له ځمکې سره د فضايي اجسامو د ټکر احتمال؟ څلور یې داسې دي چې ساینسپوهان پرې پام لري

د عکس سرچینه، SPL
- Author, یمیسي ادیګوکي
- دنده, بي بي سي نړیواله څانګه
ډېر خلک یوازې هغه مهال د اسټروېډونو (کوچنيو فضايي اجرام یا سیارګیو) په اړه فکر کوي، چې پر ساینسي موضوعاتو چمتو شوي فلمونه ګوري یا د هغو رپوټونو اورېدو او لوست پر مهال یې پام وراوړي چې ښايي یو اسټروېډ له ځمکې سره ټکر شي.
خو په نړېواله کچه، یو شمېر مرکزونه او ستورڅارونکي شته چې دا اسټروېډونه څاري او دوی د څو لاملونو له کبله دا څېړنه کوي.
اسټروېډونه د لمریز نظام د جوړېدو له وخته پاتې ډبرین جسمونه دي، چې فکر کېږي، شاوخوا ۴.۶ میلیارده کاله مخکې رامنځته شوي. تر یو میلیون ډېر پیژندل شوي اسټروېډونه شته، او ډېری یې د مریخ او مشتري تر منځ د اسټروېډونو اصلي کړۍ کې د لمر په شاوخوا کې تاویږي.
ځیني اسټروېډونه بیا ځمکې ته نږدې راځي او لکه څنګه چې د برېتانیا اوپن یا پرانیستي پوهنتون د ستوریزو او فضایي علومو متقاعده استاده مونيکا ګرېډي وای، له موږ سره د ژوند پر اصل پوهیدو کې مرسته کولی شي:
"ځینې اسټروېډونه ډېر عضوي مرکبات لري چې د ژوند د جوړېدو بنسټونه ګڼل کېږي."
دا زیاتوي: "یو نظر دا دی چې ژوند یوازې هغه وخت پر ځمکه پیل شو چې د ژوند اجزاء د اسټروېډونو له لارې ځمکې ته راوړل شوي وو."

د عکس سرچینه، NASA/Ben Smegelsky
ډېری اسټروېډونه بې زیانه وي او له هیڅ ستونزې پرته تېریږي، خو ځینې داسې دي چې ارزښت لري او د ساینسپوهانو په وینا باید ترې خبر واوسو.
د ایډنبرا پوهنتون د فزیک او ستورپوهنې د څانګې څېړونکی اگاتا روزېک وايي:
"ځینې وختونه ځمکې ته نږدې راتلونکو اسټروېډونو ته ډېر پام اوړي. دا اسټروېډونه تر هغه وخته پورې له نږدې څارل کېږي، چې مدارونه یې په ښه ډول وپېژندل شي."
د اټکل له مخې لوی اسټروېډونه لږ خطر لري.
ښاغلی روزېک زیاتوي:
"موږ پوهیږو چې دا لوی اسټروېډونه چېرې دي او چېرې روان دي. موږ تر ډېره بریده د دوی د خوځښت پر قوانینو پوه شوي یو، او ځانګړي حالتونه مطالعه کوو، چې لا ښه پرې پوه شو."
دی زیاتوي:
" اندېښنه کوچنیو او هغو اسټراېډونو ته ده او تر هغه پورې به خطرناک ګڼل کېږي، چې مدارونه یې معلوم نه شي."
دې ته په پام سره دا هغه څلور اسټروېډونه دي، چې اوس مهال تر څارنې لاندې دي، درې یې مهم بلل کېږي او یو خو یې دومره مهم بلل کېږي، چې ناسا ورته ځانګړې ماموریت پیل کړ.
اپوفیس

د عکس سرچینه، NASA
دا اسټروېډ په مصري اسطورو کې د ګډوډۍ او ویجاړۍ الهې نامه ته منسوب او په ۲۰۰۴ کال کې کشف شوی.
لومړی داسې کم احتمال څرګندېده، چې له ځمکې سره به ټکر شي، خو ناسا ساینسپوهانو وروسته وویل چې "باوري دي، چې لږ تر لږه د ۱۰۰ کلونو لپاره د اپوفیس او ځمکې تر منځ د ټکر هیڅ خطر نه شته."
روزېک وايي:
"موږ اوس پوهېږو چې دا به د ۲۰۲۹ د اپرېل په ۱۳مه نېټه د ځمکې تر څنګ خوندي تېریږي. دا له کشف راهیسې د ځمکې له مرکزونو په پراخه کچه څارل شوی او له ځمکې سره به ډېر نږدې تېر شي، هلته چې زموږ ځینې مصنوعي سپوږمکۍ ګرځي او ښايي د ځمکې نږدېوالی دا اسټروېډ راکاږي او بڼه یې بدله شي."
ناسا وایي چې د ځمکې جاذبه به د اپوفیس مدار هم بدل کړي او ښايي په دې اسټروېډ کې کوچنۍ ښویدنې هم رامنځته کړي.
دا اسټروېډ شاوخوا ۳۴۰ متره قطر لري، چې د فوټبال درېیو ډګرونو په اندازه اوږدوالی دی او له ځمکې به شاوخوا ۳۲۰۰۰ کیلومتره لیرې تېر شي، دومره نږدې چې په پرانیستو سترګو لیدل کېدای شي.
۲۰۲۴ وای ار ۴

