افغانستان کې برېښنا: طالبان يې د مزو غځولو پروژې بشپړوي
افغانستان د انرژۍ په طبيعي سرچینو شتمن هېواد دی، خو د لسيزو جګړو او ناامنيو یې ترې له ګټې اخیستو بې برخې کړی دی.
د افغانستان جمهوري دولت د خپلې واکمنۍ شل کلنه موده، کې د اسيا پرمختيايي بانک، اسلامي پرمختيايي بانک، نړيوال بانک او د امريکا، جرمني، جاپان او هند په ګډ ملاتړ هڅه وکړه چې د پلازمېنې کابل په ګډون خپل ښارونه د ګاونډيو هېوادو په برېښنا روښانه کړي.
د ۲۰۰۹ کال جنورۍ کې لومړی ځل کابل له اوزبکستانه په واردې شوې برېښنا روښانه شو. ورپسې بيا د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو هم د برېښنا واردولو پروژې پيل شوې.
خو پر وړاندې یې تر ټولو لوی خنډ جګړه او د کابل شمال کې د برېښنا ستنو الوزول او ويجاړول وو.
اوس بيا د پرون جنګېدونکو طالبانو، چې برېښنا ستنو ويجاړولو ګوته ورته نیول کېده، واک ته له رسېدو وروسته د برېښنا مزو غځولو پروژو بشپړولو تابيا کړې ده.
سيد عبد الله نظامي پرې راپور جوړ کړی.



