ولې اوس تر هر بل وخت ډېر خلک ۱۰۰ کاله یا زیات ژوند کوي؟

'جاوو مارینو نېټو'

د عکس سرچینه، Neto family

د عکس تشریح، 'جاوو مارینو نېټو' چې اوس ۱۱۲ کلن دی، دا مهال د نړۍ تر ټولو ډېر اوږد عمر لرونکی ژوندی انسان ګڼل کېږي
    • Author, فرناندو دوارت
    • دنده, بي‌بي‌سي نړیوال سروېس

د نومبر وروستۍ اونۍ د 'جاوو مارینو نېټو' لپاره داسې ښکارېده چې د پخوا په به څېر ارامه تېره شي. دا پخوانی څاروي ساتونکی د خپلو چرګانو "کاسرول" غرمنۍ ته سترګې په لاره و. دی له تېرو لسو کلونو راهیسې د برازیل د وچ شمال ختیځ یوه کوچني ښار اپویاریس کې اوسېږي.

خو درې ورځې وروسته، ښاغلی نېټو- چې ۱۱۲ کلن دی، په کور د ننه او بهر د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر لرونکي ژوندي سړي په توګه سرلیکونو کې راغی.

هغه یوې نرسې ته چې دی یې خبر کړ په ټوکه کې وویل: "زه هم تر ټولو ښکلی یم".

ښاغلی نېټو د ګینیس نړیوالو ریکارډونو کتاب کې دا ځای د بریتانیا د جان ټینیسووډ له مړینې وروسته خپل کړ. جان ټینیسووډ په ۱۱۲ کلنۍ کې ومړ.

د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر ژوندی انسان اوسمهال د جاپان ټومیکو ایټوکا دی، چې دا دی اوس یې د ژوند ۱۱۶ کلونه پوره کېږي. مېرمن ایټوکا خپله هم نوی ریکارډ لرونکې ده.

دواړه هغه کسان دي چې له ۱۰۰ کلونو ډېر عمر لري – هغه کسان چې د زوکړې سل ورځې یې تېرې شوې وي- دا ډله د نړۍ په کچه په چټکۍ زیاتېږي.

تر ۲۰۳۰ پورې نژدې یو میلیون سل کلن

له زموږ څخه ډېر اوس د پخوا پرتله درې عددي عمر ته رسېدلي دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوس د پخوا پرتله ډېر کسان درې عددي عمر ته رسېدلي دي

د ملګرو ملتونو د وګړو اړونده برخه اټکل کوي چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۵۸۸,۰۰۰ کسانو چې لږ تر لږه ۱۰۰ کلن وو، په نړۍ کې ژوند کاوه. تمه کېږي چې دا شمېر د دې لسیزې تر پایه یو میلیون ته ورنژدې شي.

په ۱۹۹۰ کال کې یوازې ۹۲,۰۰۰ ژوندي کسان سل کلنۍ ته رسېدونکي وو.

د هغو پرمختګونو په برکت چې موږ ته یې د خپلو نیکونو پرتله ښه درمل، خواړه او د ژوند شرایط برابر کړي، انسانانو د ژوند د اوږدوالي په برخه کې اوږده لاره وهلې ده.

هغه کسان چې په ۱۹۶۰ کال کې زیږېدلي وو، چې د ژوند د اوږدوالي د نړیوالو شمېرو د ثبت لومړی کال دی، تمه کېده چې شاوخوا ۵۲ کاله ژوند وکړي.

شپږ لسیزې وروسته، د نړۍ د ژوند د اوږدوالي اوسط اوس له ۷۳ کلونو لوړ شوی دی او ملګري ملتونه اټکل کوي چې دا به تر ۲۰۵۰ کال پورې ۷۷ کلونو ته ورسېږي.

په لنډ ډول: ۱۰۰ کلنۍ ته رسېدل لا هم چندان لاسته راوړنه نه ده. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې سلیزې ته رسېدونکي د نړۍ د نفوس یوازې ۰.۰۰۷ سلنه جوړوي او ساینسپوهان خبرداری ورکوي چې درې عددي عمر ته د رسېدو چانس د ډېرو لپاره لا هم لږ دی.

د فرانسې د نفوسو د څېړنې ملي انستېتیوت د ۲۰۲۴ کال مطالعه ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې زېږېدلي له ۲٪ کم هلکان او له ۵٪ کمې نجونې به دومره اوږد ژوند وکړي.

دا یادونه هم مهمه ده چې د زړښت عمر ته رسېدونکي ډېری خلک به له مزمنو ناروغیو سره مخ وي.

د انګلستان برمینګهم پوهنتون د حجروي بیولوژۍ پروفیسره جنېټ لارډ وايي "اوږده ژوند کول د ښه ژوند کولو مترادف نه دی".