د عکس سرچینه، ATLAS
د ناسا ساینسپوهانو په وینا، دا اسټروېډ له ۵۳ تر ۶۷ مترو پورې قطر لري، چې نږدې د یوې ۱۵ پوړیز ې ودانۍ اندازه ده او په ۲۰۲۴ کال کې کشف شو.
دا په ټوله نړۍ کې هغه مهال د خبري سرلیکونو برخه شو، چې انګېرل کېده ښايي په ۲۰۳۲ کال کې له ځمکې سره ټکر شي.
د څېړونکو لومړۍ انګېرنه دا وه، چې په ۳۲ کې یو سلنه احتمال شته، چې دا به ځمکې سره ټکر شي، خو ناسا دا امکان رد کړ.
اغلې ګرېډي وايي.
"کله چې موږ یو اسټروېډ وینو چې ښايي له ځمکې سر ټکر شي، ننګونه دا وي چې معلومه کړو دا څومره احتمال لري؟ نو موږ یې باید د مدار او تګلارې دوامداره څارنه وکړو. "
تر اوسه پورې داسې درې اعشاریه اته سلنه احتمال شته، چې ۲۰۲۴ وای ار ۴ به له سپوږمۍ سره ټکر شي، خو ناسا ماهرین وایي که ټکر هم وشي، دا به د سپوږمۍ طبیعي مدار ته هېڅ زیان ونه رسوي.
ډیډیموس او ډیمورفوس

د عکس سرچینه، NASA/Johns Hopkins APL/Steve Gribben
ډیډیموس یو اسټروېډ دی، او ډیمورفوس یې یوه وړوکې سپوږمکۍ ده، چې شاوخوا کې ترې تاویږي.
له دې دواړو یو هم د ځمکې لپاره خطر نه لري، خو ځمکې ته نږدې تېرېږي.
په ۲۰۲۲ کال کې ناسا د ډي اې ار ټي په نامه ماموریت کې یوه اله د ډیمورفوس سره ټکر کړه، چې ځان یې خپله ویجاړ کړ. د دې چارې هدف دا و، چې وکتل شي ایا په خوندیتوب سره هغه اسټروېډونه له مخې لېرې کېدای شي او که نه، چې له ځمکې سره د احتمالي ټکر خطر لري.
ساینسپوهانو په لوی لاس دا هدفونه وټاکل چې له ځمکې سره یې ټکر شونی نه و، او مدار یې لږ بدلون وکړ، خو خطر یې زیات نه شو.
روزېک وایي:
"دې ماموریت د ډیمورفوس مدار بدل کړ، او دا بدلون د ځمکني ستورڅارونکي مرکز له لارې اندازه شو. موږ دا اسټروېډ لا هم څارو، ځکه د (هیرا) ماموریت به راتلونکی کال ور ورسېږي، چې د ټکر پایلې وڅېړي."
سایکي

د عکس سرچینه، NASA
سایکي چې په ۱۸۵۲ کال کې کشف شوی و، د لمریز نظام د اسټروېډونو په اصلي کړۍ کې موقعیت لري. دا د یوناني اسطورې د روح الهې په نامه نومول شوی.
سایکي له فلزاتو او ډبرې جوړ اسټروېډ بلل کېږي، او ساینسپوهان فکر کوي چې دا د یوه سیاروي مرکز برخه ده، چې له لارې یې د ځمکې او نورو سیارو د مرکزي برخو د جوړېدو په اړه پوهه ترلاسه کېدای شي.
په ۲۰۲۳ کال کې ناسا یو ماموریت پیل کړ چې د دې اسټروېډ نقشه ترلاسه او مطالعه یې کړي.
نوې موندنې

د عکس سرچینه، NSF-DOE Vera C. Rubin Observatory
روانه میاشت د ويرا روبین ستورڅېړنې مرکز اعلان وکړ چې دوی یوازې په ۱۰ ساعتونو کې له ۲۰۰۰ ډېر نوي اسټروېډونه او ۷ فضایي جسمونه کشف کړي، چې ځمکې ته نژدې دي.
په کال کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ اسټروېډونه د نورو څېړونکو لخوا کشف کېږي.
پروفېسره ګرېډي وايي:
"که غواړو د ټول اسمان نقشه واخلو، باید ډېر پراخ لید ولرو او همدا د ويرا روبین ستورڅار ځانګړنه ده."
دا مرکز تمه لري چې په لومړیو څو کلونو کې به میلیونونه نوي اسټروېډونه کشف کړي، چې ساینسپوهانو ته به لا ډېر معلومات ورکړي او زموږ د لمریز نظام نور رازونه به را برسېره کړي.








