ایا روژه ستاسو د کار پر تولید اغېز لري؟

یوه ښځه په کاري دفتر کې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه ښځه په کاري دفتر کې
    • Author, شذى فيصل
    • دنده, بي‌بي‌سي عربي

ځینې کارکوونکي د ورځې په اوږدو کې د نه خوراک او څښاک له امله د ستړیا او د تمرکز د کمېدو له ستونزې سره مخامخېږي، په داسې حال کې چې نور بیا مثبتې اغېزې لکه د تمرکز زیاتوالی او د کاري دندو د تنظیمولو د وړتیا ښه کېدل احساسوي.

د رمضان میاشت په را رسېدو، ډېری عربي او اسلامي هېوادونه د کار ساعتونه کموي، دا کار ممکن له کارکوونکو سره دا احساس پيدا کړي چې خپلې دندې تر روژه ‌ماتي یا ان د دې میاشتې له پای ته رسېدو وروسته وځنډوي.

ډېرو څېړنو پر دماغ او فزیکي فعالیت د روژې پر اغېزو رڼا اچولې، چې دا موضوع مستقیماً د کارکوونکو پر کاري فعالیت هم اغېز لري. که څه هم ساینسي څېړنې روژه د تمرکز او انرژۍ د زیاتوالي لپاره ګټوره بولي، خو اصلي پوښتنه دا ده: ایا دا ګټې د رمضان پر مهال د کارکوونکو په فعالیت کې واقعاً څرګندېږي؟

روژه – د تمرکز د زیاتوالي او د دماغي انرژۍ د هڅولو لاره

د انسان دوه ټوتې شوي ماغزه یوه اټکلي انځور کې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د انسان د دوه ټوتې شوي ماغزه یو اټکلي انځور کې

د ستړیا احساس له یو شمېر فزیکي او ذهني عواملو سره تړاو لري، چې د روژې پر مهال پر بدن اغېز کوي، لکه د وینې د شکرې کمښت، د مایعاتو کموالی او د ورځني مهالوېش بدلون. له همدې امله، اړینه ده چې بدن له دغو شرایطو سره ځان عیار کړي، چې کاري فعالیت او تمرکز ښه شي.

د دماغي او عصبي ناروغیو مشاوره ډاکټره مي بدرالدین بدر څرګندوي چې روژه د دماغي روغتیا لپاره مهمې ګټې لري، ځکه چې دا د دماغي انرژۍ د زیاتوالي، ادراکي وړتیا د پیاوړتیا او د تمرکز د ښه والي لامل ګرځي. دا د عام تصور برعکس دی، چې روژه د ستړیا لامل ګرځي او ذهني فعالیت کموي.

ډاکټره مي بدرالدین له بي بي سي سره په خبرو کې وايي، روژه د دماغ لپاره ډېر مثبت اغېز لري. له دې اغېزو یوه مهمه دا ده چې روژه دماغ "کیتوني" تغذیې حالت ته داخلوي، چې پکې دماغ د انرژۍ لپاره پر "کیتون" موادو تکیه کوي. دا چاره تمرکز پیاوړی کوي او ذهني فعالیت په لوړه کچه ښه کوي.

کیتوني تغذیه څه ته وايي؟

کیتوني تغذیه هغه بهیر دی چې بدن پکې کیتون اسیدونه تولیدوي، کله چې د انرژۍ لپاره له غوړو کار اخلي، نه له کاربوهایډریټونو. دا بهیر د روژې له امله د لوږې له کبله تحریکېږي، چې بدن پکې د انرژۍ بدیلې سرچینې تولیدوي.

ډاکټره بدرالدین زیاتوي، دا حالت دماغ د ځینو عصبي ناروغیو لکه الزایمر څخه ساتي. همداراز، د شکرې کمښت د دماغي روغتیا د پیاوړتیا او اوږد عمر لپاره ګټور ګڼل کېږي. سربېره پر دې، روژه د عصبي وده ورکوونکو عواملو لکه د عصبي نمو عامل (NGF) تولید ته وده ورکوي، چې د دماغي حجرو بیا رغېدو او فعالیت ته ګټه رسوي.

ساینس او روژه

ډاکټره بدرالدین اشاره کوي چې نا مسلمانو څېړونکو هم له ۱۰ تر ۱۲ ساعتونو د روژې اغېز څېړلی او پایلې یې ښودلې چې روژه د دماغي عمر، ادراکي وړتیا او د زده کړې قوت ته وده ورکوي – چې دا د عام تصور خلاف دی.