پروفیسوره لارډ روښانوي چې په اوسط ډول، نارینه خپل وروستي ۱۶ کاله د شکرې او د حافظې له لاسه ورکولو په څېر له بېلابېلو ناروغیو سره په مبارزه تېروي – او د ښځو لپاره دا شمېره ۱۹ کلونو ته رسېږي.

'سوپر سلیزو ته د رسېدونکو' راز څه دی؟

بوډایان

که ۱۰۰ کلنۍ ته رسېدل ستونزمن وي، له دې ډېره اوږده موده ژوند کول لا هم ګران دي.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د بوسټن پوهنتون یوې اوږدمهالې څېړنې اټکل کړی چې یوازې له پنځو میلیونو امریکایانو یو یې – چې لږ تر لږه ۱۱۰ کلونه ژوندی ولري - د "سوپر سلیزو ته رسېدونکی" کېږي.

پر دې سربېره، د امریکا د سرشمېرنې شمېرې ښيي چې د ۱۰۰ یا ډېر عمر لرونکو امریکایانو شمېر په ۲۰۱۰ کال کې له شاوخوا ۵۰،۰۰۰ څخه په ۲۰۲۰ کې ۸۰،۰۰۰ ته لوړ شوی دی.

د همدې لپاره، "سوپر سلیزې ته رسېدونکي" د هغو ساینسپوهانو د ډېرې پاملرنې لامل کېږي چې د انسان د زړښت په اړه څېړنې کوي.

د فرانسې جین کالمینټ، چې په ۱۹۹۷کې د ۱۲۲ کلونو په عمر مړه شوه، یوازېنی انسان و چې په رسمي توګه ۱۲۰ کاله زوړ انسان پېژندل شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د فرانسې جین کالمینټ، چې په ۱۹۹۷کې د ۱۲۲ کلونو په عمر مړه شوه

پروفیسره جنېټ لارډ زیاتوي: "دا کسان هغه څه ته چې له ډېرو خلکو سره د زړښت په وخت کې پېښېږي، مقابله کوي او موږ لا هم په دې ښه نه پوهېږو چې ولې".

د سوپر سل کلنو د څارنې د یوې نرسې الیلویا ټیکسیرا په وینا، پر اوږد عمر سربېره، د "سوپر سلیزو" ته رسېدونکي د خپل عمر په نسبت له ښې روغتیا برخمن هم دي. ښاغلی نېتو د سترګو له خورا کمزوري لید پرته، هېڅ بله روغتیایي ستونزه نه لري.

الیلویا ټیکسیرا بي‌بي‌سي ته وویل: "هغه هېڅ درملو ته اړتیا نه لري او د جدي ناروغیو کومه مخینه نه لري. دی ۱۱۲ کلن دی!".

د زړبوډۍ څېړونکو لپاره لا ډېر حیرانوونکې دا ده ځینې هغه کسان چې ۱۰۰ کاله یا ډېر عمر ته رسېږي یقینا د ښې روغتیايي عادتونو غوره بېلګه نه وي.

د ښاغلي نېټو د مشر زوی انټونیو په وینا، پلار یې په داسې حال کې چې یو پاک ژوند تېر کړی او له الکولو یې ځان ساتلی، ویلی شو چې نور سوپر سلیزې ته رسېدونکي لږ څه بې پروا دي.

د فرانسې جېن کالمېنټ، چې ۱۹۹۷ کال کې د ۱۲۲ کلنۍ په عمر ومړه او په رسمي ډول یوازېنۍ انسانه وه چې ۱۲۰ کاله عمر یې کړی، هغې سګرټ څکول او زښت ‌ډېر چاکلیټ یې خوړل.

ساینسپوهان لا هم هڅه کوي پوه شي چې موږ څنګه زړېږو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ساینسپوهان لا هم هڅه کوي پوه شي چې موږ څنګه زړېږو

د ۲۰۱۱ کال یوې څېړنې، چې د امریکا د عمر خوړلو ټولنې ژورنال کې خپره شوې وه او د ۹۵ کلونو یا تر هغې د لوړ عمر لرونکو له ۴۰۰ د ډېرو یهودانو ژوند یې څېړلی و، د ناسمو عادتونو زیاتېدل په ډاګه کړل.

نژدې ۶۰٪ برخه یې ډېر سګرټ څکوونکي وو، نیمایي یې د خپل ژوند ډېره برخه کې ډېر چاغ پاتې شوي وو او یوازې ۳٪ یې سبزي خواره وو. دا له هغو حیرانوونکو حقایقو دي چې ډېرو یې ان نرم او اسوده ورزش هم نه کاوه.

