سړه خونه ستاسو پر بدن څه ډول اغېز کوي؟

د عکس سرچینه، James Gallagher
- Author, جېمس ګالاګر
- دنده, بي بي سي
کله چې د وژونکو سړو خبره کېږي، نو زما ذهن ته هغو کسانو انځور راځي چې شمالي قطب ته د سپړلو لپاره تللي وي او له ږیرو یې د یخ ټوټې ځوړندې وي، یا هغه کسان چې د اېورېسټ غرونو ته ختلي وي او بیا یې له ډېرو سړو ګوتې تورې اوښتې وي او د هایپوترمیا (hypothermia) حالت سره مخ شوي وي.
هایپوترمیا یو داسې خطرناک حالت دی چې که د انسان د بدن د تودوخې کچه په کې تر ۳۵ درجو ټیټه شي نو بدن په بېړه تودوخه له لاسه ورکوي او نشي کولی هومره تودوخه تولید کړي چې له لاسه یې ورکوي. دا بیا بدن کې د ځینو مهمو دندو د د فعالیت د ورو کېدو لامل کېږي چې له امله یې انسان ته ګنکستیا، کمزوري همغږي، خبرو کې پڅ والی او ورپسې د زړه حملې سره مخ کېدی شي، که درمنله یې ونشي. دا ستونزه یو بېړنی طبي حالت بلل کېږي.
ځکه نو کله چې رانه وغوښتل شول چې د سړو په یوه داسې تجربه کې برخه واخلم چې د هوا درجه به کې له ۱۰ ټیټه وه، هو ۱۰درجې.
دا زما لپاره ډېره سړه نه وه او له یخ نیولو خو بېخي لیرې وه. ښکاره خبره ده چې له قطبي باد سره خو یې بېخي تړاو نه درلود. ما فکر کاوه هوا باید تر دې ډېره سړه شي چې د انسان پر بدن فشار راشي. خو زما فکر ناسم و.
پروفیسور ډامیان بېلي چې د لویدیځ وېلز پوهنتون استاد دی راته وویل: "ډېره سړه نه ښکاري، خو دا یوه ریښتینې ارواهي ننګونه ده".
هغه زه خپل لابراتور ته وروبللم چې زموږ پر بدن د سړو کورونو اغېز وسپړي او دا چې ولې هغه هوا چې ډېره سړه هم نه ښکاري وژونکې کېدی شي.
پروفیسور بېلي وايي: "که خلک د کورونو د تودولو وس ونلري نو۱۰ درجې د هغې منځنۍ کچې تودوخه ده چې خلک به په کې ژوند کوي."
زه بیا ډېر ژر پر دې پوه شوم چې د ۱۰ درجو تودوخه د انسان پر زړه، سږو او مغزو پر فعالیت ژور ډول اغېز لري.
زه یې د لابراتوار په یوه څنډه کې یوې چاپېریالي خونې ته ننه اېستم. دې خونه کې دېوالونه له ځلېدونکو فلزاتو جوړ شوي او دروازې یې هم پرېړې او درندې دي. په دې خونه کې هوا ایساره ده او ساینسپوهان کولی شي د تودوخې، لندبل او اکسیجن کچه په کره ډول تنظیم کړي.
لومړی د ۲۱ درجو تودوخۍ څپه راباندې ولګېده. پلان دا دی چې دا تجربه له ۲۱ درجو پیل شي او بیا۱۰ ته راټیټه شي او وکتل شي چې زما بدن سړې هوا ته څه ډول غبرګون ښيي.
تر هر څه مخکې یې زه د کېبلونو له لارې له ګڼو پرمختللو وسایلو سره ونښلولم. دا تر ټولو ژوره طبي څېړنه چې زما بدن تر اوسه تجربه کړې ده.
زما پر سینه، لاسونو او پښو سېنسرونه لګول شوي چې زما د بدن تودوخه، د زړه ضربان او د وینې فشار وڅاري.
پروفیسور بېلي وايي: "ته به د ستورو جګړې فلم د یوه کرکټر په څېر ښکارې"، په داسې حال کې چې یو بل سېنسر او اوږد کېبل هم زما له بدن سره نښلول کېږي.