په ۲۰۱۷ کال کې، د (نیورولوژي انټرنېشنل) مجلې یوې څېړنې د رمضان د روژې پر مهال د سیرټونین، ډوپامین او عصبي ودې عواملو کچې وڅېړلې. پایلې وښودلې چې د روژې پر مهال:

سیروټونین (چې پر مزاج او عصبي وظایفو اغېز لري) زیاتېږي،

BDNF (د دماغي حجرو د ودې لپاره اړین پروټین) لوړېږي،

NGF (د عصبي حجرو د ودې او ساتنې عامل) پیاوړی کېږي.

دا زیاتوالی په ځانګړي ډول د رمضان د ۱۴مې ورځې پرتله په ۲۹مه ورځ کې ډېر څرګند و، چې دا د روژې مثبت اغېز منعکسوي.

ولې ځینې خلک د رمضان په میاشت کې د کمې انرژۍ احساس کوي؟

کارکوونکي یوه ګودام کې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کارکوونکي یوه ګودام کې

رعد خالد، چې د یوې فابریکې مالک دی، وايي د رمضان په میاشت کې د کارکوونکو فعالیت د پام وړ کمیږي، هم په اداري چارو کې او هم په تولیدي برخو کې. ځینې وختونه دا کمښت تر ۵۰٪ پورې رسېږي.

نوموړی وايي، سره له دې چې د کار ساعتونه لنډ شوي، خو بیا هم د کارکوونکو انرژي ټیټه وي او د حاضرېدو کچه هم ښکته راځي. دا چاره د تولید سرعت کموي، چې د پیرودونکو د اړتیاوو پوره کول ستونزمنوي. له همدې امله، د کار ساعتونه یې تر ډېره ماښام ته انتقال کړي، چې لږ تر لږه ضروري کارونه سرته ورسوي.

د تغذیې متخصصه فاتن النشاش وايي چې روژه بدن د سمیاتو (زهرجنو موادو) د تصفیې او د حجرو د بیا رغولو لپاره فرصت برابروي، چې دا چاره تمرکز او انرژي زیاتوي. خو د ځینو کسانو د ستړیا او د تمرکز د کمښت اصلي لامل ناسالم خوراکي عادتونه او غلطې کړنې دي.

النشاش وايي:

  • د خوړو د اندازې زیاتوالی - خلک د روژه ماتي پر مهال ډېر خواړه خوري، په ځانګړي ډول خواږه او غوړ لرونکي توکي، چې دا چاره د انرژۍ پر ځای د سستۍ لامل ګرځي.
  • د خوړو ناسم وېش - کله چې د خوړو وېش متوازن نه وي، بدن ته لازمي مواد نه رسېږي، چې د ستړیا لامل کېږي.

د پېشلمي پرېښودل – تر ټولو لویه تېروتنه

النشاش په دې باور ده چې د پېشلمي پرېښودل د روژې پر مهال یوه له لویو تېروتنو ده. نوموړې وايي، پېشلمی د بدن د انرژۍ اصلي سرچینه ده، چې د ورځې د انرژۍ او فعالیت د ساتلو لپاره مهم رول لري. ځینې خلک سحور نه کوي یا له اذان څو ساعته مخکې یې خوري، خو غوره دا ده چې سحور تر اذان لږ مخکې وخوړل شي.

النشاش وايي، سره له دې چې روژه بدن پاکوي، خو که خواړه ناسالم وي، دا ګټې له منځه ځي. د سره کړل شویو خوراکونو، کریم‌ لرونکو ښوروا (سوپ) او د درنو خواړو ډېر استعمال د روژې مثبتې اغېزې محدودوي.

د خوږو خوراکي توکو ډېره استفاده د بدن لپاره زیانمنه ده، ځکه چې دا د انرژۍ ناڅاپي لوړوالی او بیا ناڅاپي کمښت رامنځته کوي، چې له امله یې بدن کمزوری او ستړی محسوسېږي.

د اوبو کمښت - د انرژۍ د کمښت پټ لامل

النشاش ټینګار کوي چې اوبه د بدن او دماغ د روغتیا لپاره اړینې دي. اوبه د بدن فعالیت، تمرکز او انرژي ښه کوي، خو ډېری خلک د روژه ماتي او پېشلمي ترمنځ کافي اوبه نه څښي. ځینې خلک اوبه پر جوسونو بدلوي، خو دا ناسمه کړنه ده، ځکه چې جوسونه ډېر شکر لري او د بدن اړتیاوې نه پوره کوي.

