراجعین درلودل، چې ویل یې، 'کاشکې زه په کووېډ اخته وای."

د عکس سرچینه، Jelly Rock PR
د ستړیا پنځه پړاونه
د شاتو میاشتې پړاو - هرڅه ته هو ویل، خو دا هېرول چې د کارونو کول او شیانو ته رسېدل څومره وخت نیسي. تاسې متوجه کېږئ چې ډېر کار کوئ او په پایله کې یې فشار رامنځته کېږي.
ژغورل - هغه شیان پرېښودل چې ستاسو لپاره مخکې مهم وو، لکه ناستې یا له ملګرو سره لیدنې. ښايي د تجربو خپله بشپړه زېرمه له لاسه ورکړئ. نور له هغو شیانو خوند وانخلئ چې مخکې مو خوښېدل. متمرکز کار ښايي په یوې مبارزې بدل شي.
د انګیزې د نه لرلو احساس - په دوامداره توګه خپه مزاج کولی شي، بې پروایۍ ته واړوي. دا ښايي د جلاوالي احساس ته بدل شي - چې تاسو په ورځني ژوند کې د ډېرو شتون نه احساسوئ. کېدای شي د ستړیا احساس درته پیدا شي، او دا چې تاسو له نورو سره له خواخوږۍ انرژۍ نه شئ ترلاسه کولی. په پایله کې تاسې د بریا احساس نه کوئ او داسې احساس درته پیدا کېږي لکه شتون مو چې هېڅ اغېزه نه لري.
ذهني ستړیا - کله چې کارکوونکي د ذهني ستړیا حالت ته رسېږي دوی په بشپړ ډول ستړي وي او له عاطفي پلوه هم ځپل شوې وي. ښايي په دې حالت کې کار ته دوام ورکړئ خو واقعا د خپلو ورځنيو چارو سم ساتلو لپاره مبارزې ته اړ کېږئ.
خاموشي – دا د ذهني ستړیا وروستۍ کلینیکي پړاو دی، چې خلک پکې له دې حالته د وتلو لپاره مبارزه کوي. پخوانیو نسلونو ښايي دا د 'ماتېدو' په معنی تشریح کړی وي. ډاکټران په دې اړه وايي، ځینې یې د خبرو کولو یا له کوره د وتلو توان نه لري، نور یې د ویرې له امله ځپل شوي. رغېدنه یې ښايي میاشتې او ان کلونه وخت ونیسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
شپږ لاملونه چې پر دې د اخته کېدو خطر ډېروي
د کار بار - د ډېر بار احساسول، د ډېر کار کولو ترسره کولو لپاره کافي وخت یا وسایلو نشتوالی.
د کنټرول نشتوالی - د ورځني پرېکړو په تړاو لږه خپلواکي.
کم انعامونه - د یوه ښه کار کولو لپاره د ستاینې یا انعام نشتون.
ټولنیز ماتېدل - له مدیرانو، همکارانو، ناروغانو یا مراجعینو سره د ملاتړو اړیکو نشتوالی د ستونزو حل ستونزمنوي او د زهرجن چاپیریال تجربه، چې تاسو د ځورونې له خطر سره مخامخوي.
د انصاف نشتوالی - د توپیري چلند تجربه کول، په کار ځای د مساواتو نشتون، یا د پرمختګ په وړاندې خنډونه.
د ارزښتونو ټکر- په کار کې لږ معنی موندل یا په داسې چاپېریال کې کار کول چې ستاسو له اخلاقو سره په ټکر کې وي.
له ذهني ستړیا رغېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
پروفیسورې سابین سوننټاګ د کارکوونکو وړتیاوې څېړلي. هغې وموندله، هغه کارکوونکي چې "له لوړو غوښتنو سره تر مخامخ کېدو وروسته په ذهني توګه له کاره جلا کېږي"د احساساتي او ذهني ستړیا تجربې احتمال یې لږ وي."
ډاکټر پلامبلي سپارښتنه کوي، یو داسې کس ومومئ چې تاسې ورسره اړیکه ونیسئ چې "ښايي هغه تاسو ته د رڼا یو څرک در وښیي." اړینه نه ده چې سلاکار دې وي. ښايي یو ملګری یا همکار وي.
د برن اوټ ډاکټر کتاب لیکواله ډاکټر کلیر ایشلي وايي: "د عمومي تصور برخلاف، تاسې اړتیا نه لرئ چې په خپل ژوند کې سخت بدلونونه رامنځته کړئ، د بېلګې په توګه خپله دنده پرېږدئ او له دې لارې له ذهني ستړیا ځان وساتئ." پرځای یې، هغه وايي په درېیو برخو تمرکز وکړئ، د کار کنټرول، خپله هوساینه او د ملاتړ کوونکې ټولنې جوړول.










