کابل کې د لمریزې برېښنا تولید: په ټوله کې افغانستان څومره برېښنا ته اړتیا لري؟

د عکس سرچینه، RTA
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بيبيسي، لندن
افغانستان کې د برېښنا د تولید د هڅو په لړ کې د سې شنبې پر ورځ د کابل سروبي ولسوالۍ نغلو سیمه کې د ۲۲،۷۵ میګاواټ لمریزې برېښنا تولید دستګاه ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.
د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا، دا پروژه د افغانستان په خپله بودیجه د یوه ترکي شرکت په همکارۍ بشپړه شوې چې د شاوخوا "۲۳ زره "کورونو د روښانولو ظرفیت لري.
د طالبانو د برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر وايي، د دغې پروژې یوه اندازه برېښنا کابل ته هم ورکول کېږي چې وخت نا وخت په ژمي کې د وارداتي برېښنا له سخت پرچاوي سره مخامخ وي.
تر ټولو د پاکې او ارزانې انرژۍ (لمریزې برېښنا) د تولید پر دغې دستګاه تېر کال کار پیل شوی و او کابل کې له لمر څخه د برېښنا د تولید یوه له سترو پروژو بلل کېږي.
په پرانيست غونډه کې یې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، افغانستان کې "له تېر یوه کال راهیسې د ۱۲۰۰ میګاواټه برېښنا پر تولید پانګونه شوې ده."
هغه وویل هېواد یې لا هم په وارداتي برېښنا متکي دی. ښاغلي حنفي ومنله چې د وړتیا او ظرفیت نشتوالي له کبله خو ان ځینو هغو سیمو ته د وارداتي برېښنا په لېږد کې پاتې راغلي چې هېڅ برېښنا نه لري.
نوموړي وویل هڅه کېږي داسې سیمې په کور د ننه په تولید شوي برېښنا روښانه کړي.
افغانستان کې د برېښنا اړتیا

کابل کې د لمریزې برېښنا دا دستګاه داسې مهال بشپړه او کار پیلوي چې په افغانستان کې خلک د برېښنا له کمښت او پرچوي څخه شکایت لري.
دلته د برېښنا کمښت له کورونو نیولې تر تولیدي دستګاوو او فابریکو محسوس دی خو له تېر یوه کال راهیسې د اړتیا وړ برېښنا د تولید کمساري ژمنې او هوکړې شوي.
رسمي معلومات ښیي چې، افغانستان د کورونو اړتیاوو پوره کولو لپاره هر کال څه باندې "پنځه زره میګاواټه" برېښنا ته اړتیا لري.
ویل کېږي چې د صنعتي پارکونو او تولیدي دستګاوو فعالولو لپاره ټولټال له "لسو زرو میګاواټه" ډېرې برېښنا ته اړتیا ده.
د شمېرو له مخې دا مهال افغانستان "۲۰ سلنې تر ۳۰ سلنې پورې" خپله برېښنا لري او له "۷۰ تر ۸۰ سلنې پورې" برېښنا له بهر په تېره بیا له ګاونډیو هېوادونو واردوي، خو دا اندازه لا هم په کور دنننه اړتیا نه پوره کوي.
افغانستان د څومره برېښنا د تولید ظرفیت لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د راپورونو پر بنسټ افغانستان د برېښنا او انرژۍ د تولید له اړخه یو له بډایه هېوادونو شمېرل کېږي چې د انرژۍ د تولید پرېمانه او پراخه سرچینې لري خو له دغو سرچینو پر استفادې لا یو حکومت هم نه دی بریالی شوی.
تېز بادونه، د کال شاوخوا لس میاشتې روښانه لمر، روانې اوبه، د ځمکې لاندې پرېمانه د ډبرو سکاره، ګاز او تېل او ان خزلې افغانستان کې د انرژۍ او برېښنا د تولید مهمې او د لاسرسي وړ سرچینې دي.
د څېړنو له مخې، افغانستان له اوبو څخه ۲۳زره میګاواټه، له لمر څخه ۲۲۳ زره میګاواټه، له باد څخه ۶۸ زره میګاواټه او له ګازو څخه شپږ سوه میګاواټه برېښنا تولیدولی شي.
همدارنګه افغانستان کې له خزلو یا کثافاتو د څلور زره میګاواټه او تر ځمکې لاندې حرارت څخه هم د ۴۰۰۰ میګاواته برېښنا د تولید اټکل کېږي.
افغانستان کې د برېښنا د تولید ژمنې او هڅې
د طالبانو حکومت چارواکي وايي د افغانستان بېلابېلو سیمو کې دا مهال د بادي، لمریزې، ډبرو سکرو او اوبو څخه د برېښنا د تولید وړې او غټې پروژې په پلان کې دي، ځینې یې بشپړې شوي او ځینې یې تر کار لاندې دي.
د طالبانو په حکومت کې د برېښنا شرکت اجراییوي مشر عبدالباري عمر نغلو کې د لمریزې برېښنا تولیدي دستګاه بشپړېدو غونډه کې وویل همدې سیمه کې له ډبرو سکرو څخه هم د "۱۱۴ میګاواټه" برېښنا تولید پروژه په پلان کې ده چې ژر به بشپړه شي.
ښاغلی عمر د برېښنا شرکت له اوسني حالته هم خوښ برېښېده او په ټکو یې دا اداره اوس له تاواني او پوروړي حالته د ګټې او عایداتو په یوه مهمه سرچینه بدله شوې.
نوموړي د سې شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د برېښنا شرکت ټولو پورونه یې پرې کړي، دوی اوس د کسر او تاوان له حالته وتلي او دا مهال د حکومت بودیجې ته میلیاردونه افغانۍ جمع کوي.
خو په افغانستان کې بیا ځینې خلک شکایت او ادعا کوي چې د برېښنا پرچوي ډېره او د برېښنا مصرف کم خو میاشتني بیلونه بیا ډېر راځي.
ځینې خلک له حکومته غواړي چې په دې برخه کې باید روڼتیا راولي.
ښاغلی عمر وايي "د برېښنا شرکت کلنۍ بودیجه هم ۵۱ میلیاره افغانیو ته رسېدلې چې په کور د ننه برېښنا تولید توجه په ډاګه کوي."
له دې سره د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د بادي او لمریزو وړو غټو دستګاوو جوړولو تر څنګ د کمال خان بند، د بخش آباد بند، د شا و عروس بند، د سروبي دویم بند په برخه کې له ځینو بهرنیو کمپنیو سره خبرې شوې دي چې په بشپړېدو به یې د برېښنا په برخه کې شته ستونزې تر ډېره بریده حل شي.
د میرویس عزیزي د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا تولید کار کوم ځای ته ورسېد؟