پر سر مې یوه ځانګړې اله لګول کېږي چې مغز کې د وینې جریان وڅاري، دا هغه وخت دی چې زما په وروځه د خولو لومړنی څاڅکی راڅرګندېږي. د الټراسونډ ماشین بیا زما د غاړې دوه شریانونه څاري (چې مغز ته د وینې د ورتګ هغه غږ واوري چې "وش، وش" کوي. دا ډېر په عجیبه ډول ډاډورکوونکی غږ دی)، او زه په یوه داسې لوی پایپ کې ساه باسم، چې هغه هوا څېړي چې زه یې له خولې باسم.

د عکس سرچینه، جېمسګالاګر
ااندازه وشوه. ساینسپوهان اوس پوهېږي زما بدن د ۲۱ درجو تودوخه کې څه ډول کار کوي. اوس پکي چالانېږي او یو یخ باد ورو ورو د خونې د تودوخې کچې راټیټوي.
پروفیسور بېلي راته وایي: "همدا اوس چې موږ خبرې کوو ستا مغز ستا وینه او د تودوخې کچه "څکي" او بیا ټول بدن ته سېګنالونه لېږي."
هدف دا دی چې زما د بدن د زړه او ځیګر په ګډون د مهمو غړو تودوخه د نږدې ۳۷ درجو په تودوخه کې وساتل شي.
زه لا هم د هغو ژورو بدلونونو په اړه نه وم خبر چې زما د بدن دننه روان وو، خو له بهره یې واردمخه نښې څرګندې شوې وې.
کله چې د خونې تودوخه ۱۸ درجو ته راکښته شوه، زه نور نه خولې کېدم او د لاسونو وېښتان مې پورته شول چې د بدن تودوخه وساتي.
پروفیسور بېلي د پکیو د پاسه غږ کوي او وايي: "ساینس موږ ته وایي چې د ۱۸ درجو تودوخه د بدلون پیل دی. اوس بدن د مرکزي تودوخې د ساتلو لپاره کار پیلوي."
وروسته زما ګوتې سپینې اوړي او یخ احساسوي. زما لاسونو کې د وینې رګونه بندېږي چې ورته د رګونو تنګېدل (vasoconstriction) هم ویل کېږي چې له مخې یې د بدن د مهمو غړو لپاره وینه توده وساتل شي.
که زه نارینه نه وای ښايي دا هر څه تر دې هم ژر شوي وای.
د پورټسمت پوهنتون ډاکټره کلېر اېګلېن وایي: "په عام ډول ښځې د هورمونونو له امله ډېر ساړه احساسوي، او د دوی د لاسونو او پښو د وینې رګونه ژر تنګېږي… او همدا موږ ته د سړو احساس راکوي."
په لومړي ځل چې مې ځان په رپېدا پیل وکړ د خونې درجه ۱۱،۵ درجې وه. دې وخت کې مې عضلو د تودوخې د تولید لپاره په رپېدا شوې.
د تودوخې په ۱۰ درجو کې بیا پکي ودرول شول. د نارامۍ احساس مې کاوه. خو یخ نه وم نیولی ځکه موږ د بدن د تودوخې کچه په وار وار ښکته او پورته کړه. ډېر ژر بیا څرګنده شوه چې زما هغه ګومان ناسم و چې فکر مې کاوه چې مې شک کاوه د ۱۰ درجو تودوخه به زما پر بدن اغېز وکړي.
پروفیسور بېلي وایي: "بدن په ۱۰ درجو کې په ریښتیا ډېر سخت کار کوي."
هغه څه چې ماته یې ټکان راکر مغز ته د وینې په جریان کې بدلون و او دا چې څومره ډېر وخت یې ونیوه چې د شکلونو د تنظیمولو یوه ساده لوبه بشپړه کړم.
زه هېڅکله نه غواړم په یوه سړه خونه کې د ښوونځي کورنی کار وکړم او یا دا چې دغه حالت د ډیمېنشیا یا مغز کمزورۍ په څېر کومې ناروغۍ سره یو ځای شي.
پروفیسور بېلي وایي: "ته خپل مغز ته لږ وینه رسوې، ځکه نو مغز ته کم اکسیجن او کم ګلوکوز رسېږي. د دې کار منفي اړخ دا دی چې دا ستا پر ذهني وړتیاوو منفي اغېز کوي."
