ایا سونا مو رښتیا روغتیا ښه کوي؟

یوه جوړه (مېړه او ښځه) سونا کې پر لرګینو تختو غځېدلي

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ياسمين روفو
    • دنده, بي بي سي نيوز

که خواله رسنۍ ولټوئ، کېدای شي، ځینو ادعاوو ته حیران شئ. هغه دا چې سونا او د سړو اوبو حوضونه تقریباً جادويي درملنه ده، ځکه چې د ادعا له مخې دا معافیت لوړوي، غوړ سوځوي او د مفصلونو له دردونو د مزاج ټیټېدو پورې ښه درملنه ګڼل شوې ده.

خو واقعیت، لکه څنګه چې کارپوهان وایي، ډېر دقیق او پېچلی دی.

ډاکټره هېدر ماسي، چې د سختو چاپېریالونو او فیزیولوژۍ برخو کې د پورټسموټ پوهنتون کې ګډونواله استاده ده، وایي: "ډېر خلک له تودوخې او سړوښې سره د مخامخېدو پر ګټو باور لري، خو تر اوسه له موږ سره کافي شواهد نه شته چې په قاطع ډول ووایو دا د روغتیا لپاره ګټور دی".

ماسي په ډاګه کوي چې زموږ بدنونه د تودوخې د اصلي ثبات ساتلو په برخه کې "حیرانوونکي" دي، چې عموماً زموږ د بدن حرارت له ۳۶.۵ تر ۳۷ درجې سانتي ګراد پورې وي.

په ورځني ژوند کې، موږ ډېر کله دا سیستم نه ننګوو؛ ځکه چې موږ ډېری وخت په ګرمو یا سړو ځایونو (هغو کې چې ایرکنډېشن وي) تېروو.

هغې زیاته کړه چې د بدن ګرمول یا سړول لږ فشار رامنځته کوي، چې دا تطبیقي یا محافظتي غبرګونونه راپارولی شي.

د سونا‌ په اړه پوهاوی

دا مفکوره د سونا د جذابیت پر بنسټ ولاړه ده او چې نن ورځ شاوخوا ټول جیمونو او ورزش ځایونو کې شته.

ځینې خلکو ته، دا له تمرین وروسته یو انعام دی، په داسې حال کې چې نور یوازې دې لپاره ځي چې هلته تفت کې کیني خو ډېر منظم کاروونکي باور لري چې په ډېره ګرمه تودوخه کې ۱۵ دقیقې تېرول د هغوی فزیکي او رواني روغتیا کې لوی توپیر رامنځته کوي.

له شک پرته، د سونا تجربه کېدای شي خوندوره او ارام بخښونکې وي.

ډاکټره هېدر ماسي د بي بي سي په "وټس‌اپ ډاکس" پروګرام کې وایي: "کله چې تاسو په سونا کې ناست یاست او خوله کېږي، کېدای شي د ارامۍ، د حرکت ازادۍ او لږ انعطاف احساس وکړئ، او ځینې دردونه او تکلیفونه ورسره کمېږي".

هغې زیاته کړه: "نو بې‌شکه سونا کې د کېناستلو ځینې ګټې شته، خو پوښتنه دا ده چې ایا دا ګټې په اوږدمهال کې صحي دي او که په اصل کې یوازې رواني ګټې لري".

یوه بوډۍ ښځه سونا کې ناسته ده

د عکس سرچینه، Getty Images

ډاکټره ماسي وايي په یوه تازه څېړنه کې پر هغو کسانو چې په تودو حوضونو کې پرله‌ پسې لامبي په ډاګه کړې چې د انسولین او وینې فشار په کچه کې یې بدلونونه لیدل شوي.

هغې وویل: "موږ دا څېړل پیل کړل چې ایا د بدن ګرمول له هغو کسانو سره مرسته کولی شي چې له ناروغیو سره مخ دي".

خو ماسي د ډاډمنو صحي ادعاوو په اړه د احتیاط سپارښتنه کوي او څرګندوي چې قوي علمي شواهد لا هم محدود دي. هغې زیاته کړه: "تر اوسه مو د هېڅ منظمې سونا تجربه نه ده کړې. زه فکر کوم په راتلونکي کې به ګټې وموندل شي، خو موږ تر اوسه هغه ځای ته نه یوو رسېدلي."

