کابل کې د ۸۸۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید تفاهملیکونه او تړونونه لاسلیک شول

د عکس سرچینه، @FitratHamd
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بيبيسي
د طالبانو حکومت وايي، په کابل کې "د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ" کنفرانس په درشل کې د برېښنا شرکت او ځینو پانګوالو شرکتونو ترمنځ د ۸۸۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا د تولید او برېښنايي زېربناوو جوړولو تفاهملیکونه او د ۲۸۴ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید تړونونه لاسلیک شول.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر اېکس لیکلي، دا تړونونه په انټرکانټیننټال هوټل کې له کنفرانس وروسته د ریاست الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي په حضور کې لاسلیک شول.
ښاغلی فطرت وايي، پر دې سربېره د ازبکستان او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ هم د ۲۵۰ میلیون ډالرو په پانګونې د سرخان- پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو، د الوان دښتې سب سټېشن پراختیا، د ارغندۍ سب سټېشن پراختیا او همداراز تر شیخ مصري سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځول او د دغه سب سټېشن پراختیا پروژو عملي چارې هم پيل شوې.
دغه کنفرانس کې د طالبانو ځینو جګپوړو چارواکو ویناوې وکړې.
"د پانګونې جذب او د افغانستان د برېښنا سکټور ملاتړ" په نامه کنفرانس کې د اوزبیکستان او ترکمنستان د انرژۍ وزیرانو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ، نړیوال بانک، د اسیا پرمختیايي بانک او د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام او یوشمېر سفارتونو استازو، د کورني او بهرني خصوصي سکتور مسوولینو، غیر دولتي سازمانونو او د نوې کېدونکې انرژۍ ملاتړو بنسټونو استازو هم ګډون کړی.
په دې کنفرانس کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، افغانستان د لویو او منځویو او کوچنیو پانګونو لپاره پراخ او لوی ظرفیتونه لري او د تولیدي سرچینو د خامو موادو د کافي زېرمو لرلو له کبله یو بډایه هېواد ګڼل کېږي.
"له نېکهمرغه افغانستان د لویو، متوسطو او کوچنیو په برخه کې ستر بالقوه ظرفیتونه لري. دا هېواد د تولیدي منابعو د خامو موادو د کافي ذخایرو درلودلو له امله په نړۍ کې یو له غني هېوادونو ګڼل کېږي".
نوموړي وویل، افغانستان چې تر ډېره یې د اړتیا وړ برېښنا له ګاونډیو هېوادونو پوره کېږي، د اوبیزې، بادي او لمریزې برېښنا پراخې سرچینې لري، که ګټه ترې واخیستل شي، نه یوازې د ټول هېواد اړتیا وړ برېښنا به پوره کړي، بلکې نورو هېوادونو ته به هم د انرژۍ د صادرولو جوګه شي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د برېښنا سکټور ته د کورنیو او بهرنیو پانګوالو جذبول او له موجوده فرصتونو ګټه اخیستل خورا مهم وبلل او هیله یې دا وه چې په اړه یې دغه جوړ شوی کنفرانس به ښې پایلې ولري.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
هغه له نړیوالو غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې ټول مالي او بانکي محدودیتونه پای ته ورسوي، ځکه دا محدودیتونه د هېواد اقتصادي پرمختګ ته زیان رسوي او د پانګونې پر بهیر منفي اغېز کوي.
د نوموړي په وینا، دغو محدودیتونو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې پر بهیر ناوړه اغېز کړی او دا د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه نه دي.
کنفرانس ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وویل، دا چې افغانستان د وصل ټکی دی او د سیمې په نښلولو کې خورا مهم رول لري، غواړي د بېلابېلو مهمو پروژو له لارې هېوادونه سره ونښلوي.
امیر خان متقي ډاډ وښود چې د افغانستان ور ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته پرانیستی دی او د طالبانو حکومت د خپل متوازن سیاست له مخې د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی.
د کنفرانس یوه بل ویناوال او د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، افغانستان له ټولو هېوادونو سره متوازن سیاست مخته بیايي او پر همدې اساس اړیکي غواړي، "د نورو په داخلي چارو کې د لاسوهنې اراده نه لري او په عین کې هېچا ته د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي".

د عکس سرچینه، Taliban
هغه پر هغو هېوادونو چې د افغانستان پر تپل شوې جګړې یې پانګونه کړې وه غږ وکړ، چې را دې شي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې دې پانګونه وکړي او د دغه هېواد په رغولو او پرمختګ کې ونډه واخلي.
"ټول هغه هېوادونه چې وړاندې یې په جګړه کې پانګونه کوله، اوس دې راشي او د کانونو، د برېښنا تولید، د ترانسپورت سکټور، کرنه او نورو برخو کې دې پانګونه وکړي. زموږ دروازې دوی ته پرانیستې دي او هرکلی یې کوو".
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي مشر ډاکټر عبدالباري عمر وویل، افغانستان د انرژۍ د تولید ډېرې مهمې سرچینې لري او د طالبانو حکومت له دغو سرچينو د سالمې استفادې لپاره هڅې پیل کړې چې هېواد ځان بسياينې ته ورسېږي.
د هغه په وينا، "د برېښنا له شتون پرته د ټولنې پرمختګ او ځان بسياينې ته رسېدل ناشوني دي او برېښنا د يوه مهم عنصر په توګه د پرمختګ په لاره کې رغنده رول لوبوي".

د عکس سرچینه، Taliban
کنفرانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدین عزيزي وویل، هغه هېوادونه چې نن په صنعتي او اقتصادي قدرتونو بدل شوي، د برېښنا انرژۍ په لاره کې یې مهم او بنسټیز ګامونه پورته کړي دي.
ښاغلي عزیزي وویل د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم ژمن دی چې د انرژۍ په سکټور کې پانګونې ته لار هواره کړي او دې موخې ته د رسېدو لپاره اغېزمن پروګرامونه لري.
د تېرې اګسټ میاشتې لومړیو کې په افغانستان کې د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لیک له لاسلیک کېدو سره سم د دغې پروژې د سروې چارې پیلېږي.
عزیزي ګروپ چې د پروژي اصلي سمبالوونکی دی وايي، د سروې بهیر ښايي شپږ میاشتې وخت ونیسي او عملي چارې به یې د سروې یا ارزونې له بهیر وروسته پیل شي.
ټاکل شوې دا پروژه اووه کاله وخت ونیسي او د لس رزه میګاواتو برېښنا تولید چارې تر ۲۰۳۲ م کاله پورې بشپړې شي.
افغانستان اوسمهال د خپلې اړتیا وړ اتیا سلنه برېښنا له بهرنیو سرچینو پوره کوي او له دې اړخه هر کال له ۲۲۰ میلیونه ډالرو څخه تر ۲۸۰ میلیونه ډالره پورې ګاونډیو هیوادونو ته د برېښنا د لګښت له کبله ورکوي.