د عکس سرچینه، د ریاست الوزرا دفتر
افغان سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي تېر کال اعلان وکړ چې افغانستان کې د لس زره میګاواټه برېښنا پر تولید پانګونه کوي.
د ښاغلي عزیزي او طالب چارواکو تر منځ په دې اړه شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې کابل کې هوکړه لیک لاسلیک شو او هغه مهال ویل شوي و چې د سروې بهیر ښايي شپږ میاشتې وخت ونیسي او عملي چارې به یې د سروې یا ارزونې له بهیر وروسته پیل شي.
ښاغلي عزیزي د دې چارې پیلیدو په موخه څو ځلې کابل ته سفر وکړ او ویلي یې دي عزیزي شرکت د پروژو د پیل لپاره له بهرنیو هېوادونو د تخنیکي وسایلو په پېرلو بوخت دی.
ټاکل شوې د لس زره میګاواټه تولید شوې برېښنا "۴۰۰۰ میګاواټه" د کورونو او ودانیو د رڼا کولو او "۶۰۰۰ نور" د صنعتي چارو او د صنعتي ښارګوټو د لګښت لپاره ځانګړې شي.
د طالبانو په حکومت کې د برېښنا شرکت اجراییوي مشر عبدالباري عمر وايي، دا مهال د میرویس عزیزي ۱۶ پروژې له دوی سره ثبت دي چې عملیاتي چارو باندې یې عملا کار روان دی.
د راپورونو له مخې د میرویس عزیزي تر څنګ یو شمېر بهرني شرکتونه له ډلې یې د ترکیې "۷۷" شرکت هم افغانستان کې د برېښنا تولید کې ډېر ښکېل دی او عملا د برېښنا شرکت لوی تخنیکي همکار بلل کېږي.
افغانستان کې د برېښنا تولید ته هڅې او ژمنې پر خپل ځای خو دا ویل لا هم سخت دي چې دا هېواد به کله له دې درکه پر ځان بسیا شي.











