له چین سره د افغانستان نښلولو خوب ریښتیا کېږي؟

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت
د لومړي ځل لپاره کابل د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزې غونډې کوربتوب کوي .د چین د بهرنیو چارو وزیر له یوه سړک او یوه کمربند شبکې سره د افغانستان پر نښلولو خبرې کړې دي. له چین سره د ځمکې له لارې د افغانستان نښلول د طالبانو د حکومت او د پرځېدلي افغان جمهوریت ګډ خوب دی.
امیر خان متقي د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره په غونډه کې وویل چې له دغه هېواد سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم "یو میلیارد ډالرو" ته رسیدلی او "هیله لري چې په نږدې راتلونکي کې به پام وړ زیات شي. "
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې وانګ یي هم د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې "مخ پر وده" بللي او په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزه همکاري یې هم "مهمه" ګڼلې ده.
هغه دا هم ویلي چې بیجینګ غواړي "افغانستان د سړک او کمربند نوښت سره یوځای شي" او له دغه هېواد سره " د کانونو د سپړلو او امکان سنجولو" په برخه کې همکاري پراخه کړي.
په اعلامیه کې د لوګر د عینک مسو کان ځانګړې یادونه نه ده شوې، چې د چین دولتي شرکت اېم سي سي یې د سپړلو کار له ۱۷ کلونو ډېر وخت راهیسې ځنډولی دی. د طالبانو حکومت سږ کال له دغه شرکت سره اړوند تړون ۱۵ کلونه نور وغځوه چې دې سره یې موده ۳۰ کلونو ته زیاته شوه.
دا هم روښانه نه ده چې له سړک او کمربند شبکې سره نښلېدل به د افغانستان په شمال کې د حیرتان بندر له لارې وي، که د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز له لارې چې لسګونه میلیارد ډالر پانګونه پرې شوې ده.
د هند بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز کې د افغانستان د شاملیدو په اړه چین ته رسمي اعتراض کړی، ځکه د دې دهلیز یوه برخه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر نه تیریږي.
هندي رسنیو په می میاشت کې د بیجینګ له پخوانۍ درې اړخیزې غونډې وروسته رپوټ ورکړ چې د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کیرټي وردهان د خپل هېواد پارلمان ته وویل: " د سیپیک نومې پروژې پراختیا او پکې د دریمو هېوادونو هر ډول ګډون هند ته د منلو نه دی. حکومت خپل دا دریځ تل اړوند لورو ته ویلی دی."

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت
لا روښانه نه ده چې د هند له اعتراض وروسته به چین په دغه دهلیز کې د افغانستان له شاملولو لاس واخلي که نه.
سیاسي شنونکی رستم علي سیرت وايي، په دې برخه کې د هند ګواښ "ډیر جدي" نه دی.
په ورته وخت کې ښاغلي وانګ په ډېلي کې د چین او هند د سرحدي په تېره د همالیا اړوند خبرو له ۲۴م پړاو وروسته، کابل ته سفر وکړ. په هغه غونډه کې دواړو هېوادونو په خبرو سره د سرحدي لانجو پر اوارولو ټینګار وکړ.
ښاغلي وانګ د دوشنبې پر ورځ (د اګست پر ۱۹مه) ډیلي ته له رسیدو سره وویل: "هند او چین باید یو بل ته د شریک په سترګه وګوري، نه د سیال یا ګواښ په سترګه."
هغه د سه شنبې پر ورځ د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره تر لیدنې مخکې وویل چې اړیکي اوس د همکارۍ لپاره په "سمه لار" برابر شوي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر هم وویل، هند او چین هڅه کوي "د خپلمنځي اړیکو کې له سختې دورې تېر شي."
د طالبانو حکومت ویلي چې له واخان دهلېز یې د چین پولې پورې ځمکنۍ لار جوړه کړې ده، خو چین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. چینایي رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې د چین په لوري کې د سرحدي ګمرک د نشتوالي له امله له دې سیمې ځمکنی اتصال یا نښلول ممکن نه دي.
د چین یوه اندیښنه هم په افغانستان کې د اویغور بېلتونپالو او توندلارو اسلامي ډلو شتون او فعالیت دی. په نننۍ لیدنه کې هم ښاغلي متقي د چین بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به هیڅکله هم د ګاونډیو هیوادونو پر ضد ونه کارول شي.
د چین بهرنیو چارو وزیر هم وویل چې هغه به د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړي او چین ته د افغانستان د کرنیزو او نورو محصولاتو د صادراتو په وړاندې خنډونه لرې کوي.
ځڼغوزي او زعفران د افغانستان دوه اصلي کرنیز محصولات دي چې بېجینګ ته یې صادروي او په مقابل کې د چین د خصوصي سکتور پانګوالو د افغانستان په مختلفو کانونو کې پانګونه کړې ده.
خو څه وخت مخکې د طالبانو حکومت د کانونو وزارت، په یوه بې ساري ګام کې له یوه خصوصي چینایي شرکت، "ایف-چینا" سره د افغانستان په شمال کې د تیل او ګاز د استخراج د ۲۵ کلونو تړون لغوه کړ.








