افغانستان کې د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لاسلیک شوه

برېښنا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

په افغانستان کې د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لیک له لاسلیک کېدو سره سم د دغې پروژې د سروې چارې پیلېږي.

عزیزي‌ ګروپ چې د پروژي‌ اصلي‌ سمبالوونکی دی وايي، د سروې بهیر ښايي‌ شپږ میاشتې وخت ونیسي‌ او عملي‌ چارې به یې د سروې یا ارزونې له بهیر وروسته پیل شي.

د هوکړه لیک د لاسلیک کولو په دستوره کې د عزیزي‌ کروپ‌ مشر میرویس عزیزي‌ د افغانستان لپاره د لس میلیاردو‌ ډالرو دا پانګونه یوه بې ساری فرصت وباله.

ټاکل شوې د لس زره میګاواټه تولید شوې‌ برېښنا ۴۰۰۰ میګاواټه د کورونو او ودانیو د رڼا کولو او ۶۰۰۰ نور د صنعتي‌ چارو او د صنعتي‌ ښارګوټو د لګښت لپاره ځانګړې شي.

د هوکړه لیک لاسلیک کېدا پر مهال ښکېلو غاړو دا ټینګار هم کاوه چې ګواکې اقتصادي‌ وده او د کاري‌ فرصتونو را منځته کېدل د دغې پروژې بله مهمه برخه ده.

د طالبانو په حکومت کې د اوبو او برېښنا د چارو وزیر عبداللطیف منصور وویل په تړون کې د برېښنا د لېږد موضوع هم په پام کې نیول شوې او په دې تړاو به دوی له خپلو شریکانو سره په ګډه کار کوي.

ټاکل شوې دا لس زره میګاواټه برېښنا د ډبرو له سکرو،‌ اوبیزو سرچینو،‌ لمر او باده ترلاسه شي.‌

قرارداد

د عکس سرچینه، ریاست عمومی دفتر ریاست الوزراء ـ

د عکس تشریح، د هوکړه لیک لاسلیک کېدا پر مهال ویل شوي، چې اقتصادي‌ وده او د کاري‌ فرصتونو را منځته کېدل د دغې پروژې بله مهمه برخه ده.

د پروژې سمبالوونکي‌ وايي،‌ د سروې د بهیر له بشپړېدو او د عملي کار له پیلېدو سره به افغانستان کې د برېښنا د مزو او ستنو فابریکې او د سب سټېشنونو د جوړولو کارونه هم پیل شي‌ چې ۹۸ سلنه کارکوونکي‌ به یې افغانان وي.‌

د دوی په وینا بهرني‌ روزونکي‌ ګومارل شوي‌ چې افغان کاري‌ ځواک په دغو تخنیکي‌ چارو کې وروزي.

ټاکل شوې دا پروژه اووه کاله وخت ونیسي‌ او د لس رزه میګاواتو برېښنا تولید چارې تر ۲۰۳۲ م کاله پورې بشپړې شي.

يه تېرو کلونو کې د اسیا پرمختیایې بانک افغانستان کې د نوې کېدونکي انرژۍ د وړتیا په اړه یوه تفصلي راپور کې ویلي و، چې دغه هیواد د اوبو (هایډرو پاور) په مټ د۲۳ زره میګاواټه برېښنا د تولید سرچینې لري، همدا ډول د لمریزې برېښنا نه د ۲۲۰ زره میګاواټه او د باد په مرسته د ۷۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

افغانستان اوسمهال د خپلې اړتیا وړ اتیا سلنه برېښنا له بهرنیو سرچینو پوره کوي او له دې اړخه هر کال له ۲۲۰ میلیونه ډالرو څخه تر ۲۸۰ میلیونه ډالره پورې ګاونډیو هیوادونو ته د برېښنا د لګښت له کبله ورکوي.