خو زما بدن خپله اصلي موخه ترلاسه کوي، یعنې د بدن د مرکزي برخې تودودخه ثابته ساتي. خو یوازې دومره چې بدن اړ دی لا ډېر کار وکړي.
زما زړه په چټکۍ او شدت سره بدن ته توده وینه لېږي چې د وینې فشار هم ورسره لوړېږي.
پروفیسور بېلي راته وایي: "د وینې فشار لوړوالی د فالج یا سټروک د خطر لامل دی، او د زړه د حملې لپاره هم خطر زیاتوي."
پخپله وینه هم بدلېږي. پروفیسور بېلي وایي: "وینه یو څه د شربت په څېر ټینګېږي" او همدا ټینګه وینه بدن کې د خطرناکو بندښتونو احتمال زیاتوي.
همدا لامل دی چې د ژمي موسم کې د زړه حملو او فالجو پېښې ډېرېږي.

د عکس سرچینه، جېمس ګالاګر
پروفیسور بېلي وايي: له نېکه مرغه کله چې مې دغه تجربه پیلوله ما "غښتلي رګونه" درلودل خو د بدن دننه دغه بدلونونه د هغو کسانو لپاره چې د زړه ستونزې لري او د پاخه عمر کسانو لپاره جدي خطر دی.
پروفیسور بېلي وایي: "شواهد په څرګند ډول ښيي چې ساړه د ګرمۍ پرتله ډېر وژونکی دی، د سړې څپې له امله د مړینې کچه د ګرمو څپو پرتله لوړه ده."
هغه زیاتوي: "نو زه په ريښتیا فکر کوم چې د سړو اړوند خطرونو ته باید لا ډېر پام وشي."
ساړه د ویروسونو لپاره هم مناسب دی
ساړه د ژمي په میاشتو کې د ډېرو انتاناتو لکه زکام/رېزش په څېر ناروغیو په خپرېدو کې مرسته کوي.د نمونیا په څېر ناروغي چې د سږو التهاب له امله رامنځته کېږي په سړه هوا کې لا ډېرېږي.
ویروسونه په ژمي کې ځکه په اسانه خپرېږي چې زموږ ډېر لیده کاته په کوردننه وي، په داسې حال کې چې کړکۍ تړلې وي او تازه هوا دننه نه راځي چې ویروسونه د باندې وباسي.
همداراز سړه هوا کې له بدنه د ویروسونو بهر پاتې کېدو چار اسانوي ځکه په سړه هوا کې د ویروس د وژلو لندبل کم وي.
ډاکټره اکیکو ایواساکي، د ییل پوهنتون معافیت پېژندنې متخصصه ده، وایي: "په وچه هوا کې ویروسونه کولی شي دا لا اوږد واټن سفر وکړي". هغې هم داسې تجربې کړي چې ښيي سړه هوا کې ساه اخیستل د پوزې د معافیت سیستم اغېزمنوي.
ډاکټر ایواساکي وایي: "په سړه هوا کې ستاسو د بدن د معافیت د غبرګون ډېر فعالیت نه کوي، او دا د دې لامل کېږي چې ویروس په پوزه کې ښه وده وکړي."
د سړو پر وړاندې څه کولی شو؟
غوره حالت به دا وي چې د هغې خونې تودوخه لږ تر لږه ۱۸ درجې ګرمه کړو چې موږ په کې واوسېږو. خو که دا کار شونی نه وي، پروفیسور بېلي وایي: "دا داسې ده لکه تاسو چې د غرختنې سفر ته چمتو والی نیسئ."
د هغه سپارښتنې دا دي:
- داسې جامې واغوندئ چې ګرمې وي، لکه له وړیو جوړې شوې جامې
- د خولۍ پرتله دستکشې او ګرمې جرابې ډېرې مهمې دي (خو له وړۍ جوړې خولۍ هم مرسته کوي)
- داسې خواړه وخورئ چې ډېر کاربوهایډرېټ ولري
- لا ډېر وخوځېږئ چې بدن مو تودوخه تولید کړي، نه دا چې یوازې پر څوکۍ کېنئ او ټلوېزیوتن وګورئ