اوس مهال، هغه دا منطقي ګڼي چې له سونا یا تودو حوضونو څخه د آرامۍ د احساس لپاره خوند واخیستل شي، پرته له دې چې وپتېیل شي دا د روغتیا ښه والي تضمین دی. ماسي همداشان مشوره ورکوي چې د سونا یا تودو حوضونو تجربه په تدریجي ډول وشي او که کومه صحي ستونزه یا میندواري وي، لومړی له ډاکټر سره مشوره وشي.

په سړو اوبو کې لمبېدل

یوه ښځه په سړو اوبو کې لامبي

د عکس سرچینه، Getty Images

ځینې خلک د سونا پر ځای په سړو اوبو کې لمبېدل غوره ګڼي.

په یخو اوبو کې د لمبېدو مینه وال ډېر شوي دي او ځینې خلک هر ګهیځ وختي د ساحلونو، بندونو او سېندونو په سړو اوبو کې لامبي.

ډاکټره هېدر ماسي، چې سړو اوبو کې د لمبېدو په نړیواله سیالۍ کې یې برخه اخیستې، وایي هغه اوونۍ کې یو ځل یخو اوبو کې لامبي، خو یوازې دوه دقیقې پکې تېروي.

هغې دا تجربه په پیل کې "دردوونکې" وبلله، خو لومړی ټکان هماغه څه دي چې ګډونوال یې غواړي.

هغې روښانه کوي: "د لومړي ځل لپاره اوبو کې غوټه کېدلو سره په غیر ارادي ډول د چټکې ساه اخیستلو او چټک تنفس چاره رامنځ ته کېږي، د زړه ټکان او وینې فشار لوړوي او د فشار هورمونونه لکه کورتیزول او ادرینالین زیاتوي".

هغې زیاته کړه: "دغه غبرګون شاوخوا ۳۰ ثانیو کې تر اوجه رسېږي، بیا ژر راکمېږي."

د پرله‌پسې غوټې په صورت کې، د صدمې اغېز کمېږي او له څو لنډو غوټه وهلو وروسته، دغه غبرګون شاوخوا ۵۰ سلنه کمېږي.

لکه د سونا په څېر، لویه پوښتنه دا پاتې ده چې ګټې د تودوخې/سړوالي له امله دي که د دې سره تړلې ټولې تجربې.

ډاکټره ماسي وايي چې سړو اوبو کې لامبل ډېر وخت په بهر کې او له نورو کسانو سره ترسره کېږي: "دا فعالیت څو عناصر سره یو ځای کوي - طبیعت، حرکت، ټولنیز تعامل - چې ټول یو له بل سره تړلي دي".

پادکاسټ کوربه ډاکټر کریس وان تولکین هم له دې سره یوه خوله دی او وایي چې دا عوامل جلا کول ګران دي: "موږ نه پوهېږو چې سړې اوبه ګټه لري او یا دا چې له خوندورې ډلې سره یوځای کوم ننګوونکی کار ترسره شي".

یو څه پیدا کړئ چې خوند ترې واخلئ

یوه مېرمنه خاندي

د عکس سرچینه، Getty Images

د ماسي لپاره، پیل د تودوخې درجه نه، بلکې د خوند اخیستل دي.

هغه وايي: "زه له هغو خلکو سره خبرې کوم چې هره اوږنۍ په پارکران سیالیو کې برخه اخلي او دوی په سړو اوبو کې له لمبېدونکو سره ورته احساس لري".

هغې زیاته کړه: "مهمه دا ده داسې فعالیت پیدا کړئ چې خوند ترې واخلئ، په منظمه توګه یې ترسره کړئ او غوره ده چې له نورو سره ګډ وي، ځکه د یوې ډلې دوستان جوړول رواني فشار کمولی شي. "

دغه فعالیت د بڼوالۍ، مرغیو ته د کتلو، د موسیقي ټولګي کې ګډون کول یا یوازې له دوستانو سره قدم وهل وي.

د ماسي په وینا، نو، که څه هم سونا یا د سړو اوبو لامبو د ښې روغتیا لپاره ضروري نه دي، خو دا ممکنه ده چې مثبتې ګټې ولري.