شری څه شی دی او ولې دومره ساري دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اندرې بیرنات
- دنده, نړیواله روغتیا، بي بي سي نړیوال سروېس
د روان ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې، د امریکا په دوو ایالتونو کې د روغتیا چارواکي مجبور شول چې د شري ناروغۍ د خپرېدو له امله د دې ویروس جدي څارنه وکړي ځکه چې د تایید شویو پېښو شمېر پکې له ۱۳۰ واوښت.
په نړیواله کچه، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د شري درې زره او ۹۸ (۳٬۰۹۸) پېښې ثبت کړې دي. په ۲۰۲۳ کال کې، شاوخوا لس عشاریه درې (۱۰.۳) میلیون کسان په دې ناروغۍ اخته شوي وو.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، له ۱۹۶۳ کال - چې واکسین پکې پیل شو - مخکې د شري لویې وباوې هر دوه یا درې کاله وروسته رامنځته کېدې، او هر کال یې شاوخوا دوه عشاریه شپږ (۲.۶) میلیون کسان مړه کول.
شری څه شی دی او ولې دومره ساري دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
شری یوه ډېره ساري ویروسي ناروغي ده، چې د هوا له لارې او په کوچنیو څاڅکو کې کله چې یو ناروغ کس تنفس کوي، پرنجی کوي یا ټوخی کوي خپرېږي. دا د ککړو سطحو لمس کولو سره هم لېږدول کېدی شي.
د کاناډا په مکګېل پوهنتون کې د علم او ټولنې دفتر لخوا خپره شوې مقاله کې راغلي، د شري ویروس دومره کوچنی دی، چې له عادي مایکروسکوپونو سره یې لیدل ستونزمن دي.
د مکګېل پوهنتون مقاله زیاتوي: "شری ډېر ساري دی. د دې ویروس لږ اندازه هم کافي ده چې یو کس پرې اخته شي. مخکې له دې چې په ناروغ کس کې یې نښې نښانې ښکاره شي له بدن څخه وځي او په هوا کې پاتې کېږي.
بله دا چې دا ناروغي په ډېرو هېوادونو کې له منځه وړل شوې ده، نو ډاکټران ښايي د تشخیص پر وخت هغسې پام ورته و نه کړي. په پایله کې یو اخته کس کولی شي د اوږدې مودې لپاره ویروس خپور کړي."
امریکا کې د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونو راپورونه وايي: "شری یو له خورا ساري او په انسانانو کې پېژندل شوې ناروغي ده."
د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي، چې هر اخته کس کولی شي د شري ناروغي له نهو څخه تر ۱۰هغو کسانو ته، چې واکسین شوي نه وي او له دوی سره نږدې په تماس کې وي انتقال کړي.
یو کس، چې په شري اخته وي، کولی شي د نښو نښانو له پیل څخه څلور ورځې مخکې نور کسانو ته ولېږدوي. په نښو کې د پوستکي سور کېدل اود وړو دانو راڅرګندېدل شامل دي.
شري ناروغي معمولا له اوو څخه تر لسو ورځو دوام کوي. په ځینو قضیو کې د سینه بغل، مننژیت، ړوندوالي او لنډ مهالي مغزي ګډوډي (تشنج) لامل کېدای شي.
ماشومان او له پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي کسان، امېندواره مېرمنې او هغه کسان، چې د معافیت سیسټم یې کمزوری وي، له لوړ خطر سره مخامخ دي.
د جان هاپکېنز پوهنتون د څېړنې له مخې په متحده ایالاتو کې په هرو پنځو ناواکسین شويو کسانو کې یو یې د شري ناروغۍ له کبله روغتون کې بستري کېدو ته اړتیا لري.
په ۲۰۲۴ کال کې دا کچه لوړه وه. د شري ناروغۍ شاوخوا ۴۰ سلنه کسان په روغتون کې بستري شوي وو.
د شري ناروغي وژونکې کېدای شي، خو قضیې یې نادرې دي.
ولې شری په امریکا کې بېرته راګرځېدلی؟
په ۲۰۰۰ کال کې اعلان وشو چې دا ناروغي په امریکا کې ورکه شوې ده. دا اعلان یو کال وروسته له هغه وشو، چې هېڅ قضیه یې نه وه ثبت شوې.