د رمضان په میاشت کې د کارکوونکو د انرژۍ او تمرکز کموالی یوازې د روژې له امله نه، بلکې د ناسمو عادتونو او تغذیې له کبله دی. د کار موثریت او د بدن روغتیا د متوازنو خوړو، کافي اوبو او سحور ته توجه ورکولو سره ښه کېدای شي.

 کورني خواړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کورني خواړه

فاتن النشاش وايي چې د رمضان پر مهال د ورزش کمښت د بدن پر انرژۍ مستقیم تاثیر لري. ډېری خلک د دې میاشتې پر مهال ورزش پرېږدي او ان هغه کسان چې ورزش نه کوي، له معمول ډېر ویده کېږي، چې دا چاره سستي او ستړیا ډېروي.

النشاش زیاتوي چې بدن د خوب مشخص روټین ته عادت وي، خو د رمضان په راتګ سره دا ریتم بدل شي، چې د خوب ساعتونه او کیفیت اغېزمنوي. د شپې د کم خوب له امله، د کارکوونکو د کار ساعتونه اغېزمنېږي، چې ځینې کارکوونکي د خوب د کمښت له امله د کار ساعتونه ځنډوي.

"زرینه موکه"

هغه کسان چې د روژې پر مهال د سر درد احساس کوي، دا اکثر د کافین او نیکوتین د پرېښودو نښې نښانې دي. د چای، قهوې او سګرېټو عادت خلک د روژې پر مهال د سر درد او ستړیا تجربه کوي، ځکه چې بدن د نیکوتین او کافین کمښت ته عکس العمل ښيي.

النشاش سپارښتنه کوي هغه کسان چې چای، قهوه، یا سګرټ ته عادت دي، باید له رمضان مخکې خپل مصرف ورو ورو راکم کړي. دا کار باید د څو اوونیو په اوږدو کې وشي، لکه د قهوې وختونه ځنډول او د مصرف اندازه کمول، تر څو بدن ورو ورو له دې بدلون سره عادت شي.

النشاش رمضان یوه غوره موقع ګڼي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې غواړي د سګرټ څکولو پرېښودو یا د کافین کمولو ته مخه کړي؛ ځکه چې نیکوتین او کافین یو ډول اعتیاد دي او د رمضان نظم انسان ته فرصت ورکوي چې له دې عادتونو ځان خلاص کړي.

یوه ډله خلک په یوه غونډه کې چارټ ته ګوري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه ډله خلک په یوه غونډه کې چارټ ته ګوري

ډېری شرکتونه د دې هڅه کوي چې د رمضان پر مهال د خپلو کارکوونکو تولید وساتي، ترڅو دوی کارونو ته دوام ورکړي.

د بشري سرچینو کارپوه محمد حزيّن وايي چې د رمضان ځانګړي شرایط باید په پام کې ونیول شي او شرکتونه باید هر حالت جلا وڅېړي. د کار ساعتونو انعطاف اړین دی، ځکه چې د خوب او ویښ پاتې کېدو وختونه د کارکوونکو ترمنځ توپیر لري.

حزيّن ټینګار کوي چې شرکتونه باید د اوږدو ناستو مخه ونیسي، ځکه چې دا کار د روژه‌ تیانو لپاره ستونزې زیاتوي. پر ځای یې باید د ورځې په پیل کې د کارونو تنظیم ته لومړیتوب ورکړي، ځکه چې د سهار په وخت د کارکوونکو انرژي لوړه وي.

هغه مني چې په رمضان کې ناوخته راتلل یا غیرحاضري یوه عامه مسله ده، خو شرکتونه باید دا حالت په سمه توګه تحلیل کړي.

  • د کار بیا تنظیم
  • د مناسبو تشویقي ګامونو اخیستل
  • د غفلت مخنیوی، که دا قصدي وي

صنعتي شرکتونه اکثراً د کار ساعتونه تنظیموي. ځینې شرکتونه موندلي چې حتی که د کار ساعتونه کم شي، تولیدیت لوړ پاتې کېدای شي، ځکه چې کارکوونکي له محدودو ساعتونو اعظمي ګټه اخلي.