د بريتانیا برایټن پوهنتون د بوډاتوب بیولوژۍ پروفیسرریچرډ فراګر چې د زړښت د مطالعې یو مخکښ کارپوه دی، وايي: "هغو کسانو ته چې د دومره اوږد ژوند په اړه دلچسپي لري، لومړی څه موږ دا ویلی شو چې سلیزې ته رسېدونکو یا سوپر سلیزو ته رسېدونکو ژوند بڼې مه تعقیبوئ".

فراګر زیاتوي: "دوی کې یوه ځانګړې استثنايي ځانګړتیا شته. ځکه دوی دقیقا هغه څه کوي او د هغه څه مخالف وي چې موږ پوهېږو له یو چا سره اوږد ژوند کولو کې مرسته کولی شي."

ساینسپوهان شک لري چې په دې اوږده عمر کې وراثي لاملونه هم لوی رول لوبوي.

سلیزې ته رسېدونکي (او سوپر سلیزې ته رسېدونکي) داسې ښکاري چې د وخت په تېرېدو سره له هغو زیانونو ځان وساتي چې د ځوانو نسلونو ژوند اغېزمنوي. هغوی داسې هم ښکاري چې له ناسمو عادتونو ځان ته د تاوان ورکولو توان هم لري، هغه عادتونه چې زموږ ډېری کسانو پښې تر قبره رسوي.

ایا موږ لا هم ډېر اوږد ژوند کولی شو؟

ځینې ​​زاړه خلک د حیرانتیا وړ غیر صحي عادتونه لري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې ​​زاړه خلک د حیرانتیا وړ غیر صحي عادتونه لري

۱۰۰ کلنۍ ته د رسېدونکو کسانو زیاتوالي ساینسپوهان دې پوښتنې ته هڅولي چې ایا د انسان د ژوند اوږدوالي بریدونه هم پراخېدلی شي.

د امریکا د واشنګټن پوهنتون څېړونکي ادعا کوي چې د دې پېړۍ په اوږدو کې به د ژوند د اوږدوالي استثنايي حدود نوي اوږده حد ته ورسېږي – او ممکن داسې کسان ولرو چې د خپلې زوکړې پر کېک ۱۲۵ یا ان ۱۳۰ څراغونه بل کړي.

احصائیه پوه او د دې څېړنې شریک لیکوال میکایل پیرس وایي: "موږ باور لرو نژدې یقیني ده چې څوک به تر ۲۱۰۰ پورې د اوسني عمر ریکارډ مات کړي او دا خورا ممکنه ده چې څوک به ۱۲۶، ۱۲۸ یا حتی ۱۳۰ کلونه ژوند وکړي."

پیرس او پروفیسور اډرین رافټري د اوږد عمر په اړه نړیوال ډیټابیس کارولی چې د راتلونکو لسیزو لپاره د اوږد عمر حدود انځور کړي. د دوی موندنې ښيي نژدې ۱۰۰٪ امکان شته چې د کالمیټ ریکارډ به راټیټ شي او ۶۸٪ دا شونتیا شته چې یو څوک به خپله ۱۲۷ کلیزه ولمانځي.

دا ښځتابه کې هم مرسته کوي: د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر ۹مې پورې، د نړۍ د تر ټولو زړو ژوندیو کسانو له ډلې له ۵۰ څخه ۵۰ یې ښځې دي – حال دا کې چې ښاغلی نېټو په ۵۴مه درجه کې دی.

په هر حال، لا هم ډېرې داسې پوښتنې شته چې ساینس یې باید د زړښت لوبې په بشپړ ډول پوهېدو لپاره ځواب کړي.

د لندن کېنګز کالج د زړښت د څېړنې مشر ډاکټر ریچرډ سیوو باور لري چې د باکیفیته ژوند د ستونزو د حل لپاره دا پوهه ترلاسه کول اړین دي، په ځانګړې توګه د هغه وخت لپاره چې د نړۍ زوړ نفوس په زیاتېدو دی – ملګري ملتونه اټکل کوي چې اوس نړۍ کې له ۶۵ کلونو د لوړ عمر کسان له ۵ کلونو د کم عمر ماشومانو پرتله زیات دي.

سیوو زیاتوي: "دلته تر ټولو لویه پوښتنه دا نه ده چې موږ څومره اوږد ژوند کولی شو، بلکې دا ده چې څنګه د زړښت اړوند کمزورتیا پیل وځنډوو او د اوس پرتله اوږده موده روغ پاتې شو."

"په دې ډول، که موږ دومره نېکبخته یو چې زړښت ته ورسېږو، نو له هغو کلونو خوند واخلو، نه دا چې پرې وځورېږو."