د متحده ایالاتو د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونه وايي:"دا په متحده ایالاتو کې د واکسین پروګرام د پراخ بریالیتوب او په ټوله امریکا کې د شري په کنټرولولو کې د پرمختګ له کبله و."
د دې لپاره، چې د شري پر وړاندې ټول خلک معافیت ترلاسه کړي روغتیایي سازمانونه وړاندیز کوي، چې باید ۹۵ سلنه کسان واکسین شي.
وروستۍ احصایې ښیي، چې امریکا په وروستیو کلونو کې له یادې سلنې شا ته پاتې شوې ده. په ۲۰۲۱ کال کې ۹۰،۶ سلنه ۲۴ میاشتنیو ماشومانو د اېماېم ار(MMR) واکسین لږترلږه یو ډوز (خوراک) ترلاسه کړ.
د واکسین کولو دا کچه په تېرو لسو کلونو کې لږ یا ډېر ثابته وه. په ۲۰۱۴ کال کې ټېټه کچه ۸۹ سلنه او په ۲۰۱۸ کال کې تر ټولو لوړه کچه ۹۲ سلنه وه.
د جان هاپکېنز پوهنتون یوه څېړنه د واکسینونو نا مساوي وېش ته اشاره کوي:
"که څه هم په ځینو هېوادونو کې د واکسین پوښښ خورا ټیټ دی. دا چاره دوی د اخته کېدو له لوی ګواښ سره مخامخ کوي."
په دې نا ټولیز ډول د واکسین کولو اصلي دلیل د واکسین په اړه شک او تردید دی او دا شک هغه وخت غښتلی کېږي، چې د واکسن جانبي زیانونو په اړه ناسمې ادعا وې روانې وي.
په متحده ایالاتو کې د اېموري پوهنتون د متخصصینو لخوا د ۲۰۲۲ کال یوه څېړنه کې ویل شوي: "پر واکسین شک، بې وزلي او د روغتیايي بیمو نه شتون هغه څه دي چې د دې چارې پر وړاندې خنډ شوی دی. "
د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو وروستي معلومات د شري ناروغۍ په قضیو کې د اندېښنې وړ زیاتوالی ښیي، چې په ۲۰۲۴ کې ناڅاپي زیاتې شوې او په ۲۰۲۵ کې خپرېدا بیا پیل شوې.
پداسې حال کې چې امریکا د قضیو له زیاتوالي سره مخامخ ده، نور هېوادونه لکه برازیل، ختیځ تیمور او سریلانکا پدې وروستیو کې د شري ناروغۍ څخه پاک شوي دي.
د شري نښې څه دي؟
د بریتانیا د ملي روغتیا چوپړونو (NHS) وېبپاڼې پر بنسټ د شري ناروغۍ عامې نښې نښانې دا دي:
- له ۳۹ درجو لوړه تبه، که چېرې ناروغ د پاراسیټامول او ایبوپروفین په څېر درمل نه وي خوړلي
- درد او بهېدونکې پوزه
- پرنجی او ټوخی
- سرې، پړسېدلې او اوبه لرونکې سترګې
- پر پوستکي سرې دانې، چې خارښت نه لري او معمولا له لومړنیو نښو نښانو څخه درې یا څلور ورځې وروسته څرګندېږي. دا سره چاپونه معمولا له سرو وړو دانو سره پیلېږي. دا دانې سره نښلي او چاپونه رامنځ ته کوي. معمولا لومړی پر مخ او د غوږونو شاته څرګندېږي، بیا په ټول بدن کې را ښکاره کېږي.
- د خولې دننه سپینې دانې راخېژي
- لچ
- د ناروغۍ جدي قضیې کولی شي د انسفلایټس (encephalitis) یا د مرکزي عصبي سیسټم التهاب لامل شي.
د بریتانیا د ملي روغتیا چوپړونو مرکز (NHS) وايي، د امېندوارۍ پر مهال شری کولی شي د سقط، د مړ ماشوم د زېږون، له وخته مخکې زېږون یا د کم وزنه ماشوم د زېږېدو لامل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د شري درملنه څنګه وکړو؟
د شري لپاره د ویروس ضد کوم ځانګړي درمل نشته.
ډاکټران معمولا د پاراسیټامول په څېر درمل په نسخو کې لیکي، چې د تبې او درد په څېر اصلي نښې کمې کړي. هممهاله د بدن معافیت سیسټم هم خپل کار کوي او له ویروس سره مبارزه کوي.
د بریتانیا د ملي روغتیا چوپړونو مرکز (NHS) وايي، "شری معمولا له اخته کېدو څخه شاوخوا یوه اوونۍ وروسته په ښه کېدو پیل کوي".
په دې موده کې د بدن د اوبو د کمښت مخنیوي لپاره زیاتې اوبه څښل او آرام کول مهم دي.
په سختو قضیو کې روغتون کې بسترېدل او تنفسي ملاتړ ترلاسه کولو هم ښايي اړتیا پېښه شي.
کومو هېوادونو کې شری خپور شوی؟
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا د متحده ایالاتو سربېره "شری په افریقا، منځني ختیځ او آسیا په ځینو برخو کې لا هم شته."
په دې وروستیو کې په پاکستان، تایلنډ، هند، یمن، ایتوپیا، افغانستان، اندونیزیا، روسیه، قرغزستان او ویتنام کې د شري د خپرېدو پېښې راپور شوې دي.
د متحده ایالاتو د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونو په وینا: " شری ډېر ساري دی. کولی شي په اسانۍ سره له پولو تېر شي او په هر هغه هېواد کې چې د دې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین پوښښ له ۹۵ سلنې کم وي خپور شي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د شري مخنیوی څنګه کېدی شي؟
د شري ناروغۍ د مخنیوي غوره لار د واکسین کول دي.
هغه واکسین چې معمولا د خلکو ساتنې لپاره کارول کېږي د شري، ممپس او روبېلا (MMR) واکسین په نوم یادېږي او په عین وخت کې خلک له دریو واړو ناروغیو ساتي.
د روغتیا نړیوال سازمان او نور روغتیایي سازمانونه سپارښتنه کوي، چې ماشومان باید د یاد واکسین دوه ډوزه (دوه ځله) ترلاسه کړي ترڅو د دې ناروغیو پر وړاندې ټول عمر خوندي پاتې شي.
لومړی ځل دا واکسین معمولا د نهو او ۱۵ میاشتو ترمنځ ماشومانو ته ورکول کېږي.
دوهم ځل د ۱۵ او ۱۸ میاشتو ترمنځ ماشومانو ته ورکول کېږي. دا د هر هېواد روغتیايي تګلارو پورې اړه لري.
سپارښتنه کېږي، هغه ځوانان او لویان چې په ماشومتوب کې یا د دې ناروغۍ د واکسین د کمپاینونو پر مهال یې واکسین نه دی ترلاسه کړی باید واکسین شي.
هغه لویان چې د ۱۹۶۳ او ۱۹۶۸ ترمنځ د شري ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي وو باید یې د واکسین تاریخ هم وکتل شي ترڅو معلومه شي، چې کوم واکسین یې ترلاسه کړی دی.
د جان هاپکېنز پوهنتون وايي: "هغه واکسینونه، چې په هماغه وخت کې کارول شوي وو له غیر فعال ویروسونو څخه جوړ شوي وو، چې ډېر اغیزمن نه وو او بالاخره یې کارول بند شول."
شری په اسانۍ خپرېږي، نو د ټولیز معافیت لپاره د نفوس لویه برخه واکسین کولو ته اړتیا ده ترڅو د ناروغۍ او د خپرېدو یا وبا مخنیوی وشي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د شري واکسین د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ له ۶۰ میلیون څخه د ډېرو مړینو مخه نیولې.
د واکسین د خوندیتوب او اغېزمنتوب سره سره شري په ۲۰۲۳ کال کې یو سل اووه زره پنځه سوه ( ۱۰۷،۵۰۰ )کسان ووژل، چې ډېر یې د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان وو.
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی: "په ټوله نړۍ کې د شري واکسین لومړی ډوز (ترلاسه شوې کچه) په ۲۰۲۳ کال کې ۸۳ سلنه و او په ۲۰۱۹ کال کې ۸۶ سلنه و."











